امنیت

هبت الله چېرې دی؟ غیرحاضرۍ یې دا ګمانونه پیاوړي کوي چې ښایي د طالبانو مشر مړ شوی وي

سلام ټایمز

د طالبانو لوی مشر ملا هیبت الله اخوندزاده، چې په دې بې نېټې عکس کې لیدل کیږي، له میاشتو میاشتو راهیسې په مجلسونو او عامه کتنو کې نه ښکاري. [آرشیف]

د طالبانو لوی مشر ملا هیبت الله اخوندزاده، چې په دې بې نېټې عکس کې لیدل کیږي، له میاشتو میاشتو راهیسې په مجلسونو او عامه کتنو کې نه ښکاري. [آرشیف]

د طالبانو د جګپوړي مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د حال په اړه، لږ تر لږه له درې میاشتو راهیسې چې کووېډ - ۱۹ کروناوایرس په افغانستان کې تخریب پيل کړی دی، ګومانونه اوړي را اوړي.

دغه وژونکې ناروغي په لوړه کچه په خپرېدلو ده او افغان چارواکي د یوې «فاجعې» د راتګ خبرداری ورکوي ځکه چې د روغتونونو چپرکټونه په مریضانو ډک دي او د مړینو شمېر په ډېرېدلو دی.‌

په پیل کې چې کروناوایرس افغانستان ته ورسېد، طالبانو لاپې وهلې چې هغوی یې پر ضد مجادلې ته چمتو دي، خو اوس یاغیان په خپلو مرکزونو کې د وایرس د مهارولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د طالبانو په ډله کې د داخلي سرچینو په وینا، په حقیقت کې د هیبت الله په ګډون، ډېر طالب جنګیالي او مشران په کووېډ - ۱۹ اخته شوي دي.‌

په عکس کې، طالب مشران تېر کال دوحې ته رسېږي چې په بین الافغاني خبرو کې برخه واخلي. د طالب ډلو تر منځ داخلي اختلاف یو له هغو سببونو څخه دی چې له وېرې یې دغه ډله نه غواړي چې د جګپوړي مشر مړینه ښکاره کړي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

په عکس کې، طالب مشران تېر کال دوحې ته رسېږي چې په بین الافغاني خبرو کې برخه واخلي. د طالب ډلو تر منځ داخلي اختلاف یو له هغو سببونو څخه دی چې له وېرې یې دغه ډله نه غواړي چې د جګپوړي مشر مړینه ښکاره کړي. [کریم جعفر/ای اېف پي]

طالب اورپکي او کلیوال د کب په ۱۲مه د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې په یوه غونډه کې راټول شوي چې له متحده ایالاتو سره د سولې تړون ولمانځي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

طالب اورپکي او کلیوال د کب په ۱۲مه د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې په یوه غونډه کې راټول شوي چې له متحده ایالاتو سره د سولې تړون ولمانځي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د طالبانو جګپوړي نظامي مشر مولوي محمد علي جان احمد د غبرګولي په ۱۲مه فارن پالیسي مجلې ته وویل، «زموږ مشر ناروغ دی، خو د بېرته رغېدلو په لور روان دی.»

خو د پاکستان په کوېټه ښار کې د طالبانو د ډلې درې غړو یادې مجلې ته ویلي چې هغوی شک لري چې هیبت الله یادې ناروغۍ مړ کړی دی.‌

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د غبرګولي په ۱۳مه انکار وکړ چې هیبت الله یا کوم نور جګپوړي مشران دې په یاده ناروغۍ اخته شوي یا مړه شوي وي.

شکونه او مشکوکې ادعاوې

له مجلسونو او عامه کتنو څخه د اونیو اوږدې غیرحاضرۍ -- او د طالبانو د دروغو ویلو او د یوه مشر د مړینې پټولو تاریخچې ته په پام سره -- د مجاهد ادعاوې مشکوکې ښکاري.‌

په کوېټه کې د طالبانو یوه چارواکي ازادۍ راډېو ته وویل چې هغه د مشر مړینه نه تاییدولی شي او نه ترې انکار کولی شي.‌

د افغان حکومت یوه جګپوړي مشر د نوم نه ښودلو په شرط فارن پالیسۍ ته وویل، «په دوحه کې د طالبانو تقریبا ټول مشران په وایرس ککړ شوي دي.»

تر دې چې د کوچني اختر په مناسبت د هیبت الله کلنی پیغام هم تحریري وو، ‌نه ویډیوي یا غږیز پیغام چې د طالبانو جز او تامونو ته د هغه د روغتیا په هکله ډاډ ورکړي.

په اعلامیه کې، هغه په لوستونکو باندې غږ کړی وو چې د ناروغۍ له امله طبي مرسته ترلاسه کړي، خو دا تاکید یې هم کړی وو چې وایرس «د الله د دین پر وړاندې د انسان د سرغړونې» په نتیجه کې رامنځته شوی دی.

هیبت الله وویل، د دې لپاره چې د وایرس مخه ونیسي، مسلمانان باید «له الله ج څخه مغفرت وغواړي او د هغه له حکمونو څخه سرغړونه ودروي.»

په کابل کې د پوځي استخباراتي چارو یوه شنونکي جاوېد کوهستاني وویل، «په کوېټه، پېښور او قطر کې د طالبانو ډېر مشران په کروناوایرس ککړ شوي دي.»

هغه وویل، «په کوېټه او پېښور کې د طالب مشرانو روغتیایي حالت ښه شوی، خو د طالبانو د مشرتابه له مجلسونو څخه د ملا هیبت الله غیرحاضري د هغه د مړینې امکان پیاوړی کوي.»

هغه وویل، «ما له ځینې سرچینو سره چې له طالبانو سره تماس لري خبرې کړي دي،‌ هغوی چې خبرې کولې د هیبت الله لپاره یې د «مرحوم» کلیمه وکاروله، چې دا ښیي چې ښایي هغه ژوندی نه وي.»

د طالب مشرانو تر منځ جدي اختلافات

کوهستاني وویل، د طالبانو د ډلو تر منځ داخلي اختلاف یو سبب دی چې دغه ډله د جګپوړي مشر د مړینې انکار کوي.‌

هغه وویل، «د طالبانو د مشرتابه په منځ کې جدي اختلافات دي، او ملا هیبت الله له څه مودې راهیسې غایب دی.‌ هغه یا د کروناوایرس له امله مړ شوی دی یا تر څار لاندې دی.»

کوهستاني وویل، د متحده ایالاتو او اورپکي ګروپ تر منځ د هوکړې له لاسلیکېدلو څخه یوه اونۍ مخکې د طالبانو بنسټګر ملا عبدالغني برادر کوېټې ته لاړ چې اختلافات حل او د طالب مشرانو تایید ترلاسه کړي. ملا محمد رسول،‌ ملا منان نیازي او عبدالرؤف خادم له برادر سره بیعت وکړ.

هغه زیاته کړه، «خو په مجلس کې ملا هیبت الله حضور نه درلود.»

هغه وویل، «د طالبانو د مشرانو په منځ کې جدي اختلافات موجود دي، او دغه ډله د ارواښاد ملا محمد عمر د ګروپ له خوا مدیریت کېږي او رهبري یې ملا محمد یعقوب په لاس کې اخیستې ده، په داسې حال کې چې د ملا هیبت الله او ملا اخترمحمد عثماني اکثر پلویان له خپلو موقفونو څخه لیرې کړای شوي دي.‌»

په کابل کې د سیاسي چارو یو شنونکی او د پکتیکا ولایت پخوانی والي امین الله شارق هم ګومان کوي چې د طالبانو مشر مړ شوی دی.‌

هغه وویل، «د طالبانو له مهمو او تصمیم نیوونکیو مجلسونو څخه د ملا هیبت الله غیرحاضري ښیي چې د طالبانو مشر مړ شوی او یا د داخلي اختلافاتو له امله وژل شوی دی.»

هغه وویل، «طالبانو د ملا عمر مړینه پټه کړې وه چې جنګیالي سره خواره واره نشي او د هغوی په منځ کې اختلافات راپورته نشي.»

د طالبانو تر منځ داخلي ترینګلتیاوې لږ وروسته له هغه رامنځته شوې چې د ۱۳۹۴ د چنګاښ په ۱۸مه د طالبانو د بنسټګر مشر ملا عمر مړینه رسوا شوه. دغه رسوایي د هغه له حقیقي مړینې څخه له دوه کاله ډېر وخت وروسته رامنځته شوه.‌

شارق وویل، «طالبان په یوه حساس حالت کې دي.یو طرف ته،‌ له متحده ایالاتو سره هوکړه لري، او بل طرف ته د بین الافغاني خبرو په سر تصمیم نیسي.»

هغه وویل، «دغه ډله اوس هم د پخوا په څېر دروغ وایي، او د خپل مشر مړینه د دې لپاره پټوي چې د مشرتابه او د قوماندانانو او جنګیالیو د لیکو په منځ کې څه اختلاف رامنځته نشي، او وکولی شي چې د سولې په پروسه کې ډېر امتیازات ترلاسه کړي.»

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 4

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

خورا بکواس او جعلي مقاله، هیڅ منطق نه لري.

ځواب

دا ھم سولی تہ خنڈ جوڑ وی دہ تیر وخت پہ سیر کوم چی افغان حکومت او طالبان سولی تہ تیار شول ھاغہ مھال دوی ملا اختر منصور مڑ کڑو چی کومہ معاھدہ شوی وہ ھاغہ بیا خرابہ شو او طالب بیا جنگ تہ دوام ورکڑہ او سولہ پاتہ شوہ وس بیا کوشیش کوی چی پہ ھمدی طریقہ سولہ خرابہ کڑی ملا ھیبت اللہ بہ دہ کرونا وایرس سخہ مڑ شوی وی یانہ خو دا خبرہ بعض نہ تکرارہ وی زکہ دوی خپلو کشی اختلافات ھیس کلہ نہ راولی او جنگ جاری ساتی تر سو دوی خپل تہ ورسیژی او بیا چی کوم وخت سولہ کیژی دوی بیا وای زموژ مشر مڑ دی موژ سولہ نہ کوو افسوس دہ طالب پر ھال باندی ھیس کلہ دہ افغان پشتون پہ وژنہ او وینہ نہ مڑیژی ۔بس وس دی خدای ج دہ افغانانو دا آرمان پورہ کڑی چی سولہ راشی۔طالب زموژ ورور دی کہ چیری دوی وہ موژ تہ دہ ورور پہ نظر وگوری او دہ افغان حکومت سرہ دہ مینی اظھار او غاڑہ پہ غاڑہ کشی ورک کڑی او سولی تہ تیار شی ۔سولہ شہ پہ خوشحالی سرہ وکڑی ۔زموژ ارمان سولہ دہ اللہ ج دی سولہ راولی ۔امین ۔ستاسو گران ورور عبدالرزاق نوری۔وسلام

ځواب

کاملا دروغ دی اخبار والا او خبری سایتونه ددغه سی بی بنسټ خبرونو په خپرولو سره خپل اهمیت له لاسه ورکوي

ځواب

وايي هیبت الله چيري دی، په کور کي درسره ناست دی، او پوښتنه کوئ چي چيري دی.... پاکستانه، خدای دي د مځکي له مخي پوه پناه کړه.... په دا دومره ستر منافقت

ځواب