روغتیا

د کورونا ويروس ناروغۍ په برخه کې د تهران بې پروايي د پاکستان بيرته خلاصيدل ستوزمن کوي

د ضياء الرحمان لخوا

د کراچۍ یو روغتیایي چارواکي د جون په ۱۴مه په یو سړي باندې د مکروبو وژلو سپری کوي، مخکې له دې چې د کورونا ویروس د معاینې مرکز ته د ننوتلو لپاره هغه ته اجازه ورکړي. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ یو روغتیایي چارواکي د جون په ۱۴مه په یو سړي باندې د مکروبو وژلو سپری کوي، مخکې له دې چې د کورونا ویروس د معاینې مرکز ته د ننوتلو لپاره هغه ته اجازه ورکړي. [ضیاء الرحمان]

اسلام آباد -- په داسې حال کې چې پاکستان د کورونا ويروس ناروغۍ د نويو کېسونو په شمیر کې د پام وړ کمیدو په ترڅ کې د بيرته خلاصیدو کار پیل کړو، حکومت او روغتیایي چارواکي په دوامداره توګه په هیواد کې د ویروس خپریدو ته د ودې ورکولو له کبله د تهران د بې پروايۍ په عملونو تنقيد کوي.

پاکستان په تدريجي ډول د اګست په ۱۰مه په ټول هیواد کې د لاکډاون لرې کولو کار پیل کړو، په داسې حال کې چې د سوداګرۍ سره ریسټورانټونه او سینماګانې هم بیا پرانستل کيږي. حکومت د سپتمبر په ۷مه په مرحلو کې د تعلیمي ادارو د پرانيستلو لپاره د پلانونو اعلان وکړو، چې د سپتمبر په ۱۵مه به پيل شي.

د کورونا ويروس ناروغۍ د خپريدو په مخنيوي کې د پاکستان بریا د ایراني رژيم د کړنو سره رامينځته کيږي.

'جرمي غفلت'

پاکستاني وګړو او حکومتي چارواکو له دې کبله تهران د "مجرمانه غفلت" په تور تورن کړی چې دې په خپلو سرحدونو کې د رژیم لخوا د کورونا ویروس د خپریدو په اړه د ناوخته اعلان له کبله په پاکستان کې د کورونا ویروس خپریدو ته توان ورکړو.

په پېښور کې د سټي ګرلز کالج یو کارکوونکې د سپتمبر په ۱۳مه په یو ټولګي کې وروسته له هغې د کرسو نه دوړه لرې کوي کله چې وفاقي حکومت د سپتمبر په ۱۵مه د تعلیمي ادارو د بیا پرانستلو اعلان وکړو. [شهباز بټ]

په پېښور کې د سټي ګرلز کالج یو کارکوونکې د سپتمبر په ۱۳مه په یو ټولګي کې وروسته له هغې د کرسو نه دوړه لرې کوي کله چې وفاقي حکومت د سپتمبر په ۱۵مه د تعلیمي ادارو د بیا پرانستلو اعلان وکړو. [شهباز بټ]

د ريسکيو ۱۱۲۲ پرسونل د سپتمبر په ۱۳مه د سکول د بیا پرانستلو نه مخکې په پېښور کې د ښځو شهید بینظیر بوټو يونيورسټۍ په تعليمي بلاک کې د مکروبو وژلو سپری کوي. [شهباز بټ]

د ريسکيو ۱۱۲۲ پرسونل د سپتمبر په ۱۳مه د سکول د بیا پرانستلو نه مخکې په پېښور کې د ښځو شهید بینظیر بوټو يونيورسټۍ په تعليمي بلاک کې د مکروبو وژلو سپری کوي. [شهباز بټ]

د کورونا ويروس لومړني دوه کېسونه د فبرورۍ په ۲۶ مه په عامه توګه ښکاره شول.

د فبرورۍ په میاشت کې د وبا په پیل کې، د ایران چارواکو په سلګونو پاکستاني زيارت کونکي د ویروس لپاره د ټسټ کولو نه بغير راستانه کړل، چې د وجې یې په ځایي پاکستاني خلکو کې دا وبا خپره شوه.

د اپرېل د مياشتې پورې، په پاکستان کې د ناروغانو ۵۱٪ برخه د دغه زيارت کونکو سره تړاو لرلو.

په کراچۍ کې میشت يو ټریول ایجنټ مصور حسیني، چې د ایران او عراق د زیارت لپاره د سفرونو انتظام کوي، وويل، د ایران رژیم په هيواد کې د کورونا ویروس د خپریدو په اړه هغه زرګونو زيارت کونکو ته معلومات ور نه کړل چې ايران ته يې سفر کولو.

هغه وويل، "د فبرورۍ په لومړيو کې، په ایران کې له مخکې نه د کورونا ویروس د خپریدو له امله د مرګونو په اړه اوازې پیل شوې وې." "خو د ایران رژیم دا معلومات له هرچا څخه پټ وساتل، په ځانګړي توګه د نورو هیوادونو له زيارت کونکو څخه."

حسیني وویل، د دې غفلت له امله، زيارت کونکو تر هغه وخت پورې د پولې دواړو غاړو ته سفر او په ایران کې وخت تیرولو ته دوام ورکړو کله چې تهران په پای کې د فبرورۍ په ۱۹مه د کورونا ويروس ناروغۍ د لومړي کېس اعلان وکړو.

لکه څنګه چې په ایران کې د ناروغۍ کېسونه په چټکۍ سره ډيريدل پیل شول، پاکستاني چارواکو د مارچ په ۱۶مه د پاکستان او ایران پوله بنده کړه.

د پاکستان د حکومتي چارواکو په وینا، د پولې بندولو سربیره، په سلګونو زيارت کونکي له ایران څخه پاکستان ته داخل شول.

په بلوچستان کې یو روغتیایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "ایران د پاکستان سره د کورونا ویروس په مخنيوي کې همکاري ونه کړه." "پرځای یې، د دې غفلت او همکاري نه کولو په پاکستان کې د ویروس د خپریدو لامل ګرځيدلی دی."

دغه چارواکي وویل، "تهران" له ایران څخه پاکستان ته د پاکستاني زيارت کونکي دوامداره تګ راتګ ته اجازه ورکړه او کور ته له لېږلو مخکې یې د هغوی طبي معاينه ونه کړه."

هغه وویل، "له ایران او افغانستان دواړو سره نړیوالې پولې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۱۶مه بندې شوې دي او د دې په اړه خبر په رسمي ډول ایران ته استول شوی، خو دا په دوامداره توګه زیارت کونکي کورونو ته بيرته استوي."

په اسلام آباد کې يو سينير روغتیايي چارواکي، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې وکړې، د اپرېل په مياشت کې وویل، "پاکستان د ایران د جرمي غفلت له امله د ویروس لخوا ډير زيات ځپل شوی دی."

تهران 'مونږ ته غوږ ونه نيسو'

په بلوچستان صوبه کې، چې له ایران سره ګډه پوله لري، صوبايي چارواکو په سیمه کې د کورونا ویروس ناروغۍ ته په وده ورکولو کې د ایراني رژیم د رول په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

د صوبايي کورنیو چارو وزیر میر ضیاء الله د جولای په میاشت کې د ځايي رسنيو سره په يوې مرکه کې وويل، "کله چې وبا د فبرورۍ په مياشت کې په لومړي ځل پیل شوه، نو د بلوچستان حکومت له وفاقي حکومت څخه وغوښتل چې ایراني چارواکو ته خبر ورکړي چې د مناسبې طبي معاينې نه بغير هيڅ يو زيارت کونکی بېرته پاکستان ته نه رالیږي."

هغه وویل، د بلوچستان حکومتي چارواکو د خپلو اندیښنو د څرګندولو لپاره له ایراني چارواکو سره غونډه کړې وه.

هغه وويل، "خو له بده مرغه، ګاونډي هیواد پاکستان ته غوږ ونه نيسو او په زرګونو زيارت کونکي يې د طبي معاينې نه بغير بیرته راولیږل."

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د می په میاشت کې د قومي اسمبلۍ په يوې غونډه کې وويل، د ایران رژیم په بلوچستان کې د پولې له لارې شاوخوا ۵۰۰۰ پاکستاني اتباع په بيرته تلو مجبوره کړل، سره له دې چې اسلام آباد له ايران څخه غوښتلې و چې تر هغه وخت پورې انتظار وکړي ترڅو چې د قرنطین مرکزونه د دوی د ترلاسه کولو لپاره چمتو نه وي.

هغه وویل، "ما د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې وکړې او د شیعه زیارت کوونکو لپاره د انتظاماتو لپاره مې د وخت غوښتنه وکړه."

وروسته له هغې چې د ایران رژیم ځواب ورکړو چې دا د وخت په برخه کې همکاري نه شي کولی. "نو پاکستان د خپلو وګړو د تر لاسه کولو نه بغير بله هيڅ يوه چاره نه لرله."

د نړیوالو تعقیبونکو په وینا چې د هیوادونو په راپورونو تکیه کوي، ایران په نړۍ کې ترټولو زيات ځپل شوی هیواد دی چې د ۴۱۶۰۰۰ نه زيات د کورونا ويروس کېسونه لري او تقريباََ ۲۴۰۰۰ کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د بي بي سي فارسۍ خدمت د اګست په لومړيو کې راپور ورکړو، په ایران کې د کورونا ویروس له امله د مرګونو هغه شمیر نږدې درې چنده دی چې ايراني رژيم یې په عامه توګه ادعا کوي.

د ایراني حکومت ریکارډونه -- چې بي بي سي ته افشا شوي ول -- څرګندوي چې د جولای د مياشتې د ۲۰مې پورې په دغه وخت کې د رژيم د روغتيا وزارت له خوا د راپور شويو ۱۴،۴۰۵ مړو په پرتله نږدې ۴۲،۰۰۰ ناروغان د کورونا ويروس ناروغۍ له امله مړه شوي وو.

دغه راپور وويل چې د کورونا ويروس په ناروغۍ اخته د ناروغانو شمیر د رسمي ارقامو په پرتله نږدې دوه چنده دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500