د ښځو حقوق

د خېبرپښتونخواه روزنیز پروګرام هڅه کوي چې د ډیجیټل مهارتونو سره ښځې پياوړي کړي

د دانش يوسفزۍ لخوا

نمره جاوید، چې په پېښور کې د کالج نه فارغه شوې ده او 'د ډیجیټل مهارتونو له لارې د ښځو پياوړتيا' لپاره يې درخواست ورکړی دی، د جولای په ۱۴مه په خپل کمپیوټر باندې کار کوي. [دانش یوسفزۍ]

نمره جاوید، چې په پېښور کې د کالج نه فارغه شوې ده او 'د ډیجیټل مهارتونو له لارې د ښځو پياوړتيا' لپاره يې درخواست ورکړی دی، د جولای په ۱۴مه په خپل کمپیوټر باندې کار کوي. [دانش یوسفزۍ]

پېښور -- د خېبر پښتونخواه حکومت يو نوی پروګرام پيل کړی چې موخه يې ښځې د پرمختللي ډیجیټل مهارتونو سره سمبالول دي.

د "ډیجیټل مهارتونو له لارې د ښځو پياوړتيا" نوښت په پېښور کې د مراسمو په ترڅ کې د جولای په ۱۰مه پرانستل شو.

په خېبر پښتونخواه کې د دې نوښت پروجيکټ منيجر محمد بلال وویل، دا پروګرام پخپله د "ډیجیټل دندو" نوښت یوه برخه ده. دا نوښت د خېبر پښتونخواه معلوماتي ټیکنالوژۍ بورډ (کی پي آی ټي پروجيکټ دی چې د ملټي ډونر ټرسټ فنډ لخوا تمویل شوی او د نړیوال بينک لخوا اداره شوی دی.

بلال وویل، "د دوو هفتو د روزنیز پروجيکټ موخه د خېبر پښتونخواه په اوو ډويژنو کې، چې په دې کې نوي ضم شوي ضلعې شاملي دي، د ګمارلو وړ ډیجیټل مهارتونو په اړه ۳،۰۰۰ ښځو ته روزنه ورکول دي چې په ډیجیټل اقتصاد کې د ښځو شمولیت یقیني کړي."

د شعيب يوسفزۍ، چې د ځوانانو د روزګار پروګرام (کی پي وايي اي پي) پروجيکټ منيجر دی، د جولای په ۱۰مه د 'ډیجیټل مهارتونو له لارې د ښځو پياوړتيا' پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې خطاب کوي. [دانش یوسفزۍ]

د شعيب يوسفزۍ، چې د ځوانانو د روزګار پروګرام (کی پي وايي اي پي) پروجيکټ منيجر دی، د جولای په ۱۰مه د 'ډیجیټل مهارتونو له لارې د ښځو پياوړتيا' پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې خطاب کوي. [دانش یوسفزۍ]

هغه وويل، "دغه نوښت میرمنو ته يو چانس ورکوي چې په سایبر نړۍ کې د ځان لپاره ځای پیدا کړي او د فريلانسنګ له لارې دوی ته د کار فرصتونه هم چمتو کړل شي."

هغه زياته کړه، لومړني ۵۰۰ کسان به آنلاین روزل کیږي، او پاتې نور به په راتلونکو اوو میاشتو کې په شخصي توګه روزل کیږي.

د خېبر پښتونخواه د ځوانانو د روزګار پروګرام (کی پي واي اي پي) پروجيکټ منيجر شعیب یوسفزۍ وویل، په ډیجیټل دور کې، دا مهمه ده چې خلک هغه مهارتونه ولري کوم چې د صنعت د ضرورتونو سره سم وي، خو نن زنانه او نارينه دا مهارتونه په مساوي ډول نه لري.

هغه وویل، پلان جوړونکو د پروګرام کورسونه غوره کړل او جوړ يې کړل چې د برخه اخیستونکو سره مرسته وکړي چې د صنعت اړوند مهارتونو، د چاپيريال نظام او د مسلک فرصتونو په اړه نوره زده کړه وکړي.

یوسفزۍ وویل، دا ډول روزنې به د ګډون کونکو سره مرسته وکړي چې باور ترلاسه کړي، د صنعت ضرورتونه زده کړي او په پای کې غوره حالت ولري چې د معلوماتي ټیکنالوژۍ (آی ټي) سکتور په اړه زده کړه وکړي او په دې کې دندې پيل کړي.

د ساینس، ټیکنالوژۍ او آی ټي لپاره د خېبر پښتونخواه وزیراعلی محمود خان مشاور ضیاء الله بنګش د افتتاح په مراسمو کې وویل، دا نوی پروګرام د خېبرپښتونخواه د میرمنو لپاره يوه ښه موقعه ده، کوم چې په آی ټي سکتور کې خپلو مهارتونه ښه کولی او کارولی شي.

هغه وویل، وزیر اعظم عمران خان او محمود خان دواړه دا ليد لري چې نارینو او ښځو ته یو شان فرصتونه برابر کړي.

هغه زیاته کړه چې دا نوښت ځوانان د بازار اړوند مهارتونو په ترلاسه کولو کې بوخت کوي او د هغوی سره د غوره مسلک فرصت په جوړولو کې مرسته کوي.

بنګش وویل، "په ښه فعالیتونو کې د ځوانانو بوختیا به په هیواد کې د افراطیت او ترهګرۍ سره په مبارزه کې مرسته وکړي." په داسې حال کې چې هغه له نورو ادارو څخه وغوښتل چې د ترهګرۍ له مینځه وړو لپاره ورته هڅې پیل کړي.

هغه وويل، "موږ به په دوامداره توګه خپل ځوانان پياوړي کړو او دوی ته به توان ورکړو چې د خپل ملت په پرمختګ کې برخه واخلي، او دا به د اورپکۍ او د ترهګرۍ نه يو لوی انکار وي."

د ښځو لپاره پرمختګ

د ښځو د وضعیت په اړه د خېبر پښتونخواه کميشن پروګرام ډايريکټري آمنه دراني وویل، د "ډیجیټل مهارتونو له لارې د ښځو پياوړتيا" د خېبر پښتونخواه د معلوماتي ټيکنالوجۍ بورډ د پام وړ نوښت دی.

هغې زیاته کړه چې په ټول هیواد کې د معلوماتي ټیکنالوژۍ کارکونکي یوازې ۲۴٪ ښځینه دي.

هغې وویل، "دا نوښت به په دې ډیجیټل دور کې پرمختګ چمتو کړي."

دراني وویل، "موږ نشو کولی چې د خپل جنګ ځپلي صوبې ځوانان پریږدو. د ډیجیټل مهارتونو په سمبالولو سره، موږ هغوی په قامي بهير کې شاملولی شو، چیرې چې دوی به زموږ د ټولنې لپاره اهميت ولري او د دوی په تعقيب کې به نور هم متاثره کړي."

نمره جاويد، چې په دې وروستيو کې په پېښور کې د شهید بینظیر بهوټو ويمين يونيورسټۍ نه فارغه شوې ده، وويل چې ډیجیټل مهارتونه په دې نوي ډیجیټل نړۍ کې بې شکه مهم دي.

هغې يادونه وکړه چې په نړۍ کې زیات ګمارونکي د ډګريو پرځای د مهارتونو پر بنسټ کسان ګماري. هغې زياته کړه چې نوي فارغين هغه مهارتونه نه لري کوم چې په بازار کې پکار وي.

نمره وویل، "د ډیجیټل مهارتونو له لارې د ښځو پیاوړتیا" په څیر پروګرامونه د مهارتونو په وده کې مهم رول لوبوي او کولی شي چې میرمنو ته سوکاله مسلک چمتو کړي.

هغې وويل، "ځوانې میرمنې دې ته اړتيا لري چې ډیجیټل مهارتونو ته وده ورکړي. د خېبر پښتونخواه د معلوماتي ټيکنالوجۍ بورډ موږ ته داسې پلیټ فارم چمتو کړی چې نه یوازې به له موږ سره د مهارتونو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي بلکې د دې مهارتونو د کارولو لپاره يې مونږ ته لارې چارې هم چمتو کړي دي. زه له ځوانو میرمنو څخه غوښتنه کوم چې د روزنې لپاره خپل ځانونه رجسټر کړي او خپله ریښتیني وړتیا ومومي."

د کی پي آی ټي بي منيجنګ ډايريکټر ډاکټر شهباز خان وويل، د خېبرپښتونخواه حکومت هيله لري چې د دې صوبې د ځوانانو لپاره د امکان تر حده پورې ډیرې دندې او د مهارتونو د پراختیا فرصتونه رامینځته کړي.

هغه زياته کړه، د وروستۍ پروژې سره، کی پي آی ټي بي هيله لري چې په خېبر پښتونخواه کې د میرمنو ظرفيت په ګوته کړي او هغوی د ضروري ډیجیټل مهارتونو سره سمبال کړي چې دوی د خپل ځان لپاره غوره راتلونکی جوړ کړي او په ډیجیټل نړۍ کې د ډیرو فرصتونو نه ګټه پورته کړي.

خان ښځې وهڅولې چې مخکې راشي او په اقتصاد کې برخه واخلي. هغه زياته کړه چې د دې پروګرام له لارې به په خېبر پښتونخواه کې د میرمنو لپاره مختلفې دندې او فرصتونه رامینځته شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500