ټولنه

د پېښور قصه خواني بازار د تیرو بریدونو له درد څخه خلاصی ترلاسه کوي

د جاويد خان لخوا

د سپتمبر په ۱۵مه د تاریخي قصه خوانۍ بازار یو منظر. [جاوید خان]

د سپتمبر په ۱۵مه د تاریخي قصه خوانۍ بازار یو منظر. [جاوید خان]

پېښور -- د یوې عشرې نه د زياتې مودې راهيسې د دوامداره تروریستي پیښو وروسته، په تاریخي قصه خوانۍ بازار کې ژوند عادي حالت ته راستون شوی دی.

دا بازار، چې د پېښور په مرکز کې موقعیت لري، په سیمه کې د یو لړ ترورستي پیښو سره مخ شو، چې دغه بازار او نږدې سړکونه یې ویران کړل.

البته، نن ورځ، سوداګر او پیرودونکي په خپلو مخونو له موسکا سره بیرته دغه بازار ته راستانه شوي دي.

دا ګرمه ګورمه له لمر ختو سره پیل کیږي ځکه چې په زرګونو کسان د قهوې څښلو، د فالودې او فرايي شويو کبانو خوړلو او د کتابونو، جامو، د سينګار شيانو او خوږو اخيستلو لپاره دې تاریخي بازار ته ځي.

پیرودونکي د اګست په ۱۵مه د پېښور په قصه خوانۍ بازار کې سودا اخلي. [جاوید خان]

پیرودونکي د اګست په ۱۵مه د پېښور په قصه خوانۍ بازار کې سودا اخلي. [جاوید خان]

د سپتمبر په ۱۲مه ماښام په قصه خوانۍ بازار کې کاروبار روان دی. [جاوید خان]

د سپتمبر په ۱۲مه ماښام په قصه خوانۍ بازار کې کاروبار روان دی. [جاوید خان]

سهیل جان، چې د ۳۰ کالو نه کم عمر لري او يو لیدونکی دی، وویل، "زه په هفته کې دوه ځله قصه خوانۍ بازار ته ځم چې دوديزې وریجې وخورم او د مشهور لاهوري سويټس نه خواږه واخلم."

هغه وویل، په دوکاندارانو یا پیرودونکو کې هیڅ ویره شتون نه لري ځکه چې سوله نه یوازې د پېښور دې برخې ته بلکې په ټول هیواد کې بیرته راغلې ده.

جان وویل، د ترهګرۍ لویې پیښې او بمي بریدونه په قصه خوانۍ او شاوخوا سیمو کې وشوې، چې په سلګونو کسان یې ووژل او ګڼ شمیر نور یې ژوبل کړل.

په بازار او شاوخوا کې ځانمرګو بریدونو ګڼ شمير سياستدانان او چارواکي ووژل، چې په دوی کې د ۲۰۰۷ کال د جنورۍ په مياشت کې د پولیسو ډپټي انسپکټر جنرل ملک محمد سعد او د پولیسو ډپټي سپرنټینډنټ خان رازق شامل ول.

په دسمبر ۲۰۱۲ کال کې قصه خوانۍ بازار ته نژدې يو بل ځانمرګي چاودنې د خېبر پښتونخواه سیاستدان بشیر احمد بلور او اوه نور کسان ووژل.

نورو بریدونو لويې غونډې په نښه کړي وې.

په سپتمبر ۲۰۱۳ کال کې د قصه خوانۍ بازار شاته، په کوهاټي کې په آل سینټس چرچ کې په دوو ځانمرګي بریدونو کې د ۱۰۰ نه زيات کسان وژل شوي وو او د ۲۵۰ نه زيات کسان ژوبل شوي ول.

په اکتوبر ۲۰۰۹ کال کې په مینا بازار کې په موټر بمي چاودنه کې د ۱۳۷ نه زيات کسان وژل شوي وو او د ۲۱۰ نه زيات کسان ژوبل شوي ول.

ويره په کميدو ده

د بازار شاته د يوې چاپ خانې خاوند جاوید خان وویل، "د تیرو څو کلونو وروسته ژوند عادي حالت ته راستون شوی ځکه چې په قصه خوانۍ او شاوخوا سړکونو کې هیڅ يوه ناوړه پيښه نه ده پیښ شوی او عام خلک په دې ډير خوشحاله دي."

خان وویل، "د ملک سعد او بشیر بلور وژلو، په مینا بازار کې چاودنه او په آل سينټس چرچ باندې بريد تر ټولو ناوړه پيښې وې چې د قصه خواني نه یوازې يو څو متره لري دي."

سینټس چرچ ته نژدې د کراکرۍ سټور مالک عبدل ماجد وویل، "ډیر پیرودونکي، د نارینوو او ښځو په ګډون، دې ځای ته راځي ځکه چې دوی د چاودنو ویره نه لري."

هغه زیاته کړه چې دا بازار د ښار زړه دی او هره ورځ په زرګونو لیدونکي راجلبوي.

ډي ايس پي عتيق شاه وويل، "د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو د قربانیو له امله په تیرو څو کلونو کې په قصه خوانۍ، د پېښور په ټولو برخو او د خېبر پښتونخواه په پاتې برخو کې وضعیت ښه شوی دی."

هغه وويل، عادي ژوند قصه خوانۍ بازار او په داخلي ښار کې ټولو مارکيټونو ته راستون شوی دی.

شاه وويل، "موږ ګشت ښه کړی، د بند سرکټ تلویزیون کیمرې مو نصب کړي او هر اقدام مو پورته کړی چې په قصه خوانۍ، خېبر بازار، چوک یادګار، ګهنټه ګهر، هشتنګري او په نورو سيمو کې د خوراک څښاک په ځايونو کې، چيرته چې د ورځې په اوږدو کې په لسګونو زره پیرودونکي راځي، امنيت ښه کړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500