تروريزم

سياستدانان د بلاول پروړاندې د تحریک طالبان پاکستان د پخواني ویاند ګواښ غندي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د پاکستان پیپلز پارټۍ چيرمين بلاول بهوټو زرداري د جون په ۲۶مه په قومي اسمبلۍ کې وینا کوي. [قومي اسمبلي]

د پاکستان پیپلز پارټۍ چيرمين بلاول بهوټو زرداري د جون په ۲۶مه په قومي اسمبلۍ کې وینا کوي. [قومي اسمبلي]

اسلام آباد -- د پاکستان پيپلز پارټۍ د مشر بلاول بهوټو زرداری پروړاندې د طالبانو د یو پخواني ویاند لخوا د مرګ ګواښونه په سیاسي ډګر کې د مشرانو لخوا غندل کيږي.

هغه ګواښونه چې د پخوانۍ وزيراعظمې بینظیر بهوټو، چې په ۲۰۰۷ کال کې په راولپنډۍ کې د تحريک طالبان پاکستان لخوا وژل شوي وه، زوی بلاول په نښه کوي، وروسته له هغې راپورته شول کله چې د هغه پارټۍ په يو ټویټ کې د هغه خطاب خلاصه وړاندې کړه چې هغه د جون په ۲۶مه قومي اسمبلۍ ته کړی و.

په دغه وینا کې، بلاول د وزیراعظم عمران خان په هغه خبرو اترو تنقيد وکړ چې هغه یوه ورځ مخکې قومي اسمبلۍ ته کړي وې، چیرې چې هغه وویل چې د القاعدې د تروريستي شبکې مشر اسامه بن لادن د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو لخوا په ايبټ آباد کې په ۲۰۱۱ کال کې شهید شوی و.

په دغه ټويټر پوسټ کې، چې په پېښور کې يې په ۲۰۱۴ کال کې د سکول ماشومانو او ښونکو ډله ايز وژنې او په ۲۰۲۰ کال کې یې په کراچۍ کې د ترهګرو له خوا د امريکې د يو خبريال د سر پریکولو ته اشاره وکړه، راغلي چې "په قومي اسمبلۍ کې د وزیراعظم عمران خان لخوا اسامه بن لادن يو شهید ګنل کيدل د هغه د هغه تاريخ سره سم دی چې هغه پکې تاوتریخوالي او افراطیت ته غاړه ږدي. دا د هغه په حکومت کې دي چې هغه کسان چې په ای پي اېس [آرمي پبلک سکول] یې برید کړی و، هغه (تښتيدلي دي) او هغه کسان چې د ډینیل پرل په وژلو کې ښکيل دي، هغوی مرسته ترلاسه کوي. هغه د سوی سره منډه هم وهي او د ښکاري سپي سره ښکار هم کوي."

وزیر اعظم عمران خان د جون په ۲۵مه په قومي اسمبلۍ کې وينا کوي. [قومي اسمبلي]

وزیر اعظم عمران خان د جون په ۲۵مه په قومي اسمبلۍ کې وينا کوي. [قومي اسمبلي]

احسان الله احسان (په منځ کې) د تحریک طالبان پاکستان د پخواني مشر حکیم الله محسود (ښي اړخ ته) او خالد بالټي عرف محمد خراساني، چې د احسان ځای ناستی و، سره په یو بې نيټې تصوير کې د وسله والو د وياند په توګه ښودل شوی دی. [د محمد آهل نه په مننه]

احسان الله احسان (په منځ کې) د تحریک طالبان پاکستان د پخواني مشر حکیم الله محسود (ښي اړخ ته) او خالد بالټي عرف محمد خراساني، چې د احسان ځای ناستی و، سره په یو بې نيټې تصوير کې د وسله والو د وياند په توګه ښودل شوی دی. [د محمد آهل نه په مننه]

بلاول وویل چې په عین وخت کې هغه بن لادن ته شهید وايي، خو خان د بینظیر بهوټو په اړه ورته خبرې نه کوي.

د دې بیان نه وروسته، د تحريک طالبان پاکستان پخواني ویاند احسان الله احسان خبرداری ورکړو چې کيدی شي بلاول د خپلې مور په څیر د ورته انجام سره مخ شي.

احسان په یو ټویټ کې وویل، "اسلام پالو د دې هیواد د نظرياتي سرحدونو د دفاع لپاره قربانۍ ورکړي او ستاسو مور، پلار او ستاسو په څیر خلکو د خپل سلطنت لپاره دا هیواد یوازې لوټ کړی دی."

"سوله به په هر قیمت وساتل شي"

د پاکستان پیپلز پارټۍ ویاندې نفیسه شاه وویل، د پاکستان خلک د بلاول سره ولاړ دي او د هغه خونديتوب به يقيني کړي.

هغې وویل، "نه د پاکستان پیپلز پارټي او نه د پاکستان خلک د ترهګرو نه ویريږي، او قوم به د افراطیانو په وړاندې د بلاول او نورو مشرانو دفاع وکړي."

هغې زیاته کړه چې پاکستان به د ترهګرو بیرته راستنیدو ته اجازه ورنه کړي، کومو چې ماتې خوړلی دی.

شاه وویل، "زموږ مشره بینظیر بهوټو ... د یو چټان په څیر ودریده او ترهګرو ته تسليمه نه شوه."

د پاکستان تحریک انصاف مشر او د پارلماني چارو وزیر علي محمد خان د احسان ګواښونه وغندل. هغه وويل چې د ترهګرو ورځې د شمېر دي او دوی به توان ونه لري چې بلاول ته زیان ورسوي.

هغه وویل، "بلاول یو ملي مشر دی او د خلکو پراخه ملاتړ لري، په داسې حال کې چې وسله وال طالبانو د خلکو د طابع کولو لپاره د زور نه کار واخيستو."

هغه زیاته کړه، "موږ د ټولو سیاسي پارټو ملاتړ کوو او د هر ډول او رنګ ترهګرو غندنه کوو." "ټولې سیاسي پارټۍ، د خپلو نظریاتي اختلافاتو باوجود، د ترهګرۍ پروړاندې متحد ولاړ دي."

خان وویل، "يو سیاسي مشر ته ګواښ ورکول د ټول ملت پروړاندې ګواښ دی، او موږ به هیڅکله د هغه چا ملاتړ ونه کړو چې په جمهوري مشرانو برید کوي."

"حکومت به دې ته جدي پام وکړي او د بلاول او نورو سیاسي مشرانو به ساتنه وکړي." په هیواد کې به د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره ټول اقدامات وکړې شي. موږ د ترهګرۍ پروړاندې په جګړه کې ۷۰،۰۰۰ کسان قربان کړي دي، او اوس به سوله په هر قیمت وساتل شي."

د پاکستان مسلم ليګ (پي اېم اېل-اين) مشر خواجه آصف وویل، احسان، چې د فبرورۍ په میاشت کې له رسمي توقیف څخه تښتیدلی و، يو ترهګر دی چې موخه یې سیاستدانان ويرول دي، خو هغه باید په یاد ولري چې پاکستانیان له هر ډول ترهګرۍ نه کرکه کوي.

هغه په یوې مرکه کې وویل، "په داسې حال کې چې منع شوي تحريک طالبان پاکستان د تیر وخت يوه کیسه پاتې شوې ده، د دې ډول بيانونو مطلب دا دی چې خلکو ته دا پیغام ورکړي چې دا اوس هم فعاله ده." "خو طالب وسله وال به هیڅکله توان ونه لري چې د تروریستي اعمالو له لارې خلک يرغمال کړي."

مياں افتخار حسين چې د عوامي نيشنل پارټۍ جنرل سيکريټري دی او خپل زوی يې په ۲۰۱۰ کال کې د تحريک طالبان پاکستان په تروريستي ډزو کې له لاسه ورکړی و، وويل چې بېنظير بهوټو به تل د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې د خپلې زړورتيا له کبله ياده وساتل شي.

"هغې يو مثال کيښودو چې څنګه د ترهګرو پروړاندې د ویرې نه بغير کار وکړو او نن ورځ خلک د هغې پيروي کوي." "د هغې ډیرو پلویانو په هیواد کې د افراطیت سره د مبارزې لپاره قربانۍ ورکړي دي، له همدې امله نن موږ په پاکستان کې سوله لرو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500