رسنۍ

څېړنې ښیي چې په ایران کې د کووېډ - ۱۹ له امله د مړینو شمېر د رسمي شمېر درې برابره ډېر دی

سلام ټایمز

په تهران کې یو ډاکتر د یوې ښځې کووېډ - ۱۹ ټېسټ کوي. [فاطمه عالي/مهر]

په تهران کې یو ډاکتر د یوې ښځې کووېډ - ۱۹ ټېسټ کوي. [فاطمه عالي/مهر]

تهران -- د بي بي سي فارسي یوې څېړنې موندلې ده چې، په ایران کې د کروناوایرس له امله د مړینو شمېر د هغه شمېر په نسبت چې رژیم یې په ښکاره ادعا کوي، تقریبا درې برابره ډېر دی.‌

بي بي سي ته په لاس ورغلي حکومتي اسناد چې دلته لیدل کیږي، ښيي چې د چنګاښ تر ۳۰مې پورې تقریبا ۴۲۰۰۰ ناروغان چې د کووېډ - ۱۹ نښې یې لرلې، مړه شوي دي، په داسې حال کې چې د رژیم د روغتیا وزارت د ۱۴۴۰۵ کسانو د مړینې خبر ورکړ دی.

د هغو ناروغانو شمېر چې په وایرس ککړ شوي دي د رسمي شمېر نږدې دوه برابره زیات؛ یعنې د ۲۷۸۸۲۷ پرځای ۴۵۱۰۲۴ تنه دی.

په هغو معلوماتو کې چې بي بي سي ته ورکړل شوي دي روغتونونو ته هره ورځ د داخل شویو کسانو په هکله معلومات؛ نومونه، عمر، جنس، نښې، په روغتون کې د داخلې نېټه او د پاتې کېدلو موده، او هغه اساسي شرایط چې ښایي ناروغان یې ولري، شامل دي.

دا افشا په تهران کې د چارواکو مشروعیت ته تر ټولو تازه ټکان دی.

زیاتېدونکې بې باوري

یواځې څو اونۍ مخکې، ایرانیان د ولسمشر حسن روحاني له دې څرګندونو څخه وروسته چې کېدی شي بالاخره د هېواد له نیمایي څخه ډېر وګړي په کووېډ - ۱۹ کروناوایرس ککړ شي، وېرې، غوسې او ګډودۍ په سر واخیستل‌ .

د ولسمشر حسن روحاني له خوا د شویو ادعاوو په اساس، د هېواد له ۸۰ میلیونو وګړو څخه ۲۵ میلیونه په وایرس ککړ شوي او له ۳۰ څخه تر ۳۵ میلیونو پورې نور په راتلونکي کې له ککړتیا سره مخامخ دي.‌

په داسې حال کې چې په دولتي بنسټونو باندې د ایرانیانو بې باوري په ډېرېدلو ده، د روحاني ټکان ورکونکې خبرې او ورپسې د هغه چوپتیا ایراني چارواکي مجبور کړل چې د توضیحاتو د ورکولو هڅه وکړي.

د روحاني وروستۍ څرګندونې او د مړینو د اصلي شمېر په هکله راوتلي معلومات په داسې حال کې خپریږي چې ګڼې سرچینې د دغې وبا په هکله غلط معلومات خپروي.

فعالان وایي، تهران، مسکو او بیجینګ په کور دننه د کروناوایرس د خپراوي په هکله جزئیاتو باندې پرده غوړولې، او د ناروغۍ د خپرولو پوښښ په غټه کچه سانسوروي، او غلط خبرونه خپروي او د لویدیځو حکومتونو له خوا د وبا پر ضد غبرګون باندې انتقادونه کوي.

دغه درې واړه حکومتونه په فعالانه توګه د کووېډ - ۱۹ ناروغۍ د منشأګانو په هکله بدیلو روایتونو ته پراختیا ورکوي.

د خلکو ناارامي

په وروستیو اونیو کې د ایران په بېلابېلو برخو کې اعتراضونه د خرابېدونکي اقتصادي حالت په ترڅ‌ کې د رژیم له خوا د وبا د ناوړه مدیریت له امله د خلکو زیاتېدونکي قهر په ګوته کوي.‌

اعتراض کوونکی وایي، رژیم په خپل هېواد کې د پانګونې پرځای، په سیمه -- په ځانګړې توګه په سوریه کې، د نیابتي جنګونو د حمایه کولو له لارې د ایرانیانو اقتصادي ستونزې لا پسې سختوي.

د کووېډ -۱۹ کروناوایرس وبا د اقتصاد د موقت بندښت له لارې د اقتصادي ستونزو په زیاتولو کې مرسته کړې او صادرات یې کم کړي دي، چې دغه کار د ریالو ارزښت ډېر کم کړی او انفلاسیون یې زیات کړی دی.

د چنګاښ په ۲۶مه، پولیسو هڅه وکړه چې د خوزستان ولایت په بهبهان کې دغسې یو اعتراض مات کړي. هلته اعتراض کوونکیو د مرغومي د میاشتې د هغو اعتراضونو په څېر چې په ګرد هېواد کې ترسره شول او د «مرګ په دکتاتور» -- چې هدف یې ستر مذهبي مشر علي خامنه اي وو -- شعارونه ورکول، هغسې د رژیم ضد شعارونه ورکړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500