ديپلوماسي

د افغان طالبانو مشران د نويو بندیزونو په لړ کې د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته روان شول

د عالمزيب خان او ای اېف پي له خوا

د پاکستان د خارجه چارو وزیر شاه محمود قریشی د نهې په ورځ، اګست ۲۵، په اسلام اباد کې د طالبانو مشرانو ته هر کلې وائي [د خارجه چارو وزارت]

د پاکستان د خارجه چارو وزیر شاه محمود قریشی د نهې په ورځ، اګست ۲۵، په اسلام اباد کې د طالبانو مشرانو ته هر کلې وائي [د خارجه چارو وزارت]

اسلام آباد -- پاکستان د افغان طالبانو د مذاکراتي ټیم مهم غړي اسلام آباد ته رابللي دي، چیرې چې لوړ پوړي چارواکي به په دې هفته کې د سولې خبرو د پیل د اهمیت په اړه پر هغوی فشار اچوي. .

دا ناستې د افغانستان په شخړه کې په یو مهم وخت کې ترسره کيږي، په داسې حال کې چې خبرې اترې یوځل بیا د جنجالي بندیانو د تبادلې په دوران کې په ځای ولاړې دي او په داسې حال کې چې پاکستان د دې وسله والې ډلې پر وړاندې د ملګرو ملتونو بندیزونه روښانه کوي.

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۲۴مه) وویل، "دا پلاوی په اسلام آباد کې دی، او مونږ به سبا له دوی سره خبرې اترې وکړو چې دا د هغه هڅو يوه برخه ده چې موخه يې دوه اړخیزه باور رامينځته کول دي."

طالبانو او د افغانستان حکومت دا خبره څرګنده کړې وه چې دوی چمتو دي چې د اختر نه وروسته سمدلاسې خبرې پیل کړي، چې د دې میاشتې په سر کې پای ته ورسیدې، خو دا پروسه د بندیانو د تبادلې له کبله پر ځای ولاړه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي (ګس اړخ ته) د اګست په ۲۴مه په اسلام اباد کې د يو نيوز کانفرنس په دوران کې خبرې کوي. قریشي وویل، پاکستان د طالبانو د مذاکراتي ټیم مهم غړي اسلام آباد ته رابللي دي، چیرې چې لوړ پوړي چارواکي به په دې هفته کې د سولې خبرو د پیل د اهمیت په اړه پر هغوی فشار اچوي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي (ګس اړخ ته) د اګست په ۲۴مه په اسلام اباد کې د يو نيوز کانفرنس په دوران کې خبرې کوي. قریشي وویل، پاکستان د طالبانو د مذاکراتي ټیم مهم غړي اسلام آباد ته رابللي دي، چیرې چې لوړ پوړي چارواکي به په دې هفته کې د سولې خبرو د پیل د اهمیت په اړه پر هغوی فشار اچوي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

طالب قيديان د جولای په ۳۱مه د کابل په څنډه کې د پل چرخي له زندان څخه د احتمالي خوشې کیدو د پروسې پر مهال د تصوير لپاره پوز جوړوي. د افغانستان صدر اشرف غني د جولای په ۳۱مه د ۵۰۰ طالب قيديانو د خوشې کیدو امر وکړ. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

طالب قيديان د جولای په ۳۱مه د کابل په څنډه کې د پل چرخي له زندان څخه د احتمالي خوشې کیدو د پروسې پر مهال د تصوير لپاره پوز جوړوي. د افغانستان صدر اشرف غني د جولای په ۳۱مه د ۵۰۰ طالب قيديانو د خوشې کیدو امر وکړ. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل تقريباََ ۴۶۸۰ بلواګر بندیان خوشې کړي، په داسې حال کې چې طالبان وايي چې دوی د افغان امنیتي ځواکونو ۱۰۰۰ غړي خوشې کړي دي، چې دا په پراخه کچه هغه معاهده پوره کوي چې د متحده ایالاتو او وسله والې ډلې ترمنځ شوې وه.

که څه هم، دا تبادله د وروستي څو سوو بندیانو له کبله په ځای ولاړه ده، او کابل د هغه څو کسانو په خوشې کولو کې زړه نازړه دی چې وايي خطرناک طالب جنګیالي یې په مرګوني بریدونو کې ښکيل دي.

قریشي وویل چې اسلام آباد طالبانو ته پاکستان ته د راتلو لپاره بلنه ورکړې چې د خبرو پر اهمیت ټینګار وکړي او وايي چې خبرې اترې په افغانستان کې یوازینۍ لاره ده.

هغه زیاته کړه چې "دا د افغانانو لپاره ده چې روغه جوړه وکړي، او زموږ کار د تسهيل کونکی دی."

"اصلي هدف سوله بيرته بحالول دي، او راتلونکی پړاو باید د افغانانو په مینځ کې د خبرو اترو پیل وي."

په تیر اکتوبر کې، ملا عبدالغني برادر -- چې د طالبانو شریک باني دی او اته کاله یې د پاکستان په توقیف کې تیر کړي دي -- د هغه معاهدې نه مخکې يې اسلام آباد ته د یو پلاوي مشري کړې وه چې یاغیانو د فبرورۍ په میاشت کې له واشنګټن سره لاسلیک کړې وه.

اسلام آباد ویلي دي چې پر طالبانو د دوی نفوذ وسله وال هڅولي چې له متحده ایالاتو سره په خبرو اترو کې برخه واخلي.

د یکشنبې په ورځ (د اګست په ۲۳مه)، د طالبانو ویاند سهیل شاهین ټویټ وکړو چې برادر او نور مذاکره کونکي به "د افغانستان د سولې په پروسه کې د وروستي پرمختګونو، د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ د خلکو د تګ راتګ او سوداګرۍ د اسانتیا په اړه خبرې اترې وکړي."

بندیزونه نوي شوي

د طالبانو دا دوره په داسې حال کې ترسره کیږي چې د پاکستان حکومت د طالبانو، القاعدې او داعش پرضد بندیزونه پلي کوي.

د اګست په ۱۸مه د بهرنيو چارو وزارت په ويب پاڼه باندې د يو خپور شوي سند له مخې، پاکستان اېس آر او (د قانوني مقرراتو امر) صادر کړی چې د افغان طالبانو او حقاني شبکې پروړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بندیزونو سره خپل اطاعت څرګندوي.

بله اېس آر او چې په ورته ورځ خپره شوي وه د سفر د محدودیتونو، د وسلو د بندیزونو، او د هغه کسانو او سازمانونو د فنډونو او مالي سرچینو د منجمد کولو په اړه وضاحت ورکوي کوم چې د القاعدې او داعش سره تړاو لري.

د بهرنيو چارو وزرات وياند د اګست په ۲۱مه وويل، دا اېس آر او "پخوانۍ اعلان شوي اېس آر اوز د طرزالعملي اقداماتو په توګه پياوړي کوي او مستند کوي او د بندیزونو په لیست یا د بنديزنو په اقداماتو کې هیڅ بدلون نه منعکس کوي.

هغه وويل، "دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د طالبانو د بندیزونو کمیټي ده چې د هغه طالبانو او ادارو او د کسانو پروړاندې د بنديزونو سره کار لري کوم چې له دوی سره تړاو لري."

هغه زیاته کړه، "د دغه کمیټۍ له خوا د هرډول بدلون سره، د پاکستان په ګډون ټول هيوادونه دا بندیزونه پلي کوي، چې په کې د اثاثو منجمد کول، د وسلو بندیز او د سفر بندیز شامل دي."

د ځينې چارواکو له مخې، پاکستان دا اقدام وکړو چې د مالي عمل کاري ځواک شرطونه پوره کړي.

په پاريس کې دېره بين الحکومتي سازمان د پیسو مینځلو او ترهګرۍ د تمویل په وړاندې په اقداماتو کې د ناکامۍ له کبله په جون ۲۰۱۸ کال کې پاکستان په خپل خړ لیست کې په رسمي ډول شامل کړو.

دې د اسلام آباد لپاره آخرنۍ نيټه تر سپتمبر پورې وغزوله چې د عمل پلان بشپړ کړي چې موخه يې د اېف ای ټي اېف شرطونه پوره کول دي.

قومي اسمبلۍ د جولای په ۲۹مه او سنيټ د جولای په ۳۰مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا (يو اېن اېس سي) ترميم بل ۲۰۲۰ او د ترهګرۍ ضد ترميم بل ۲۰۲۰ منظور کړو.

په نوي قانون کې داسې اقدامات شامل دي چې د پاکستان حکومت ته وړتيا ورکوي چې د ملګرو ملتونو لخوا د ټاکل شويو ادارو او اشخاصو اثاثې منجمد کړي، د هغوی په سفر او د وسلو په وړلو باندې بندیزونه ولګوي. دوی په هغو کسانو باندې درنې جرمانې لګوي او هغوی ته د اوږدې مودې لپاره د قيد سزا ورکوي کوم چې د اورپکۍ سره مرسته کوي.

د يو اېن اېس سي پریکړه ليکونه ۱۲۶۷ او ۱۳۷۳ له غړو غړو هیوادونو څخه غواړي چې د ترهګرۍ پر ضد اقدامات پلي کړي، چې په دې کې د دوی د کورنیو قوانینو له لارې د ترهګرۍ د تمويل پروړاندې مبارزه کول شامل دي. دا کار په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد د قانون ۱۹۹۷ له لارې پلي کیږي.

قریشي د جولای په ۲۹مه د قومي اسمبلۍ له غونډې وروسته په يو نيوز کانفرنس کې وویل، "د نړیوال مالي څارونکي خړ لیسټ نه د پاکستان د لرې کولو لپاره د اېف ای ټي اېف اړوند قوانين په پارلمان کې تصويبول ضروري وو."

په طالبانو فشار اچول

د اېس آر اوز وخت په افغانستان کې د سولې اسانولو لپاره د پاکستان د هڅو په اړه پوښتنې راپورته کوي.

په اسلام آباد کې میشت ژورنالیست طاهر خان وویل، په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند شاهین د دغه اسنادو په اړه خپلې انديښنې ښکاره کړي دي.

د خان په وینا، شاهين ويلي دي چې نوی وضعیت کيدی شي د سولې پروسه خرابه کړي ځکه چې د سفر بندیز طالبان د پروسې د ګړندي کولو نه منع کولی شي.

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر رستم شاه مهمند وویل، "دا به بې اعتمادۍ ته وده ورکړي ځکه چې [پاکستان] د سولې په خبرو اترو کې مرسته کوي او په ورته وخت کې د بندیز په اړه خبرې کوي."

شاه وویل، "په تیرو وختونو کې، په ځانګړې توګه د پرویز مشرف د رژیم په دوران کې، طالبانو تحفظات لرل، او که اوس د بې باورۍ حالت رامینځته شي، نو دا به یوازې زیان زيات کړي."

مشرف د ۱۹۹۹ نه تر ۲۰۰۸ پورې په کودتا کې د واک ترلاسه کولو نه وروسته د پاکستان مشري وکړه.

هغه وویل، طالبان د سولې په خبرو اترو کې بوخت دي، او که چېرې دوی د پاکستان څخه له زیاتو محدودیتونو سره مخ شي، نو دوی به چین، ایران، روس یا ترکيې ته مخه وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

شاباش، دوام ورکړئ

ځواب

ډير ښه کار. دا ریښتیا ده که چیرې پاکستان د اوږدې مودې لپاره د طالبانو پروړاندې سخت پاتې شي، نو دوی به خامخا نورو انتخابونو ته مخه وکړي لکه څنګه چې پورته په اختتامي کلمو کې یادونه شوې. پاکستان باید په احتیاط او په تدبیر سره خپل رول ترسره کړي.

ځواب

خورا په زړه پورې موضوع، ښه لیکل شوي او متوازن.

ځواب