زده کړه

چارواکي د چین او روس د سکولونو د مشکوکو طبي سندنو په اړه خبرداری ورکوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د پاکستان طبي او غاښونو شورا (پی اېم ډي سي) د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره کار کوي چې په چین او روس کې د پروګرامونو څخه فارغ شوي طبي فارغین به په پاکستان کې کار ونه کړي.[محمد عبدي وهاب/ ای اېف پي]

د پاکستان طبي او غاښونو شورا (پی اېم ډي سي) د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره کار کوي چې په چین او روس کې د پروګرامونو څخه فارغ شوي طبي فارغین به په پاکستان کې کار ونه کړي.[محمد عبدي وهاب/ ای اېف پي]

پېښور -- چارواکي خبرداری ورکوي چې چینايي او روسي طبي سکولونه هغه پاکستاني زده کونکو ته مشکوک سندونه ورکوي چې په خپل هيواد کې په سکولونو کې د داخلې ترلاسه کولو توان نه لري خو په بهر کې د ډیپلومې لپاره د ټيوشن لوړ فیس ورکولو ته چمتو دي.

د پاکستان طبي او د غاښونو شورا (پی اېم ډي سي)، چې په هیواد کې د طبي زده کړې تنظیمونکي ده، له مخې، په روس او چین کې طبي سکولونه د خپلو اړوندو حکومتونو په ملاتړ د بهرنیو زده کونکو نه په ځانګړي توګه د پاکستاني وګړو نه پيسې، چې په سختۍ سره يې ګټلي وي، ترلاسه کوي. دغه کسان د دې سکولونو د ګمارونکو لخوا په اسانۍ سره دوکه کيږي.

د پي اېم ډي سي یو لوړ پوړي چارواکي سردار علي وویل، دا زده کونکي د پاکستاني طبي سکولونو لپاره وړتیا نه لري.

علي وویل، "هغه څوک چې له چین او روس څخه د طب سندونه ترلاسه کوي د پاکستان په طبي کالجونو کې د داخلې ترلاسه کولو توان نه لري، چې نه یوازې د دولسم جماعت په امتحانونو کې لوړو نمبرو ته اړتیا لري، بلکې د داخلې په ټسټونو کې هم لوړو نمبرو ته اړتيا لري."

په پېښور کې د سړک په غاړه باندې د جون په ۳مه ښودل شوی يو اشتهار د چین، روس او نورو هیوادونو په يونيورسټو کې د داخلې لپاره د طبي سکولونو احتمالي زده کونکي په نښه کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

په پېښور کې د سړک په غاړه باندې د جون په ۳مه ښودل شوی يو اشتهار د چین، روس او نورو هیوادونو په يونيورسټو کې د داخلې لپاره د طبي سکولونو احتمالي زده کونکي په نښه کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

د چینايي طبي سکولونو لپاره ګمارونکي د مارچ په ۲مه د پېښور په یو هوټل کې د زده کونکو انتظار کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

د چینايي طبي سکولونو لپاره ګمارونکي د مارچ په ۲مه د پېښور په یو هوټل کې د زده کونکو انتظار کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

کله چې دوی په دې طبي سکولونو کې داخل شي، نو ډیر زده کونکي وروسته بیرته کور ته لیږدول کیږي ځکه چې دوی هغه لوړ فیسونه نه شي برداشت کولی کوم چې ګمارونکي او سکولونه دواړه د دوی د داخلې لپاره د دوی څخه غوښتنه کوي.

علي وویل، "موږ په دې دواړو هیوادونو کې د زده کړې خلاف والدینو او زده کونکو دواړو ته خبرداری ورکوو، خو دوی د ډیرو پیسو په خرچ کولو سره د دغه سندونو په لټه کې دي."

هغه وویل، ډیر طبي زده کونکي د "ډاکټرانو" په توګه پاکستان ته راستنیږي، په داسې حال کې چې د دوی کم تعلیم د خپلو ناروغانو ژوند له خطر سره مخ کوي.

هغه زياته کړه، "د خپلو سندونو په بشپړیدو سره، دوی په خپل هيواد کې د ناروغانو لپاره ستونزې رامینځته کوي ځکه چې د طبي زده کړې معیار د پاکستان په پرتله خورا ضعیف دی، چیرې چې تکړه زده کونکي طبي ډاکټران جوړيږي.

علي وویل، دا مسله د پاکستان د حکومت په پام کې راغلې ده، چې د دواړو هیوادونو سفارت خانو ته يې ويلي دي چې د پاکستاني زده کونکو د راجلب کولو مخه ونيسي.

د زده کونکو څخه ګټه پورته کول

ډاکټر تاج محمد، چې د پاکستان طبي اتحاديې سيکريټري دی، وويل، که څه هم، په روس او چین کې ګڼ شمیر منل شوي يونيورسټۍ او کالجونه زده کونکو ته یوازې په ميرټ باندې داخله ورکوي او ډیر هغه غوښتونکو ته داخله ورکوي کوم چې خپل فیسونه ورکولی شي، چې اکثر په میاشت کې له ۱،۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ امريکايي ډالرو (د ۱۶۴،۵۵۰ نه تر ۳۲۹،۱۰۰ پاکستانۍ روپۍ) پورې وي.

له بلې خوا، زده کونکي د پاکستان عامه سکتور طبي کالجونو کې هر کال ۸۰۰ امريکايي ډالره د ښوونې فیس (۱۳۱،۶۴۰ پاکستانۍ روپۍ) ورکوي.

محمد وویل، په اوسط ډول د ۱۶۰ هیوادونو څخه له ۲۰۰،۰۰۰ څخه ډیر زده کونکي هر کال د چین نه طبي سندونه ترلاسه کوي.

هغه وويل، "خو زياتره غير معياري کالجونه او يونيورسټۍ د خپلو عایداتو لپاره د دې اوسط درجې زده کونکو نه ګټه پورته کوي او د زده کونکو څخه په ملیونونه ډالره عایدات ترلاسه کوي چې د پاکستان په شمول د ټولې نړۍ څخه خپلو هيوادونو ته بيرته راځي."

علي وویل، د روس او چین حکومتونه په دغه غير معياري طبي کالجونو باندې سترګې پټوي ځکه چې هغوی د دې سوداګرۍ څخه ترلاسه شويو ټيکسونو ته اهميت ورکوي.

هغه زیاته کړه، "د دواړو هیوادونو په ښارونو کې د هاسټلونو لویه شبکه شتون لري چې د انجینرۍ، سوداګرۍ، اقتصاد او د غاښونو د څانګې زده کړې زده کونکو ته استوګنه چمتو کوي." "د امتحان سیسټم هغومره سخت نه دی لکه څنګه چې په پاکستان کې دی، چیرې چې زده کونکي د بریالي کیدو لپاره ډیر کار کوي."

محمد رفیق، چې د چین د شینډونګ صوبې په چینګداو يونيورسټۍ کې يې په جراحۍ کې بيچلر ډګړي ترلاسه کړې ده، وویل چې د بهرنیو زده کونکو لپاره د داخلې پروسه په پاکستان کې یا له روس څخه بهر په اروپايي هیوادونو کې د پروسې په پرتله خورا اسانه ده.

هغه وويل، "زما مور او پلار غوښتل چې زه ډاکټر جوړ شم، او ما د هغوی ارمان پوره کړو. ما په شپږو کالو کې تقريباََ ۷۰،۰۰۰ ډالره (۱۱.۴ مليونه پاکستانۍ روپۍ) ولګولی، خو ما سند ترلاسه کړو."

رفیق وویل، "په پاکستان کې، د عامه سکتور طبي سکولونو کې د داخلې خو به ذکر نه کوم، ما حتی په يو پرايويټ کالج کې د لوړ ميرټ له کبله د داخلې وړتیا نه لرله." "زما په کالج کې تقريباََ ۵۰۰ پاکستاني زده کونکي ول."

د غير معياري سکولونو د فارغینو مخه نيول

چوهدري محمد شکور، چې په پي اېم ډي سي کې چارواکی دی، وويل چې پي اېم ډي سي د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره کار کوي چې په چین او روس کې د پروګرامونو څخه فارغ شوي طبي فارغین به توان ونه لري چې په پاکستان کې کار وکړي.

"په جنوري ۲۰۲۰ کال کې، پي اېم ډي سي پریکړه وکړه چې هغه زده کونکي چې په چین یا روس کې سندونه ترلاسه کوي به په پاکستان کې دندې ونه لري."

تر دې دمه دا وړانديز نه دی عملي شوی. شکور ونه ویل چې ایا دغه پالیسي، که عملي شوه، به هغه ډاکټران، چې له مخکې نه کار کوي، دې ته اړ کړي چې خپلې دندې پريږدي.

هغه وویل، "موږ د چین او روس او همدارنګه د مرکزي آسیا هیوادونو سره په تماس کې یو چې په خپلو يونيورسټو کې کمزوري زده کونکو ته د داخلې ورکولو د عمل مخه ونيسي."

د پي اېم ډي سي هدف دا دی چې هغه زده کونکي به د پاکستان د حکومت څخه اجازه ترلاسه کوي کوم چې په دې دواړو هیوادونو کې طبي سکولونو ته تلل غواړي ترڅو د پاکستان حکومت د دغه سکولونو د کیفیت څخه خبر پاتې شي چې دوی په کې د زده کړې پلان لري.

په عین حال کې، د خېبر پښتونخواه د روغتیا پاملرنې کمیشن (ایچ سي سي) وویل چې دا په کلینیکونو چهاپې وهي چې ناروغان له ناوړه دندې نه بچ وساتي.

د ايچ سي سي ډايريکټر سهيل احمد وويل، "مونږ په تیرو څو میاشتو کې په درجنونو ډاکټران نيولي دي کومو چې له چین او روس څخه نه منل شوي سندونه ترلاسه کړي وو."

هغه وويل، "موږ د بهرنیو طبي کالجونو هغه سندونو ته اجازه نه ورکوو چې د طبي سکولونو په نړيوال نوملړ کې شامل نه وي."

سهیل وویل، چې په روس او چین کې طبي سکولونه په پاکستان کې هغه زده کونکي دوکه کوي او له هغوی څخه په پراخه کچه پیسې ترلاسه کوي چې په بهر کې طبي زده کړه ترلاسه کول غواړي.

هغه وویل. "دغه ادارې نه د کلینیکي روزنې لپاره ښه هسپتالونه لري او نه د امتحانونو لپاره نظامونه لري. اصلي تمرکز د پیسو ګټل دي. نو دا په دوه توګه کار کوي -- کالجونه پیسې ګټي او زده کونکي طبي سندونه ترلاسه کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 14

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هو، دا ترټولو غوره پریکړه ده، ځکه چې د پاکستان زده کونکي په اېف اېس سي کې سخت کار کوي او بیا په طب کې د داخلې اخيستلو لپاره سخت کار کوي. د پاکستان د طبي زده کړې زده کونکي محنت کوي، خو هغه زده کونکي چې روس او چین ته ځي، دا هغه ټول کسان دي چې د پاکستان د ادارو له خوا رد شوي دي. او ډیر هغه خلک چې د تبصرې په برخه کې د روس او چین د ډاکټرانو ملاتړ کوي باید فکر وکړي چې دغه ډاکټرانو هم غوښتل چې په پاکستان کې زده کړې وکړي. دوی په خپله خوښه د روس یا چین انتخاب نه و کړی، دوی دغه هيوادونه ځکه غوره کړل چې دوی توان نه لرلو چې په پاکستان کې داخله ترلاسه کړي ... محنت وکړئ او لنډه لاره مه کاروئ)

ځواب

حالات تل یو شان نه وي. ډېر نور لاملونه هم شته چې له امله یې پاکستاني زدہ کونکي چین ته ځي. دلته د سفارت دندې او د MUFA سره تړلي خلک هم شتون لري. د امکاناتو د پوهیدو پرته په نورو تنقيد مه کوئ. په چين کې د ښوونې او روزنې معيار په رښتيا لوړ دی او تر څو چې د طبي زده کړې خبره ده، دا يوه ښه ډګري ده، خو څرنګه چې چين په چټکۍ سره پرمخ روانه ده، نو دلته ډاکټرانو ته ډېر معاش نه ورکول کېږي او د ژوند سختې ورځنۍ چارې لري چې په حقيقت کې يوه نيمګړتيا ده. که نه نو، د یو معتبرې يونيورسټۍ څخه زده کړه چې د WHO لخوا پیژندل شوی وي د مایوسۍ سبب نشي ګرځېدې. خلک باید په دې پوه شي چې هر انځور يو بد اړخ لري خو دا هغه انځور نه دی چې بد دی نو مهرباني وکړئ د نورو له مایوسه کولو څخه ډډه وکړئ. خلک د پاکستان د پریښودو خوب ویني او که څوک واقعي خپل هېواد پریږدي نو دا په حقیقت کې څه معنی لري او هغه شخص لیوالتیا لري!

ځواب

تا ته پته نشته. زه نه پوهیږم چې تا ته چا د دې لیکلو لپاره پيسې درکړي. خو ستاسو د معلوماتو لپاره، د چین او روس څخه فارغ شوي کسان خپل اېف سي پي ايس ۱ په لومړۍ هڅه کې پاس کوي. دوهم، ولې د پاکستان فارغین د اين ايل اي امتحان په اړه چيغې وهي ځکه چې دوی پوهیږي چې دوی دا مساوي امتحانونه نه شي پاس کولی. او په چين کې، زده کونکي څيړنې هم کوي. کمزوري مقاله.

ځواب

دا یو فضول بیان دی چې هر هغه کس وړتيا نه لري کوم چې د دې دوو هیوادونو نه سندونه ترلاسه کوي. دلته د ۷۰،۰۰۰ نه ډېر زده کونکي شتون لري کوم چې په پاکستان کې په دولتي يونيورسټو کې د داخلې لپاره اپلايې کوي، خو یوازې ۳۵۰۰ د دې وړتیا لري چې داخله ترلاسه کړي ځکه چې محدود سيټونه موجود وي. پاتې ۶۶۵۰۰ زده کونکي وړتيا نه لري چې ډاکټران جوړ شي؟ نه، دا د نظام ناکامي ده چې موږ په ۷۰ کالو کې د زده کونکو د سيټونو شمیر زيات نه کړو، سره له دې چې په نفوس کې ډېر زیاتوالی راغلی دی. نو پي اېم ډي سي باید زده کونکو ته اجازه ورکړي چې له بهر څخه زده کړې ترلاسه کړي خو پکار ده چې د نامتو يونيورسټو يو لیسټ په دې برخه کې منظور شي. دومره سختي مه کوئ. د دې مهمو مسلو په حل کولو کې فکر وکړئ.

ځواب

نو پي اېم ډي سي فکر کوي چې ډیر بهرني ډاکټران لږه طبي پوهه لري. دوی وژونکي دي. زه حیران یم چې ۱.۵ ملیونه جعلي ډاکټران په هر کوڅه کې د روغتیا په سکتورونو کې کار کوي، چې دوی څنګه لايسنس ترلاسه کړو؟ پي اېم ډي سي د سړک په غاړه باندې د اېچ آی وي غاښونو ډاکټرانو پروړاندې څه اقدامات کولی شي؟ پام وکړه. له تیرو ۶ میاشتو راهیسې، موږ د حکومت د روغتیایي ادارې او پي اېم ډي سي ترمینځ شخړه وینو. بخښنه غواړم چې دا ووایم چې په دې هیواد کې هیڅ تنظیمونکی شتون نه لري. د طب او د غاښونو کمزوري اداره

ځواب

یوازې یو څو ټکي. ۱. هیڅ یوه طبي يونيورسټي حتی په چین کې ترټولو ټیټې رتبې يونيورسټۍ نه غوره درجه نه لري. ۲. دا ټول زده کونکي پاکستان ته له راتګ وروسته، په پاکستان کې د مشق کولو لپاره د لايسنس ترلاسه کولو نه مخکې د درېو مرحلو د امتحان نه تیریږي. ۳. دا خبر فضول دی او دغه تش په نامه چارواکی به ضرور نشه وي. کله چې ستاسو د لوړې رتبې اداره په چین کې ترټولو ټیټې رتبې ادارې نه په رتبه کې ټيټه ده، نو تاسو یوازې په خپلو خوبونو کې چینایي فارغین منع کولی شئ. هو دوی باید د کیفیت د يقيني کولو لپاره اقدامات وکړي خو لږ تر لږه تاسو په خپل روش کې عملي اوسئ.

ځواب

نو زه یوه ساده پوښتنه لرم که چیرې په دې هیواد کې د طبي زده کړې معیار دومره لوړ وي، نو ولې د روغتیا سیسټم داسې خراب دی؟ پاکستان د مریض د جدي پاملرنې او روغتیایي په پاملرنې فهرست کې ترټولو ټیټه درجه لري

ځواب

بالکل سمه ده

ځواب

د مقالې لوستلو وروسته، ما وموندله چې ليکوال یو پوهه کس نه دی او حتی هغه په چین کې د طبي کالجونو د معیار په اړه پوهه نه لري. زياتره پاکستاني زده کونکي د نړۍ په کچه له ښه يونيورسټو څخه فارغ شوي دي. چیرته چې تر دې دمه يوه پاکستانۍ يونيورسټۍ هم په لیست کې شامله نه ده. ایا تاسو کله هم د پاکستاني لوړ پوړو ډاکټرانو او ای اېم پي او د انجینيرانو په اړه فکر کړی چې د چینايي يونيورسټو نه د ماسټرۍ سند ترلاسه کوي او زموږ حکومت تل د هغه چینايي هسپتالونونو نه د مرستې غوښتنه کوي کومو ته چې تاسو ګوته نيسئ او وايئ چې وړ نه دي. د يو بهرني طبي فارغ په توګه زه دا غندم او پکار ده چې لیکوال د شرم احساس وکړي. د فراغت وروسته، د هر زده کونکي سند د سفارت خانې او پی اېم ډي سی لخوا تایید کیږي او دوی ته د دوی د تعليمي قابليت له کبله وړتیا ورکوي چې په نړۍ کې ترټولو سخت لایسنس امتحان (اين اي بي)، آر اېم پي (۳ امتحانونه ۱ بنيادي او ۲ کلينکيل او ای اېم پي، ۳ يو د بنيادي او کلينکل دواړو په اړه زباني امتحان) کې برخه واخلي. په لنډه توګه زه به ووایم چې د خرابولو یا د نورو يونيورسټو معیارونو ته د ګوتې نيولو پر ځای خپل معیارونه لوړ کړئ.

ځواب

دا ټول خبرونه یوازې د بهرني طبي فارغينو د مورال خرابولو لپاره خپاره شوي دي. دوی یو معیاري امتحان لري، چې وروسته بهرني طبي فارغينو ته د حکومت دندې لپاره اجازه ورکړل کيږي. نو بیا دوی ولې وايي چې دوی تعليم يافته نه دي. د چين يونيورسټۍ زموږ د هسپتالونو نه ډير ښه املاک لري. په چین او مرکزي آسیايي هیوادونو کې فیس د پاکستاني پرايويټ کالجونو په پرتله نيم دی. که تاسو د بهرنیو طبي سکولونو سره ستونزه لرئ نو بیا تاسو خپل طبي کالجونه ولې نه پیلوئ. که چیرې بهرني فارغین په بډو کې زده کړه وکړي نو بيا ځایي پرايويټ فارغین هم د لوړو فیسونو سره زده کړې کوي، پکار ده چې دوی هم د طبي کړنو لپاره وړ نه وي. په پاکستان کې، موږ هره میاشت یو نوی خبر وينو، خو څه قوي بنياد نه لري. که چیرې دولتي چارواکي دا ډول چلند وښیي نو موږ به د خپلو هیوادونو راتلونکي په اړه څه تمه ولرو. ډیر بهرني طبي فارغین يو اېس اېم ايل اي او پي اېل ای بي پاس کوي او په متحده ایالاتو او برتانیا کې کار کوي. خو هغوی په دوی اعتراض ونه کړو. ایا پاکستان ډیر پرمختللي زیربناوې لري یا دوی په خپل امتحان باندې باور نه لري.

ځواب

پاکستان په راتلونکو ۱۰۰ کالو کې د نورو هیوادونو سره موازنه نه شي کولی، د چین او روس د طبي روغتیا سیستم خورا پرمختللی دی، چین کورونا ویروس ته ماتې ورکړه، له همدې امله، پاکستان لاهم د پرمختګ په حال کې دی، هغه پاکستاني بهرني طبي فارغین چې په انګلستان کې کار کولی شي، دوی ورته مسلې نه لري . خو دا بیوقوفه پوهیږي چې دا زده کونکي پوهه نه لري، زه د پاکستان فارغینو ته چيلنج ورکوم چې د پاکستاني بهرني طبي فارغانو سره مقابله وکړي، نو تاسو به پوهه شئ چې څومره پوهه لري، دلته د پاکستان طبي فارغین د پخوانيو پرچو په مرسته امتحانونه پاس کوي. که چيرې زه په غلطه يم، نو تاسو مې اصلاح وکړئ.

ځواب

مونږ چې په بهر کې کوم معیارونه او اسانتیاوې لرل، پاکستان هغې ته په راتلونکي ۱۰ کالو کې نه شي رسيدی. هر کس پوهيږي چې سپي او پیشوګانې په اپريشن تهيټرو کې په آزاده توګه ګرځي. د جراحیو په جریان کې، دوی اړتیا لري چې دې مسلې ته جدي پاملرنه وکړي، بله دا چې موږ هغه څه نه اخلو کوم چې تاسو يې واقعي خرڅوئ، دوی د پي اېم ډي سي په امتحان کې په بريالي کيدو سره د مناسبو معیارونو له لارې راځي، چې دا بس یوه بهانه ده.

ځواب

د پاکستان د پرايويټ طبي کالج مافیا هڅه کوي چې دا کمزوری کړي چې دوی د هغو زده کونکو نه ګټې ترلاسه کړي کوم چې په دولتي يونيورسټو کې داخلې نه شي ترلاسه کولی، له همدې امله، بهرني فارغین له ستونزو سره مخ دي ځکه چې د پي ايم ډي سي او پي ايم ای زياتره کارکونکي رشوت اخلي او یا په دې مافیا کې ښکيل دي. دوی چې څومره د دې ډول پیغامونو د خپرولو لپاره هڅه وکړي، زده کونکي بهر ته په ځانګړي توګه چین ته د تلو نه منع کوي، یوازې د دې لپاره چې د يو څو زده کونکو د ناتوانۍ په بنياد تاسو د ټولې ډلې ارزونه نه شئ کولی. دلته په زرګونه ښه کار کونکي ډاکټران شتون لري چې له بهر څخه فارغ شوي دي. دوی د ځایي خلکو په پرتله تجربه لري، په داسې حال کې چې که دوی خپل پي جي له بهر څخه هم ولري. زموږ طبي سیسټم د دوی په پرتله هيڅ هم نه دی په ځانګړي توګه د چین په پرتله، هر کس د دې په اړه پوهیږي. تاسو تحقیق نه کوئ. په دې زده کونکو کې زياتره کسانو له دې فرصتونو نه ګټه پورته کړه او د دې ادارې نه يې خورا ښه پوهه او تجربه ترلاسه کړې ده. نو د دې جعلي پرايويټ مافیا په دوکه کې مه راځئ.

ځواب

بهرني طبي فارغين په پاکستان کې د درېو مرحلو د امتحان نه تيريږي، کوم چې د پاکستان د مشهورو يونيورسټو لکه د نمز لخوا اخیستل کيږي. په اېف ايم جي اېس باندې د اعتراضونو کولو سره، تاسو په حقيقت کې دا يونيورسټو او د دې پروفيسران چيلنج کړې دي

ځواب