ټولنه

پاکستانیان د فحشو موادو د وجې د زياتيدونکو شکایتونو په لړ کې د ټیک ټاک د بندولو هرکلی کوي

د ضياء الرحمان لخوا

د پېښور اوسیدونکي د سپتمبر په میاشت کې د پېښور پریس کلب نه بهر احتجاج کوي چې پر حکومت فشار راوړي چې ټیک ټاک بند کړي. [ضیاء الرحمان]

د پېښور اوسیدونکي د سپتمبر په میاشت کې د پېښور پریس کلب نه بهر احتجاج کوي چې پر حکومت فشار راوړي چې ټیک ټاک بند کړي. [ضیاء الرحمان]

اسلام آباد -- د پاکستان دیني عالمان او د مدني ټولنې ډلې د حکومت د فيصلې ستاينه کوي چې د "غیر اخلاقي" موادو له کبله د ویډیو شریکولو په چينايي پلیټ فارم ټیک ټاک بنديز ولګوي.

د پاکستان د مخابراتو ادارې (پي ټي ای)، چې د مخابراتو دولتي تنظیمونکی دی، په یو بیان کې وویل، پاکستان د اکتوبر په ۹ مه د ټولنیزو رسنیوپه پلېټ فارم کې د "غیر اخلاقي/ فحشو موادو په اړه د ټولنې د مختلفو برخو" لخوا د شکایتونو وروسته په هیواد کې په ټیک ټاک بنديز ولګوو.

ټیک ټاک، چې کاروونکو ته اجازه ورکوي چې لنډې ویډیوګانې شریکې کړي، په بيجنګ کې د انټرنيټ ټيکنالوژۍ شرکت د بايټ ډانس ملکيت دی.

پي ټي ای د جولای په میاشت کې وويل چې پاکستان به په دې اېپ بندیز ولګوي که چيرې دا د هغو موادو مخه ونه نيسي کوم چې "غير اخلاقي، فحاش او بيهوده ګڼل کيږي". په دغه وخت کې، دې شرکت ته یو وروستی خبرداری ورکړل شو.

د سپتمبر په میاشت کې د انديښمنو اوسیدونکو یوه ډله په پېښور هايي کورټ کې درخواست جع کوي چې د ټیک ټاک د بندولو غوښتنه وکړي. [ضیاء الرحمان]

د سپتمبر په میاشت کې د انديښمنو اوسیدونکو یوه ډله په پېښور هايي کورټ کې درخواست جع کوي چې د ټیک ټاک د بندولو غوښتنه وکړي. [ضیاء الرحمان]

د ټیک ټاک کاروونکو يوه ډله د سپتمبر په میاشت کې د کراچۍ په يو پارک کې د خپلې اداکارۍ ويډيو جوړوي. [ضیاء الرحمان]

د ټیک ټاک کاروونکو يوه ډله د سپتمبر په میاشت کې د کراچۍ په يو پارک کې د خپلې اداکارۍ ويډيو جوړوي. [ضیاء الرحمان]

ډاکټر شهباز ګيل، چې د سياسي مخابراتو په اړه د وزیر اعظم عمران خان ځانګړی معاون دی، وويل، ټيک ټاک بالاخر په پاکستان کې وروسته له هغې بند شو کله چې حکومت د والدېونو نه ګڼ شمېر شکايتونه ترلاسه کړل.

هغه وویل، "د وزیر اعظم پورټل د والدېنو نه ډیر شکایتونه ترلاسه کړل او ويې وویل چې د دوی ماشومان د لنډو ویډیوګانو د دغه اېپ له امله غير اخلاقي فعالیتونه غوره کوي، کوم چې د پاکستاني ټولنې د مذهبي، ټولنیز او دودیزو نورمونو خلاف دي."

د مذهب پورې خندا کول

دغه بندیز په پاکستان کې د سياستدانانو، دیني عالمانو او مدني ټولنې ډلو نه ملاتړ ترلاسه کړی دی.

د جولای په مياشت کې، د پنجاب اسمبلۍ غړي رابعه نصرت په صوبایي اسمبلۍ کې يو پريکړه ليک وړاندې کړو چې د ټیک ټاک بندولو غوښتنه کوي.

نصرت وویل، "په ټیک ټاک کې د غير اخلاقي او فحش ژبې کارول به په ټولنه منفي اغیزه ولري." "دا اېپ نه یوازې د خلکو د بلېک ميل کولو لپاره کارول کيږي، بلکې دا د مذهب پورې هم خندا کوي."

په کراچۍ کې میشته دیني عالم مولانا عثمان مکي وویل، "د پاکستان مذهبي ډلې د ټیک ټاک د بندولو لپاره د حکومت د اقدام ملاتړ کوي ځکه چې دا نه یوازې د پاکستان په ټولنه منفي اغیزه کوي بلکې د مذهب پورې ټوکې هم کوي."

مکي وویل، بهرني تخنیکي شرکتونه په ځانګړي توګه چینایي شرکتونه باید د ټولنې او مذهب احترام وکړي او داسې موادو ته اجازه ورنکړي چې د هیواد په اوسیدونکو کې ناکراري رامینځته کوي.

د پاکستان د وګړو سازمان (پي سي اُو)، چې په پېښور کې د مدني ټولنې يوه ډله ده چې د احتجاجونو انتظام يې وکړو او د ټیک ټاک د بندولو لپاره یې په پېښور هايي کورټ کې درخواست جمع کړی و، د دې اقدام هرکلی وکړو.

د پي سي اُو يو مشر عاصم عصمت د اکتوبر په ۱۰ مه په پېښور کې وویل، ډیر پاکستانیان د دې پلیټفارم د بندولو لپاره د حکومت د اقدام ملاتړ کوي ځکه چې دا هغو مختلفو فعالیتونو ته وده ورکوي کوم چې د اسلامي ژوند د طرزالعمل څخه سرغړونه کوي.

عصمت وویل، "ټیک ټاک ځوانان په بيهوده روش کې اخته کول او د ځان وژنې د زیاتوالي لامل جوړيدو."

ګڼ شمیر پاکستاني ځوانان هغه وخت مړه شوي کله چې دوی د اېپ لپاره ویډیو ګانې جوړولې. د جون په میاشت کې، ۱۹ کلن تنویر علي په غیر ارادي توګه ډزې وکړې او ځان يې ووژلو کله چې هغه د کراچۍ په سکندر ګوټ سيمه کې د ټیک ټاک لپاره يوه ويډيو جوړوله.

په ټوله نړۍ کې د پلټنې زیاتوالی

بیجینګ په هيواد کې د لویدیز د ټولنیزو رسنیو پلیټفارمونه بند کړي دي. چينایي رژيم د یوټیوب، ګوګل او فېسبوک کارول منع کوي او په چين کې خبرونو او معلوماتو ته د لاسرسي محدودولو لپاره "ستر فایر وال" کاروي.

چینایي سفارتکاران او دولتي رسنۍ په منافقت سره له هیواده بهر د آزادۍ نه ګټه اخلي او په دې وروستیو کلونو کې يې د بيجنګ د دريځ وړاندې کولو لپاره ورته پلیټ فارمونه کارولي دي.

په ځانګړي توګه په ټولنيزو رسنيو کې د چین لخوا خپره شوي د غوسې وړ ادعا هغه سازشي نظريه ده چې له مخې یې متحده ايالاتو کورونا ويروس وهان ته راوړی و. .

سربيره پر دې، ټيک ټاک په نړۍ کې له دې کبله د ډیریدونکي پلټنې سره مخ دی چې دا څنګه شخصي معلومات راټولوي او کاروي.

هندوستان د جولای په ۲۳ مه ټیک ټاک او نور ۵۲ چینایي اېپونه بند کړل، او ويې ويل چې دا پليټ فارمونه ډیټا په غیرقانوني ډول کاروي او هغه وخت په پټه د خلکو له فونونو څخه معلومات راټولوي کله چې مالکان یې دا اېپونه ډاونلوډ کوي.

د متحده ایالاتو سپينې ماڼۍ د اګست په مياشت کې امرونه صادر کړل چې د ملي امنیتي اندیښنو له امله به يې په امريکايي بازار کې ټیک ټاک او وي چېټ، چې يو بل چینایي اېپ دی، په مؤثره توګه بند کړي ول.

د آسټرلیا نشریاتي کارپورېشن د اګست په لومړۍ نيټه راپور ورکړو، ټیک ټاک په اسټرالیا کې د استخباراتي ادارو له پلټنې سره مخ دی او دا تحقیقات کوي چې آيا دا اېپ د امنیت لپاره خطر دی. د پارلمان ځینې غړي غوښتنه کوي چې حکومت دې دا پلیټ فارم بند کړي.

ټیک ټاک تیر کال په بنګله دیش کې د فحش نګارۍ پروړاندې د مبارزې د برخې په توګه بند کړی شوی و. اندونیزیا د توهين رسالت د اندیښنو له کبله په ۲۰۱۸ کال کې دغه اېپ په عارضي ډول بند کړی و.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا یو ښه اقدام دی چې د پاکستان حکومت اخیستی دی. اوس ترټولو مهم ټکی دا دی چې په دوامداره توګه دا امر برقرار وساتل شي.

ځواب

د پاکستان د حکومت لخوا يو ښه اقدام. ټیک ټاک د مسلمانو په ټولنه کې فحاشۍ ته وده ورکوله. چین د دین احترام نه کوي او همدا لامل دی چې د دوی شرکتونه هم د دين احترام نه کوي

ځواب