اقتصاد

د پاکستان او افغانستان په پوله باندې د سوداګرۍ د نوي ټرمینل موخه سیمه ایز ثبات ته وده ورکول دي

د عبدل غني کاکړ لخوا

د بلوچستان وزیر اعلی جام کمال (ښي اړخ ته دويم) د سپتمبر په ۱۶ مه د پاکستان او افغانستان د بدیني سوداګريز ټرمینل پرانسته وکړه. [عبدالغني کاکړ]

د بلوچستان وزیر اعلی جام کمال (ښي اړخ ته دويم) د سپتمبر په ۱۶ مه د پاکستان او افغانستان د بدیني سوداګريز ټرمینل پرانسته وکړه. [عبدالغني کاکړ]

کویټه -- اقتصاد پوهان وايي چې په بلوچستان کې د پاکستان او افغانستان ترمينځ په پوله باندې په بديني کې د نوي تجارتي ټرمینل پرانیستل په سیمه کې د اقتصادي ثبات او ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره یو مهم ګام دی.

د بلوچستان وزیر اعلی جام کمال او لوړ پوړي پوځي چارواکي د سپتمبر په ۱۶ مه د بديني سوداګريز ټرمینل پرانسته وکړه.

ثناء الله خان، چې په کویټه کې يو سوداګر او د املاکو مشاور دی، وويل، "په بلوچستان کې د بديني سوداګریز ټرمینل په چمن کې د ملګرتیا دروازې وروسته د پاکستان او افغانستان ترمينځ په پوله باندې دویمه ډيره مهمه دروازه ده." دا دروازه به په قبايلي سيمو کې د پولې دواړو خواو ته په ملیونونو دندې چمتو کړي.

د پاکستان او افغانستان سرحدي سیمې د لسیزو راهیسې د بغاوت يو مرکز پاتې شوی دی. هغه زیاته کړه چې په دې سیمو کې د سولې مخالف عناصر د قاچاق او په پوله د غير قانوني درملو له پلور څخه ترلاسه شوي پیسې د غړو د استخدام او په سیمه کې د ترهګرۍ د خپرولو لپاره استعمالوي.

امنیتي منسوبين د سپتمبر په ۱۶ مه د پاکستان او افغانستان په پوله باندې د بديني سوداګرۍ ټرمینل ته نژدې په یوې غونډۍ کې ځای په ځای شوي دي. [عبدالغني کاکړ]

امنیتي منسوبين د سپتمبر په ۱۶ مه د پاکستان او افغانستان په پوله باندې د بديني سوداګرۍ ټرمینل ته نژدې په یوې غونډۍ کې ځای په ځای شوي دي. [عبدالغني کاکړ]

خان وویل، "اقتصادي ثبات به د پولې په امنیت او د پولې دواړو خواو ته د قومونو د غړو په ژوند خورا مثبته اغیزه ولري."

هغه وويل، "افراطیان او نور د سولې ضد عناصر په سیمه کې د سولې د ګډوډولو لپاره ټولې سرچینې کاروي. دوی د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوستانه اړیکې نه غواړي."

هغه زیاته کړه، "د بديني سوداګریز ټرمینل به د ځایي خلکو د اقتصادي ستونزو په حل کې مرسته وکړي."

باور بيرته بحالول

د بديني یو قومي مشر حاجي بختیار کاکړ وویل، ځایي خلک نوی ټرمینل د سرحدي سیمو د خلکو د ژوند ښه کولو لپاره ډیر مهم ګڼي.

هغه وويل، "د بديني سرحدي ټرمينل د خلاصولو پريکړه بايد د سولې پر بهير د دوامداره اغيزو له امله ډېره مخکې شوې وې، ځکه چې قومونو تل حکومت ته شکايت کړی چې دا د هغوی حالت ته هيڅ پام نه کوي."

هغه زیاته کړه، "تر څو چې د سرحدي سیمو په اوږدو کې د قومونو انديښنې نه وي لرې شوي، دښمن به د خپلو اهدافو لپاره غلط فهمیو ته په دوامداره توګه وده ورکړي."

کاکړ وویل، "د پولې دواړو غاړو ته د خلکو ترمنځ د باور بحالولو لپاره د دې پولې دروازې پرانیستل خورا مهم دي."

هغه زیاته کړه چې دې اقدام د سیمه ییزو سوداګرو لپاره دا آسانه کړې چې د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا هیوادونو ته صادرات وکړي.

هغه وویل، "پخوا به افغانستان ته د توکو په رسولو کې ډېر وخت ضایع کیدو، خو اوس له بلوچستان څخه تر کابله پورې د سفر وخت نيم شوی دی، چې دا به یقیناََ صادرونکو ته ګټه ورسوي."

کاکړ يادونه وکړه، "قومونو تل په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره خپل رول ترسره کړی دی، خو په تیرو دوو لسیزو کې د سولې ضد ګڼ شمير عناصرو له دغه حالت څخه ناوړه ګټه پورته کړې او داسې بغاوت یې رامینځته کړو چې د دوی ژوند یې غمجن کړو."

"اوس دا د وخت اړتیا ده چې دلته کې د ژوند ښه کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړو چې وسله وال ترې ګټه وانه خلي."

خلا ډکول

لفټننت جنرل (ريټايرډ) طلعت مسعود، چې په اسلام آباد کې د دفاعي چارو شنونکی دی، نوي ټرمینل ته داسې ګوري لکه دا چې د اورپکۍ د له منځه وړولو په هڅو کې ستراتیژیکي رول لوبوي. .

هغه وویل، "د بديني پوله په ستراتیژیکي توګه د دې ټولې سیمې د ثبات لپاره اړینه ده، له همدې امله، د دواړو هیوادونو د خلکو تر منځ د باور رامینځته کولو لپاره دواړو لورو ته د هڅو ضرورت دی."

هغه زیاته کړه، "د ځایي خلکو له ملاتړ څخه پرته اورپکي نه شي ختميدې."

"په پاکستان کې سوله هغه وخت نه شي راتلې ترڅو چې په افغانستان کې تل پاتې سوله نه وي. په دې دواړو هیوادونو کې هم آهنګي هم په راتلونکي کې د سیمې په عمومي امنیت باندې خورا مثبته اغیزه لرلې شي. "

مسعود وویل، "په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې وسله والو خپلې ریښې ژورې کړي دي. افغان قبیلې د وسله والو له منګولو څخه د خلاصولو لپاره، موږ بايد هغوی وهڅوو چې یو آزاد او په اقتصادي توګه باثباته چاپيریال رامينځته کړي."

هغه يادونه وکړه چې د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې سیاسي خنډونه او غلط فهمۍ تل د سرحدي لانجو له کبله راپورته شوې دي.

هغه وویل، "زه فکر کوم چې دا ډيره اړينه ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په دې اوږده او کمزوري پوله باندې ډیرې دروازې پرانیستل شي، ځکه چې تجارتي اړیکې به د دواړو هیوادونو د خلکو تر مینځ فاصله ختمه کړي."

"د افغانستان د سولې پروسې د بریا لپاره هر اړخ ته باید پام وشي. هرڅوک پوهیږي چې د دوی اقتصادي ستونزو ته په پام کولو سره د دواړو خلکو ترمینځ فاصلې لرې کیدی شي. "

د بلوچستان اسمبلۍ غړی او د وزیراعلی سلاکار میټا خان کاکړ وویل، دغه نوی ټرمینل به په سیمه کې د پرمختګ لپاره لاره هواره کړي، چې په نتیجه کې به د اورپکۍ مخه ونيسي.

هغه وویل، "په تیرو وختونو کې د قبايلي سیمو د اوږدمهاله ستونزو د حل کولو لپاره د حکومت په کچه هیڅ جدي پام غور نه و شوی، چې په دې سیمو کې د ناکرارۍ لامل وګرځيدو."

د پرمختګ نوی دور

هغه وویل، "د بديني دروازې پرانیستل به په دې سیمه کې د پرمختګ نوی دور پیل کړي. اوس به صوبايي حکومت په قبایلي سیمو کې د املاکو د پراختیا لپاره ځانګړي فنډونه مختص کړي."

د پارلمان غړي کاکړ وویل، "حکومت غواړي چې د قومونو اوږدمهاله ستونزې د دوی په کور کې حل کړي. د بديني سرحدي دروازې پرانیستل روانې پراختیايي پروژې جاري ساتل دي.

هغه زیاته کړه، "زموږ لومړیتوب دا دی چې د خپلو قبایلي سیمو د خلکو مايوسۍ ختم کړو چې وسله والو ترې په دوامداره توګه ګټه پورته کړې ده. "که موږ په تیرو وختونو کې د دوی مالي ستونزو ته پام کړې وې، نو نن به وضعیت دومره خراب نه و."

د بلوچستان د سوداګرۍ خونې یو لوړ پوړي غړي عبدل علي خان وویل، "موږ ډیر خوشحاله یو چې پاکستان په پای کې له اوږدې مودې راهيسې غوښتل شوی بدیني ټرمینل خلاص کړو. موږ هيله لرو چې زموږ خلک به د سوداګرۍ او نورو تشويقونو په برخه کې له دې نوښت څخه په پراخه کچه ګټه پورته کړي."

هغه وویل، "بغاوت په سرحدي سیمو کې د قومونو يوه اصلي ستونزه ده، او دوی تل د نا امنۍ له امله ځپل شوي دي. په تیرو وختونو کې د پرمختګ او د قومونو مهمو مسلو ته د [فدرالي] حکومت له خو د بې پامۍ نشتوالي غير يقيني وضعيت رامينځته کړو."

هغه وویل، "موږ ډیر هيله مند یو چې د دې دروازې خلاصديل به نه یوازې د افغانستان ترانزیتي سوداګرۍ ته وده ورکړي بلکې موږ ته به توان راکړي چې د افغانستان له لارې د مرکزي آسیا هیوادونو ته خپل واردات او صادرات ډیر کړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا سمه ده چې سرحدي امنیت د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې قوي کولی شي، خو دواړه هیوادونه باید لومړی د خپل ګډ دښمن پروړاندې مبارزه وکړي. د اوسط افغان په توګه، زه باور لرم چې سوله او ثبات زموږ مطلق ارمان دی او موږ به د هرې دوستانه اشارې هرکلی وکړو! تل دي وي آباد افغانستان. اصل دین افغان ننګرهار

ځواب

مونږ د دې نوښت لپاره د پاکستان شکريه ادا کوو چې زموږ د قبایلي خلکو د پرمختګ لپاره به يقيناََ لاره هواره کړي. د پولې دواړو غاړو ته په پښتانه ډيره ګټه ترلاسه کړي او خپل مالي او ټولنیز نظام به پیاوړي کړي. موږ د افغانستان د اوسني حکومت شکريه ادا کوو چې د دې نوښت ملاتړ يې وکړو. بلال سروري

ځواب