تکنالوژي

د پاکستان د ټیکنالوجۍ سکتور د متحده ایالاتو او چین ترمينځ په سوداګريزه شخړه کې فرصت ته په ليوالتيا سره ګوري

د ضياء الرحمان لخوا

د کال سنټر يو آپرېټر د سپتمبر په ۹مه په کراچۍ کې په يو هسپتال کې کار کوي. [ضیاء الرحمان]

د کال سنټر يو آپرېټر د سپتمبر په ۹مه په کراچۍ کې په يو هسپتال کې کار کوي. [ضیاء الرحمان]

اسلام آباد -- د پاکستان د ټیکنالوژۍ شنونکي له پاکستاني چارواکو څخه غواړي چې د متحده ایالاتو او چین د سوداګرۍ له روانې شخړې څخه ګټه ترلاسه کړي او د هیواد د ټيکنالوژۍ سکتور ته وده ورکړي.

د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ کړکیچ د ګڼ شمير مسلو له کبله رامينځته شوی، چې په دې کې سوداګري، د کورونا ویروس وبا، او په سنکیانګ او هانګ کانګ کې د چین د رژیم پاليسۍ شاملي دي.

د پایلې په توګه، د متحده ایالاتو د ټيکنالوجۍ شرکتونو په تدريجي ډول نويو بازارونو، په ځانګړي توګه هندوستان ته، خپل نظر اړولی دی.

سي اېن اېن د جولای په میاشت کې راپور ورکړو، د ۲۰۲۰ کال راهیسې، د متحده ایالاتو د ټيکنالوجۍ لوی شرکتونو، د ایمیزون، فېسبوک او ګوګل په ګډون، په هند کې تقريباََ ۱۷ ملیارده ډالره (۲.۸ ټریلیونه پاکستانۍ روپۍ) سرمايه کاري کړې ده.

يو ويناوال د فبرورۍ په میاشت کې په اسلام آباد کې د پاکستان او امریکې د ټیکنالوجۍ ایکسچېنج په يوې غونډه کې برخه اخلي. د دې پروګرام لاندې، د پاکستان د ټيکنالوجۍ سوداګر د کالیفورنیا په سېلیکان ویلي کې د زده کړې تجربې او د اړيکو فرصتونه ترلاسه کوي. [ضیاء الرحمان]

يو ويناوال د فبرورۍ په میاشت کې په اسلام آباد کې د پاکستان او امریکې د ټیکنالوجۍ ایکسچېنج په يوې غونډه کې برخه اخلي. د دې پروګرام لاندې، د پاکستان د ټيکنالوجۍ سوداګر د کالیفورنیا په سېلیکان ویلي کې د زده کړې تجربې او د اړيکو فرصتونه ترلاسه کوي. [ضیاء الرحمان]

په دغه راپور کې راغلي، "له چین سره د هند سفارتي شخړه ټيکنالوجۍ ته پراخه شوې ده."

دغه راپور وويل، "او په داسې حال کې چې هند تل د متحده ایالاتو د ټيکنالوجۍ د شرکتونو لپاره يو ستر ځای پاتې شوی دی، د چین سره د ټیکنالوجۍ په برخه کې د همکارۍ لپاره مخ په کميدو فرصتونه او د هانګ کانګ په څیر په ځایونو کې د دوی نفوذ ته نوي ګواښونه هندي بازار ته نوی اهمیت ورکوي."

مارک ليملي، چې په سټېنفورډ يونيورسټۍ کې د قانون، ساینس او ټیکنالوژۍ د پروګرام ډايريکټر دی، وويل، "له چین سره سوداګري کول سخت او ډېر سخت کار دی." "مخ په زیاتیدونکی احساس هم شتون لري چې له چین سره په سوداګرۍ کولو کې د ستونزو نه ډک اخلاقي جوړجاړې شامل دی."

د سرمايه کارۍ فرصتونه له لاسه ورکول

شنونکي وايي چې پاکستان باید د سوداګرۍ په لانجه کې د طرفدارۍ کولو پرته د هند لار تعقیب کړي او امریکایي شرکتونه وهڅوي چې نه یوازې په راپورته کیدونکې ټیکنالوژۍ او تولید کې سرمايه کاري وکړي، بلکې په پاکستان کې د کال سینټر خدماتو، ډیجیټل مارکيټنګ او سافټ ویر ته وده ورکړي.

شيخ سراج، چې يو اقتصاد پوه دی او په اسلام آباد کې د څو هيواديز سودګريز سازمان سره تړاو لري او هغه د دغه سازمان شناخت پټ ساتل غوره کړل وویل، "پاکستان د امریکايي شرکتونو سره د سرمايه کارۍ د لويو معاهدو فرصتونه له لاسه ورکوي، په ځانګړي توګه له چین سره د نږدې اړیکو له امله.

هغه وويل، "پاکستان باید له چین سره د خپلو اقتصادي اړیکو بياکتنه وکړي او د متحده ایالاتو او چین ترمينځ په [تجارتي] جګړه کې طرفداري ونه کړي ځکه چې دا په اقتصادي برخه کې پاکستان متاثره کوي."

د پاکستان مخابراتي ادارې په وینا، د پاکستان د انټرنیټ کارونکو شمير په ۲۰۱۹ کال کې ۳۲.۴٪ وده وکړه، چې دا په آسیا کې د انټرينيټ په هغه بازارونو کې يو مارکيټ جوړ شو کوم چې په چټکۍ سره وده کوي.

زين عالم، چې په کراچۍ کې په يوې پرايويټ يونيورسټۍ کې کمپیوټر ساینسدان دی، وويل، "خو د انټرنیټ په برخه کې د پام وړ ودې سره، د هیواد د ټيکنالوجۍ چاپيريال تر ډیره حده پټ پاتې شوی دی."

"[د چین او متحده ایالاتو تر منځ] لانجه پاکستان ته دا فرصت برابروي چې د متحده ایالاتو د ټيکنالوجۍ شرکتونه راجلب کړي، او دا یوازې هله ممکنه ده کله چې دا د يو هيواد طرفداري ونه کړي."

هغه وویل، د پاکستان د سیاسي اړیکو او په چین باندې د اقتصادي تکيې له امله دا فرصتونه نورو هیوادونو ته هم تلې شي.

عالم وویل، "د هندوستان برعکس، پاکستان په تیرو وختونو کې د سافټویر او سوداګرۍ پروسې آوټ سورسنګ (بی پي او) کال سنټر مرکزونو څخه ګټه نه ده اخیستې ... ځکه چې دا له چین سره ملګرتیا لري."

یو طلایي فرصت

که څه هم رسمي ارقام شتون نه لري، د رسنیو راپورونه وړاندیز کوي چې پاکستان په کال کې له ۲۰،۰۰۰ څخه ډیر د معلوماتي ټیکنالوژۍ فارغین پيدا کوي او د ۲۰۰ ملیونو نه د ډیرو مصرف کونکو کورنی بازار وړاندې کوي.

البته، پاکستان په نويو شرکتونو کې د متحده ايالاتو سرمايه کارۍ په راجلبولو کې پاتې راغلی دی.

په متحده ایالاتو کې د میک کینسي اېنډ کُو شرکت مدیریت د مشاورتي فرم لخوا د ترسره شوي يوې تجزيې له مخې، له ۲۰۱۰ راهیسې، په پاکستان کې ۷۲۰ نوي شرکتونه جوړ شوي، چې په دې کې ۱۰۰ شرکتونو په کاميابۍ سره فنډونه ترلاسه کړي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، "تمویل یوه دوامداره لویه ننګونه ده -- يوازې نهه پاکستاني نويو شرکتونو په ۲۰۱۷ کال کې د نويو شرکتونو لپاره فنډونه ترلاسه کړل، په ورته وخت کې په هند کې ۷۹۰ نويو شرکتونو فنډونه ترلاسه کړل."

په کراچۍ کې میشت مشاور اشوک شرما، چې نويو شرکتونو ته مشورې ورکوي، وويل، "د دواړو هیوادونو ترمینځ تاوتریخوالي پاکستان ته دا فرصت برابر کړی چې په داسې یو هیواد باندې د امریکایي سرمايه کارانو تمرکز زيات کړي چې تر اوسه پورې يې د لوړ ارزښت خپل نوی شرکت نه دی پيل کړی."

هغه وویل، د متحده ایالاتو شرکتونه د پاکستان د ټيکنالوجۍ فارغانو ته په زرهاو د ډیټا اپریټرانو او د بي پي او کال سنټرونو دندې چمتو کولی شي.

شرما وویل، "د متحده ایالاتو همکاري د سافټویر جوړونکو، ډیټا شنونکو، احصایه کونکو، د کال سنټر متخصصینو او نورو لپاره دندې رامینځته کولی شي."

د پايو نير ګلوبل ګيګ اکانومي انډيکس له مخې، د ۲۰۲۰ په دویمه ربع کې، د ۲۰۱۹ کال کې د ورته ربع په نسبت، پاکستان په نړۍ کې د فريلانسرانو لپاره د عاید د ودې څلورمه لوړه کچه لرله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500