بشري حقونه

د تهران له خوا د ویروس پروړاندې غلط ګامونه په ایران کې د پاکستاني قيديانو د روغتیا په اړه اندیښنې راپورته کوي

د ضياء الرحمان لخوا

یو سرتیری، چې په مخ يې ماسک اچولی دی، چمتو ولاړ دی، په داسې حال کې چې بسونه د مارچ په ۱۸ مه هغه زيارت کونکي وړي کوم چې د پاکستان او ایران د سرحدي ښار تفتان له لارې له ایران نه راغلي دي. [شاهد علي/ ای اېف پي]

یو سرتیری، چې په مخ يې ماسک اچولی دی، چمتو ولاړ دی، په داسې حال کې چې بسونه د مارچ په ۱۸ مه هغه زيارت کونکي وړي کوم چې د پاکستان او ایران د سرحدي ښار تفتان له لارې له ایران نه راغلي دي. [شاهد علي/ ای اېف پي]

اسلام آباد -- په ایران کې د پاکستاني بندیانو د خوندیتوب او روغتیا په اړه اندیښنې مخ په ډېرېدو دي ځکه چې دغه رژیم د بې لګامه کورونا ويروس د خپریدو په اړه د دقیقو معلوماتو په چمتو کولو کې پاتې راغلی دی.

په لاهور کې دېره د بشري حقونو یوې ډلې، د جسټس پروجيکټ پاکستان (جی پي پي) د جون په ۲۲مه په یو بیان کې د ایران په جيلونو کې د "لږو پیژندل شويو پاکستاني بندیانو" د امنیت په اړه جدي اندیښنه څرګنده کړه او له حکومته یې وغوښتل چې سمدلاسې دې دوی بیرته ستانه کړي.

جی پي پي له ایران څخه د څرګند شويو راپورونو په حواله وويل چې د ایران په زندانونو کې له ۳۳۵ څخه د ډیرو بندیانو د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره ټسټونه مثبت راغلي دي، چې لږ تر لږه ۱۸ کسان پکې مړه شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشه فاروقي په تیره هفته کې رسنیو ته وویل، ایراني چارواکي ادعا کوي چې دوی په زندانونو کې ۱۳۴ پاکستانی بندیان لري.

د روغتيا يو کارکونکی په حفاظتي جامو کې د جون په ۳مه په پېښور کې د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د سکرینینګ او ټسټ مرکز کې د يو کس نه نمونه اخلي. [شهباز بټ]

د روغتيا يو کارکونکی په حفاظتي جامو کې د جون په ۳مه په پېښور کې د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د سکرینینګ او ټسټ مرکز کې د يو کس نه نمونه اخلي. [شهباز بټ]

جی پي پي د جون په ۲۲مه په یو بیان کې ادعا وکړه چې سمه شمیره ۱۸۹ ده.

فاروقي وویل، پاکستاني چارواکو د ایران د حکومت قانع کولو لپاره هڅې پیل کړې چې پاکستانیان دې بیرته خپل هیواد ته واستوي. هغې زياته کړه چې په تهران کې د پاکستان سفارت خانه د اړوندو چارواکو سره په دوامداره توګه په تماس کې ده چې د دې بندیانو خوندیتوب يقيني کړي.

فاروقي وویل، د ایراني چارواکو د معلوماتو په اساس، د هیڅ يو پاکستانې قيدي د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره ټسټ مثبت نه دی راغلی.

که څه هم، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت کې د حقونو خپلواکو ډلو او سرچینو وویل چې د ایران رژیم د پاکستاني بندیانو په اړه خورا لږ معلومات چمتو کوي او دا کيدی شي چې د دوی شمیره د اصلي شميرې نه زياته وي.

جی پي پي وویل، "د ۱۸۹ پاکستاني بندیانو د روغتیا او خوندیتوب په اړه، ډېر لږ معلومات شتون لري، کوم چې د کورونا ويروس ناروغۍ پر مهال د ایران په زندانونو کې له ستونزو سره مخ دي."

معلومات پټ ساتل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړي چارواکي موافقه وکړه چې د ایران په زندانونو کې د روغتيايي وضعیت په اړه دقیق معلومات ترلاسه کول مشکل دي ځکه چې تهران د معلوماتو په ورکولو کې زړه نازړه دی.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل، چې کیدی شي په ایراني زندانونو کې له ۱،۰۰۰ څخه ډېر پاکستاني بندیان وي "ځکه چې ایران د بندیانو په اړه معلومات پټ ساتي، او دا حساس معلومات ګني.

د پاکستان د بشري حقونو ډله شک لري، ځکه چې له مخکې نه د کورونا ویروس د خپریدو په اړه د تهران د شفافيت نشتوالیپه پاکستان کې د عامې روغتیا لپاره د يو ناوړه خطر لامل ګرځیدلی دی.

رویټرز د اپرېل په مياشت کې په ایران کې روغتيايي چارواکو او ډاکټرانو ته په اشاره سره راپور ورکړو، ایراني چارواکو د دسمبر او جنورۍ په وروستیو کې په قم کې، چيرته چې ډېرو پاکستانيانو سفر کړی دی، د ناروغانو د مخ په زياتيدونکو شمير په اړه د ډاکټرانو خبرداری له پامه وغورځولو کومو چې زياته تبه لرله او د پړپوسانو په ناروغۍ اخته وو.

د ایران رژیم په هيواد کې د کورونا ویروس د خپریدو په اړه په زرګونو زيارت کونکو ته دقیق معلومات ور نه کړل.

ایراني چارواکو بیا په زرګونو حاجیان او کډوال له قم څخه پاکستان ته بيرته وليږل، کوم چې په وژونکي کورونا ویروس اخته شوي وو.

د پاکستان د وزیر اعظم عمران خان ځانګړي مرستيال ډاکټر ظفر مرزا د مارچ په وروستيو کې وویل، د پاکستان د کورونا ویروس ناروغۍ تقريباََ ۹۰٪ کېسونه د ایران له کبله رامينځته شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت يو چارواکي وویل، د کورونا ويروس ناروغۍ د احتمالي ناروغیو سربیره، د ایران په زندانونو کې پاکستاني بندیان د خپل وضعیت سره مبارزه کوي، او دوی د نفسياتي او جسماني روغتیا د مسلو سره مخامخ کوي.

د بندیانو د وژلو راپورونه

د ایران رژیم د جون په ۱۹مه په دې اړه وویل چې دا چمتو دی چې د پاکستان په ګډون د نورو هیوادونو سره بندیان بدل کړي.

جی پي پي وویل، خان د ۲۰۱۹ کال په اپرېل کې ایران ته د خپل سفر په دوران کې د پاکستاني زندانیانو مسله راپورته کړه، چې د هغوی په چټکۍ سره د بیرته راستنیدو لپاره يې څه هیلې رامينځته کړې.

د بهرنیو چارو وزارت چارواکي یادونه وکړه، که څه هم، ایران د خان په غوښتنه حتی یو بندي هم خوشی نه کړو.

د ایران په زندانونو کې، چې د ویروس له امله سخت ځپل شوي دي، د تاوتریخوالي په اړه راپورونو په حقوقي ډلو کې د پاکستاني بندیانو د خوندیتوب په اړه اندیښنه رامينځته کړي ده.

د بخښنې نړیوال سازمان په خپلې ویب پاڼې کې د اپرېل په ۱۹مه په یو بیان کې وويل، ويره شتون لري چې لږ تر لږه ۳۶ بنديان د کورونا ویروس د خونديتوب د اندیښنو له امله د احتجاجونو په دوران کې د ایراني امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي.

د بخښنې نړيوال سازمان ډپټي ريجنل ډايريکټر ډیانا التاهوي په يو بیان کې وویل، "دا ډيره ناوړه خبره ده چې د کورونا ويروس ناروغۍ څخه د خونديتوب په اړه د بندیانو قانوني غوښتنو ته د ځواب ویلو پرځای، ایراني چارواکو د خلکو د اندیښنو د لرې کولو لپاره یو ځل بیا وژلو ته مخه کړې ده."

ملګرو ملتونو د اپرېل په میاشت کې په ایران کې د یو تنکي مجرم د مړینې په اړه خپله غوسه وروسته له هغې څرګنده کړه کله چې ساتونکو هغه ووهلو او وټکولو. دا پيښه وروسته له هغې رامينځته شوه کله چې قيديانو د کورونا ویروس د وبا له امله د هغوی د خوشې کیدو غوښتنه وکړه.

د کراچۍ د بشري حقونو وکیل شفق علي وویل، د بندیانو د روغتیا په اړه راپورونه د اندېښنې وړ دي او د پاکستان حکومت باید پر ایراني رژیم فشار راوړي چې بندیان بيرته راواستوي.

علي وویل، "زندانونه او ساري ناروغۍ يو خطرناک ترکیب دی او بندیان د غیر صحي او د ګڼې ګوڼې له امله د ایران په ګډون په ډیرو هیوادونو کې په اسانۍ سره ډېر زيات ځپل کيږي."

هغه وویل، د ایران په زندانونو کې بندیان زياتره بهرني بندیان وکیلانو، ژباړونکو یا د هغوی د هیوادونو د سفارتي ماموریتونو د قونسلګرۍ مرستې ته لاسرسی نه لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500