چاپیریال

د چين د خځلو راټولولو شرکتونو ناکامۍ په کراچۍ کې د خځلو ډېرانونه او انديښنې پريښودي دي

پاکستان فارورډ

په کراچۍ کې د می په ۵مه د کثافت دانو د نشتوالي له کبله د سړک په غاړه د خځلو ډېرانونه ښودل شوي دي. [پاکستان فارورډ]

په کراچۍ کې د می په ۵مه د کثافت دانو د نشتوالي له کبله د سړک په غاړه د خځلو ډېرانونه ښودل شوي دي. [پاکستان فارورډ]

کراچۍ -- حکومتي چارواکي، ځایي سازمانونه او اوسیدونکي غواړي چې د هغه چینایي شرکتونو نه خلاصی ترلاسه کړي چې په کراچۍ کې د خځلې د ضایع کولو د کار لپاره ګمارل شوي ول.

د جولای په وروستیو کې ښاري سیلاب، د خپلو مسؤلیتونو په پوره کولو کې د شرکتونو له ناکامۍ سره، په ښار کې ورځنی ژوند ګډوډ کړی دی.

د سند حکومت په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې د چین د صفايۍ شرکتونو چنګي کانجي د صفايۍ انجینرۍ شرکت او هانګزو ژانجيانګ د صفايۍ خدماتو سره په ترتیب په ښار کې د خځلو د راټولولو لپاره دوه معاهدې لاسلیک کړي وې.

په دغه وخت کې ايکسپريس ټريبيون راپور ورکړو، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په مياشت کې د ورکړل شوي قرارداد له مخې، د سند حکومت به د هر میټریک ټنه خځلې لپاره ۲۶ ډالره (۴۲۰۰ پاکستانۍ روپۍ) ورکړي، چې دا د هغه نرخ نه ۸.۵ چنده زياتې پيسې دي کومې چې د کراچۍ ضلعې ښاروالۍ د دې خدمت لپاره ورکولې.

په سيمو کې د کثافت دانو نصبولو پرځای، چینايي شرکتونو د می په ۵مه د کراچۍ په لانډهي سیمه کې د ریل پټلۍ ته نږدې کثافت دانۍ کيښودلې دي. [پاکستان فارورډ]

په سيمو کې د کثافت دانو نصبولو پرځای، چینايي شرکتونو د می په ۵مه د کراچۍ په لانډهي سیمه کې د ریل پټلۍ ته نږدې کثافت دانۍ کيښودلې دي. [پاکستان فارورډ]

د چين د شرکتونو له خوا ګمارل شوي کارکونکي په کراچۍ کې د می په ۵مه يو سړک جارو کوي. د چین شرکتونه په غيرقانوني توګه د کارکوونکو د تنخواګانو نه پيسې کټ کوي، چې په سوداګريزې اتحاديو کې غوسه رامينځته کوي. [پاکستان فارورډ]

د چين د شرکتونو له خوا ګمارل شوي کارکونکي په کراچۍ کې د می په ۵مه يو سړک جارو کوي. د چین شرکتونه په غيرقانوني توګه د کارکوونکو د تنخواګانو نه پيسې کټ کوي، چې په سوداګريزې اتحاديو کې غوسه رامينځته کوي. [پاکستان فارورډ]

چینايي شرکتونو ژمنه کړې وه چې کور په کور به خځلې راټولې کړي او په هرې يوې لويه کوڅه کې به د مایکرو چيپونو سره کثافت دانۍ نصب کړي.

دغه شرکتونو، چې په ۲۰۱۸ کال کې یې کار پیل کړو، تر دې دمه يې دغه ژمنې نه دي پوره کړي، او خځلې په چټکۍ سره جمع شوي دي.

چین له مخکې نه په پاکستان کې د جعلي درملو د قاچاق له کبله تر څیړنې لاندې راغلی دی، او چینايي شرکتونه د غير معياري وینټیلېټرو او شخصي حفاظتي آلاتو، چې د کورونا ويروس ناروغۍ سره د مبارزې لپاره کارول کيدل، د چمتو کولو له کبله له تورونو سره مخ دي.

د اوږدې مودې ناکامي

په اګست ۲۰۱۹ کال کې، د سند سوليډ ويسټ منيجمنټ بورډ (اېس اېس ډبليو اېم بي)، چې د جامدو کثافاتو د مسلو سمبالولو لپاره د سند يوه حکومتي اداره ده، چینايي شرکتونو ته د دې لپاره نوټس جاری کړو چې دوی د کراچۍ په دوو ضلعو -- ملیر او کورنګي -- کې د خځلو په لرې کولو کې پاتې راغلل.

په دغه نوټس کې ويل شوي چې "د قرارداديانو فعالیت له پیل څخه ښه نه و. د کورونو له دروازو څخه د خځلو راټولول د قرارداد کليدي برخه وه، خو دغه شرکت په دې کې پاتې راغلی."

په دغه نوټس کې راغلي، "قرارداديان د سړکونو، کوڅو، سيمو، او د سړک په غاړه د لارو په پاکولو کې هم پاتې راغلي دي."

دې زیاته کړه، "دې شرکتونو د خاورو ناکافي کڅوړې، آلات او ماشینونه چمتو کړل، چې په پایله کې یې د خځلو ډېرانونه جمع شول."

د کميشنر دفتر د یو ویاند له مخې، د کراچۍ کميشنر افتخار شلواني د تير اکتوبر په میاشت کې چینايي شرکتونو ته خبرداری ورکړ چې دوی خپل مسوليتونه نه پوره کوي.

د نېشن ورځپاڼې راپور ورکړو، د نومبر په میاشت کې د خځلو د کړکیچ په اړه په سند اسمبلۍ کې په يو ګرم بحث کې د اطلاعاتو وزیر سعید غني وویل، د سند حکومت د ايډوانس پيسو ورکول بند کړي او چینايي شرکتونو ته به هله پيسې ورکړي کله چې دوی خپل قراردادونه پوره کړي.

د ملیر په سیمه کې د ښاري حقونو فعال مجتبی علي وویل، د سند حکومت باید سمدلاسې د چینايي شرکتونو قراردادونه منسوخ کړي او ځایي شرکتونو ته یې وسپاري.

علي، چې حکومت ته يې د چینايي شرکتونو پروړاندې څو شکایتونه لیکلي دي، وويل چې "دوی [چینايي شرکتونه] د حکومت نه اضافي پیسې اخلي خو په ښار کې يې په سړکونو د خځلو په ډېرانونو سترګې پټې کړې دي."

هغه وویل، په سړکونو د خځلو نه ډکې کثافت دانۍ په ښار کې یو عام منظر دی.

د کار ضد پالیسۍ

د چین شرکتونه د کارکوونکو د تنخواګانو نه د چهټيانو پيسې کټ کوي، چې په سوداګريزې اتحاديو کې غوسه رامينځته کوي.

د سند حکومت د مارچ په میاشت کې د کورونا ویروس لاکډاون اعلان وکړو او د ټولو کارکونکو لپاره يې د رخصتۍ اعلان وکړو، او ژمنه یې وکړه چې هیڅ څوک به د دندې نه لرې نه کړی شي.

ډېلي دنيا د اپريل په ۲۹مه راپور ورکړو، چې چینايي شرکتونو د سلګونو کارکونوکو د تنخواګانو نه د چهټيانو پيسې کټ کړې، چې په دوی کې مزدوران، ډرایوران او سرویيران شامل ول، او د حکومت د حکمونو څخه یې سرغړونه وکړه.

دا پيسې د ۲۰۰۰ نه تر ۲۲۰۰۰ روپيو (د ۱۲ نه تر ۱۳۰ آمريکايي ډالرو) پورې وې.

د يوې سودګريزې اتحادیې مشر سید ذوالفقار شاه، چې چینايي شرکتونو ته د قراردادونو ورکولو پروړاندې يې يو کمپاین ترسره کړی دی، وويل چې چینايي شرکتونه غیر انساني چلند کوي او د کارکونکو ضد چلند لري.

شاه چې د ښاروالۍ د کارکونکو د اتحادیې مشر دی وویل، "د لاکډاون سربیره، کارکونکو شپه او ورځ په ښار کې د خځلو د پاکولو لپاره کار کوي، خو چینايي شرکتونه په غير قانوني توګه د دوی د تنخواګانو نه پيسې کټ کوي."

مزمل شاه، چې د یو چینايي شرکت سره کار کوي، د کارکونکو د حقونو د ساتلو لپاره لیکل شويو قراردادونو ته په اشارې سره وويل، "شرکتونو دوی [کارکونکو] ته د ګمارنې لیکونه نه ورکوي."

د بينکونو له لارې د پيسو ورکولو پرځای، چینايي شرکتونه د غيرقانوني پيسو کټ کولو وروسته کارکوونکو ته نغدي پیسې ورکوي. دا عمل کارکونکي د اليکټرانيک یا کاغذي ريکارډ نه محرومه ساتي که چیرې دوی غواړي چې بې نظمۍ په ګوته کړي.

شاه وویل، "دوی [چینايي شرکتونه] هغه کارکونکي له دندې څخه لرې کوي کوم چې د دوی پر ضد د احتجاج کولو جرات کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500