تروريزم

چارواکي د ترهګرۍ د تمویل د مخنيوي لپاره د اختر په دوران کې د څرمنو راټولولو څارنه کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

یو سړی د جولای په ۲۵مه په پېښور کې د څارويو په بازار کې د اوښ غاښونه ګوري چې د لوی اختر په ورځ د حلالۍ لپاره د دې عمر معلوم کړي. [شهباز بټ]

یو سړی د جولای په ۲۵مه په پېښور کې د څارويو په بازار کې د اوښ غاښونه ګوري چې د لوی اختر په ورځ د حلالۍ لپاره د دې عمر معلوم کړي. [شهباز بټ]

پېښور -- پاکستاني چارواکي کار کوي چې د لوی اختر په ورځو کې د څارویو د څرمنو راټولولو څارنه وکړي او د تروريستي ډلو په لاس د پیسو د ورتلو مخه ونیسي.

لوی اختر به د اګست په لومړۍ نیټه په پاکستان کې پیل کیږي. پاکستانیان د قربانۍ د څارویو څرمنې مرسته کوي، چې د څرمنې صنعت په بازارونو کې د ۵ مليارده روپیو (۳۱ ميليونه امریکایي ډالره) نه زياته ګټه ورکولی شي.

د جولای په ۲۰مه د خېبر پښتونخواه د کور او قبایلي چارو رياست لخوا د يو خپور شوی امر له مخې، هغه ترهګریز سازمانونه څرمنې نه شي راټولولی په کومو چې پاکستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۲۶۷ پریکړه لیک، چې په القاعده او طالبانو بندیزونه لګوي، او د ترهګرۍ ضد قانون ۱۹۹۷ پراساس بندیز لګولی دی.

د پېښور ډپټي کميشنر محمد علي اصغر وویل، د کورنیو چارو وزارت ټولو صوبو ته دا ډول لارښوونې صادرې کړي څو دا ډاډ ترلاسه کړي چې تروریستي ډلې د خيريه موسسو په جامه کې د څارویو څرمنې ترلاسه نه کړي او د ترهګرۍ لپاره پیسې استعمال نه کړي.

د جولای په ۲۱مه په پېښور کې د څارویو د بازار يو منظر. اوسیدونکي د راتلونکي لوی اختر لپاره څاروي اخلي او پلوري. [اشفاق یوسفزۍ]

د جولای په ۲۱مه په پېښور کې د څارویو د بازار يو منظر. اوسیدونکي د راتلونکي لوی اختر لپاره څاروي اخلي او پلوري. [اشفاق یوسفزۍ]

د خېبر پښتونخواه حکومت د لوی اختر په دوران کې د څرمنو راټولولو لپاره لارښودونه خپره کړه. د جولای په ۲۲مه په ځايي ورځپاڼو کې یو نوټس خپور شو. [اشفاق یوسفزۍ]

د خېبر پښتونخواه حکومت د لوی اختر په دوران کې د څرمنو راټولولو لپاره لارښودونه خپره کړه. د جولای په ۲۲مه په ځايي ورځپاڼو کې یو نوټس خپور شو. [اشفاق یوسفزۍ]

اصغر وویل، "موږ هغه خیريه موسسو ته ويلي چې حکومت ته درخواستونه ورکړي کوم چې غواړي چې د لوی اختر په دوران کې د څارویو څرمنې راټولې کړي. په دغه درخواستونو کې به دوی څرګنده کړي چې دوی له منع شويو تنظیمونو سره هیڅ اړیکه نه لري."

هغه وويل، "له خیریه موسسو څخه د حلفونو ترلاسه کولو وروسته، موږ به د قانوني ډلو څيړنه وکړو او هغوی ته به اجازه ورکړو. په دې اقدام سره دا یقیني کیږي چې غیرقانوني ډلې پیسې ترلاسه نه کړي او يا د ترهګرۍ لپاره پیسې ورنه کړي"

د خېبر پښتونخواه د وزیر اعلی خا ص معاون کامران خان بنګش وویل، حکومت ژمن دی چې د مالي عمل کاري ځواک (اېف ای ټي اېف) لخوا وضع شوي شرطونه پوره کړيچې پاکستان د دې د خړ لیست نه لرې کړي.

په پاريس کې دېره بين الحکومتي سازمان د پیسو مینځلو او ترهګرۍ د تمویل په وړاندې په اقداماتو کولو کې د ناکامۍ له کبله په جون ۲۰۱۸ کال کې پاکستان په خپل خړ لیست کې شامل کړو.

اېف ای ټي اېف د اسلام آباد لپاره آخرنۍ نيټه تر سپتمبر پورې وغزوله چې د عمل پلان بشپړ کړي چې موخه يې د اېف ای ټي اېف شرطونه پوره کول دي.

بنګش وویل، چارواکي به د منع شويو تنظیمونو "په کلکه" څارنه وکړي.

د بنګش له مخې، د حکومت لارښوونې د خیریه ډلو لخوا د لاوډ سپیکرونو کارول منع کوي او ضلعي انتظاميه به د اختر په دوران کې د څرمنو راټولولو لپاره د اصلي ډلو لپاره ځایونه وټاکي.

هغه وویل، "موږ د ضلعې انتظاميې سره په همکارۍ پلانونه جوړ کړل چې د هغه ډلو د فعاليتونو څارنه وکړو کوم چې د څرمنو په راټولولو کې بوخت دي."

بنګش وویل، "پاکستان د ترهګرو له خوا ډير ځپل شوی او نور تاوتریخوالی نه شي زغملی." هغه زیاته کړه چې په تیره روژه کې وفاقي حکومت ورته لارښوونې جاري کړي وې چې منع شوي تروريستي ډلې د پيسو ترلاسه کولو نه منع کړي.

هغه وويل، "موږ اړتیا لرو چې د ترهګرو ډلو فعالیتونو ته لا زیاته پاملرنه وکړو، په داسې حال کې چې وسله والې ډلې د حکومت د اقداماتو له امله غير فعاله شوي دي. موږ غواړو چې د دوی د تمویل سرچینې ختم کړو چې دوی بیرته را نه شي."

د ترهګرۍ مخه نيول

د پېښور یو دیني عالم محمد شعیب وویل، "تروريستي ډلې څرمني، چندې، فطرانې او زکات راټولوي او ادعا کوي چې دا پیسې د یتیمانو او بیوزلو په څیر د محرومه شويو کسانو په تعليم او روغتیا باندې لګوي."

هغه وويل، "خو په حقیقت کې، دوی وسلې او مهمات اخلي او ځانمرګي بریدګر استخداموي چې د تروریستي بریدونو د ترسره کولو لپاره کارول کیږي."

شعیب وویل، "په تیرو څو میاشتو کې، موږ د ترهګرۍ د مالي تمویل د خطر په وړاندې د حکومت په ملاتړ د عامه پوهاوي کمپاین ولیدو، چې دا ډول ډلې له هغه مرستو څخه محرومه کوي کومې چې دوی په تیر وختونو کې ترلاسه کړې وې."

شهزاد اکبر، چې د احتساب او داخلي چارو لپاره د وزیراعظم ځانګړی مرستیال دی، وويل چې د حکومت تمرکز د اېف ای ټي اېف له لارښوونو سره سم د پیسو مینځلو په مخنیوي باندې دی.

هغه وویل، "صوبايي حکومتونو ته ويل شوي چې وسله والو سازمانونو ته د پيسو د بندولو لپاره اقدامات وکړي."

"موږ تروريستي ډلو یا کسانو ته اجازه نه شوورکولی چې دا ډول چندې ترلاسه کړي."

په پېښور يونيورسټۍ کې د سیاسي چارو کارپوه شبیر علي وویل، په تیرو وختونو کې د پیسو لپاره تښتونې او بهته د ترهګرو د تمویل اصلي سرچینې وې.

هغه وويل، "په ترهګرۍ کې کمې د حکومت د ګامونو پایله ده چې موخه یې د دوی د تمویل لارې بندول دي. حکومت باید قانون نور هم سخت کړي چې له امله به یې اورپکي ختمه شي."

علي وویل، وسله والو د اسلام نوم استعمال کړو چې د خپلې غیرقانوني واکمنۍ د ساتلو لپاره د خلکو د ویرولو اجنډا مخ په وړاندې بوځي.

هغه وويل، که څه هم، هغه کمپاين چې په ۲۰۱۴ کال کې د ضرب عضب عملیاتو په شکل کې د اورپکۍ پرضد پیل شوې و د ترهګرو په تابوت کې يو وروستی ميخ ثابت شو.

هغه زیاته کړه، د دې کاميابو د جاري ساتلو لپاره، حکومت ته پکار دي چې په سیمه کې د تل پاتې سولې ترلاسه کولو لپاره د هر ډول ترهګرو پروړاندې خپل اقدامات ګړندي کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500