ديپلوماسي

پاکستان د سولې او پرمختګ په لور د افغانستان لپاره خپل ملاتړ تکراروي

د عالم زيب خان لخوا

په افغانستان کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق (په منځ کې) د قطر له پلاوي سره په خبرو اترو کې د کابل له اصلي مذاکره کونکي معصوم ستانکزۍ (ګس اړخ ته) د قطر په دوحه کې د سپتمبر په ۱۲مه د بين الافغاني سولې مذاکراتو په اړه بحث کوي. [محمد صادق/ ټویټر]

په افغانستان کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق (په منځ کې) د قطر له پلاوي سره په خبرو اترو کې د کابل له اصلي مذاکره کونکي معصوم ستانکزۍ (ګس اړخ ته) د قطر په دوحه کې د سپتمبر په ۱۲مه د بين الافغاني سولې مذاکراتو په اړه بحث کوي. [محمد صادق/ ټویټر]

اسلام آباد -- پاکستان د افغانستان سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي ځکه چې د قطر په دوحه کې د طالبانو او کابل ترمینځ خبرې اترې پیلیږي.

ای اېف پي راپور ورکړو، د خبرو لومړی پړاو د سپتمبر په ۱۲مه د پرانیستې مراسمو وروسته پیل شو او د خبرو اترو لپاره یې د چلند د اصولو مسوده جوړه کړه. راتلونکې مرحله به د سه شنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۵مه) پیل شي.

پاکستاني چارواکو د دې خبرو اترو هرکلی کړی دی.

وزیر اعظم عمران خان د سپتمبر په ۱۱مه ټویټ وکړو، "زه د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په ۱۲مه د بين الافغاني خبرو اترو د پیل په اړه اعلان ته تود هرکلی وايم."

د پاکستان او افغانستان چارواکي د سپتمبر په ۳مه په اسلام آباد کې د خپلو هیوادونو د اړیکو په هکله د خبرو اترو لپاره يوه غونډه کوي. [د عالم زيب خان نه په مننه]

د پاکستان او افغانستان چارواکي د سپتمبر په ۳مه په اسلام آباد کې د خپلو هیوادونو د اړیکو په هکله د خبرو اترو لپاره يوه غونډه کوي. [د عالم زيب خان نه په مننه]

د افغان طالبانو یو وفد د اګست په ۲۵مه په اسلام آباد کې د بهرنیو چارو په دفتر کې په یوې غونډه کې ګډون کوي. [د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر]

د افغان طالبانو یو وفد د اګست په ۲۵مه په اسلام آباد کې د بهرنیو چارو په دفتر کې په یوې غونډه کې ګډون کوي. [د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر]

هغه وویل، "په پای کې، زموږ ګډو هڅو هغه ورځ راوستې ده چې د افغانستان خلکو غوښتله."

خان په یو بل ټویټ کې وویل، "پاکستان به د افغانستان له خلکو سره په بشپړه توګه ملاتړ وکړي او له هغوی سره به پيوستون څرګند کړي، ځکه چې دوی د سولې او پرمختګ لپاره په دې پایله ورکونکي سفر کې مخ پروړاندې ځي."

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۴مه) په اسلام آباد کې د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه او نورو چارواکو سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې اترې وکړې.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو دفتر په يو بیان کې د باجوه په حواله وويل، پاکستان ژمنه لري چې د سیمه ییزې سولې، اقتصادي پرمختګ او هوساینې لپاره خپل ماموریت ته دوام ورکړي.

خلیلزاد "د [افغانستان] د سولې په روانه پروسه کې د پاکستان د رول ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا به د پاکستان له صادقانه او غير مشروط ملاتړ پرته نه وای بریالی شوای."

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په دې پروسه کې د پاکستان د رول ستاينه وکړه او په ټويټر يې وویل، "یو سوله ايز او باثباته افغانستان به نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې د پرمختګ او سوکالۍ لپاره نوي فرصتونه هم راولي."

پاکستان په تیرو څو میاشتو کې د خبرو اترو د اسانولو لپاره د افغانستان او طالبانو سره ښکيلتيا زياته کړه.

د اګست په میاشت کې د طالبانو د خبرو اترو مهمو غړو اسلام آباد ته سفر وکړو. .

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په هغه وخت کې وویل، اسلام آباد طالبانو ته پاکستان ته د راتلو لپاره بلنه ورکړه چې د خبرو پر اهمیت ټینګار وکړي. هغه زياته کړه چې خبرې اترې په افغانستان کې یوازینۍ لاره ده.

هغه وويل چې "افغانان به روغه جوړه وکړي، او زموږ کار د تسهيل کونکی دی."

وده کونکي همکاري

د بين الافغاني خبرو اترو لپاره د پاکستان ملاتړ د دواړو هیوادونو تر منځ د همکارۍ یوازینۍ نښه ده.

د پاکستان او افغانستان د پارلماني ملګرتیا ډلې اجرایوي کمیټۍ د جولای په ۸مه د یوې غونډې وروسته د سپتمبر په ۳مه په اسلام آباد کې په دويم ځل غونډه وکړه.

دي نېشن راپور ورکړو، د قومي اسمبلۍ سپيکر اسد قیصر په دې ناسته کې وویل، د سوداګرۍ خنډونه له مینځه وړل او د سوداګرو لپاره اسانتيا رامينځته کول به د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ حجم زيات کړي.

د افغانستان او پاکستان د ټرانزیټ سوداګرۍ تړون په اړه د خبرو اترو د شرایطو د نظارت لپاره یو کاري ځواک، چې په ۲۰۲۱ کال کې به پای ته ورسیږي، د غونډې په ترڅ کې جوړ شوی و.

د وزیر اعظم خان د ځانګړي معاون محمد ارباب شهزاد په وینا، د ویزې اسانتیا په اړه د پالیسۍ مسوده هم تياره شوې ده او د کابینې غونډې ته به وړاندې شي.

اېکسپرېس ټریبیون راپور ورکړو چې د ملي اقتصادي شورا ايګزيکيټو کمیټۍ د جولای په ۱۶مه د خېبر درې اقتصادي دهلیز په ګډون د ګڼ شمير پروجيکټونو اجازه ورکړه.

دا پروجيکټ د پېښور او تورخم تر منځ د څلورو لينونو او ۴۸ کلوميټره اوږده ايکسپريس وې په پام کې لري، چې د جون ۲۰۲۴ کال پورې به بشپړه شي.

دا به پاکستان او افغانستان د خېبر درې له لارې له مرکزي آسیا سره وصل کړي. د نړيوال بينک له مخې، چې د دسمبر په مياشت کې يې موافقه وکړه چې د دې نوښت لپاره ۴۰۶.۶ مليونه ډالره (۶۸.۱ ميليارده پاکستانۍ روپۍ) ورکړي.

د پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګرۍ په اړه د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو فيډريشن مشر شاهد شینواري وویل، "دا پروژه د سیمې په اقتصاد خورا پراخه اثر لري ځکه چې دا وړتيا لري چې نه یوازې د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګریزو اړیکو ته وده ورکړي، بلکې د مرکزي او جنوبي اسیا تر منځ تاریخي سوداګریزې اړیکې بيرته راژوندۍ کړي."

هغه وویل، د دې پروژې پلي کیدل به د پاکستان او افغانستان تر منځ ټولې سرحدي سیمې ته د دواړو هیوادونو تر منځ تجارت ته د وده ورکولو له لارې ګټه ورسوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان کې ثبات به په ټوله سیمه کې سوله او مهم پرمختګ راولي. ډير ښه، دوام ورکړئ ...

ځواب