روغتیا

د پوهاوي کمپاین په قبایلي ضلعو کې د کورونا ويروس پروړاندې وضعيت بدلوي

د دانش يوسفزۍ لخوا

مجيد خټک، چې د لدهې ټي اېم او دی، د سپتمبر په ۸ مه په ځايي مرکزي بازار کې پمفلیټونه ويشي چې هټیوالو ته د ناروغۍ په اړه معلومات ورکړي. [دانش یوسفزۍ]

مجيد خټک، چې د لدهې ټي اېم او دی، د سپتمبر په ۸ مه په ځايي مرکزي بازار کې پمفلیټونه ويشي چې هټیوالو ته د ناروغۍ په اړه معلومات ورکړي. [دانش یوسفزۍ]

پېښور -- چارواکي وايي چې د نويو ضم شويو قبایلي ضلعو اوسیدونکي د عامه پوهاوي کمپاينونو له بريا وروسته اقدامات ترسره کوي چې موخه يې د کورونا ویروس مخنيوی کول دي.

د جمرو تحصیل ميونسپل افسر (ټي اېم او) نصیر احمد وویل، "د دې ناروغۍ په پیل کې، د جمرود او خېبر ضلعې زياترو اوسیدونکو دې ته په جدي توګه نه کتل، خو د پوهاوي د کمپاینونو له لارې، ځایي خلکو احتمالي ګواښ محسوس کړو او د احتیاطي تدبیرونو تعقیب یې پیل کړو."

هغه د اوسیدونکو د همکارۍ ستاینه وکړه او ويې وويل، د تحصیل انتظاميې او ځایي خلکو د ګډو هڅو له امله، په جمرود کې يوازې ٪۳۰ په دې ناروغۍ اخته شوي وو. چارواکو هلته کې د دې ناروغۍ د لوړې کچې تمه لرله.

د احمد له مخې، صوبايي حکومت د کورونا ويروس د خپریدو د مخنيوي لپاره د معیاري عملیاتي پروسو (اېس او پيز) پلي کولو امر وکړو.

د جمرود اوسیدونکي د سپتمبر په ۹ مه خپل لاسونه په هغه سټيشن کې وينځي کوم چې د ټي اېم ای لخوا نصب شوی دی. [دانش یوسفزۍ]

د جمرود اوسیدونکي د سپتمبر په ۹ مه خپل لاسونه په هغه سټيشن کې وينځي کوم چې د ټي اېم ای لخوا نصب شوی دی. [دانش یوسفزۍ]

د ټي اېم ای کارکونکي د سپتمبر په ۹ مه د کورونا ويروس ناروغۍ په اړه د پوهاوي کمپاین د برخې په توګه پوسټرونه په لدها کې لګوي. [دانش یوسفزۍ]

د ټي اېم ای کارکونکي د سپتمبر په ۹ مه د کورونا ويروس ناروغۍ په اړه د پوهاوي کمپاین د برخې په توګه پوسټرونه په لدها کې لګوي. [دانش یوسفزۍ]

په لومړۍ مرحله کې، دې د عامو خلکو لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړو چې د کورونا ویروس د خطر په اړه هغوی خبر کړي او په هغوی کې پوهه رامنځته کړي.

احمد وویل، "موږ په مختلفو ګاډو کې لاوډ سپیکرونه نصب کړل او د هغوی د خوندیتوب او پوهاوي لپاره مو د عامه خدمت پیغامونه اعلان کړل."

هغه وویل، د جمرود تحصیل د ښاروالۍ ادارې (ټي اېم ای) په مختلفو ځایونو کې د لاسو وینځلو سټیشنونه جوړ کړل او د مخ ماسکونه، صابون او لاس پاکونکي جيل یې وويشل.

هغه زیاته کړه، "موږ هغوی ته لارښوونه وکړه چې د خپل خوندیتوب لپاره په کور کې پاتې شي." "موږ هغوی ته وویل چې ویروس خطرناک دی، چې دا کولی شي ټوله کورنۍ ووژني او احتیاط د خوندي پاتې کیدو یوازینۍ لار ده."

احمد وویل، د تورخم د پولې په اوږدو کې د تګ راتګ څارنه ګرانه وه، خو ځایي انتظاميې د صوبايي حکومت په ملاتړ په چيلنجونو قابو وموندلو.

هغه زیاته کړه، "په جمرود تحصیل کې متاثره شوي او شکمن ناروغان په خوشحالۍ ځانونه قرنطین کړل." "دا د پوهاوي د بریالي کمپاین پایله وه."

هغه وویل چې عام خلک اوس هم احتیاطي تدابیر تعقیبوي ځکه چې وژونکی ویروس لا نه دی ختم شوی.

د کورونا ويروس ناروغۍ پروړاندې مثبت غبرګون

د کورونا ويروس ناروغۍ کېسونه په اګست کې کم شول، خو په دې میاشت کې د ناروغۍ بيرته راپورته کیدل د خطر خبر دی.

د دوشنبې تر ورځې (د سپتمبر په ۲۸ مه) پورې، دې ویروس په خېبر پښتونخوا کې ۳۷۷۰۱ کسان په ناروغۍ اخته کړي او ۱۲۵۹ کسان یې وژلي دي.

د ځايي ټي اېم او مجید خټک له مخې، اوس هم، د سویلي وزیرستان ضلعې په لدها کې هیڅ يو اوسیدونکی د کورونا ویروس په ناروغۍ نه دی اخته شوی.

هغه وویل، ځایي خلکو د چارواکو لخوا وړاندیز شوې ټولې لارښوونې تعقيب کړې او پلي يې کړې کله چې د خېبر پښتونخواه حکومت د وبا په پیل کې د اضطراري حالت اعلان وکړو.

خټک وویل، ځایي چارواکو د پوهاوي مواد وویشل او د ټولنې مشرانو او عالمانو سره يې خبرې اترې وکړې.

هغه وويل، "دوی په ټولنه کې ترټولو نفوذ لرونکي شخصیتونه ول." خلک د هغوی خبرو ته غوږ نيسي.'موږ ډېر مثبت ځواب ترلاسه کړو. "

۲۴ کلن سلیم خان، چې د لدهې اوسیدونکی دی، وویل چې هغه په ویره کی اخته شو کله چې هغه په تلویزیون واوريدل چې ویروس پاکستان ته رارسیدلی دی. .

هغه وویل، "ټول کلیوال په ويره کې اخته شوي وو. هر يو کس د وژونکي ویروس په اړه بحث کولو. خو د ټي اېم ای چارواکو موږ ته درس راکړو چې څنګه دې ویروس ته ماتې ورکړو."

خان وویل، ټي اېم ای د لدهې په ټولو کوڅو او سړکونو کې د مکروبو ضد محلولو سپرې وکړو. "مشرانو موږ ته وویل چې د څه وخت لپاره لاس ميلاوهل بند کړئ."

په خېبر پښتونخواه کې د ځايي حکومت د سکول ډپټي ډايريکټر اسد الله خان وویل، د ضم شويو سیمو په مختلفو ضلعو کې د ټي اېم ای ټیمونه د عامه پوهاوي او د کورونا ویروس څخه د ساتنې لپاره سخت کار کوي. هغه زياته کړه چې ځایي خلک زغم ښیي او د ځایي چارواکو سره همکاري کوي.

خان وویل، په نويو ځم شويو ضلعو کې د کورونا ويروس ناروغۍ د مړینې کچه د هیواد په نورو برخو کې د مړينې کچې په پرتله ټیټه ده، خو لکه څنګه چې د مثبتو کېسونو شمیر یوځل بیا وده کوي، نو چارواکي دا اعلان نه شي کولی چې کورونا ویروس ختم شوی دی.

هغه زیاته کړه چې په ګاونډي هیواد هندوستان کې ډیر کېسونه رامینځته شوي، چې د پاکستان لپاره یو خطرناک حالت دی.

خان وویل، د خېبرپښتونخواه د ځايي حکومت، د ټاکنو او کلیو د پراختیا ادارې، د مرستندویه ادارو په همکارۍ، د ضم شويو ضلعو ځایي انتظاميو ته ځانګړي روزنه چمتو کوي چې دوی د کورونا ویروس د دویمې څپې لپاره تيار کړي.

"موږ باید په ټوله صوبه کې د سوداګریزو مرکزونو، بازارونو او نورو عامه ځایونو کې د اېس او پيز په کلکه تعقیب وکړو ځکه چې امکان شتون لري چې دوهمه څپه هم موږ په نښه کړي."

دا وبا له ايران سره تړاو لري

ډير پاکستانیان په خپل هيواد کې د کورونا ويروس ناروغۍ د خپریدو پړه د ایران په بې احتياطۍ اچوي.

د کورونا ويروس لومړني دوه کېسونه د فبرورۍ په ۲۶ مه په عامه توګه ښکاره شول.

د فبرورۍ په میاشت کې د وبا په پیل کې، د ایران چارواکو په سلګونو پاکستاني زيارت کونکي د ویروس لپاره د ټسټ کولو نه بغير راستانه کړل، چې په پایله کې په ځایي پاکستاني خلکو کې د دې وبا د خپرېدو لامل وګرځيدو.

د اپرېل د مياشتې پورې، په پاکستان کې د ناروغانو ۵۱٪ برخه د دغه زيارت کونکو سره تړاو لرلو.

په عين حال کې، چینایي او روسي رژیمونه د دې ناروغۍ په اړه غلط مالومات خپروي.

د سپتمبر په ۱۰ مه د متحده ایالاتو د بهرنیو اړیکو د شورا لخوا د خپور شوي راپور له مخې، بیجینګ په پراخه کچه د کورونا ویروس د ناروغۍ په دوران کې جارحانه او سازشي ډول غلطو معلوماتو ته مخه کړې ده.

دغه راپور وايي، "بیجینګ ریښتیني معلومات بدلوي او غلط معلومات خپروي -- یا په قصدي ډول غلط معلومات -- چې د ویروس له سرچينې څخه د خلکو پام واړوي، د متحده ایالاتو ناکامي په ګوته کوي، او چین د يو نړیوال رهبر په توګه وړاندې کوي."

د متحده ایالاتو حکومت د جولای په میاشت کې، د متحده آیالاتو نړیوالې پراختیا ادارې او د پاکستان د قدرتي آفاتو د سمبالولو ادارې سره په همکارۍ، د کورونا ويروس ناروغۍ په وړاندې په مبارزه کې د پاکستان سره د مرستې لپاره ۱۰۰ نوي او جديد وېنټیلېټرونه ورکړل.

په اسلام آباد کې د امریکې سفارت خانې په یو بیان کې وويل، دا وېنټیلېټرونه د جولای په ۲ مه کراچۍ ته راورسیدل او په ټول پاکستان کې هسپتالونو ته واستول شول. دا مرسته د دې ناروغۍ په وړاندې د پاکستان د بیړني غبرګون ملاتړ کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500