امنیت

يوه ښځینه سيلانۍ په پاکستان کې په انفرادي توګه له سفر کولو سره موافقه کوي

د عديل سعيد لخوا

ماریه سومرو د سپتمبر په ۲۱ مه د ګلګت بلتستان شمشال درې ته د سفر پرمهال د يو ګاډې د چهت د پاسه ناسته ده. [د ماریه سومرو نه په مننه]

ماریه سومرو د سپتمبر په ۲۱ مه د ګلګت بلتستان شمشال درې ته د سفر پرمهال د يو ګاډې د چهت د پاسه ناسته ده. [د ماریه سومرو نه په مننه]

پېښور -- دغه ماجرا غوښتونکي ماریه سومرو په پاکستان کې په انفرادي توګه د سفر کولو سره موافقه کړې ده.

دېرش کلنه سومرو له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د پاکستان په شمالي سیمو کې سفر کوي، چیرې چې هغې هر ځای ښکلا وموندله -- چې دغه سیمو خلک مینه وال، خيال ساتونکي، میلمه پال او احترام کونکي و او دغه کلیوالې سیمې ښایسته وې.

سومرو د ګلګت بلتستان له مرکزي ښار ګلګت څخه پاکستان فارورډ ته وويل، "له مارچ ۲۰۲۰ راهیسې، کله چې ما له لاهور څخه سفر پیل کړو، ما د مختلفو پس منظرونو سره شاوخوا ۳۰۰ خلکو سره ولیدل او نږدې ټول خورا همکاره، مهربان، درانه او احترام کونکي ول."

هغې وويل، "زه به زما په څیر د سفر مينه والو ښځو ته وړاندیز وکړم چې بسم الله کړي، پلانونه جوړ کړي، یوه بسته راواخلي او د پاکستان ښکلا په آرام سره وګوري، څو ځایونو او ټولنې دواړه وویني."

ماریه سومرو د سپتمبر په ۱۲ مه د ګلګت بلتستان په پاسو کې د لرګیو په پل باندې ولاړه ده. هغه له تیرو شپږو میاشتو راهیسې د خېبر پښتونخواه په شمول د پاکستان په شمالي سیمو کې يوازې سفر کوي. [د ماریه سومرو نه په مننه]

ماریه سومرو د سپتمبر په ۱۲ مه د ګلګت بلتستان په پاسو کې د لرګیو په پل باندې ولاړه ده. هغه له تیرو شپږو میاشتو راهیسې د خېبر پښتونخواه په شمول د پاکستان په شمالي سیمو کې يوازې سفر کوي. [د ماریه سومرو نه په مننه]

په دودیزو جامو کې، ماریه سومرو د سپتمبر په ۸ مه د چترال ضلعې کلاش درې ته د لیدنې پرمهال د ځایي جينکو سره خبرې کوي. [د ماریه سومرو په مننه]

په دودیزو جامو کې، ماریه سومرو د سپتمبر په ۸ مه د چترال ضلعې کلاش درې ته د لیدنې پرمهال د ځایي جينکو سره خبرې کوي. [د ماریه سومرو په مننه]

هغې زياته کړه، "زه حيرانه شوم کله چې ما د سوات، چترال، بره دير او د ګلګت بلتستان په غرنيو سيمو کې، چې ما به نه وې کتلې که چيرې ما دا نوښت نه وې پيل کړی، په زړه پورې ښکلي ځايونه وليدل."

د کراچۍ اوسیدونکي سومرو د بېنک خپله دنده پریښوده چې د سفر کولو له لارې د هیواد د مختلفو برخو د لیدلو خپل آرمان پوره کړي.

"دا لومړی ځل دی چې ما یوازې سفر کړی دی. مخکې، ما د ملګرو سره په مختلفو سیمو کې سفر کړی و."

هغې وويل، هيچ هايکنګ کول د سفر کولو يوه ستره لاره ده ځکه چې دا پیسې بچ کوي او مسافرو ته اجازه ورکوي چې خپل سفر وغځوي او زياتې سیمو ته سفر وکړي.

د خوندیتوب مشوره

بیا هم، هغې ښځینه مسافرو ته لارښوونه وکړه چې د ورته سفر پیل کولو نه مخکې د خوندیتوب لومړني اصول زده کړي.

هغه یوازې د ورځې سفر کوي او تل د ګڼې ګوڼې په سيمو کې د موټر چلونکو نه لفټ غواړي. سربیره پردې، کله چې هغه کېمپنګ کوي، نو هغه خپله خیمه نفوس لرونکي سيمو ته نږدې لګوي.

هغې وويل، مسافر باید سیمه ایزو پولیسو ته د خپل راتګ په اړه خبر ورکړي او د خپل جي پي اېس موقعیت او د هغه ګاډې تفصيلات د انچارج افسر یا د اعتماد وړ ملګري سره شريک کړي چې تاسو پکې سفر کوئ.

د اضافي خوندیتوب لپاره، هغه يو چاقو او د مرچکي سپرې لري، که څه هم، هغې هیڅکله دا نه دي استعمال کړي. سومرو د ښځینه مسافرو لپاره د خوندیتوب مشورې په خپل انسټاګرام چېنل (_MariaSoomro@) کې خپرې کړې دي.

د خپل سفر په دوران کې، سومرو د سوات په ګډون د خېبر پښتونخواه يو څو برخې ولیدلې. سوات، چې په دې وروستیو کلونو کې د وسله والو يو مرکز و، مخکې له هغې چې پوځي ځواکونو په سيمه کې امنيت ښه کړو.

هغې څرګنده کړه، "زه د پاکستان لومړۍ ښځینه سيلانۍ يم چې یوازې مې په دې سیمو کې سفر کړی دی، او ما ولیدل چې د مسافرو لپاره هيڅ خطر نشته ځکه چې ځایي خلک ... د سیلانیانو ښه میلمستيا کوي."

د خپل سفر په دوران کې، هغې درې بهرني سيلانيان وليدل چې د ګلګت بلتستان په شمشال دره کې په انفرادي توګه يې سفر کولو.

هغې وويل، که چيرې بهرنيان راتلی شي او په پاکستان کې له ښايسته ځایونو څخه لیدنه کولی شي، پاکستانیان -- په ځانګړي توګه ښځې -- باید په خپل هیواد کې د ورته سفرونو څخه ګټه پورته کړي.

اوس چې هغه ګلګت ته رسیدلې، هغه پلان لري خپل سفر بشپړ کړي او کراچۍ ته واپس شي. کله چې هغه کورته لاړه شي، نو هغه موخه لري چې د خپلې تجربې په اړه سفر نامه وليکي چې د پاکستان او د دې د وګړو اصلي څیره وښیي.

د خېبر پښتونخواه شهرت ته وده ورکول

په پېښور کې د سیاحتي سفر شرکت سحرايي ټريول منيجنګ ډايريکټر دراني وویل، په خېبر پښتونخواه کې د سومرو سفر د هغه ګامونو ثبوت دی چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې د امنیت د ښه کولو لپاره پورته کړي دي.

هغه وویل، "دا ډیره د خوشحالۍ خبره ده چې يوازې ښځینه مسافرې زموږ صوبې ته د ګاډو له لارې سفر کړې او د هغې تجربه ډیره مثبته ده."

هغه وویل، د اورپکۍ زیاتوالي او د ترهګرۍ پیښو له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې د هیواد انځور ته زيان رسولی و، په ځانګړي توګه په خېبرپښتونخواه کې.

هغه زیاته کړه چې ډیرو مسافرو د هغه شرکت ته مراجعه وکړه او خواهش يې څرګند کړو چې د خېبر پښتونخواه ښايسته ځايونو ته سفر وکړي خو لاهم د امنیتي وضعیت له کبله محتاط دي.

دراني وویل، رسنۍ باید د سومرو سفر ته وده ورکړي چې د سیمې انځور پیاوړی کړي او ښه امنیت په ګوته کړي. هغه زیاته کړه چې دا به د ډیرو پاکستاني او نړیوالو مسافرو په هڅولو کې مرسته وکړي چې د لته سفر وکړي.

ګل افشا طارق، چې په ۲۰۱۷ کال کې یې په سوات سیمه کې په موټرسایکل سفر کړی و، د سومرو سره موافقه وکړه او وی وویل چې شمالي سیمې او پاکستان په مجموعي توګه د ليدلو لپاره زياتې خوندي شوي دي.

طارق وویل چې د هغې د سفر موخه دا وه چې دا تاثر لرې کړي چې پاکستان -- په ځانګړي توګه خېبرپښتونخواه -- د افراطي عناصرو کور دی.

طارق وویل، پاکستان او خېبرپښتونخواه د مسافرو حتی د ښځو لپاره خورا خوندي دي، د کلتوري نورمونو له امله چې میلمنو ته د الله د نعمت په توګه ګوري.

هغې په مسافرو غږ وکړو چې د پاکستان د ښکلا او خلکو څخه خوند واخلي.

اعجاز خان، چې په پېښور کې يو خبریال دی او په تیرو دریو عشرو کې يې د بندر او سياحت سکتور په اړه راپورونه ورکړي دي، وويل چې په پاکستان کې ښه امنیت په سیاحت باندې مثبته اغیزه لري.

هغه وويل، "د امنيتي وضعيت د ښه والي سره، په پاکستان کې د مسافرو شمېر هر کال په ډیریدو دی."

خان د سوات او بره دیر په شمول سیمو کې په انفرادي توګه د سفر په ترسره کولو کې د سومرو زړورتیا وستایله.

هغه وویل چې د هغې سفر به نه یوازې نورې ښځې وهڅوي بلکې په پاکستان کې به د سیلانیانو د خوندیتوب په اړه نړیوالو سیلانیانو ته مثبت پیغام واستوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500