ټاکني

روسیه او ایران د کلیدي ټاکنو نه مخکې د متحده ایالاتو د رایه ورکوونکو د وېرولو هڅه کوي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د متحده ایالاتو رایه ورکوونکي د اکتوبر په ۲۱ مه په ویانا، لویدیځ ورجينا کې د نومبر په ۳ مه په کتارونو کې ولاړ دي چې د صدارتي ټاکنو لپاره وختي رايه ورکړي. [سټیفن زینر/ ای اېف پي]

د متحده ایالاتو رایه ورکوونکي د اکتوبر په ۲۱ مه په ویانا، لویدیځ ورجينا کې د نومبر په ۳ مه په کتارونو کې ولاړ دي چې د صدارتي ټاکنو لپاره وختي رايه ورکړي. [سټیفن زینر/ ای اېف پي]

واشنګټن -- امریکايي چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۱ مه) اعلان وکړو چې د روسیې او ایران رژیمونو د متحده ایالاتو د رایه ورکونکو معلومات ترلاسه کړي او ګامونه يې پورته کړي چې د نومبر په ۳ مه د صدارتي ټاکنو نه مخکې په عوامي نظر اثر وغورځوي.

د متحده ایالاتو د ملي استخباراتو ډايريکټر جان راټکلیف وویل، د ایران رژیم په ځانګړي ډول امریکایانو ته "جعلي" ايمېلونه استوي چې "د رایه ورکوونکو د وېرولو" او "په ټولنه کې د ګډوډۍ رامينځته کولو" لپاره جوړ شوي دي.

هغه زیاته کړه چې تهران یوه ویډیو هم خپره کړه چې پکې دا څرګنده شوي چې مجرمان جعلي ووټونه، چې د متحده ایالاتو نه بهر سيمې پکې شامل دي، ليږلې شي.

راټکلیف وویل، د ایران او روسیې رژیمونه هڅه کوي چې "رجسټر شويو رایه ورکوونکو ته غلط معلومات ورسوي چې دوی هیله لري چې غلط فهمي او ګډوډي به رامینځته کړي، او په امريکايي جمهوريت باندې باور ته به زيان ورسوي".

هغه وویل، "دا اقدامات د مایوسه شويو مخالفینو لخوا د مایوسۍ هڅې دي."

دا اعلان وروسته له هغې وشو کله چې رجسټر شويو رایه ورکونکو راپور ورکړو چې دوی په متحده ایالاتو کې د پیژندل شوې وسله والې ملیشه ډلې په نوم او په شخصي پته ایمېلونه ترلاسه کوي.

تهدیدوونکي مواد

دغه ايمېلونو له ترلاسه کونکو څخه غوښتنه وکړه چې په يوې ځانګړې لارې رایه ورکړي، "یا به موږ ستاسو پسې درشو".

دوی وویل، "موږ به پوهه شو چې کوم نوماند ته تاسو رایه ورکړې ده."

راټکلیف، چې د هغه سره د متحده ایالاتو د تحقیقاتو ادارې (اېف بي آی) ډايريکټر کریسټوفر ورې و، د دې وضاحت ونه کړو چې روسیې او ایرانیانو څنګه د رایې ورکونکو معلومات ترلاسه کړي، او یا روسیه څنګه دا کاروي. .

د متحده ایالاتو استخباراتو څو څو ځله خبرداری ورکړی چې د روسیې، ایران او چین رژیمونه په ټولنيزو رسنيو باندې د غلطو معلوماتو په کمپاينونو کې برخه اخلي چې موخه يې په امریکایي رایه ورکوونکو باندې اثر کول دي.

ورې ټینګار وکړ چې په متحده ایالاتو کې د ټاکنو سیسټمونه خوندي دي.

هغه وویل، "موږ به په ټاکنو کې هيڅ بهرنۍ لاسوهنه یا څه جرمي کړنې ونه زغمو چې ستاسو د رایې حرمت ته زيان رسوي یا د ټاکنو په پایلو باندې د خلکو باور کمزوری کوي."

په ایران او روسیه کې چارواکو د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۲ مه) دا تورونه په کلکه رد کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500