واشنګټن -- امریکایي چارواکو د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۳۱مه/ وویل، په دو چینایي وګړو باندې په رسمي توګه د کووېډ - ۱۹ واکسین د تحقیق د غلا کولو د تور لګېدلو او په ګرده نړۍ کې د سلګونو کمپنيو له هک کولو څخه وروسته، چین د انټرنټي جرمونو د ترسره کوونکیو لپاره په یوه خوندي ځای باندې بدل شوی دی.
د متحده ایالاتو د لوی څارنوالۍ مرستیال جان ډیمرز د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، «چین اوس د روسیې، ایران او شمالي کوریا تر څنګ د هېوادونو په هغه شرموونکي کلب کې چې انټرنټي جنایتکارانو ته خوندي ځای برابروي، خپل ځای نیولی دی.»
د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت وویل، ۳۴ کلن لي ژیاویو او ۳۳ کلن ډونګ جیاژي چې په چینګدو کې د برېښنایي انجنیرۍ په کالج کې ټولګیوال وه، د تېرو۱۰ کالونو راهیسې د کمپیوټري هک کولو په کمپاین کې ښکېل دي.
دغه وزارت وویل، «په نښه شویو کمپنیو کې د نورو تر څنګ د پرمختللې تګنالوجۍ تولیدات، طبي وسایل، ساختماني او صنعتي انجنیري، سوداګري، تعلیمي، او د لوبو د سافټ ویر، د لمریزې انرجۍ، درمل جوړونې، دفاعي چارو اړوندې کمپنۍ شاملې وې.»
وزارت وویل، «په وروستیو کې، مدعی علیه کسانو د هغو کمپنیو په کمپیوټري شبکو کې د کمزورتیاوو لټون پيل کړی وو چې کووېډ - ۱۹ واکسینونه، ازمېښتي ټکنالوجي، او معالجې برابروي.»
په چین کې پټېدل
باور کیږي چې دواړه په چین کې دي او بیجینګ یې خوندي کوي.
د دفاع وزارت چارواکو وویل، لي او ډونګ بایوټیک کمپنۍ په نښه کړې وې خو داسې نه ښکاري چې د کووېډ -۱۹ کوم تحقیق دې یې له خطر سره مخامخ کړی وي.
د عدلیې وزارت وویل، همدارنګه هغوی «غیرحکومتي موسسې او فردي عقیدوي مخالفین، روحانیون، او د ولسواکۍ او بشري حقونو فعالان» په نښه کړي دي.
د شوې ادعا په اساس، لي او ډونګ د دولتي امنیت وزارت ته د هغو کسانو د شخصي ایمیل حسابونو پاسورډونه په لاس ورکړي چې بیجینګ ته مطلوب دي.
په دغو دو کسانو باندې تور دی چې د سافټ ویر کمپنیو څخه یې د سرچینو کوډونه، د درمل جوړونې کمپنیو څخه یې د انکشاف لاندې درملو په هکله معلومات او د دفاعي قراردادیانو څخه یې د وسلو طرحې او ازمېښتي معلومات غلا کړي دي.
ادعا کیږي چې لي او ډونګ د دفاعي قراردادیانو څخه د پوځي سټیلایټ پروګرامونو، پوځي بې سیم شبکو او د مخابروي سیستمونو او د مایکرو ویو او لېزر سیستمونو په هکله معلومات غلا کړي دي.
د بیجینګ له خوا یا په امر د ترسره شویو انټرنټي جرمونو د یوې اوږدې تاریخچې لرلو سره سره، د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین وویل، «د چین حکومت د انټرنټي امنیت یو قوي ملاتړی دی، او تل یې د انټرنټي بریدونو او انټرنټي جرمونو د ټولو ډولونو مخالفت کړی او پر ضد یې ګامونه پورته کړي دي.»
انټرنټي بریدونه، او غلط معلومات خپرول
د چین له خوا تر ټولو تازه هک په هغو خبرتیاوو او راپورونو باندې اضافه کیږي چې په ایران، شمالي کوریا، روسیه او چین کې د حکومت له خوا ملاتړ کېدونکو هکرانو باندې تور لګوي چې د کروناوایرس د وبا اړوند ناوړه فعالیتونه ترسره کوي. دغه فعالیتونه د دروغو د خبرونو له خپرولو څخه نیولې د کارکوونکیو او ساینسپوهانو تر نښه کولو پورې رسېږي.
د غوایي په میاشت کې، برتانیا او متحده ایالاتو د تنظیم شویو جنایتکارانو له خوا «چې تر ډېره د نورو دولتونو فعالانو سره تړاو لري» د روغتیایي ماهرانو پر ضد د انټرنټي بریدونو د زیاتېدلو په هکله خبرداری ورکړ.
د متحده ایالاتو د انټرنټي امنیت او د بېخبنا د امنیت ادارې او د برتانیا د انټرنټي امنیت ملي ادارې وویل چې هغوی په پراخه کچه داسې «د پاسورډ خپرېدلو» تکتیکونه کشف کړي -- چې له لارې هکران هڅه کوي چې په عام ډول استعمالېدونکیو پاسورډونو له لارې حسابونو ته لاسرسی وکړي -- او غواړي چې د روغتیایي پاملرنې ادارې او د طبي تحقیق موسسې په نښه کړي.
په ورته وخت کې، د چین او روسیې رژیمونو په ځانګړې توګه په دې برخه کې همکاري زیاته کړې چې د کروناوایرس د وبا په هکله غلط روایات خپاره کړي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د نړۍ والو چارو د مرکز منتظمې ليا ګبریال چې بهرني تبلیغات څاري، وویل، «ان د کووېډ - ۱۹ له بحران څخه مخکې موږ موندلې وه چې د روسې او د چین د ولسي جمهوریت تر منځ تر یوې مشخصې کچې پورې همغږي شته.»
ګبریال وویل، «بیجینګ د وخت له غوښتنو سره سم او په زیاتېدونکي ډول له داسې تخنیکونو څخه کار اخلي چې مسکو یې له ډېرې مودې راهیسې کاروي.»