امنیت

په کراچۍ کې د بیړني پولیسو غبرګون بيارغونه کاميابۍ رامينځته کوي

د ضياء الرحمان لخوا

د مددګار کمانډ کنټرول (اېم سي سي-۱۵) سره وابسته پولیس پرسونل د تیر نومبر په مياشت کې په یو روزنیز پروګرام کې برخه اخلي. [ضیاء الرحمان]

د مددګار کمانډ کنټرول (اېم سي سي-۱۵) سره وابسته پولیس پرسونل د تیر نومبر په مياشت کې په یو روزنیز پروګرام کې برخه اخلي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- د پولیسو د بېړني غبرګون د ظرفیتونو پياوړتيا په کراچۍ کې پایلې ورکوي.

په کراچۍ کې د بريالي مبارزې له لارې د وسله والو او جرمي شبکو له منځه وړولو وروسته، پولیس ځواک سږکال مختلف نوښتونه پیل کړي دي چې د بیړني غبرګون ځواک پیاوړی کړي، د اوسیدونکو سره د شکایتونو په ثبتولو کې مرسته وکړي او د وسله والو د فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړي.

مقصود مېمن، چې په سند صوبه کې د امنیتي عملياتو مسوليت په غاړه لري او يو سينير پوليس افسر دی، وويل چې د مددګار کمانډ کنټرول (اېم سي سي-۱۵)، چې په کراچۍ کې د اضطراري غبرګون څارنه کوي، د پام وړ پایلې ورکوي.

مېمن د جولای په ۵مه وویل، "اوس مهال اضطراري کالونو ته د پولیسو د ځواب اوسط وخت له ۱۰ منټونو نه لږ دی،"چې دا يو ښه پرمختګ دی ځکه چې د بدلون نه مخکې دا ۳۰ منټه و.

قانون پلي کونکي منسوبين د جون په ۲۹مه په کراچۍ کې د هغه موټر معاينه کوي کوم چې په پاکستان سټاک ایکسچېنج باندې د بريد لپاره د ترهګرو لخوا کارول شوی و. [ضیاء الرحمان]

قانون پلي کونکي منسوبين د جون په ۲۹مه په کراچۍ کې د هغه موټر معاينه کوي کوم چې په پاکستان سټاک ایکسچېنج باندې د بريد لپاره د ترهګرو لخوا کارول شوی و. [ضیاء الرحمان]

پوليس د جولای په میاشت کې په کراچۍ کې چمتو ولاړ دي. [ضیاء الرحمان]

پوليس د جولای په میاشت کې په کراچۍ کې چمتو ولاړ دي. [ضیاء الرحمان]

د سند پولیسو مختلفې څانګې، د سند پوليسو د چټک غبرګون ځواک په ګډون، د پولیسو د امنیت او بيړنۍ څانګې لاندې کار کوي چې اېم سي سي-۱۵ پياوړی کړي.

هغه وويل، "نوی شوی اېم سي سي-۱۵ به ... د جنایتکارانو او وسله والو تعقیب، د کوڅو د جرمونو مخنیوی، د ټولنې ضد عناصرو نظارت، ناڅاپي تلاشۍ، د اېس او اېس خبرداری ورکول او د بیړني خدماتو سره همغږي یقیني کړي."

هغه وویل، چې له دې ترمیم سره به دغه ځواک د شناخت د تصديق کولو سیسټم ته لاسرسی ولري چې د قومي شناخت کمپیوټرايزډ کارډونو کره والی معلوم کړي، او همدارنګه د ګاډو د تصديق کولو سیسټم ته به لاسرسی ولري چې نا رجسټر شوي او غلا شوي ګاډي او موټرسایکلونه په ګوته کړي.

ناکامه شوی بريد

د پولیسو ځواک به د يو کس د جنایي تاریخ لپاره جنایي ریکارډونه وګوري، او همدارنګه به د "پیښې ټېګینګ" ترسره کړي څو وګوري چې ایا دا ډول کسان په تیرو تخریبي پیښو کې ښکيل وو.

هغه زیاته کړه چې له جیل څخه د خوشې شويو پخوانیو بندیانو نظارت کول د پلان یوه برخه ده.

مېمن وویل، سږکال د امنیت او بيړني حالاتو څانګې د پوليس پرسونلو شمير د ۱۱۰۰ نه تر ۲۲۰۰ پورې زيات شوی دی. هغه وويل، په ورته کال کې، د بيړني خدماتو لپاره د پولیسو د ګاډو دسته له ۱۰۶ څخه ۱۷۶ پورې زياته شوې ده.

د دې کال په پیل کې یو ناکام شوی ترهګریز برید د بریا یوه بيلګه په ګوته کوي.

د جون په میاشت کې، د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بي ايل ای) په کراچۍ کې د پاکستان سټاک ایکسچېنج (پي اېس اي) باندې د برید مسؤلیت په غاړه واخیستو.

څلور وسله وال ايکسچېنج ته ورورسيدل، ډزې یې وکړې او یو لاسي بم یې وغورځولو، خو پخپله په ډزو باندې د وژلو له نه مخکې يې درې امنیتي ساتونکي او یو پولیس د برید د پیل نه وروسته په اتو منټو کې ووژلو.

پاکستانیان د آر آر اېف د ځوان افسرانو ستاینه وکړه چې په دغه غبرګون کې یې برخه اخیستې وه او د ډله ییزې وژنې مخه یې نیولې وه.

شبیر الله والا، هغه سوداګر دی چې دفتر یې په دغه مرکز کې موقعيت لرلو، وويل چې "مرګ ژوبله به ډيره رامينځته شوې وای که چیرې د پولیسو د بيړني حالاتو پولیسو ځواک سمدستي غبرګون نه وې ښودلی ځکه چې د پي اېس اي په ودانۍ کې په سلګونو خلک موجود وو."

شبير الله والا وويل، "په کراچۍ کې سوله د مختلفو وسله والو ډلو، د تحريک پاکستان طالبان (ټي ټي پي) او د لياري جنايي ډلو په ګډون، په وړاندې د بریالي مبارزې وروسته بیرته راغلې ده."

هغه یادونه وکړه چې د پولیسو د بیړني غبرګون ځواکونو بيارغونه د هغه ترهګریزو کړنو په مخنيوي کې مرسته کولی شي کوم چې د مختلفو ډلو لخوا ترسره کيږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هو

ځواب