ساينس ـ ټکنالوژي

قبایلي اوسیدونکي د تیز رفتار موبايل انټرنيټ د پراختیا هرکلی کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

دوه جينکۍ د اګست په مياشت کې په مري کې موبايل فون کاروي. [عالمګیر خان]

دوه جينکۍ د اګست په مياشت کې په مري کې موبايل فون کاروي. [عالمګیر خان]

پېښور -- د خېبر پښتونخواه په کرم ضلعه کې د تیز رفتار انټرنیټ راوستلو لپاره یوه پروژه پرمخ روانه ده او ممکنه ده چې د اوړي په پای کې به خدمات چمتو کړي.

د نړیوال خدمت فنډ (يو اېس اېف)، چې د اطلاعاتو او مخابراتو وزارت لاندې راځي، د اپرېل په ۲۱مه د جاز مخابراتو کمپنۍ ته په دغه ضلعه کې د انټرنيټ د پراختیا لپاره ټهيکه ورکړه.

يو اېس اېف د می په ۲۰مه د پوځ څخه امنیتي تصفیه ترلاسه کړه، چې زياتره سيمه يې تر کنټرول لاندې ده.

د وفاق د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو د وزارت سيکريټري شعیب احمد صدیقي وویل، "دا پروژه زموږ لپاره ځانګړی اهمیت لري، او په ټاکل شوي وخت کې به ۴۴۰،۰۰۰ اوسیدونکي د هیواد تيز رفتار موبايل انټرنيټ ته لاسرسی ترلاسه کړي."

د وانا زده کونکو ټولنې فعالان د اپرېل په ۱۴مه د جنوبي وزیرستان په وانا کې د ۳جي/۴جي انټرنیټي خدمتونو نشتوالي په اړه احتجاج کوي. [د وانا زده کونکو ټولنې، د سویلي وزیرستان نه په مننه]

د وانا زده کونکو ټولنې فعالان د اپرېل په ۱۴مه د جنوبي وزیرستان په وانا کې د ۳جي/۴جي انټرنیټي خدمتونو نشتوالي په اړه احتجاج کوي. [د وانا زده کونکو ټولنې، د سویلي وزیرستان نه په مننه]

په مهمند ضلعه کې یو اوسیدونکی د فبرورۍ په میاشت کې خپل موبايل فون کاروي. [عالمګیر خان]

په مهمند ضلعه کې یو اوسیدونکی د فبرورۍ په میاشت کې خپل موبايل فون کاروي. [عالمګیر خان]

هغه وويل، "موږ به په راتلونکو پروژو کې جارحانه چلند غوره کړو چې په هغه سیمو کې د تیز سرعت انټرنيټ چمتو کړو چېرې چې دغه خدمات شتون نه لري."

صديقي وويل، "موږ په کار بوخت يو، او هيله لرو چې د اګست تر پايه به دا تاسيسات پرانيستل شي." "یو څه ځنډونه شتون لري، خو پروژه پیل شوې، او خلک به ډیر ژر خدمات ترلاسه کړي."

هغه زیاته کړه چې تيز رفتار انټرنیټ به د کورونا ویروس لاکډاون په جریان کې عام خلک باخبره وساتي.

د خېبرپښتونخواه حکومت ویاند اجمل وزیر وویل، په کرم ضلعه کې د انټرنيټ د پراختيا لپاره د ۹۲ ملیونه روپو (۵۷۰،۰۰۰ امريکايي ډالره) قرارداد ورکړل شوی او کار روان دی.

هغه وويل، "دا به وروسته نورو ضلعو ته هم وغزول شي."

هغه زیاته کړه، پکار وه چې تيز رفتار انټرنیټ په پخوانیو قبایلي ضلعو کې له مخکې نه موجود وې، خو ترهګري یو خنډ پاتې شوی دی.

وزیر وویل، د انټرنيټ پوښښ به د کرم ضلعې په ۲۲۴ کلیو کې فعالیت پیل کړي، چې تقريباََ ۲،۹۸۰ مربع کیلو متره سيمه لري، او په پای کې به ټولې ضلعې او نورو قبایلي ضلعو ته ورسیږي.

معلوماتو ته لاسرسی

د کرم ضلعې د پاړا چنار اوسیدونکي جواد حسین وویل، په قبایلي سیمو کې د انټرنیټ خدمت اوس خورا ورو دی او یوازې په هغو سيمو کې شتون لري چيرې د ځمکې لاينونه موجود دي.

د کالج يو زده کونکي حسين وويل، انټرنیټ ته لاسرسی به ځوانان بوخت وساتي او دوی به وهڅوي چې د ترهګرۍ او جرمي فعالیتونو څخه لرې پاتې شي، په داسې حال کې چې دوی ته به توان ورکړي چې د کورونا ويروس لاکډاون په جريان کې په آنلاین درسونو کې برخه واخلي.

هغه وويل، "ډیرو کالجونو او يونيورسټو د وبا په جریان کې آنلاین کلاسونه پیل کړي، خو موږ د مناسب انټرنیټ نشتوالي له امله د دې فرصتونو نه ګټه نه شو پورته کولی. موږ په بې چينۍ سره د دې انتظار کوو."

د کرم ضلعې ښوونکي محمد اکرم وویل، د کارونې وړ انټرنیټ نشتوالی د سیمې د ځوانانو لپاره د اندیښنې وړ خبره ده.

هغه وويل، د انټرنیټ لاسرسی به "موږ په نړۍ کې د وروستي وضعیت په اړه خبر کړي او په ورته وخت کې به زموږ ځوانان په ګټور فعالیتونو کې بوخت وساتي".

هغه زیاته کړه تيز رفتار انټرنیټ به خلکو ته دا وړتیا ورکړي چې د کورونا ويروس وبا او د عامې روغتیا د نورو مسلو په اړه ملي او نړیوالو معلوماتو ته لاسرسی ترلاسه کړي.

اکرم وویل، "د انټرنيټ پيوستون له دې بحران سره په مبارزه کې ترټولو ښه رول لوبوي او ځوانان د وسله والو په لاس د ورتلو نه لرې ساتي."

ذوالفقار علي، چې په پېښور کې میشت ژورنالیست دی او په قبایلي سیمو تمرکز کوي، وويل، "د ۳جي/۴جي خدماتو له پيل سره به خلک وکولی شي چې په خپل موبايل فونونو کې انټرنیټ استعمال کړي. لکه څنګه چې سکولونه او کالجونه د وبا له امله بند شوي دي، زده کونکي کولی شي چې په آنلاین کلاسونو کې برخه واخلياو نور هغه معلومات ترلاسه کړي چې ورته اړتیا لري."

هغه وویل انټرنيټ د اوسیدونکو يوه اوږد مهاله غوښتنه وه.

علي وویل چې دا به د زده کونکو په تولیدي فعالیتونو کې په بوخت ساتلو او د تروریستي استخدام کونکو نه په لرې ساتلو کې ګټور ثابت شي. په تیر وخت کې، ترهګرو ځوانان د ځانمرګي برید کونکو په توګه کارولي ځکه چې دوی څه مثبت کار نه لرلو.

د انټرنیټ کيفۍ

په عین حال کې، په جنوبي وزیرستان کې، ضلعي انتظاميې او فرنټیر کور د انټرنیټ کيفۍ جوړي کړي دي چې زده کونکو ته توان ورکړي چې په آنلاین کلاسونو کې برخه واخلي او انټرنيټ استعمال کړي.

دي نیوز ورځپاڼې خبر ورکړو چې دا ډول تاسیسات په لومړي ځل د اپرېل په ۱۸مه جوړ شول.

د جنوبي وزیرستان د چګمیلي سیمې اوسیدونکي غلام عبدالقادر دغه ورځپاڼې ته وویل، د کورونا ویروس لاکډاون زده کونکي ځپلي ديځکه چې يونيورسټۍ په ټول هیواد کې بندې شوي دي.

د پنجاب يونيورسټۍ يو زده کونکي عبدالقادر وویل، "اوس دا ښه خبره ده چې، په داسې حال کې چې د وزیرستان په سیمه کې ناست یو، موږ توان لرو چې خپلې آنلاین زده کړې وکړو، چې د دې لپاره موږ د حکومت شکريه ادا کوو."

په پېښور کې دېره د امنیتی چارو کارپوه بریګيډير محمود شاه (ريټايرډ) وويل، حکومت باید د سولې د ټینګښت لپاره د قبایلي ضلعو اوسیدونکو ته د زده کړې لازیاتې زمینې برابرې کړي.

هغه وويل، "خلک د دوو عشرو راهيسې د ترهګرۍ لخوا ځپل شوي دي، او اوس مناسب وخت دی چې د سیمې د پرمختیا لپاره ګړندي مواصلات معرفي کړو او دا ډاډ ترلاسه کړو چې ترهګر بیرته را نه شي. د تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره د ولسي خلکو او امنیتی ځواکونو د زياتو قربانيو يو تاریخ شتون لري."

هغه زیاته کړه، "موږ د تعلیم د خپريدو لپاره یوې تکتیکي تګلارې ته اړتیا لرو چې ترهګر عام خلک د ترهګرۍ په لور ونه هڅوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500