جرم او انصاف

د تحقیقاتو راپور تاییدوي چې د کراچۍ د جرمي ډلې مشر د ایران لپاره جاسوسي کوله

د ضياء الرحمان لخوا

په اپرېل ۲۰۱۶ کال کې د رینجرو لخوا يو خپور شوی انځور د منع شوي ډلې 'د خلکو د امن کيمټۍ' مشر عزير بلوچ ښیي چې په توقیف کې دی. [د سیند رینجر]

په اپرېل ۲۰۱۶ کال کې د رینجرو لخوا يو خپور شوی انځور د منع شوي ډلې 'د خلکو د امن کيمټۍ' مشر عزير بلوچ ښیي چې په توقیف کې دی. [د سیند رینجر]

کراچۍ -- د سیند حکومت لخوا يو وروستي خپور شوي راپور د دې تورونو تاييد کړی چې د کراچۍ د يوې بدنامې ډلې مشر د ایران رژیم لپاره جاسوسي کوله، چېپه پاکستان کې يې د تاوتریخوالي ډلو د ملاتړ لپاره د تهران د هڅو په اړه اندیښنې راپورته کړي دي. .

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د سیند د کورنیو چارو وزارت د جولای په ۶ مه د عزیر بلوچ په اړه د ګډو تحقيقاتو ډلې (جی آی ټي) راپور خپور کړو.

بلوچ، چې د منع شوي وسله والې ډلې 'د خلکو د امن کمیټۍ' (پي ای سي) مشر دی، د جنوري ۲۰۱۶ کال راهيسې په پاکستان کې په توقيف کې ساتل شوی کله چې چارواکو هغه په کراچۍ کې ونیولو.

د ګډو تحقيقاتو ډلې، چې د استخباراتو او قانون پلي کونکو په چارواکو مشتمله ده او په ۲۰۱۶ کال کې جوره شوې ده، بلوچ د وژنې، شوکې، تښتونې او د نشه يي توکو د قاچاق په درجنونو کېسونو کې او ایران ته د پاکستان په اړه د پټو اطلاعاتو د ليږدولو له کبله مجرم وګرځولو.

د ۲۰۱۲ کال يو تصوير ښیي چې د کراچۍ پولیس د هغه جنايت کارانو پر وړاندې عمليات ترسره کوي د کومو چې عزیر بلوچ مشري کوي. [ضیاء الرحمان]

د ۲۰۱۲ کال يو تصوير ښیي چې د کراچۍ پولیس د هغه جنايت کارانو پر وړاندې عمليات ترسره کوي د کومو چې عزیر بلوچ مشري کوي. [ضیاء الرحمان]

دا هغه یو انځور دی چې ایران په زینبیون بریګیډ کې د پاکستانیانو د استخدام لپاره د "مینه وال مړه کيږي" په نوم د پروپيګنډې په فلم کې استعمال کړی دی. [فايل]

دا هغه یو انځور دی چې ایران په زینبیون بریګیډ کې د پاکستانیانو د استخدام لپاره د "مینه وال مړه کيږي" په نوم د پروپيګنډې په فلم کې استعمال کړی دی. [فايل]

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په اکتوبر ۲۰۱۱ کال کې په کراچۍ کې په پي ای سي، چې په کراچۍ کې د مختلفو فعالو ډلو يوه ډله ده، په جرمي فعالیتونو کې د لاس لرلو له کبله بنديز ولګوو. بيا په ۲۰۱۳ کال کې په کراچۍ کې د تاوتریخوالي ډلو پروړاندې مبارزې بلوچ ایران ته په تيښته مجبوره کړو.

د جی آی ټي راپور وايي، بلوچ د تحقیقاتو ټیم ته وویل چې هغه په ۲۰۰۶ کال کې د ایران شناختي کارډ او پاسپورټ ترلاسه کړو.

په دې راپور کې راغلي چې څنګه بلوچ په ۲۰۱۴ کال کې د ایران په چابهار کې د حاجي ناصر په نوم له یو کس سره ولیدل، چې د بلوچ او د ایران د استخباراتو افسرانو ترمنځ د غونډې د جوړولو وړاندیز یې وکړو.

دغه راپور وايي، "د دغه تورن په مرضۍ، د حاجي ناصر لخوا د ایران د استخباراتو افسرانو سره یوه غونډه جوړه شوه چې د دغه تورن څخه پکې وغوښتل شول چې د [پاکستاني] وسله والو ځواکونو د چارواکو په اړه ځینې معلومات چمتو کړي."

په دغه راپور کې راغلي، "تورن [بلوچ] بهرنيو ايجنټانو [ايراني استخباراتو افسرانو] ته د پوځ د تاسيساتو او چارواکو په اړه د پټو معلوماتو/خاکو په ورکولو سره د جاسوسۍ په کارونو کې لاس لرلو."

د راپور له مخې، وروسته له هغې چې بلوچ د ايران لپاره د جاسوسۍ اعتراف وکړو، هغه د پاکستان پوځ ته وسپارل شو چې "د جاسوسۍ په فعالیتونو کې د لاس لرلو په خاطر د پاکستان د پوځ د قانون له مخې محاکمه شي، کوم چې د رسمي رازونو قانون ۱۹۲۳ لاندې راځي."

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۷ کال د اپرېل په ۱۲مه په یو ټویټ کې اعلان وکړو چې دې بلوچ د جاسوسۍ په تور (بهرنیو استخباراتي ادارو ته حساس امنیتي معلومات ورکول) د پاکستان د پوځ د قانون لاندې په توقیف کې ساتلی دی.

تهران په پاکستان کې د اورپکۍ ملاتړ کوي

ډېر شواهد څرګندوي چې د ایران رژیم په پاکستان کې د تاوتریخوالي د ډلو ملاتړ کوي، چې په چارواکو او څارونکو کې یې د ايران د استخباراتي فعاليتونو د مخ په زیاتیدونکي خطر په اړه اندیښنې راپورته کړي دي.

په تير وختونو کې، د پاکستان استخباراتي ادارو د هغه شيعه زيارت کونکو په اړه اندیښنه څرګنده کړې چې د ایراني نفوذ ښکار کیږي او د تهران په ملاتړ په اجیر ډلو کې استخدام کيږي چې په عراق او سوریه کې وجنګیږي.

د فبرورۍ په مياشت کې، د کراچۍ د پولیسو د تروریزم ضد ادارې (سي ټي ډي) سیمنز چورنګي ته نژدې د استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې دوه مشکوک کسان ونیول.

په دغه شکمن کسانو کې يو -- سید کامران حیدر زیدي، عرف کامي -- د زینبیون بریګیډ سره تړاو لرلو. زينبيون بريګيډ هغه مليشه ده چې په پاکستانيانو مشتمله ده او د صدر بشارالاسد د رژیم سره د مرستې لپاره سوریې ته د جګړې لپاره استول شوې ده.

په سوریه کې د پاکستانی جنګیالیو لپاره اساسي استخداموونکي، تمویلوونکي او اداره کونکي د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) او د دې قدس ځواک دی.

چارواکو وویل، د ایران رژیم هم د پاکستان پولې ته څېرمه په خپله خاوره کې د وسله والو په پټنځایونو سترګې پټوي او ترهګرو ته اجازه ورکوي چې د بلوچستان له لارې دغه هیواد ته واوړي او بریدونه پیل کړي.

په پنجګور کې دېره يو پاکستاني امنیتي چارواکي طفیل بلوچ د فبرورۍ په مياشت کې وویل، "په میرجاوا او په بلوچستان صوبه کې د مکران سيمې ته نژدې په نورو ایراني سرحدي سیمو کې د پاکستان او ایران د پولې په اوږدو کې د وسله والو پټنځایونه شتون لري." په دغو پټنځایونو کې پټ شوي وسله وال په بلوچستان کې له بریدونو وروسته تښتي.

هغه وویل، "موږ په دوامداره توګه د استخباراتو د شریکولو له لارې د ایران د سرحد امنیتي چارواکو ته د وسله والو پټنځایونه په ګوته کوو، خو دوی د ښکېلتیا د دوه اړخیزو قوانینو سرغړونه کوي او په دې مسله کې جرمي غفلت څرګندوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500