تروريزم

د وروستۍ مرحلې لپاره غوره شوي ډاکومنټري د ترهګرۍ په وړاندې د پاکستانیانو زغم ښیي

د عديل سعيد لخوا

په پېښور کې میشت ژورنالیست آصف شهزاد، ښي اړخ ته، د اپرېل په مياشت کې د یو مشر سړي نه انټرويو اخلي. دغه سړي په ۲۰۱۱ کال کې په پېښور کې د موسيقۍ په بازار کې په هدفي بمي چاودنه کې خپلې پښې له لاسه ورکړي وې. [د آصف شهزاد نه په مننه]

په پېښور کې میشت ژورنالیست آصف شهزاد، ښي اړخ ته، د اپرېل په مياشت کې د یو مشر سړي نه انټرويو اخلي. دغه سړي په ۲۰۱۱ کال کې په پېښور کې د موسيقۍ په بازار کې په هدفي بمي چاودنه کې خپلې پښې له لاسه ورکړي وې. [د آصف شهزاد نه په مننه]

پېښور -- په تیرو عشرو کې د ترهګرو له خوا د تباهۍ او ظلمونو په لړ کې د پاکستانیانو زغم د یوې داسې ډاکومنټرۍ له لارې پام ترلاسه کړی چې په نړیواله کچه شهرت ترلاسه کوي.

د دغه فلم ډايريکټر آصف شهزاد د جولای ۲۸مه وویل، د ۳۲ منټو فلم، چې "د فېس آف ټیرر" سرلیک لري، د جولای په مياشت کې په سویډن کې د سټاکوم نړیوال فلم جشن د میاشتني انعام د وروستۍ مرحلې لپاره ټاکل شوی دی.

آصف وویل، دې جشن دغه ډاکومنټري په نړۍ کې د خبریالانو او لنډ فلم جوړونکو له خوا په سپارل شويو ډاکومنټريو کې غوره کړه. هغه زياته کړه چې دا د پاکستان يوازينې فلم دی چې ټاکل شوی دی.

هغه وویل، د میاشتنۍ مقابلې ګټونکي به د نومبر په میاشت کې په یوې آنلاین غونډه کې سندونه ترلاسه کړي، کله چې دا جشن ترسره شي.

د دغه ډاکومنټرۍ د سرلیک یو سکرین شاټ. دا فلم د سټاکوم فلم جشن لخوا د یو انعام لپاره ټاکل شوی دی. [د آصف شهزاد نه په مننه]

د دغه ډاکومنټرۍ د سرلیک یو سکرین شاټ. دا فلم د سټاکوم فلم جشن لخوا د یو انعام لپاره ټاکل شوی دی. [د آصف شهزاد نه په مننه]

د آصف فلم په پاکستان کې د اورپکۍ د اغیزې په اړه د ویرې نه بغير ښکاري.

په داسې حال کې چې پوځي عملیاتو تر ډیره حده په پاکستان کې د یوې لسیزې اوږدې مودې ترهګرۍ له منځه وړې ده، دا هیواد او وګړي یې ځپل شوي دي.

د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۸ کال ترمینځ، په ټول هیواد کې له ۶۰،۰۰۰ څخه ډیر ملکي وګړي او ۵،۰۰۰ پوځي کسان په ټول هيواد کې د وسله والو د فعالیتونو له امله ووژل شول، په داسې حال کې چې په زرهاو نور کسان ژوبل او بې کوره شول.

حکومت اټکل کوي چې د ترهګرۍ له امله دغه هیواد د ۱۲۰ ملیارده ډالرو (۲۰ ټريليونه پاکستانۍ روپۍ) نه زيات اقتصادي زیان ترلاسه کړی دی.

د ترهګرۍ د وحشتونو مخه نيول

آصف وویل چې هغه په خپل فلم کې په هغو ستونزو تمرکز وکړو چې پاکستانیان ورسره د چاودنو او ځانمرګو بریدونو په پایله کې مخامخ شوي ول. هغه د دوی په زغم هم تمرکز وکړو.

هغه وویل، "د ترهګرۍ د تباهۍ د څرګندولو سربیره، ما هڅه وکړه چې نړۍ ته د داسې یو سخت وخت سره په مبارزه کې د خپلو هیوادوالو داخلي قوت په ګوته کړم."

هغه وویل، "ما په پېښور کې د کمپیکټ ډېسک موسيقۍ په بازار کې د امنیت ساتونکي سره مرکه وکړه چې د ترهګرو لخوا په نښه شوی و. دغه ترهګرو هلته کې په سپتمبر ۲۰۱۱ کال کې د لاس جوړ شوي چاودیدونکي توکي ځای په ځای کړي ول."

په دغه چاودنه کې، ساتونکي بشیر احمد خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې.

دا فلم د هغه ژوندي پاتې شوي کس زغم او ژمنتيا ښيي، چې د خپل وضعیت د ښه کولو لپاره هڅه کوي. احمد په خپل ويلچير کې د مسافرو لپاره سامان وړي یا اخلي، چې د هغه سره مرسته کوي چې د خپلې کورنۍ لپاره روزي وګټي.

دغه ډایریکټر یوه کورنۍ هم ښيي چې په پېښور کې په يو چرچ کې يې په ځانمرګي برید کې اته غړي له لاسه ورکړي ول.

هغه وويل، یو مشر سړی او د هغه لمسی چې په چاودنه کې ژوندي پاتې شوي وو، دواړه د هغه ستونزو د کمولو لپاره مبارزه کوي چې د ترهګرۍ او مذهبي افراطیت په واسطه د دوی په ژوند کې رامينځته شوي دي.

په ورته ډول، د هغه پلار احساسات په دې ډاکومنټرۍ کې شامل کړل شوې دي کوم چېپه ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې په آرمي پبلک سکول (ای پي ايس) کې د ۱۴۰ نه د زياتو ماشومانو او ښوونکو په قتل عام کې خپل زوی له لاسه ورکړی و.

'نړۍ ته یو پیغام ورکول'

آصف وویل چې دغه ډاکومنټري به نړۍ ته هغه تروریستي وحشت وریاد کړي چې پاکستانیان ورسره مخ شوي وو.

د دې ويب سايټ له مخې، د سټاکوم نړیوال فلم جشن په ۱۹۹۰ کې پیل شوی و او په نارډیک سیمه کې په لویو کلتوري پیښو کې يوه پيښه ده.

د نومبر په مياشت کې، دا جشن به د ۶۰ نه د ډیرو هیوادونو ۱۵۰ فلمي پریمیرونه وړاندې کړي.

د پېښور پریس کلب صدر سید بخار شاه وویل، "دا په پېښور کې د ژورنالیستانو د ټولنې لپاره د وياړ خبره ده چې د هغې د یو غړي لخوا ډاکومنټري د نړیوالې مقابلې لپاره غوره شوې ده."

شاه زیاته کړه، "دغه انتخاب به نه يوازې د سیمې په فعالو ژورنالیستانو کې د حوصله افزايۍ او سخت کار جذبه رامينځته کړي، بلکې دا د پاکستان د خلکو ستونزې او مشکلات هم په ګوته کوي."

دا ډاکومنټري به نړیوالې ټولنې ته خبر ورکړي چې پاکستانیان اوس هم د ترهګرۍ له اغیزو څخه ځپل کيږي او هره ورځ مبارزه کوي چې د هغه تباهۍ نه ځان خلاص کړي کومه چې د افراطیانو لخوا رامنځته شوي ده.

د پېښور مسرت قديم، چې د سولې فعاله ده او د پيمان ټرست ډايريکټره ده، وويل چې "د خوشحالۍ خبره ده چې دغه جشن هغه یوه ډاکومنټري غوره کړه چې د پاکستاني ملت ناوړه حالت په ګوته کوي چې اوس هم د ترهګرۍ له زیان سره مخ دی." "که چيرې دا غوره شوه، نو دا به نړۍ ته یو پیغام ورکړي." پيمان ټرسټ يو غير دولتي سازمان دی چې په پاکستان کې د تاوتریخوالي او افراطیت سره مبارزه کوي او د سولې د راوستلو لپاره د هڅو حوصله افزايي کوي.

د پېښور محمد آصف، چې د افراطيت سره د مبارزې لپاره د ځوانانو د ترهګرۍ ضد سازمان چيرمين دی، موافقه وکړه چې په ټولنه باندې د ترهګرۍ د تخریبي اغیزو د څرګندولو لپاره د نړۍ په کچه دا پلیټ فارم مهم دی.

هغه وویل، "د ترهګرۍ له امله رامينځته شوي تباهي نړۍ ته باید وښودل شي چې خلک د دې په پایلو پوهه شي، او ځوانان د افراطي عناصرو په لاس د ورتلو نه منع کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500