تروريزم

په خېبر پښتونخواه او بلوچستان کې بریدونو لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

په شمالي وزیرستان کې د اکتوبر په ۱۵ مه د يوې چاوديدونکې وسيلې په چاودنه کې وژل شوي ځینې امنیتي پرسونل ښودل شوي دي. [آی اېس پي آر]

په شمالي وزیرستان کې د اکتوبر په ۱۵ مه د يوې چاوديدونکې وسيلې په چاودنه کې وژل شوي ځینې امنیتي پرسونل ښودل شوي دي. [آی اېس پي آر]

اسلام آباد -- د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۵ مه) په بلوچستان او خېبرپښتونخواه کې د وسله والو په مختلفو بريدونو کې د شپږو امنیتي پرسونلو په ګډون لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول.

بلوچراجي اجوئي سنګر تروريستي ډلې په يو ټویټ کې د بلوچستان په ګوادر کې د دغه بريد مسؤلیت په غاړه واخیستو.

د چارواکو له مخې، لږ تر لږه شپږ کسان د تیلو د کارکونکو په کاروان کې د وسله والو لخوا ووژل شول.

یو لوړ پوړي چارواکي ای اېف پي ته وویل چې په مړو کې نيم پوځي سرتیري او د دولت د تیلو او د ګيس د پراختیا د شرکت کارکونکي شامل وو.

هغه د نوم نه ښودلو په شرط وويل، ځکه چې هغه له رسنیو سره د خبرو اترو اجازه نه لرله، "د مړو شمیر لوړېدې شي."

په عین حال کې، د پوځ د عامه اړيکو دفتر د پنجشنبې په ورځ په يو بيان کې وویل چې د شمالي وزیرستان رزمک ته نږدې د امنیتي ځواکونو په کاروان باندې د سړک د غاړې د بم په چاودنه کې یو افسر او پنځه سرتیري ووژل شول.

تحريک طالبان پاکستان (TTP)د دغه پېښې مسؤلیت پرغاړه واخیستو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500