روغتیا

په پاکستان کې د کورونا ويروس ناروغۍ له کبله د مرګونو مخ په زياتيدونکی شمیر د ناقصو چینایي وینټیلیټرو سره تړاو لري

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

ډاکټران د جولای په ۱۲مه په پېښور کې په خیبر ټيچنګ هسپتال کې هغه مريض ګوري چې وينټيلېټر ورته لګول شوی دی. [اشفاق یوسفزۍ]

ډاکټران د جولای په ۱۲مه په پېښور کې په خیبر ټيچنګ هسپتال کې هغه مريض ګوري چې وينټيلېټر ورته لګول شوی دی. [اشفاق یوسفزۍ]

پېښور -- ډاکټران وایي چې په چین کې جوړ شوي خراب وینټیلېټرې په پاکستان کې د کورونا ويروس ناروغۍ له امله د مخ په زياتيدونکو مرګونو يو لوی عامل دی.

په سوات کې په سيدو ټيچنګ هسپتال کې ډاکټر رفيق احمد وويل، "ناقص وینټیلېټرې د کورونا ويروس د هغه ډيرو ناروغانو د مرګونو يو لوی لامل دی چې د ډیرې پاملرنې يونټونو [آی سي يوز] کې يې میخانیکي وینټیلېشن ته اړتیا لرله."

هغه زیاته کړه، "دا ونټيلېټرې د ښه کیفیت نه ول، چې په پایله کې ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړو."

هغه وویل، تر دې دمه په سوات کې د کورونا ویروس له امله ۱۰۱ ناروغان مړه شوي دي، چې په دوی کې ۸۰ هغه ناروغان وو چې ډاکټرانو ورته چینایي وینټیلېټرې لګولی وې.

هغه وويل، په داسې حال کې چې وینټیلېټرې د سختو ناروغانو سره په مرسته کې خورا مهم ګڼل کیږي،چین د بې کیفیته تجهیزاتو په پلورلو سره د دې وضعیت پورې خندا کړې ده.

احمد وویل، "چین د ناقصو کیټونو، شخصي حفاظتي تجهیزاتو [پي پي اي] او ټیسټ مشینونو په چمتو کولو سره د کورونا ويروس ناروغۍ نه ډېرې زياتې پیسې ترلاسه کوي، چې د ګټې پر ځای ناروغانو ته ډیر زیان رسوي."

پروفیسر نور وزیر، چې په پېښور کې په حیات آباد ميډيکل کمپليکس (اېچ اېم سي) کې د کورونا ويروس ناروغۍ د آی سي يو ډايريکټر دی، د جولای په ۶مه د خېبر پښتونخواه د روغتیا ادارې ته ولیکل چې هغه د هغو وينټيلېټرو د کيفيت په اړه ټکان ترلاسه کړو کوم چې د چین لخوا چمتو شوي دي.

"زه هغه شرکت ته فون کوم چې موږ ترې وینټیلېټرې اخیستي دي، خو دوی وايي چې حکومت د څارنې او ترمیم لپاره هیڅ تړون نه لري." "دا واقعي د مايوسۍ خبره ده ځکه چې موږ د ماليې ورکونکو پیسې ضایع کوو."

نور ناقص تجهیزات

د اېچ اېم سي معالج جواد شاه وویل، تر اوسه پورې په دې هسپتال کې د کورونا ويروس ۷۵۰ ناروغان وو، چې په دوی کې ۳۰۰ ناروغانو ته وینټیلېټرې لګول شوي وې. په دغه ناروغانو کې يوازې ۴۰ کسان ژوندي پاتې شول.

"موږ به لږ تر لږه د ۹۰٪ ناروغانو علاج کړی وای که چیرې موږ معیاري وینټیلېټرې لرلې." "د يو وینټیلېټر لګښت د ۳۰،۰۰۰ ډالرو [۵ مليونه پاکستانۍ روپۍ] نه زيات دی. دا د خورا جدي ناروغانو لپاره اړین دي. چینايي وسایلو، تجهیزاتو، شخصي حفاظتي تجهيزاتو او کیټونو د کورونا ويروس ناروغۍ پروړاندې زموږ غبرګون متاثره کړی دی."

هغه زیاته کړه، د نه منلو وړ وینټيلېټرې په ګوته کولو سربیره، طبي کارکونکو د چینايي د تبې معلومولو آلاتو، مخ ماسکونو او د بوټانو د پوښونو په اړه په پراخه کچه شکایتونه کړي دي.

هغه د وینټیلیټرو کمزورو برخو ته اشاره وکړه، کوم چې دا ګرانوي چې ناروغانو ته د اکسیجن دوامداره جریان برقرار وساتي.

په اسلام آباد کې د ملي روغتیا خدماتو، مقرراتو او د همغږۍ د وزارت ډاکټر شاه زيب وویل، تر اوسه پورې، په پاکستان کې د کورونا ویروس له امله ۴،۹۸۰ قربانیان مړه شوي دي.

په دغه کسانو کې، ۹۱٪ په هسپتال کې داخل شوي وو، په داسې حال کې چې ۹٪ په کور کې مړه شوي دي.

هغه وویل، ۵۷٪ هغه کسان په هسپتالونو کې مړه شول کومو ته چې وینټیلېټرې لګول شوي وې.

هغه وویل، "موږ د آی سي يو په ناروغانو کې د مرګونو د لوړې کچې له کبله حکومت ته د ناقصو وینټیلېټرو په اړه راپور ورکوو." "په مړو شویو ناروغانو کې تقريباً د ۷۵.۳٪ ناروغانو عمر ۵۲ کاله یا زیات وو. کيدې شې چې دوی د غوره وینټیلېټرو سره ژوندي پاتې شوي وای."

د خېبر پښتونخواه ترټولو لوی طبي مرکز، لېډي ریډینګ هسپتال، د کورونا ویرس ناروغانو لپاره ۳۳ وینټیلېټرې او ۲۳۰ بسترونه لري.

ډاکټر شوکت علي، چې د دې مرکز په آی سي یو کې کار کوي، وویل چې تر دې دمه د کورونا ويروس يوازې نهه ډېر زيات سخت ناروغان ژوندي پاتې شوي دي.

په دغه هسپتال کې د کورونا ويروس د ناروغۍ له امله ۲۴۹ مرګونه ثبت شوي دي.

علي وویل، "دې وینټیلېټرو په هغه وخت کې کار پريښودو کله چې ناروغانو میخانیکي وينټيلېشن ته اړتیا لرله." "موږ د دې مسلو په اړه حکومت ته شکایت کوو، خو اوس حکومت ځایي وینټيلېټرې چمتول کول پیل کړي چې خورا ښه دي. موږ هيله لرو چې د کورونا ويروس ناروغۍ له کبله د مرګونو کچه به راکمه شي."

پرځای یې پاکستاني آلات کارول

د خېبرپښتونخواه د روغتیا ډپټي ډايريکټر ډاکټر عمر جاوید وویل، پاکستاني وینټیلېټرې اوس د خېبر پښتونخواه په مختلفو ضلعو کې هسپتالونو ته رسيږي.

"تر اوسه پورې، موږ ۴۰۰ وینټیلېټرې لرو، چې موږ په هغه ۱۱ تدریسي هسپتالونو کې نصب کړي دي کوم چې د کورونا ويروس ناروغۍ ناروغان داخلوي. اوس به موږ توان ولرو چې په هره ضلعه کې د کورونا ويروس ناروغان داخل کړو."

جاوید وویل، د ساینس او ټکنالوژۍ وزارت او د پاکستان پوځ، کارکونکو ته روزنه ورکوي چې څرنګه وینټیلېټرې په سمه توګه وچلوي. هغه زياته کړه، په داسې حال کې چې په چینايي وینټیلېټرو کې جدي مسلې موجودې وې، د پاکستاني وینټیلېټرو کارول اسان دي.

د ساینس او ټکنالوژۍ وزیر فواد حسین چوهدري وویل، پاکستان د وینټیلېټرو تولید ګړندی کوي.

هغه وويل، "موږ په لومړي پړاو کې، چې د جولای په ۵مه پای ته رسيدلی و، ۱۲ وینټیلېټرې جوړې کړې وې، او اوس په هفته کې تولید تقريباََ ۲۵۰ دی."

چوهدري وویل، "موږ دا وبا د يو فرصت په توګه کاروو چې خپل روغتیايي سیسټم پیاوړی کړو." هغه زياته کړه چې پاکستان په پام کې لري چې په راتلونکو هفتو کې وینټيلېټرې صادرې کړي.

هغه وویل چې تقريباََ د ۳۰۰ انجنیرانو يو ګروپ د دې آلاتو په جوړولو او روغتیایي مسلکيانو ته د دغه آلاتو د چلولو لپاره په ټريننګ ورکولو باندې کار کوي.

هغه زياته کړه، "پاکستان له مخکې نه ماسکونه، د لاس وينځلو جېل او د نورو تجهیزاتو تولید پيل کړی چې خپل ضرورتونه پوره کړي او صادر يې هم کړي."

چوهدري وویل، د چینایي وینټیلېټرو برعکس، چې په ځای ولاړ وي، پاکستاني وینټیلېټرې، چې د متحده ایالاتو د خوراک او درملو ادارې (اېف ډي ای) او د پاکستان انجینېرینګ کونسل لخوا تصویب شوي دي، د وړلو وړ دي او په امبولانسونو یا د ناروغانو په کورونو کې کارول کيدی شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500