جرم او انصاف

خېبر پښتونخواه د قيديانو لپاره د جیمونو او د لوبو تاسيسات جوړوي

د جاويد خان لخوا

په پېښور کې د خلاصې فضا جوړ شوی يو جيم د جولای په مياشت کې ښودل شوی دی. [د خېبر پښتونخواه د لوبو اداره]

په پېښور کې د خلاصې فضا جوړ شوی يو جيم د جولای په مياشت کې ښودل شوی دی. [د خېبر پښتونخواه د لوبو اداره]

پېښور -- د خېبر پښتونخواه چارواکي په زندانونو کې د لوبو او ورزش تاسيسات جوړوي چې د مجرمانو او افراطيانو لپاره روغ او مثبت چاپیریال يقيني کړي چې دوی عادي ژوند ته راستانه شي.

د خېبر پښتونخواه د لوبو سيکريټري عابد مجید د سه شنبې په ورځ (د سپتمبر په لومړۍ نيټه) وویل، "موږ د پېښور په مرکزي زندان کې د خلاصې فضا يو جیم جوړ کړی دی چې په زندان کې قيديان وکولی شي چې ورزش وکړي او خپل وخت په مثبتو فعالیتونو کې استعمال کړي."

مجید زیاته کړه چې د واليبال او بیډمنټن ميدانانونه، د ټيبل ټینس، سنوکر او نورو لوبو لپاره تاسيسات به د پېښور، مردان، هري پور او په نورو جیلونو کې شتون ولري.

د خېبر پښتونخواه د لوبو پروجيکټ ډايريکټر مراد علي مهمند وویل، د صوبې ټولو زندانونو ته لارښوونه شوې چې په خپلو زندانونو کې د لوبو د تاسيساتو لپاره غوښتنې متعلقه ادارې ته واستوي.

د خېبر پښتونخواه د وزير اعلی سلاکار تاج محمد خان د جولای په ۲۸مه په پېښور کې په مرکزي زندان کې د خلاصې فضا د يو جيم پرانيسته کوي. [د خېبر پښتونخوا د لوبو اداره]

د خېبر پښتونخواه د وزير اعلی سلاکار تاج محمد خان د جولای په ۲۸مه په پېښور کې په مرکزي زندان کې د خلاصې فضا د يو جيم پرانيسته کوي. [د خېبر پښتونخوا د لوبو اداره]

مهمند وویل، "تر دې دمه، موږ د پېښور په زندان کې د ورزش ۲۲ مختلف وسايل نصب کړي دي." دغه زندان تقريباََ ۲۷۰۰ بندیان لري.

هغه وویل په مردان زندان کې د ۹.۶ ملیونه روپو (۵۸۰۰۰ امريکايي ډالره) د بيډمنټن ميدان جوړ کړی شوی دی. هغه زیاته کړه چې د فوټبال او کرکټ لپاره کافي ځمکه لرونکي زندانونه به د دغو لوبو لپاره پيچونه (میدانونه) ولري.

مهمند وویل، "په راتلونکي پړاو کې به موږ د بندیانو لپاره د لوبو ټورنامنټونه او سیالۍ تنظیم کړو چې هغوی وهڅوو چې مثبت فعالیتونو ته بیرته راستانه شي او ګټور وګړي جوړ شي."

د خېبر پښتونخواه وزیراعلی محمود خان سلاکار تاج محمد خان د جولای په ۲۸مه په مرکزي زندان کې د خلاصې فضا جیم د پرانستلو پر مهال وویل، "موږ د بنديانو لپاره د وضعيت د ښه کولو لپاره په خېبر پښتونخواه کې د لوبو تاسيسات برابروو."

هغه وویل، د لوبو سربیره، زندانونه به ژر کوچني صنعتي يونټونه ولري چې بندیان مهارتونه زده کړي او د خپلو کورنیو سره هغه وخت مرسته وکړي کله چې دوی بیرته ستانه شي.

خان وویل، کارکونکي په هري پور کې د لرګیو د کار کولو يونټ او په مرکزي زندان کې د څرمنې د کار کولو يونټ جوړوي.

په پېښور کې میشت خبریال قیصر خان وویل، په زندانونو کې د لوبو او تفریح زيات تاسيسات به د افراطیت څخه په راړولو کې له بنديانو سره مرسته وکړي.

خان وویل، "دا د مجرمانو او افراطیانو ژوند په یو مثبت څيز کې بدلول دي، او تاسو دا کار دوی ته د ښه فعالیتونو په فرصتونو برابرولو سره کولی شئ."

هغه د خېبر پښتونخواه د ټولو زندانونو څخه وغوښتل چې د لوبو تاسيسات دننه او بهر برابر کړي، په ځانګړي ډول د تنکي ځوانانو او ښځو لپاره.

خان وویل، "د تعليم او تخنیکي مهارتونو د ودې لپاره باید په زندانونو کې ډیر فرصتونه شتون ولري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500