امنیت

سند د پوليسو له وژلو وروسته د تحريک طالبان پاکستان او جنایي ډلو پروړاندې مبارزه سخته کړه

د ضياء الرحمان لخوا

پولیس او حکومتي چارواکي د سپتمبر په ۲۰ مه په کراچۍ کې د وژل شوي پولیس افسرعارف خان په جنازه کې ګډون کوي. تحريک طالبان پاکستان د دې وژلو مسوليت پر غاړه واخيستو. [ضياء الرحمان]

پولیس او حکومتي چارواکي د سپتمبر په ۲۰ مه په کراچۍ کې د وژل شوي پولیس افسرعارف خان په جنازه کې ګډون کوي. تحريک طالبان پاکستان د دې وژلو مسوليت پر غاړه واخيستو. [ضياء الرحمان]

کراچۍ -- په کراچۍ کې د قانون پلي کونکو ادارو د ګڼ شمير پولیسو افسرانو تر وژلو وروسته د تحریک طالبان پاکستان او جنايي ډلو پرضد خپل عملیات سخت کړي دي.

سږ کال تر اوسه پورې د ښار په مختلفو برخو کې څوارلس پولیس وژل شوي دي.

چارواکو وويل، د سند صوبې د پولیسو د ترهګرۍ ضد د مبارزې ادارې (سي ټي ډي) په دې وروستیو کې یو ځانګړی تحقیقاتي ټيم جوړ کړې چې د وژونکو حملو د څپو پلټنه وکړي.

د راجه عمر خطاب له مخې، چې په سي ډي ډي کې د ترهګرۍ د نړیوال استخباراتي ګروپ مشري کوي، په ۱۴ وژل شويو کسانو کې پنځه په نښه شوي ول.

د عزيز الله، عرف شمزۍ، چې په کراچۍ کې د تحريک طالبان پاکستان هغه کمانډر دی چې په ښار کې يې د پوليسو د وژلو پلان جوړ کړی و، په اړه معلومات په سور کتاب کې ليدل کيدی شي. سور کتاب د پاکستان د ترهګرۍ د تر ټولو مطلوب شکمنو کسانو يو ليسټ دی. عزیز الله سږکال په کابل کې وژل شوی وو. [ضیاء الرحمان]

د عزيز الله، عرف شمزۍ، چې په کراچۍ کې د تحريک طالبان پاکستان هغه کمانډر دی چې په ښار کې يې د پوليسو د وژلو پلان جوړ کړی و، په اړه معلومات په سور کتاب کې ليدل کيدی شي. سور کتاب د پاکستان د ترهګرۍ د تر ټولو مطلوب شکمنو کسانو يو ليسټ دی. عزیز الله سږکال په کابل کې وژل شوی وو. [ضیاء الرحمان]

پوليس د اګست په ۳۰مه په کراچۍ کې د محرم د جلوسونو ساتنه کوي. [ضياء الرحمان]

پوليس د اګست په ۳۰مه په کراچۍ کې د محرم د جلوسونو ساتنه کوي. [ضياء الرحمان]

خطاب وويل، "پاتې کسان د غلو سره په ډزو کې وژل شوي ول او يا هغه وخت ووژل شول کله چې پوليسو هڅه وکړه چې غلا [د کاروبار لوټلو هڅه] ناکامه کړي."

تحریک طالبان پاکستان د یو پولیس افسر -- عارف خان، چې هغه يو پوليس افسر دی چې د سپتمبر په ۱۹ مه په کورنګي سیمه کې په ډزو وژل شوی وو، د وژلو ادعا کړې وه.

خطاب وویل، "په خان باندې د برید طريقه کار د پولیس افسر شاکر د کېس په شان و، چې په جنوري ۲۰۱۸ کال کې په شمالي وزيرستان کې لنډي کوتل چورنګي ته نژدې وژل شوی و."

د پولیسو افسرانو د وژلو لپاره د تحريک طالبان پاکستان له خوا ګمارل شوي یو ځانګړي کس په هغه وخت کې مسؤلیت په غاړه اخیستی و.

د قانون پلي کونکو ادارو د عاملینو د نیولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.

د سپتمبر په ۲۴ مه، په پهلوان ګوت سیمه کې د ډزو په جريان کې د سي ټي ډي ټیم نوید خان، عرف نومي، ووژلو، چې د جولای په ۲۳ مه يې د جټ لاین په سيمه کې په يو برید کې د پولیسو افسر غلام محمد وژلی و.

د خطاب له مخې، هغه په تیرو وختونو کې د ګڼ شمير پوليسو او د سیاسي پارټۍ متحده قومي مومنټ د غړو په وژلو کې لاس لرلو.

د سي ټي ډي په وینا، د جون په میاشت کې، سي ټي ډي په یو برید کې جان عالم، چې د فرنټیر کالونۍ په سیمه کې د تحريک طالبان پاکستان یو شکمن وسله وال دی، ونیولو. هغه په ښار کې د ترهګریزو فعالیتونو پلان لرلو کله چې هغه ونیول شو.

د سي ټي ډي د راپور له مخې، عالم د ترهګرۍ پرضد د پولیسو د دوو مهمو افسرانو، شفیق تنولي او بهاوالدین بابر، او د نورو پولیسو منسوبينو د وژلو پلان جوړ کړی و.

تنولي، چې په يو څو ځانمرګو او ټوپک بریدونو کې بچ شوی و، په اپرېل ۲۰۱۴ کال کې د زړې سبزي منډۍ په سیمه کې په یو ځانمرګي برید کې وژل شوی و. بابر په دسمبر ۲۰۱۳ کال کې په میټرو ویلي سيمه کې وژل شوی و.

تحريک طالبان پاکستان د بیرته يوځای کيدو هڅې کوي

د قانون پلي کونکو چارواکو او امنیتي شنونکو په وینا، تحریک طالبان پاکستان، چې د سپتمبر په مياشت کې یې د خپلو مختلفو جلا شويو ډلو سره د یو ځای کیدو اعلان کړی و، هڅه کوي چې په کراچۍ کې خپل شتون بيرته څرګند کړي او اړیکې بيرته جوړې کړي.

د کراچۍ ګڼ شمير سیمې، د منګھو پیر، سهراب ګوټ، اتحاد ټاون او لنډهي په ګډون، تر هغه وخته پورې د تحريک طالبان پاکستان پياوړي مرکزونه وو کله چې په سپتمبر ۲۰۱۳ کال کې په ښار کې د تاوتریخوالي ډلو پرضد امنیتي عملیات پیل شول.

عباد احمد، چې يو ژورناليسټ دی او د امنيتي مسلو په اړه راپور ورکوي، وویل، د تحریک طالبان وسله والو د پولیسو پر افسرانو، د پوليو واکسین په ډاکټرانو او د مختلفو سیاسي پارټو لکه عوامي نيشنل پارټۍ په کارکونکو بریدونه ترسره کړل. سربیره پردې، دوی په کراچۍ کې په سکولونو بريدونه وکړل.

احمد وویل، "خو د تحریک طالبان د وسله والو او کمانډرانو له وژلو او نیولو وروسته، په دغه سيمو کې سوله بيرته راغلې ده."

په جون ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو پيل تحريک طالبان پاکستان نور هم کمزوری کړو، وروسته له هغې چې په قبایلي سیمو کې يې د دوی پټنځایونه ویجاړ کړل او په دې يې مجبوره کړل چې د افغانستان ګاونډیو صوبو ته وتښتي.

حتی په افغانستان کې، په دې وروستیو کې د تحريک طالبان پاکستان څو مهم کمانډران د افغان امنیتي ځواکونو له خوا او په بمي چاودنو کې وژل شوي دي، چې دا ډله يې سخته کمزوري او بې موخې کړې ده.

د عزيز الله، عرف شمزۍ، چې په کراچۍ کې د تحريک طالبان پاکستان هغه کمانډر دی چې په ښار کې يې د پوليسو د وژلو پلان جوړ کړی و، د جون په مياشت کې په کابل کې ووژل شو.

ګل، چې په کراچۍ کې یو پښتون مشر دی او د تحریک طالبان پاکستان له شبکې سره بلد دی او د امنیتي دلایلو له کبله یې یوازې خپل لومړی نوم ورکړو، وویل، "عزیزالله وروسته له هغې د پولیسو د وژلو فتوا صادره کړه کله چې هغه دوی کافر وګرځول."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500