پېښور -- پاکستان د يکشنبې په ورځ (د اګست په ۳مه) د عاشورا محرم د وروستي دوو ورځو د جلوسونو لپاره په ټول هیواد کې امنیتي اقدامات زیات کړي دي.
د خېبر پښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل ثناء الله عباسي وويل، "په ټول خېبر پښتونخواه کې په سوله ايزه توګه د عاشورا د لمانځلو لپاره امنيت لوړ کړی شوی دی."
د چارواکو په وینا، له ۳۵،۰۰۰ څخه زيات منظم پولیس افسران، د ۱۱۰۰۰ اضافي ریزرو افسرانو سره، په ټول خېبر پښتونخواه کې ځای پر ځای شوي چي د ۵۸۳ ماتم جلوسونو او د ۶۰۰۰ نه د زياتو غونډو ساتنه وکړي.
په خېبرپښتونخواه کې، پولیسو پېښور، کوهاټ، هنګو، کرم، اورکزۍ، ډېره اسماعیل خان، ټانک او هري پور حساس سیمې اعلان کړې دي.
![پولیس افسران د محرم د جلوسونو د ساتنې لپاره د اګست په ۲۷مه په پېښور کې چمتو ولاړ دي. [شهباز بټ]](/cnmi_pf/images/2020/08/28/25771-muharram3-585_329.jpg)
پولیس افسران د محرم د جلوسونو د ساتنې لپاره د اګست په ۲۷مه په پېښور کې چمتو ولاړ دي. [شهباز بټ]
![يو پولیس افسر د محرم د جلوسونو د ساتنې لپاره د اګست په ۲۷مه په پېښور کې چمتو ولاړ دی. [شهباز بټ]](/cnmi_pf/images/2020/08/28/25772-muharram6-585_329.jpg)
يو پولیس افسر د محرم د جلوسونو د ساتنې لپاره د اګست په ۲۷مه په پېښور کې چمتو ولاړ دی. [شهباز بټ]
![د پېښور پولیسو لوړ پوړي چارواکي د اګست په ۲۵مه د جلوس په لاره کې د امنیت معاينه کوي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]](/cnmi_pf/images/2020/08/28/25776-peshawar_police-585_329.jpg)
د پېښور پولیسو لوړ پوړي چارواکي د اګست په ۲۵مه د جلوس په لاره کې د امنیت معاينه کوي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]
پولیسو د نهم او لسم محرم لپاره د امنیت د یوې برخې په توګه د چهارشنبې (د اګست ۲۶مه) راهیسې، د داخلي پېښور ډیرې برخې بندې کړې دي. دوی هغه سړکونه او کوڅې بندې کړې چې دې ځایونو ته ځي.
د پېښور مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد علي ګنډاپور وویل، د موبايل فونونو سیګنلونه به د محرم د نهمې او لسمې ورځې لپاره د پراخه امنیت د يوې برخې په توګه په پېښور کې معطل شي.
هغه وویل، "موږ د راتلونکو دوو ورځو لپاره په داخلي پېښور، صدر، حیات آباد او نورو سیمو کې د پولیسو ګمارل نور هم زیاتوو."
چيک پوسټونه جوړ شوي دي
د خېبر پښتونخواه د نورو ضلعو پولیس افسران، فرنټیر کانسټېبلري او نور ځواکونه په پېښور کې د نظم او قانون وضعیت د کنټرولولو لپاره ځای په ځای شوي دي.
ګنډاپور وويل، "افسرانو امرونه ترلاسه کړي چې د عاشورا په دوران کې د ناوړه پېښې د مخنيوي لپاره چمتو پاتې شي."
د اورکزۍ ضلعې د پولیسو افسر نثار احمد خان وویل، ۲۶ اضافي چيک پوسټونه په ضلعه کې کار کوي، په داسې حال کې چې اضافي امنیتي پرسونل به د عاشورا په وروستیو دوو ورځو کې دندې ترسره کړي.
هغه وويل، "تقريباََ ۱۹۲۳ضلعي پولیس پرسونل، د بمونو شنډولو ۲۷ يونټونه، د اورکزۍ سکاوټس شپږ څانګې، د فرنټیر کانسټېبلرۍ پنځه پلاتونونه او ۴۰۰۰ سرتیري ګمارل شوي چې تقريباََ د ۸۰ امام بارګاهونو ساتنه وکړي. "
د پولیسو سينير سپرنټنډنټ (آپريشنز) منصور امان په دغه ورځ وويل، د جمعې په ورځ (د اګست په ۲۸مه) د خېبرپښتونخواه د ترهګرۍ ضد د مبارزې څانګې منظمو پولیسو او پرسونلو هغه درې ترهګر ونيول، چې په پېښور کې يې د عاشورا پرمهال او وروسته د بريدونو پلانونه جوړول.
هغه وویل چې نیول شوي کسانو له داعش سره تړاو لرلو.
امان وویل، "په متنو کې د عملیاتو په دوران کې له ترهګرو څخه تقريباََ ۴ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي او مواد، پریماکورډ او تومانچې ترلاسه شوې." هغه زیاته کړه چې دوه کسان پکې د خېبر او يو بل کس د مهمند ضلعې اوسیدونکي و.
پولیسو وویل، بله ډله د اګست په ۲۶مه په چارسده کې نیول شوې وه. دې پلان لرلو چې د محرم پرمهال پر پولیسو برید وکړي..
ځانګړي يونټونه چمتو دي
د اسلام آباد د پولیسو انسپکټر جنرل (آپريشنز) وقار الدین سید وویل، "په اسلام آباد کې، د محرم په دوران کې د ۱۵۰۰۰ نه زيات پولیس او همدارنګه رینجر او فرنټیر کانسټبلري ګمارل شوي دي."
هغه زیاته کړه، چارواکي غير معمولي اقدامات کوي چې د محرم په دوران کې د جلوسونو او مذهبي غونډو امنیت يقيني کړي.
په کراچۍ کې، پولیسو د جلوس د لارې په اوږدو کې شاوخوا په ۲۵۰ ځايونو کې له ۱۰۰۰ څخه ډیرې د بند سرکیت تلویزیون کیمرې نصب کړې.
د لاهور د پولیسو ډپټي انسپکټر جنرل (آپريشنز) اشفاق خان وویل، په لاهور کې، د محرم په جریان کې د ۱۵۰۰۰ نه زيات پولیس افسران ځای پر ځای شوي دي.
ګمارل شوي پولیس افسران د پولیسو د ۱۲ سپرنټنډانټانو، ۳۴ ډپټي سپرنټنډانټانو او ۸۳ انسپکټرانو لاندې کار کوي.
خان وویل، "د پولیسو ځانګړي يونټونه، د بلواګرۍ ضد ځواک، ډالفین ځواک، ایلیټ ځواک د نورو ځواکونو په ګډون، د محرم په جریان کې کار کوي."
پولیسو په بلوچستان، ګلګت بلتستان او کشمیر کې هم د عاشورا د دوو ورځو لپاره امنیت لوړ کړې.
د ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند بلال احمد فیضي وویل، "د پولیسو سربیره، د ریسکیو ۱۱۲۲ [اضطراري ځواب ویونکي] د محرم په دوران کې په خېبرپښتونخواه کې چمتو دي."