دین

د کراچۍ احتجاج کونکي په تهران تور لګوي چې دا فرقه واريت ته لمن وهي

پاکستان فارورډ

د ستمبر له ۱۱-۱۳ پورې په کراچۍ کې په زرګونو احتجاج کونکو په مظاهرو کې برخه واخیسته چې د هغه شیعه عالمانو د نیولو غوښتنه وکړي چې د پیغمبر محمد (ص) د ملګرو د سپکاوي پو تور تورن دي. [پاکستان فارورډ]

د ستمبر له ۱۱-۱۳ پورې په کراچۍ کې په زرګونو احتجاج کونکو په مظاهرو کې برخه واخیسته چې د هغه شیعه عالمانو د نیولو غوښتنه وکړي چې د پیغمبر محمد (ص) د ملګرو د سپکاوي پو تور تورن دي. [پاکستان فارورډ]

کراچۍ -- په کراچۍ کې په زرګونو پاکستانیانو د دریو ورځو لپاره په احتجاجونو کې برخه واخیسته چې د هغه شیعه عالمانو د نیولو غوښتنه وکړي کوم چې په توهين رسالت کې ښکيل دي او په هیواد کې د فرقه يي افراطیت د زیاتوالي له کبله د ایران رژیم غندنه وکړي.

د جمعې نه تر یکشنبې پورې (سپتمبر۱۱-۱۳)، اسلامي ډلو چې د مختلفو نظريو ډلو ازستازيتوب کوي په کراچۍ کې احتجاجونه وکړل او غوښتنه یې وکړه چې حکومت د هغه کسانو پروړاندې اقدامات وکړي کومو چې د محرم په دوران کې د پیغمبر اکرم (ص) د ملګرو په وړاندې ناوړه او سپکه ژبه خوځولې وه.

که څه هم، د اګست په ۳۰مه په ټول هیواد کې د محرم ماتمي جلوسونه په سوله ايزه توګه او خوندي ډول تر سره شول، خو د عاشورا د جلوس یوې ټلویزیوني خپرونې ملایان او برخه وال وښودل چې د تاریخي اسلامي شخصیتونو پروړاندې يې سپکه ژبه کاروله.

وزیر اعظم عمران خان د اګست په ۳۱مه نیټه ټویټ وکړو، "زه غواړم چې د خپل ملت شکريه ادا کړم چې په هیواد کې عاشورا په سوله ايزه توګه ولمانځل شوه." "که څه هم، له بده مرغه، ما ته د هغو عناصرو په اړه معلومات رارسیدلي چې په دې موقعه يې هڅه کړې چې فرقه واريت ته هوا ورکړي او زه به د دوی پروړاندې سخت ګامونه پورته کړم."

د سپتمبر په ۱۲مه یو دیني عالم په کراچۍ کې په یو احتجاج کې خبرې کوي. [پاکستان فارورډ]

د سپتمبر په ۱۲مه یو دیني عالم په کراچۍ کې په یو احتجاج کې خبرې کوي. [پاکستان فارورډ]

قانون پلي کونکي پرسونل د اګست په ۳۰مه په کراچۍ کې د محرم د جلوسونو ساتنه کوي. په ټول هیواد کې د محرم ماتم جلوسونه په سوله ایز ډول ترسره شول. [پاکستان فارورډ]

قانون پلي کونکي پرسونل د اګست په ۳۰مه په کراچۍ کې د محرم د جلوسونو ساتنه کوي. په ټول هیواد کې د محرم ماتم جلوسونه په سوله ایز ډول ترسره شول. [پاکستان فارورډ]

په کراچۍ کې په دریو غونډو کې ویناوالو د پیغمبر اکرم (ص) د ملګرو د هغه سپکاوې غندنه وکړه، چې کيدې شي د عاشورا د مراسمو په جریان کې پیښ شوي وي او د ښکېلو کسانو په وړاندې يې د ترهګرۍ د قانون لاندې د کېسونو ثبتولو غوښتنه وکړه.

دوی د فرقه واريت، مذهبي کرکې او لمسون د مخنیوي لپاره د یو ملي کمیشن د جوړولو غوښتنه وکړه.

حافظ احمد علي، چې په کراچۍ کې د جمعیت علماء اسلام (سمیع) مشر دی او د سپتمبر په ۱۱مه د یوې غونډې په منتنظمينو کې و، وویل، "پاکستاني مسلمانان به نور د سپېڅلو شخصیتونو سپکاوی برداشت نه کړي."

هغه وویل چې پاکستان باید سخت قانون جوړ کړي چې په هیواد کې د فرقه یي تاوتریخوالي د رامينځته کولو لپاره هڅې ناکامه کړي.

د پاکستان قانون پلي کونکي ادارې اقدامات کوي

د ترهګرۍ ضد ملي ادارې (نېکټا) يو لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل، ګڼ شمير قانون پلي کونکي ادارې، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې څانګې، سپيشل برانچ او د فدرالي تحقیقاتو ادارې د سایبر جرمونو څانګې په ګډون، کار کوي چې هغه دیني عالمان او کسان په ګوته کړي کوم چې په هیواد کې د مذهبي او فرقه یي کرکې په خپرولو کې لاس لري.

هغه وویل، پولیسو د محرم په میاشت کې، مخکې او وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د نفرت د بیان او فرقه واريت د خپرولو په تور په سلګونو شکمن کسان په ځانګړي ډول په پنجاب صوبه کې نیولي دي.

د پنجاب پولیسو یو لوړپوړي چارواکي سهیل سکهیرا له مخې، د پولیسو ځانګړي يونټونه، چې د مذهبي غونډو، شیعه ګانو د جلوسونو او ټولنیزو رسنیو پلیټ فارمونو څارنه کوي، په لسګونو دیني عالمان نیولي دي.

هغه وویل، "پولیس د پيغمبر (ص) د ملګرو د کورنۍ د ديندارو غړو پر وړاندې د سپکاوي بيانونو ورکولو له کبله، له هرډول تبعیض څخه پرته، د هر يو سرغړونکي پروړاندې ګامونه پورته کوي."

په ناامنۍ کې د تهران رول

مشرانو او ګډونوالو په دريو احتجاجونو کې د ایران رژیم هم له دې کبله وغندلو چې دا د ټولنیزو رسنیو له لارې د غلطو معلوماتو او نفرت خپرولو په واسطه فرقه واريت ته لمن وهي.

په ۲۰۱۸ کال کې د رویټرز يو راپور له ۷۰ څخه ډېر داسې وېب سایټونه په ګوته کړل چې ایراني پروپيګنډه په ۱۵ هېوادونو کې خپروي،‌ چې په دې کې د غلطو معلوماتو درې وېب سایټونه په پاکستان او څلور یې په افغانستان کې دي.

مولانا عبدالجبار، چې يو عالم دی او په کراچۍ کې يې په یو احتجاج کې ګډون کړی و، وويل، په ټولنیزو رسنیو کې د نفرت ضد موادو وروستې زیاتوالی په پاکستان کې فرقه ییز تاوتریخوالي ته په وده ورکولو کې مرسته کوي.

هغه وویل، "ایران په دې دسيسه کې لاس لري چې نه یوازې په پاکستان، بلکې په نورو اسلامي هیوادونو، په ځانګړي توګه په سعودي عرب او سوریه کې، ګډوډي رامينځته کړي."

محمد السلامي، چې په ریاض کې د ایراني مطالعاتو لپاره د نړیوال انسټیټوټ 'راسنا' بنسټ ایښودونکی او چيرمين دی، وویل، په پاکستان کې د تعصب او فرقه واريت عناصر د ایران له انقلاب سره مستقیم تړاو لري.

هغه په عرب نیوز کې د سپتمبر په ۷مه نيټه په يوې مقاله کې وویل، "د عاشورا په دوران کې ښودل شوی تعصب او فرقه واريت د پاکستان لپاره د يو خبرداري په توګه کار کولی شي مخکې له دې چې د هیواد په سخته لاسته راغلې سوله او هم آهنګي پای ته ورسیږي."

السلامي خپله اندیښنه څرګنده کړه چې پاکستانۍ رسنۍ "د هغه غیر دولتي فعالینو ناوړه فعالیتونه نه په ګوته کوي او نه یې افشا کوي کوم چې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) سره تړاو لري."

هغه وویل، "د هغه کسانو په اړه هيڅ راپور نه ورکړل کيږي کوم چې په سوریه کې په زینبیون بریګيډ کې د شاملیدو لپاره د جګړمارو په استخدام، روزنې او لیږد کې ښکيل دي."

د آی آر جي سي په ملاتړ زينبيون بريګيډ په پاکستاني شيعه ګانو باندې مشتمله ده، چې د بشارالاسد د رژیم سره د مرستې لپاره سوریې ته د جګړې لپاره استول شوې ده.

السلامي وویل، "څومره پاکستانیانو په ایران او عراق کې پوځي روزنه ترلاسه کړې ده؟ څومره په سوریه کې د جګړې لپاره تللي دي؟"

د پاکستان استخباراتي ادارو د هغه شيعه زيارت کونکو په اړه اندیښنه څرګنده کړې چې د ایراني نفوذ ښکار کیږي او د تهران په ملاتړ په اجیر ډلو کې استخداميږي چې په عراق او سوریه کې وجنګیږي.

نېکټا د هغه وسله والو ډلو پروړاندې خپله مبارزه سخته کړې چې شیعه ځوانان عراق او سوریه ته د جګړې لپاره استوي.

د اګست په مياشت کې، فدرالي حکومت په خاتم الامبیا، چې يوه وسله واله ډله ده، له دې کبله بندیز ولګوو چې دا ځوانان سوریې ته استوي چې د ايران په ملاتړ له هغه جګړمارو سره يو ځای وجنګيږي کوم چې د سوريې حکومت د ځواکونو سره مرسته کوي.

د قانون پلي کونکو ادارو د دې کال په پیل کې لسګونه شیعه ځوانان ونیول چې د زینبیون بریګيډ سره يې تړاو لري..

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500