بشري حقونه

ملګرو ملتونو د سوات يوې ځوانې جينۍ ته د جينکو د حقونو د خوندي کولو په برخه کې د کار له کبله درناوی وړاندې کوي

د عديل سعيد لخوا

حديقه بشیر (ګس اړخ ته) په ۲۰۱۹ کال کې په هسپانیه کې په یو نړیوال کانفرنس کې خبرې کوي. [د حدیقه بشیر نه په مننه]

حديقه بشیر (ګس اړخ ته) په ۲۰۱۹ کال کې په هسپانیه کې په یو نړیوال کانفرنس کې خبرې کوي. [د حدیقه بشیر نه په مننه]

پېښور -- د سوات ضلعې د بشري حقونو يوه ځوانه فعاله د ملګرو ملتونو (يو اېن) لخوا د پاکستان په قبایلي سیمو کې د کم عمرۍ او اجباري ودونو پر وړاندې د مبارزې له کبله ستايل شوې ده.

حديقه بشير، چې ۱۸ کاله عمر لري، د ۲۰۲۰ لپاره د ملګرو ملتونو د دوامداره پرمختګ اهدافو پروګرام د ځوانې رهبرې په توګه وټاکل شوه.

د ځوانانو په اړه د ملګرو ملتونو د سيکريټري جنرل د دفتر استازي په خپلې ويب پاڼه وويل، هغه د ۱۶ نورو کسانو سره په خپلو اړوندو هېوادونو کې د ځوانانو د حقونو د پرمختګ په برخه کې د هڅو له کبله وټاکل شوه.

ملګرو ملتونو د سپتمبر په ۱۸ مه ټویټ وکړو، "د ټولې نړۍ د ۱۷ بدلون راوستونکو سره وګورئ، کومې چې د ټولو لپاره د ډیر باثباته او ټول شموله راتلونکي لپاره په لاره هوارولو کې مرسته کوي."

حديقه بشیر (په تورو کپړو کې) په اکتوبر ۲۰۱۷ کال کې په سوات کې د جينکو د حقونو لپاره د عامه پوهاوي په يو کمپاين کې د ښځو او ځوانو جينکو سره خبرې کوي. [د حدیقه بشیر نه په مننه]

حديقه بشیر (په تورو کپړو کې) په اکتوبر ۲۰۱۷ کال کې په سوات کې د جينکو د حقونو لپاره د عامه پوهاوي په يو کمپاين کې د ښځو او ځوانو جينکو سره خبرې کوي. [د حدیقه بشیر نه په مننه]

په دغه ټویټ کې د حديقه بشیر په ګډون د ټولو ټاکل شويو ځوانو مشرانو عکسونه شامل وو.

حديقه بشیر وویل، "دا زما لپاره لوی ویاړ دی چې د نړۍ په کچه د ۱۷ ځوانو مشرانو په ډله کې یم چې د ملګرو ملتونو له خوا ټاکل شوي دي، او دې په ما کې یوه نوي جذبه رامينځته کړې چې د هغه اهدافو ترلاسه کولو لپاره په ډيرې ليوالتيا سره کار وکړم چې زه پرې له مخکې نه کار کوم."

هغې وویل، "دا زما لپاره ډيره ښه خبره ده چې زه د ۱۷۲ هیوادونو څخه د ۷،۰۰۰ نوماندانو د سختې کتنې سره په ټوله نړۍ کې په ۱۷ غوره شویو کسانو کې يم.

هغې زیاته کړه، "زه د ۱۷ ځوانو مشرانو په لیسټ کې دويمه یم، یوازې د یوې امریکایي درخواست کونکي نه وروسته چې د اول نمبر په توګه غوره شوه."

د وختي ودونو سره مبارزه

حديقه بشير په دې وروستيو کې د دولسم جماعت تعلم پای ته ورسوو او د تېرو پنځو کلونو راهيسې په قبايلي سيمو کې، يوه داسې سيمه چې د وسله والو لپاره يو مرکز پاتې شوی دی، د جينکو د حقونو یوه فعاله پاتې شوې ده.

د څو کلونو لپاره، طالبانو به په راډيو باندې ګواښونه ورکول چې ښځې او جينکۍ په سیمه کې سکولونو ته د تلو نه منع کړي.

بشیر وویل، "زه د سوات درې د سیدو شریف په سیمه کې د نارينوو تر واک لاندې ټولنه کې زیږیدلي یم، او د وختي او جبري ودونو پروړاندې کار کوم."

هغې وویل چې د هغې دوه ترويانې په کم عمرۍ کې واده شوي وې. هغې يادونه وکړه چې کله هغه د ۱۱ کالو شوه، نو د هغې نيا د هغې د واده لپاره پلان جوړول پیل کړل.

هغې وویل، "ما د مشرانو سره مخالفت وکړو او استدلال مې وکړو چې په کم عمرۍ کې زما د واده کولو دغه پلان ختم کړي، او زما مقاومت بریالی شو."

بشیر وویل چې د هغې بریا هغه وهڅوله چې په کم عمرۍ کې نورې جينکۍ د واده کولو نه خوندي وساتي، په داسې حال کې چې دوی له پکار ده چې لوبې وکړي او تعليم ترلاسه کړي.

هغې وویل، "ما د ټولنې په کچه کار پيل کړو او په خپله سيمه کې مې خلک پوهه کړل او له نارینوو او ښځو سره مې ولیدل چې د جينکو په ژوند باندې د وختي ودونو د منفي اغیزو په اړه دوی ته خبر ورکړم."

هغې وويل، "د دې هدف لپاره زما ژمنتیا زما د کار نه زياته ده، کومه چې اوس غربت، د مهارتونو د ودې له لارې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا، د ښځو پروړاندې تاوتریخوالي، او د هيجړاګانو حقونو، او همدارنګه د ښځو او جينکو لپاره خوندي او دوامداره ښارونو پورې غځيدلې ده."

بشیر د بشري حقونو لپاره د يو ځای شوي جينکو په نوم یوه موسسه جوړه کړه او د ۱۰ جنيکو یوه ډله یې جوړه کړه، کومې چې په سیمه کې د جينکو د حقونو لپاره کار کولو ته ژمن دي.

'د حوصله افزايۍ پیغام'

بشیر د نامعلومو زنګ وهونکو ګواښونه نظر انداز کړي، چې د هغې څخه يې غوښتل چې خپلې هڅې ودروي.

د هغې په راتلونکي پلانونو کې د هغې تنظیم ثبتول شامل دي، کوم چې د عمر د شرطونو له امله ځنډول شوی دی. سربیره پردې، هغه پلان لري د لوړو زده کړو ترلاسه کولو په جريان کې نفسيات یا فلسفه زده کړي.

آمنه دراني، چې د خېبر پښتونخواه د ښځو د وضعیت په اړه د کميشن پروګرام مشره ده، د حديقه بشیر د کار او په نړیواله کچه د هغې د ترلاسه کوونکي شهرت ستاينه وکړه.

هغې وویل، "له پاکستان څخه د ځوانې جينۍ ټاکل د دې هیواد د میرمنو لپاره لوی ویاړ دی او د هغې ملګرو ته به د حوصله افزايۍ پیغام واستوي چې له ډیر هوډ او حوصلې سره کار وکړي."

هغې وویل، دغه ویاړ به د هیواد مثبت انځور وړاندې کړي چې ځوانان پکې کار کوي چې د جينکو حقونو ته وده ورکړي او د ملګرو ملتونو لخوا ټاکل شوي د پایښت اهداف ترلاسه کړي.

دراني وویل، "دا د ستاینې وړ پرمختګ دی چې زموږ د نوي نسل ترمنځ د مسؤلیت احساس په ګوته کوي، کوم چې په ټولنه کې د غیر اخلاقي کړنو په اړه اندیښمن دي او غواړي د دوی په له منځه وړلو کې مرسته وکړي."

مسرت قدیم، چې د پېښور څخه د سولې فعاله ده او په ۲۰۱۶ کال کې يې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د سولې شبکې "د عمل لپاره کمپاین" انعام ترلاسه کړی و، د حديقه بشیر د ویاړ او کار ستاینه وکړه.

هغې وویل، "دا د حوصله افزايۍ خبره ده چې هغه کسان چې د بشري حقونو او دوامداره پرمختګ لپاره کار کوي په نړیواله کچه شهرت او ستاينه ترلاسه کوي."

قدیم له حديقه بشیر څخه وغوښتل چې د جينکو د حقونو او خوندیتوب لپاره په دوامداره توګه په خپل کار تمرکز وکړي.

د خېبرپښتونخواه د ځوانانو شورا غړي درویش عارف وویل، د بشیر انتخاب " ثابته کړې چې د پاکستان ځوانان وړتيا او حوصله لري چې د موجودو ټولنیزو شرونو سره د مبارزې لپاره سخت کار وکړي کوم چې ژوند له خطر سره مخامخ کوي."

عارف وویل، د خېبرپښتونخوا د ځوانانو شورا د بشیر او ملاله یوسفزۍ په څیر د ځوانانو په کار فخر کوي، چې نړیوالې ټولنې ته یې دا پیغام ورکړی چې پاکستاني ځوانان او ځوانانې په بشپړه توګه ژمنه لري چې د پیړیو زړو غیر اخلاقي کړنو په له مینځه وړلو سره په خپل هيواد کې د ژوند معیارونه ښه کړي.

یوسفزۍ، چې هغه هم د سوات اوسیدونکي ده، تر ټوله ځوانه جينۍ ده چې د نوبل د سولې جایزه يې ترلاسه کړې ده.د ۱۱ کالو په عمر کې، هغې د جينکو د زده کړې د حق لپاره مبارزه پیل کړه. څلور کاله وروسته، په ۲۰۱۲ کال کې، هغه په سوات کې د طالب وسله والو لخوا په ډزو ویشتل شوې وه. هغه روغه شوه او د ۱۷ کالو په عمر کې يې په ۲۰۱۴ کال کې د سولې جایزه ترلاسه کړه.

یوسفزۍ په دوادمداره توګه په دې مسله کې مخکښه مدافع ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه صحت کارډ ته اړتیا لرم ځکه چې زه د یوې غریبې کورنۍ سره تعلق لرم.

ځواب