تروريزم

متحده آیالاتو د داعش د مشر د نیولو لپاره انعام د ۱۰ ميليونو ډالرو پورې دوه چنده کړو

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

په ۲۰۱۸ کال کې په سوریه کې د داعش يو غړی ښودل شوی دی. [فایل]

په ۲۰۱۸ کال کې په سوریه کې د داعش يو غړی ښودل شوی دی. [فایل]

واشنګټن -- متحده ایالاتو د چهارشنبې په ورځ (د جون په ۲۴مه) د داعش ډلې د مشر د نیولو لپاره خپل انعام (د ۱۰ ميليونو ډالرو پورې) دوه چنده کړو.

متحده ایالاتو له مخکې نه د امیر محمد عبدالرحمان المولي الصلبي لپاره د ۵ ملیونو ډالرو وړاندیز کړی و مخکې له دې چې هغه د ابوبکر البغدادي، چېد اکتوبر په میاشت کې په سوریه کې د متحده ایالاتو د کمانډو لخوا په يو بريد کې وژل شوی و، د ځای ناستی په توګه وپیژندل شو.

الصلبي د ابو ابراهیم الهاشمي القریشي تخلص کاروي.

الصلبي، چې په ۱۹۷۶ کال کې زیږیدلی و، د اسلامي قانون یو عالم دی چې د یزیدي اقلیت د تعقیب د توجیه کولو لپاره يې فتوې خپرې کړي وې. دا هغه کمپاین دی چې ملګرو ملتونو د نسل وژنې په توګه بیان کړی دی.

یاغیانو په زرهاو یزیدیان، چې د یو پخواني مذهب پیروي کوي، ووژل او په زرګونو نورې ښځې او جينکۍ یې وتښتولې او غلامانې يې کړې، په داسې حال کې چې دوی په مینځني ختیځ کې ډير زيان رامينځته کړو.

الصلبي د عراق په موصل کې په یوې ترکمنه کورنۍ کې زیږیدلی و، چې په هغه يو څو غير عربي کسانو کې و چې د داعش په لیکو کې لوړ مقام ته ورسيدو.

په راپورونو کې ویل شوي چې په ۲۰۰۴ کال کې الصلبي د متحده ایالاتو ځواکونو لخوا د عراق په سویل کې په بوکا کيمپ کې توقیف شوی و، چیرې چې هغه له بغدادي سره ولیدل.

داعش د خپل واک په اوج کې د عراق او سوریې په پراخه سیمه واک کولو او له لویدیځ څخه یې رضاکاران راجلب کړي ول، خو ایتلافي ځواکونو یې مرکزونه له مينځه وړي دي.

که څه هم داعش په پراخه کچه کمزوری شوی دی، دا اوس هم په ټوله نړۍ، په ځانګړي توګه عراق، سوریه او افغانستان کې عملیات ترسره کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا فلسطین او بوسنیائی مسلمانوں خزو او نرو او کشمیر یانو او نڑے نور مسلمانانو مرگ ھیس حثیت نہ لری صرف عیسائی او یزیدی او یہودیان انسان دی

ځواب