امنیت

طالبان د ټولو خواو تر فشار لاندې راغلي چې  تاوتریخوالی پريږدي او د سولې بين الافغاني خبرې پيل کړي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د طالبانو د پلاوي غړي د اګست په ۲۵مه په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره ګوري. [د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت]

د طالبانو د پلاوي غړي د اګست په ۲۵مه په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره ګوري. [د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت]

اسلام آباد -- پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو فشار ډيريږي چې د سولې بين الافغاني خبرې پیل کړي، ځکه چې یاغیانو په افغانستان کې د یوې بلې وژونکې حملې ادعا کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سه شنبې په ورځ (د اګست په ۲۵مه) په اسلام آباد کې په یوې غونډه کې د طالبانو له لوړ پوړو مشرانو څخه وغوښتل چې له کابل سره د سولې ځنډول شوي خبرې پيل کړي..

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بيان کې وويل، قریشي "په بشپړ ډول د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې پر پلي کیدو ټینګار وکړ، چې د افغانانو تر مینځ د خبرو اترو ژر پیل کیدو لپاره يې لاره هواره کړه."

د طالبانو مشر مذاکره کونکي شیر محمد عباس ستانکزۍ د چهارشنبې په ورځ (د اګست په ۲۶مه) مشال راډیو ته وویل چې بين الافغاني خبرې اترې هر وخت پیل کیدی شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي (ښې اړخ ته) د سه شنبې په ورځ (د اګست په ۲۵مه) په اسلام آباد کې د طالبانو مذاکره کونکي ملا عبدالغني برادر (ګس اړخ ته دوهم ) ته نژدې روان دی. [د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت]

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي (ښې اړخ ته) د سه شنبې په ورځ (د اګست په ۲۵مه) په اسلام آباد کې د طالبانو مذاکره کونکي ملا عبدالغني برادر (ګس اړخ ته دوهم ) ته نژدې روان دی. [د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت]

د بغلان صوبې په پلخمري کې د اګست په ۲۱مه په درجنونو دیني عالمان او د مدني ټولنې فعالان راټول شوي چې له طالبانو څخه وغواړي چې د محرم په خاطر د افغان حکومت سره مستقیمې خبرې پیل کړي. [نورګل اندروال]

د بغلان صوبې په پلخمري کې د اګست په ۲۱مه په درجنونو دیني عالمان او د مدني ټولنې فعالان راټول شوي چې له طالبانو څخه وغواړي چې د محرم په خاطر د افغان حکومت سره مستقیمې خبرې پیل کړي. [نورګل اندروال]

د طالبانو تاوتریخوالی دوام لري

د قریشي او طالب پلاوي ترمنځ غونډه، چې ملا عبدالغني برادر يې مشري کوله، لږ وروسته له هغې ترسره شوه کله چې طالبانو په بلخ صوبه کې د ملي پوځ یوې اډې ته څېرمه د ځان وژونکي برید ادعا وکړه. ملا عبدالغني برادر د دغه ډلې شريک باني دی او په پاکستان کې يې اته کاله په توقيف کې تير کړي.

د اګست په ۲۵مه په یوې بله پیښه کې، په کابل کې ټوپک مارو یوه افغانۍ اداکاره او د ښځو د حقونو کمپاین کونکي سبا سحر په ډزو وويشته او ژوبل یې کړه.

طالبانو او د افغانستان حکومت دا خبره څرګنده کړې وه چې دوی چمتو دي چې د لوی اختر نه وروسته سمدلاسه خبرې پیل کړي، چې د دې میاشتې په سر کې پای ته ورسیدې، خو دا پروسه د بندیانو د تبادلې له کبله پر ځای ولاړه ده.

د وياند صديق صديقي له مخې، صدر اشرف غني وويل چې "د تاوتریخوالي په جاري ساتلو باندې د طالبانو ټینګار د سولې د فرصتونو لپاره يوه ننګونه ده."

هغه زیاته کړه، "طالبان باید د جګړې او د افغانانو له وژلو څخه لاس واخلي، اوربند ومني او د افغانستان له حکومت سره مستقیمې خبرې پیل کړي."

د افغانستان د ملي پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله وویل چې د پاکستان وزیر اعظم عمران خان هغه ته د سفر بلنه ورکړې او هغه پلان لري چې ډیر ژر پاکستان ته سفر وکړي.

هغه ای اېف پي ته وویل، "موږ تمه لرو چې د پاکستان حکومت به عملي ګامونه واخلي او د افغانستان له حکومت او نړیوالې ټولنې سره به په سیمه کې د ثبات په راوستلو کې مرسته وکړي."

د پاکستان نفوذ

د لندن يو ژورناليست سمیع يوسفزۍ وويل، که څه هم پاکستان کولی شي چې وسله والې ډلې ته سلا مشورې ورکړي، خو دا محدود نفوذ لري.

هغه وویل، "هو، دا ناسته به څه اغیزې ولري خو د هغه حده پورې نه چې نړیواله ټولنه تمه لري، په ځانګړي توګه په هغه برخه کې چې پاکستان په طالبانو نفوذ لري." "که څه هم، پاکستان د دې وړتیا لري چې طالبانو ته مشورې ورکړي، چې طالبان يې کله مني او کله يې ردوي."

هغه زیاته کړه، سربیره پردې، طالبان "کله نا کله د وړو مسلو په اړه نرمي نه لري." "د مثال په توګه، کله چې د کابل حکومت له ۵۰۰۰ څخه زيات بندیان خوشې کړل"، نو طالبانو د شپږو ځانګړو بندیانو په خوشې کولو تمرکز وکړ.

هغه د طالبانو په اړه وویل، "دوی باید پرمخ لاړ شي."

هغه زياته کړه، "لکه څنګه چې [د افغانستان د پخلاینې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی] خلیل زاد ویلي دي، د شپږو قيديانو په خوشې کیدو د ټینګار کولو پر ځای، طالبان باید [د قيديانو خوشې کولو] لپاره یو متبادل لیست وړاندې کړي ځکه چې ځینې اروپایي هیوادونه د دوی په اړه تحفظات لري."

هغه وویل، "همدا لامل دی چې بين الافغاني خبرې اترې ځنډیدلي، او اوس پاکستان په دې لټه کې دی چې د دې یو حل ومومي او نړیوالې ټولنې ته ووایي چې دا پر طالبانو نفوذ لري."

په اسلام آباد کې میشت خبریال اشرف علي وویل، "په اسلام آباد کې وروستي سیاسي پرمختګ په سم لور یو سم ګام دی." "خو هرډول مثبت پرمختګ به د ټولو سیمه ییز فعالینو څخه غوښتنه وکړي چې ګډې او همغږيزې هڅې وکړي چې له ځواکونو سره یوځای شي او په جګړه ځپل شوي افغانستان او په ځانګړي ډول په سیمه کې د دوامداره سولې لپاره لاره هواره کړي."

د تاوتریخوالي ردولو لپاره غوښتنه

د اسلام آباد د هڅو سربیره، د افغانستان په بغلان صوبه کې دیني عالمان او د مدني ټولنې فعالان له افغان حکومت او طالبانو څخه غواړي چې د محرم په خاطر د سولې بين الافغاني خبرې اترې پیل کړي.

دوی د اګست په ۲۱مه د بغلان صوبې په پلخمري کې راټول شول.

په بغلان کې یو دیني عالم مولوي صبغت الله مسلم وویل، "موږ له خپلو طالب وروڼو څخه غواړو چې د محرم د میاشتې په دوران کې د بې ګناه خلکو وژل بند کړي او د سولې خبرې اترې پیل کړي."

صبغت الله مسلم طالبانو ته په خطاب کې وویل، "نړیوالې ټولنې او د افغانستان حکومت ستاسو لپاره ټول تاسیسات چمتو کړي چې تاسو راشئ او د خپلو هیلو په اړه بحث وکړئ."

يو بل ديني عالم مولوي عبدالغياث احمدي په دې غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ چې خپلې شخصي موخې له پامه وغورځوي او د الله لپاره له تاوتريخوالي څخه لاس واخلي.

د بغلان د عالمانو د شورا غړي مولوي سردار ولي وویل، "راځئ چې د خبرو میز ته کېنو او د ټولو مسلو حل ته ورسیږو."

هغه وويل، "د بهرنيانو اړتيا نشته." "که چیرې موږ یوې موافقې ته ورسیږو، نو د منځګړتوب لپاره ختیځ یا لویدیځ ته اړتیا نشته."

ولي وویل، "موږ کولی شو چې افغانستان پخپله جوړ کړو."

په بغلان صوبه کې د مدني ټولنې فعال احمد خالد فرهمند پر طالبانو غږ وکړ چې افغانانو ته ثابته کړي چې دوی په خپلواکه توګه او د افغانستان د ګټې لپاره عمل کوي.

هغه وویل، "که تاسو د نورو هیوادونو ګوډاګیان نه يئ، نو تاسو په خبرو اترو کې د افغانانو سره يو ځای کيدې شئ او په آزاده ډول د افغانستان د خلکو سره خپل مخالفتونه راپورته کولی شئ چې د هغوی لپاره د حل لاره ومومئ."

د سولې لپاره قرباني ورکول

د پلخمري يو اوسیدونکي عبدالجلیل راغب وویل، "لکه څنګه چې موږ سولې ته نږدې یو، دواړه خواوې باید په دې حساس وخت کې قربانۍ ورکړي."

هغه وویل، "د حکومت او طالبانو پاتې بندیان باید خوشې شي ځکه چې افغان ولس په بې صبرۍ سولې ته سترګې په لار دي."

هغه زیاته کړه، "طالبان [جګړې ته د دوام ورکولو] لپاره هیڅ عذر نه لري. دوی باید د خبرو میز ته راشي او خپلې ستونزې په قانوني لارو حل کړي."

په بغلان صوبه کې د مدني ټولنې فعال غلام یحیی احرار وویل، "طالبان باید له دې غوره فرصت څخه کار واخلي او د خپلو شخصي لومړیتوبونو په پرتله ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي." "دوی باید لومړی د اوربند اعلان وکړي او بیا په هیواد کې دننه خبرې پیل کړي."

د کندوز د پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت وویل، طالبان دوه انتخابونه لري: د سولې له پروسې سره یوځای شئ یا له ماتې سره مخ شئ.

هغه وویل چې په تیره یوه میاشت کې د ملي دفاع او امنیت ځواکونو په بغلان مرکزي او دوشي ضلعو او د ډنډو غوري، ډنډو شهاب الدین او چشمې شیر په سیمو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه وویل، "موږ په خپلو چيک پوسټونو کې د طالبانو هر برید ته ځواب ورکوو، او دوی د درنو تلفاتو لیدو وروسته بيرته تلي دي."

بشارت وویل، "موږ له طالبانو څخه غواړو چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي." "امنیتي ځواکونو دوی په تیرو وختونو کې تباه کړې ول، او دوی به په راتلونکي کې له ورته ماتې سره مخ شي."

[له کندوز څخه هدایت الله او له اسلام آباد څخه عالم زیب خان په دې راپور کې برخه واخیسته.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500