ترانسپورت

ځپل شوي بسونه: خېبرپښتونخواه ناقص بسونه ترلاسه کړل، په داسې حال کې چې چین لویه ګټه ترلاسه کړه

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د ريسکيو کارکونکي په پېښور کې د سپتمبر په ۱۶مه په بس کې د اور مړ کولو هڅه کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

د ريسکيو کارکونکي په پېښور کې د سپتمبر په ۱۶مه په بس کې د اور مړ کولو هڅه کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

پېښور -- کله چې د خېبر پښتونخواه حکومت په ۲۰۱۷ کال کې له چین څخه د ۳۹۴ ملیونه ډالرو (۶۵ ملیارده پاکستانۍ روپۍ) په ارزښت د ډله ایز ټرانزیټ بسونو آرډر ورکړو، نو دې د پېښور د تګ راتګ نظام د ښه والي لپاره د لوړ فعالیت ګاډو تمه لرله.

پرځای د دې، دې ګڼ شمیر خطرناک بسونه ترلاسه کړل.

د سپتمبر په ۱۶مه، د خېبرپښتونخواه چارواکو په پېښور کې د نوي پيل شوی بس رېپډ ټرانزیټ (بي آر ټي) خدمت معطل کړو کله چې د چین لخوا جوړ شوي بس اور واخيستو، چې سپرلۍ يې تر هغه وخته پورې بې وسه پاتې کړې تر څو چې زاړه ګاډې بیرته خدمت ته نه وي راستانه شوي.

دا د اګست په ۱۳ مه د نوي بس ټرانزیټ خدمت له پیل راهیسې د خپل ډول څلورمه پیښه وه. دهیڅ يو کس د زخمي کيدو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

په پېښور کې د بی آر ټي بس د اګست په ۳۰مه ښودل شوی دی. [اشفاق یوسفزۍ]

په پېښور کې د بی آر ټي بس د اګست په ۳۰مه ښودل شوی دی. [اشفاق یوسفزۍ]

ریسکیو ۱۱۲۲ په یو بیان کې وویل، چې بس د ښار په حیات آباد سیمه کې د یکشنبې بازار ته څېرمه اور واخیستو.

د خېبرپښتونخواه د وزیراعلی ویاند کامران خان بنګش وویل، د سپتمبر په ۱۶ مه په بس کې اور د اير کنډيشننګ په برخه کې پیل شو او د ریسکیو ۱۱۲۲ کارمندانو دغه اور مړ کړو.

هغه وویل چې دغه خدمت معطل شوی چې دوی د ګاډو معاينه وکړي. هغه زیاته کړه چې په چین کې د بس جوړونکو لخوا استول شوي ماهران به د دې ګاډو د خدمت له پیل څخه مخکې د ټولو بسونو په بشپړه توګه معاينه وکړي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شويو ویډیو ګانو په بس کې دننه د اور لګیدو ويډيوګانې وښودلې، په داسې حال کې چې د ګاډې نه ډير لوګي راوتل.

ځایي اوسیدونکي وایي چې دې پیښو دوی ډير په ويره کې اچولي چې په بس کې سفر وکړي.

د کالج يو پروفیسر محمد سلیم وویل، "په تخنیکي چارو کې د چین ریکارډ خورا خراب دی. بسونه غير معياري دي، او خلک د ممکنه خطرونو له امله په بي آر ټي باندې باور له لاسه ورکوي."

هغه وويل، هغه د بي آر ټي د پيل راهيسې شک لرلو ځکه چې چين د دې لپاره بدنام دی چې دا د غير معياري آلاتو د خرڅولو او جوړولو په واسطه د ګټې ترلاسه کولو هڅه کوي.

هغه وویل، د سیمې اوسیدونکي په چین غوسه دي ځکه چې دې د بسونو په خرڅولو یې ډیرې پیسې وګټلې، په داسې حال کې چې دې د خلکو خونديتوب له پامه وغورځولو.

رحیم شاه، چې د یو بس ډريور دی، وويل، "د بسونو کیفیت د معيار مطابق نه دی. دا نوي بسونه دي، او زه ویره لرم چې دا به د یو کال لپاره پاتې نه شي."

"حکومت باید د دې مسلې په اړه له چینایي چارواکو سره خبرې وکړي."

ناکامه رسد

د بي آر ټي پروژه په اکتوبر ۲۰۱۷ کال کې د آسیا پرمختیايي بينک څخه د ۴۷۰ ملیونه ډالرو (۷۸.۲ ملیارده پاکستانۍ روپۍ) قرضې سره د خېبر پښتونخواه حکومت لخوا د چین څخه د ۲۲۰ بسونو په آرډر سره پیل شوه.

تر اوسه پورې، چین په مجموعي ډول ۱۲۸ بسونه چمتو کړي دي.

د چمکنۍ نه له پیل سره، دا بسونه هره ورځ د ۳۱ سټیشنونو نه تیریږي او ۲۷.۵ کیلومتره فاصله وهي او په کارخانو بازار کې پای ته رسیږي. دا سټیشنونه ۸۲۵ متره له يو بل نه جدا دي.

دي نیوز انټرنېشنل د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۱ مه) د پاکستان د آډيټر جنرل د ځانګړي راپور په حواله راپور ورکړو چې خېبرپښتونخواه د وخت نه مخکې د بي آر ټي بسونه ترلاسه کړل.

دي نيوز انټرنېشنل راپور ورکړو، په پایله کې، دا بسونو د دوو کالو نه د زياتې مودې لپاره په ځای ولاړ وو، چې د خرابيدو لامل وګرځيدل.

دې راپور په بي آر ټي بسونو کې خورا مهمې نیمګړتیاوې وموندلې چې خېبر پښتونخواه په چین کې د اېم ايس ژیامین ګولډن ډریګن بس شرکت نه د ۸.۴ ملیونو ډالرو (۱.۴ ملیارده پاکستانۍ روپۍ) په بيه اخيستې ول.

دغه راپور وويل، چینیانو د ۲۰۱۸ کال په مینځ کې هغه وخت بسونه وسپارل کله چې د خېبرپښتونخواه په ټرانسپورټ پروجيکټ د سول انجینرۍ کار روان و.

د دي نیوز انټرنېشنل په وینا، "په دغه بسونو کې جدي نیمګړتیاوې په ګوته شوې وې ... چې په ډیرو بسونو کې میخانیکي مسلې رامینځته شوې یا په نامعلومه توګه يې اور واخیستو."

خېبر پښتونخواه ته تر دې دمه استول شوي بسونه په ګروپونو کې راغلي دي.

د دي نیوز انټرنېشنل له مخې، آډيټر جنرل په خپل راپور کې وویل، "د ۵۱ بسونو ډله د اېم ایس ژیامین ګولډن ډریګن بس شرکت لخوا چمتو شوي ده ... چې په دې کې د نهو بسونو حالت د قناعت وړ نه دی." "د مثال په توګه، بمپر يې ويجاړ شوی، داغونه او کرښې او غیر عملياتي مسلې لري."

د خېبر پښتونخواه د بس يوې سپرلۍ وویل، د چین له خوا جوړ شوي بسونه د هغه کسانو لپاره يو بوج دی کوم چې په داسې ټرانسپورټ تکیه کوي.

یو مسافر مشتاق خان، چې په بس کې ځي راځي، وویل، "که چیرې په دې بسونو کې په دوامداره توګه خرابوالی رامينځته کيږي، نو نه یوازې [مسافر] به ځپل کیږي، بلکې حکومت به د چین له امله قرض له سود سره ورکړي، چې د دې ټیټ کیفیت بسونو لپاره مسؤليت پر غاړه لري."

سربیره پردې، چینايي تولیدوونکي نه دي توانیدلي چې ټول هغه بسونه چمتو کړي، د کومو چې ورته آرډر ورکړل شوی و، چې له دې کبله به په هغو بسونو بوج زيات شي کوم چې فعال دي.

خان، چې يو مسافر دی، وویل، چې په بس کې سيټ موندل د ګاډو د کمي له امله ډيره ګرانه خبره ده.

هره ورځ شاوخوا ۴۰۰۰۰۰ مسافر په پېښور کې ډله ایز ټرانزیټ کاروي او ډیر کسان اوس وايي چې دوی به په زړو بسونو کې سفر وکړي، پرځای د دې چې په هغه بسونو کې د سفر کولو له لارې خپل ژوند په خطر کې واچوي کوم چې په چین کې جوړ شوي دي.

په پېښور کې يو طبي ماهر عدنان خان وویل، "په اسلام آباد، لاهور او ملتان کې بسونه شتون لري، خو موږ هیڅکله هلته د څه پیښې په اړه نه دی اوریدلي ځکه چې دا په چین کې نه دي جوړ شوي. خو دلته وضعیت خطرناک دی."

'بشپړه مایوسي'

حتی په دغه بسونو کې کوچنۍ نیمګړتیاوې د مسافرو لپاره ستونزې رامينځته کوي.

د اګست په ۲۱ مه، یو بس د ګل بهار بس سټیشن ته نږدې په لاره کې د تخنیکي مسلې له امله په ځای ودريدو. چارواکو ټريفيک ودرولو او بس یې په رسۍ سره راکاږلو.

هارون خان، چې يو ځايي هټيوال دی، وويل، "څه لږ غوندې نیمګړتیاوې هم شتون لري چې ژر سميږي." "دې لویې پروژې یوازې چین ته ګټه رسولې ده. د خېبرپښتونخواه لخوا سرمايه کارۍ تر اوسه پورې د سیمې خلکو ته ګټه نه ده رسولی. "

هغه وويل، "موږ په ليوالتيا سره د درېو کالو راهيسې انتظار کوو چې د خوندي او ګړندي بس خدماتو څخه خوند واخلو، خو دا یوه بشپړه مایوسي ده."

د پېښور د ټرانسپورټ د اتحادیې سيکريټري الماس خان وویل، "له ۵۰۰ نه زيات بسونه او ګاډي چې له مرکزي اډې [بس سټیشن] نه به يې کارخانو مارکیټ ته سفر کولو، په ځای ودريدلی دي، او د دوی مالکان د دغه ګاډو د خرڅولو هڅه کوي."

"زموږ زاړه ګاډي له چین څخه اخيستل شويو نويو بسونو نه خورا ښه دي. هغه وویل، حکومت باید چین ته ګاډي بیرته ورکړي او له هغو هیوادونو څخه یې وارد کړي چې ښه تولیدوونکي لري."

دا غير معياري چینايي بسونه د چین د شخصي حفاظتي آلاتو، ټیسټ ماشینونو او وینټیلیټرونو، کوم چې پاکستان د چین نه اخيستې ول، د چمتو کولو نه وروسته واخيستل شول. د دغه آلاتو موخه د طبي کارکونکو سره د کورونا ويروس ناروغۍ پر وړاندې مبارزه کې مرسته کول و.

د هسپتال کارمندان وایي، دغه آلاتو ناروغانو ته د ګټې رسولو پر ځای ډیر زیان رسولی دی.

نبيل خان، چې په پېښور کې يو سیول ملازم دی، وويل، "چین د کورونا ويروس ناروغۍ په بحران کې هسپتالونو ته د بې کیفیته توکو په وړاندې کولو سره ټوله نړۍ غولولې ده، چې د ناروغانو لپاره یې ستونزې رامینځته کړي دي."

خان وویل، د بیجینګ رژیم د کیفیت لرونکي آلاتو صادرولو خراب ریکارډ لري او د خېبر پښتونخواه حکومت باید د بي آر ټي بسونو لپاره خپله ټهيکه ختمه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500