انرجي

په شمالي خېبر پښتونخواه کې د اوبو د بجلۍ کوچني پلانټونه د اوږدې مودې راهسيې غوښتل شوی پرمختګ هڅوي

د دانش يوسفزۍ لخوا

د بیلا بالا د اوبو د بجلۍ کوچنی پلانټ، چې د اګست په ۱۸مه ښودل شوی، ۲۰۰ کيلو واټه بجلۍ تولیدولی شي. [دانش یوسفزۍ]

د بیلا بالا د اوبو د بجلۍ کوچنی پلانټ، چې د اګست په ۱۸مه ښودل شوی، ۲۰۰ کيلو واټه بجلۍ تولیدولی شي. [دانش یوسفزۍ]

پېښور -- د خېبر پښتونخواه صوبايي حکومت د صوبې په شمالي سیمه کې له ۳۰۲ څخه ډیر د اوبو د بجلۍ پروجيکټونه پيل کړي دي، چې په سیمه کې د اوږدې مودې راهيسې غوښتل شوې پرمختيا پيلوي.

د ځایي معلوماتو لپاره د خېبرپښتونخواه د وزیر اعلی ځانګړي مرستیال کامران خان بنګش له مخې، د بجلۍ زياتره پلانټونه د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې جوړ شوي دي.

هغه وویل چې د بجلۍ کوچني پلانټونه اوس فعال دي او ۲۴ میګاواټه بجلي تولیدوي، چې په سیمه کې ۲۵۰۰۰۰ کورونیو ته د بجلۍ ورکولو لپاره کافي دي. دا پروګرام د پاکستان تحریک انصاف په لومړي دور (۲۰۱۳-۲۰۱۸) کې د خېبرپښتونخواه د واکمن ګوند په توګه پيل شوی و.

بنګش وویل، یوازې کوچني پلانټونه په ټولیزه توګه ۳.۳ میګاواټه بجلۍ تولیدوي او د سوات ضلعې په کالام وادۍ کې هوټلونو، ریسټورانټونو، حکومتي دفترونو، دوکانونو، کورونو، سکولونو، د ټراوټ د کبانو فارمونو او جوماتونو ته بجلي ورکوي.

په بټګرام کې د بیلا بالا د اوبو ناله د اګست په ۱۸مه ښودل شوې ده. دا پلانټ ۲۰۰ کيلو واټه بجلي تولیدوي. [دانش یوسفزۍ]

په بټګرام کې د بیلا بالا د اوبو ناله د اګست په ۱۸مه ښودل شوې ده. دا پلانټ ۲۰۰ کيلو واټه بجلي تولیدوي. [دانش یوسفزۍ]

يو انجنير د اګست په ۱۸مه په بټګرام کې د بیلا بالا د بجلۍ په کوچني پلانټ کې سټیشن ته د اوبو رسد سموي. [دانش یوسفزۍ]

يو انجنير د اګست په ۱۸مه په بټګرام کې د بیلا بالا د بجلۍ په کوچني پلانټ کې سټیشن ته د اوبو رسد سموي. [دانش یوسفزۍ]

يو کارکونکی د اګست په ۱۸مه په بټګرام کې د بیلا بالا د بجلۍ په کوچني پلانټ کې د سټیشن د بجلۍ د بار معاينه کوي. [دانش یوسفزۍ]

يو کارکونکی د اګست په ۱۸مه په بټګرام کې د بیلا بالا د بجلۍ په کوچني پلانټ کې د سټیشن د بجلۍ د بار معاينه کوي. [دانش یوسفزۍ]

پرمختیایي فعالیتونه په تیرو کلونو کې د شمالي خېبر پښتونخواه په ډيرو برخو کې د څه حده پورې د سختې اراضۍ او د لاسرسۍ د نه لرلو مسلو، او همدارنګه په سیمه کې د بلواګرۍ او اورپکۍ له امله په ځای ولاړ ول. ډیر ځایي اوسیدونکي دې ته اړ شوي چې له سیمې څخه وتښتي او په نورو ځايونو کې دندې ولټوي، په داسې حال کې چې دندې مخ په کميدو دي.

بنګش وویل، "د دې سیمو د ودې لپاره د صوبايي حکومت له خوا پيل شوی یو نوښت دا و چې په دوامداره توګه بجلي رسول يقيني کړي، چې د دودیزو لارو له لارې ممکن نه و."

هغه وویل، د پاکستان د اوبو او بجلۍ د پراختیا اداره په تیرو کلونو کې د ځمکې د ښويدلو، د غرونو د سختې سیمې او ناامنۍ له امله دې سیمې ته په لاسرسۍ ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ وه.

صوبايي حکومت سږکال پلان لري چې د بجلۍ د کوچني پلانټونو دوهم پړاو پیل کړي، په کوم کې چې به حتی پراخه سيمه او نفوس هم شامل شي.

بنګش وویل، چارواکو اضافي ۶۵۰ د بجلۍ سټيشنونه تصویب کړي، چې د ۵۵ ميګاواټه نه به زياته بجلي ولري. په دې کې په نويو ضم شويو قبایلي ضلعو کې پروژې هم شامل دي.

د نوي پرمختګ پیل

بنګش وویل، د سولې له بيرته بحاليدو سره، د دې سیمو د ګړندي پرمختګ لپاره اوس وضيعت ښه دی.

د بټګرام د بیلا بالا کلي اوسیدونکي شاهد خان وویل، چې په نږدې سیمه کې د ۲۰۰ کیلو واټه د کوچني سټيشن نه ګټه پورته کوي، په سیمه کې دا ډول تاسیسات امکان لري ځکه چې د شمالي غرونو ټوله لړۍ ګڼ شمير آبشارونه او سیندونه لري.

هغه وویل، د دې وړتيا نور هم کارول د سياحت د ودې له لارې د پرمختګ نوی دور پیلولی شي.

د چترال ضلعې د کلاش وادۍ د رامبور کلي اوسیدونکي ماریجیانا وويل، د ۱۵۰ کیلو واټه د بجلۍ پروجيکټ د سیمې د اوسیدونکو ژوند خورا ښه کړی دی.

د بجلۍ پنځه کوچني پلانټونه چې په مجموعي ډول ۴۵۰ کیلو واټه بجلۍ تولیدوي اوس په کلاش وادۍ کې فعال دي، چې داسې ټولنې ته بجلي ورکوي چې کله ناکله به يې بجلي لرله.

دا د بجلۍ پلانټونه د دې صوبې په شمالي سیمو کې د سياحت، سوداګرۍ او کاري فرصتونو لپاره بجلي چمتو کوي.

ماریجیانا وويل، "مخکې، موږ د خپلو پیسو په کارولو سره کوچني ټرباینونه نصب کړل." "دوی هیڅکله زموږ ضروتونه نه وو پوره کړي. اوس موږ د جامو وينځلو ماشينونه چلولی شو، تلویزیونونه کتلی شو، خپلې جامې استري کولی شو او په ورته وخت کې رڼا لرو."

سربیره پردې، دې پروجيکټونو په سیمه کې د لرګیو د غوښتنې کمولو له لارې د ځنګلونو د له منځه وړلو په مخنيوي کې مرسته کړې ده.

د بره دیر ضلعې د اشاړۍ کلي اوسیدونکي محمد حنیف وویل، په بندو کمرو کې د لرګیو او د خاورو د تيلو سوځولو له امله د پړپوسانو بيمارۍ عام وې.

حنیف وویل، "موږ په خپلو ماشومانو کې په دې ناروغیو کې د پام وړ کمی لیدلی دی ځکه چې دوی به د خاورو د تيلو د څراغونو لاندې زده کړې کولې، چې ککړتیا به يې رامينځته کوله." "ککړتیا به په پايله کې ډیرې روغتیایي ستونزې رامینځته کولی."

حنیف وویل، سربیره پردې، ماشومان اوس د ورځې پر مهال د لوبو لپاره ډیر وخت لري ځکه چې دوی نوره اړتیا نه لري چې د ورځې ډيره برخه د کور کار بشپړولو لپاره وقف کړي. رڼاګانو دوی ته وړتيا ورکړه چې له تیارې وروسته هم مطالعه وکړي.

کاري فرصتونه

د کالام اوسيدونکي حشمت علي وويل، "زموږ زياتره خلک به د بیکارۍ له امله مهاجرت کولو. وضعیت به په ژمي کې نور هم خراب شو، چې د ژوند بقا به یې ستونزمنه کړه."

"اوس چې بجلي په ډیره په اسانۍ سره شتون لري، ډیر کاروبارونه، چې ډیر پکې د سياحت صنعت سره تړاو لري، پيل شوي او موږ نور باید هر کال مهاجرت نه کوو."

په داسې حال کې چې دا نوښت د ځایي اوسیدونکو لپاره د مختلفو دندو په رامينځته کولو کې مرسته کوي، ښځې په ځانګړي توګه د زیاتو فرصتونو څخه ګټه پورته کوي.

انعام الرحمان، چې په بره دير کې د کسۍ کلي اوسيدونکی دی، وويل، د زیاتې باوري بجلۍ سره، "زموږ ښځو د ګنډلو ماشینونو سره ګټه ترلاسه کول پیل کړي او په تدريجي ډول د خپل سخت کار له کبله شهرت ترلاسه کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500