امنیت

ځایي ځوانان د ټولنیزو رسنیو نه کار اخلي چې وزیرستان د سياحتي ځای په توګه بدل کړي

د دانش يوسفزۍ لخوا

په وزیرستان کې د غرنيزې درې يو تصویر. [فرمان الله/ په وزیرستان کې سیاحت]

په وزیرستان کې د غرنيزې درې يو تصویر. [فرمان الله/ په وزیرستان کې سیاحت]

پېښور -- د وزیرستان -- چې یو وخت د القاعده او تحریک طالبان پاکستان په ګډون د وسله والو ډلو خوندي مرکز و، ځوان اوسیدونکي ټولنیزې رسنۍ کاروي چې سياحت ته وده ورکړي او د سیمې د تاوتريخجن تير وخت د بدنامۍ په له مینځه وړلو کې مرسته وکړي.

د داسې پيښو، لکه په ۱۹۷۹ کې پر ګاونډي افغانستان د روسیې برید او په دې وروستیو کې د ياغيانو فعالیتونو په څير، د پایلو له امله له ویجاړيدو سره، وزیرستان لیدلي چې ډیر اوسیدونکي یې د لسیزو راهیسې له سیمې څخه تښتیدلي دي.

په داسې حال کې چې وسله وال به له افغانستان څخه پولې ته ورننوتل، دغه سیمه په یو وخت کې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو د پیلولو لپاره ترټولو لوی مرکز و.

د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۸ کال ترمینځ، په ټول هیواد کې له ۶۰،۰۰۰ څخه ډیر ملکي وګړي او ۵،۰۰۰ پوځيان په ټول هيواد کې د وسله والو فعالیتونو له امله وژل شوي و، په داسې حال کې چې په زرګونو نور ژوبل شوي او بې کوره شوي وو.

د وزیرستان ځايي خلک د جون په ۶مه د سویلي وزیرستان د لده تحصیل په مروبي کلي کې د وزیرستان د شهزاده واجیع الدین د قبر څخه ليدنه کوي. [دانش یوسفزۍ]

د وزیرستان ځايي خلک د جون په ۶مه د سویلي وزیرستان د لده تحصیل په مروبي کلي کې د وزیرستان د شهزاده واجیع الدین د قبر څخه ليدنه کوي. [دانش یوسفزۍ]

طفیل احمد د جون په ۸ مه د خپل فېسبوک ګروپ 'په وزیرستان کې سياحت' تازه کوي. هغه دا ګروپ د می په ۱۶مه جوړ کړو چې په وزیرستان کې سولې او سياحت ته وده ورکړي. [دانش یوسفزۍ]

طفیل احمد د جون په ۸ مه د خپل فېسبوک ګروپ 'په وزیرستان کې سياحت' تازه کوي. هغه دا ګروپ د می په ۱۶مه جوړ کړو چې په وزیرستان کې سولې او سياحت ته وده ورکړي. [دانش یوسفزۍ]

د یاغیانو د له مينځه وړلو لپاره د پوځ لخوا د کلونو عملیاتو وروسته، په شمالي او سویلي وزیرستان کې سوله زياتره بيرته بحال شوې ده. د قبایلي ضلعو اصلي وګړي خپل مورني وطن ته راستنیږي، دوی هيله مند دي چې دوی د سیاحت او سوداګرۍ په شمول د سیمې د پرمختیايي امکاناتو څخه ګټه پورته کولی شي.

یو داسي پروژه چې موخه يې د سياحت صنعت ته وده ورکول او دغه سیمه بدلول دي د ټولنیزو رسنیو له لارې پیل شوې ده.

طفیل احمد، چې د ټولنیزو رسنیو يو ځوان فعال دی، د می په ۱۶مه "په وزیرستان کې سياحت" په نوم د فېسبوک يو ګروپ پیل کړو، چې په ځانګړې توګه د وزیرستان اوسیدونکو لپاره جوړ شوی چې د سیلانیانو راجلبولو په هدف سره پوسټونه او انځورونه شریک کړي.

په دې ګروپ کې په لومړیو ۱۲ ورځو کې ۱۳،۰۰۰ غړي رجسټر شول او اوس تقريباََ ۲۷،۰۰۰ غړي لري.

د دې ګروپ موخه د سیمې طبیعي ښکلا، د سیاحتي ځایونو او تاریخي ځایونو په خپرولو سره د سيلانيانو راجلبولو پورې محدود نه ده بلکې د دې موخه داهم ده چې د ترهګرۍ او تاوتریخوالي داغ له مینځه وړلو سره د وزيرستان انځور بدل کړي، کوم چې د سیمې او خلکو سره تړاو لري.

د سولې بيرته بحالي

احمد وویل، سیلانیان د دې ناوړه تیر وخت له امله وزیرستان ته د سفر کولو لپاره زړه نازړه دي.

هغه وویل، "زموږ موخه دا ده چې د خپلې ځمکې او خلکو انځور بدل کړو. موږ سوله خوښونکي خلک یو، او موږ به د سیلانیانو هرکلی وکړو چې د دې طبیعي ښکلا او تاریخي ځایونو وګوري. د دې ګروپ له امله، په زرګونو مسافرینو لیدنه کړې او موږ مثبت عکس العمل ترلاسه کوو."

د احمد له مخې، ډیرو سیلانیانو د شنو منظرونو له امله د مکین، شوال، رزمک، لده، بدر، کاني ګرام او شګۍ سیمو څخه لیدنه کړې ده. هغه وویل چې د لکي مروت او کشمور څخه راغلو سیلانیانو په فېسبوک پاڼه باندې تبصره کړې چې دوی د ځایي خلکو میلمستيا په زړه پورې وموندله.

شهاب ګل، چې د سايکل چلولو ډلې يو غړی دی او په تيره می کې يې وزيرستان ته سفر کړی و، وويل چې وزیرستان د ۲۰۰۱ کال نه مخکې، کله چې القاعدې د متحده ایالاتو پروړاندې ترهګریز بریدونه پیل کړل، د ملي او نړیوالو سيلانيانو لپاره د پام وړ سياحتي ځای و.

ګل وویل، دغه بریدونه او په پايله کې په افغانستان کې شخړې په وزیرستان کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو لامل شو او ډیر ځایي اوسیدونکي يې دې ته اړ کړل چې د خپل ژوند له ويرې له کبله له خپلو کورونو څخه کډه وکړي.

د پاکستاني پوځ لخوا د وسله والو پروړاندې د عملیاتو نه وروسته، عادي حالات او سوله تر ډیره حده پورې واپس راغلې.

ګل وویل چې هغه ژمن دی چې په پاکستان کې د سايکل چلولو نور کلبونه وهڅوي چې وزیرستان ته سفر وکړي.

"زه د پرايويټ سرمايه کارانو سره په صوبايي او وفاقي حکومتونو غږ کوم چې دلته د سياحت صنعت ته وده ورکړي." "د معیاري هوټلونو او ریستورنټونو جوړول باید لومړی لمړیتوب وي ځکه چې دا به نه یوازې د سیلانیانو سره مرسته وکړي بلکې د ځایي اوسیدونکو لپاره د روزۍ ګټلو وسیله به هم وي چې د لسیزو د بغاوت له کبله يې هرڅه له لاسه ورکړي دي."

د تاریخي سياحت لپاره يو مرکز

په وزیرستان کې يو ځایي خبریال شهریار محسود وویل، د ټولنیزو رسنیو کمپاین هغه دې ته وهڅوو چې خپله مورنۍ سيمه بيرته وګوري.

محسود وویل، "د فېسبوک ګروپ څخه لیدلو وروسته، ما پریکړه وکړه چې په سايکل سفر وکړم او له مکین، شوال درې، لده او کاني ګرام څخه مې لیدنه وکړه." "د پوځ له خوا هرکلی ډیر هڅونکی و، او د ځایي خلکو ميلمستيا تاسو په دې مجبوروي چې په دې ځمکه باندې د دې کوچني جنت سره مینه وکړئ. که تاسو د اوسیدو ځای نه لرئ، نو ځایي خلک به له فخر سره تاسو له ځان سره پاتې کړي."

محسود وویل، د بیارغونې د هڅو د یوې برخې په توګه، وسله والو د شمالي وزیرستان په رزمک کې د لوی سوپر مارکیټونو او شاپینګ مالونو په جوړولو کې مرسته کړې ده چې وسله والو تباه کړې ول.

د دې کال په سر کې، صوبايي حکومت په شمالي وزیرستان کې د میرانشاه بازار د دوکانونو، ګيس سټیشنونو او نورو اړوندو سکتورونو لپاره د ۱۳ کروړه روپیو (۷۷.۶ مليونه امريکايي ډالره) معاوضې پيکج منظور کړو.

محسود وویل، د دې د طبیعي ښکلا سربیره، وزیرستان د مختلفو تمدنونو او قبیلو د پاتې شونو سره چې یو وخت په دې سیمه کې اوسيدلی ول او حکومت يې کړی و، د تاریخي سياحت لپاره يو مرکز پاتې شوی دی.

هغه زیاته کړه، "د شهزاده فضل دین قبر [چې په نړيوالو جنګونو کې د وزیرستان قومي مشر و] په مکین کې پروت دی، په داسې حال کې چې د انګلستان د الیګزانډر قلعه په رزمک کې موقعیت لري. دا قلعه یو وخت د جنګي قومونو د څارنې لپاره کارول کیده."

یو بل ځایي ژورنالیست صفی الله ګل محسود وویل، په وزیرستان کې د ځوانانو او په ځانګړې توګه د طفیل احمد له خوا دې سیمې ته وده ورکول خورا هڅونکې ده.

هغه وویل، د فېسبوک ګروپ "په وزیرستان کې سياحت" په ډیر لږ وخت کې په وزیرستان کې د زړه راښکونکي انځورنوو، ویډیوګانو او د طبیعي ښکلا په خپرولو سره خورا مشهور شوی دی.

هغه زیاته کړه، "دا هڅه به نه یوازې مثبت انځور وړاندې کړي، بلکې په راتلونکې کې به دې سيمې ته سياحتي صنعت راجلب کړي او حکومت به وهڅوي چې په دې کې سرمايه کاري وکړي."

هغه وویل، د معلوماتو او تفريح چمتولو کولو سربيره، ټولنیزې رسنۍ د ټولنې د مختلفو غړو لپاره اغیزمنې دي، چې په دې کې خیریه ډلې، تعلیمي سازمانونه او کاروبارونه شامل دي، او د چلند په بدلون او شکل ورکولو کې رول لوبولی شي.

محسود وویل، د "په وزیرستان کې سياحت" په صورت کې، ټولنیزې رسنۍ د وزیرستان د تقسيم شويو قبیلو، چې د ترهګرو لخوا د تعقیب څخه تښتیدلي وو، په یوځای کولو کې مرسته کوي، په داسې حال کې چې د سياحت صنعت ته وده ورکوي چې دا به دوامداره سوله او پرمختګ رامینځته کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 7

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په زړه پورې مقاله. دا ډول مقالې به د قبايلي سيمو مثبت انځور جوړ کړي او سيلانيان به راجلب کړي. ډیر ښه

ځواب

https://youtu.be/uB8nxLq0j-c . . په وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکې په لومړي ځل ويډيو لاګ

ځواب

غوره

ځواب

ډير ښه جناب

ځواب

په جنوبي وزیرستان ایجنسۍ کې د سياحتي فرصتونو په اړه غوره معلومات

ځواب

خوښ

ځواب

په وزیرستان کې د سياحت د راتلونکي په اړه د وضاحت کولو لپاره ستاسو د مقالې مننه

ځواب