امنیت

د ملګرو ملتونو راپور له القاعدې سره د طالبانو د دوامدارو اړیکو ژورتیا څرګنده کړه

د اشفاق یوسفزي راپور

په عکس کې، د القاعدې مشر ایمن الظواهري د طالبانو د نښان [لوګو] تر څنګ لیدل کیږي. د ملګرو ملتونو څارونکي ټیم ته خبر ورکول شوی چې د تېرو ۱۲ میاشتو په ترڅ کې د القاعدې او طالبانو د جګپوړي مشرتابه ترمنځ شپږ کتنې ترسره شوي دي. [آرشیف]

په عکس کې، د القاعدې مشر ایمن الظواهري د طالبانو د نښان [لوګو] تر څنګ لیدل کیږي. د ملګرو ملتونو څارونکي ټیم ته خبر ورکول شوی چې د تېرو ۱۲ میاشتو په ترڅ کې د القاعدې او طالبانو د جګپوړي مشرتابه ترمنځ شپږ کتنې ترسره شوي دي. [آرشیف]

پېښور -- یو وروستی راپور چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته سپارل شوی دی له القاعدې سره د طالبانو د پراخو اړیکو په هکله تفصیل وړاندې کوي -- چې دا له متحده ایالاتو سره د کب د میاشتې له هوکړې څخه یوه ښکاره سرغړونه ده.‌

د متحده ایالاتو له خوا له طالب استازو سره د سولې د لاسلیک شوي تړون له شرایطو څخه یو شرط په طالبانو باندې دا لازموي چې له ټولو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي او د ترهګرۍ ضد یو شمېر ګامونه به پلي کوي.‌

د ملګرو ملتونو راپور چې د غبرګولي په ۷مه خپور شو خبرداری ورکوي چې، په داسې حال کې چې د هوکړې په نورو شرایطو -- په ځانګړې توګه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو او د بندیانو خلاصون په برخه کې څه ناڅه پرمختګ شوی دی -- نورې برخې اوس هم یوه ننګونه پاتې ده.

په راپور کې راغلي دي چې،‌ «د طالبانو، په ځانګړې توګه حقاني شبکې او القاعدې تر منځ اړیکې سره نږدې، صمیمي،‌ د هڅو، ایډیالوژیکې خواخوږۍ په اساس دي، او یو له بل سره د ودونو کولو شریک تاریخ لري.»

که څه هم چې القاعده اعتراف کوي چې هغوی د طالبانو تر واک لاندې قلمرو څخه د متحده ایالاتو پر ضد برید ترسره کړی وو، لاکن طالب مشران اوس هم د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې په بریدونو کې د القاعدې له رول څخه انکار کوي. [آرشیف]

که څه هم چې القاعده اعتراف کوي چې هغوی د طالبانو تر واک لاندې قلمرو څخه د متحده ایالاتو پر ضد برید ترسره کړی وو، لاکن طالب مشران اوس هم د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې په بریدونو کې د القاعدې له رول څخه انکار کوي. [آرشیف]

راپور وایي،‌ «طالبانو له متحده ایالاتو سره د مذاکراتو په ترڅ‌ کې په منظمه توګه له القاعدې سره مشورې کولې او دا ضمانتونه یې ورکول چې له هغوی سره تاریخي اړیکو ته به درناوی وکړي.»

د ملګرو ملتونو څارونکي وایي، شواهد ښیي چې طالبانو له دې ژمنې سره سره چې ترهګرو ډلو ته به شا ور واړوي، القاعده یي په دې توانولې چې په افغانستان کې د طالبانو تر خوندیتوب لاندې ځان پیاوړی کړي.‌

راپور وايي، «القاعدې او طالبانو د ۱۳۹۸ کال په ترڅ کې ملاقاتونه ترسره کول، او د ۱۳۹۹ په لومړیو کې یې د عملیاتي پلان جوړونې،‌ روزنې او د طالبانو له خوا د دې ژمنې په هکله چې په افغانستان کې دننه به د القاعدې غړو ته خوندي پټنځایونه برابر کړي، کړي دي.»

د ملګرو ملتونو څارونکو وویل چې القاعده د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې په پټه فعالیت کوي او دا چې یاده ډله «د ۴۰۰ او ۶۰۰ تر منځ وسله وال فعالان لري».

د ملګرو ملتونو بشپړ راپور د لېنک په کېګاږلو سره ترلاسه کیږي.

د سولې له هوکړې څخه استفاده کول

په کابل کې د کورنیو چارو د وزارت د محلي پولیسو د ریاست پخواني مرستیال متقاعد جنرال سکندر اصغري وویل، «طالبان له القاعدې سره مشابه پالیسي، ایډیالوژي او موخې لري، او د تېرو دوه لسیزو په ترڅ کې دواړو ډلو یو د بل ملاتړ کړی دی.»

هغه وویل، «له متحده ایالاتو سره د [سولې] د هوکړې له لاسلیکولو سره سره، شواهد ښيي چې له القاعدې سره د طالبانو اړیکې هغسې ثابتې دي چې په تېرو کالونو کې وې.»

هغه وویل،‌ «طالبان غواړي چې د سولې پروسې څخه ناوړه استفاده وکړي...‌او بیا خپل هدف ترسره کړي چې له بده مرغه دا سوله نه ده بلکې د امریکایي ځواکونو وتل او ورپسې د افغان حکومت نسکورېدل دي څو هغوی بیا د سیمه ییزو حامیانو په ملاتړ سره قدرت ترلاسه کړي.»

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو پخوانی استازی داود کلکاني هم په همدې نظر ده.

هغه وویل، «د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ د هوکړې په اساس،‌ په طالبانو باندې لازمه ده چې له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي. یادې ډلې ژمنه کړې چې هېڅ بهرني ترهګر ګروپ ته به اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې عملیات وکړي یا د افغانستان له خاورې څخه په نورو هېوادونو باندې بریدونه ترسره کړي.»

کلکاني وویل، «خو له بده مرغه چې، طالبان په خپلو ژمنو نه دي درېدلي.»

هغه وویل، «له القاعدې سره اړیکې ساتل ښیي چې طالبان په هېڅ داسې هوکړه باندې و نه درېږي چې په افغانستان کې سولې او ثبات ته لاره هواروي.»

هېڅکله سولې ته نه ستنېږي

په پېښور کې مېشت د پوځي چارو جګپوړي شنونکي متقاعد برید جنرال محمودشاه وویل، «طالب جنګیالي به هېڅکله هم سولې ته راستانه نشي ځکه چې هغوی له ترهګرۍ څخه خوند اخلي او د بمي چاودنو او ځانمرګو بریدونو له لارې د ملکي خلکو وژل یې عادت ګرځېدلی او په دې توګه غواړي چې خپل غیر قانوني حاکمیت رامنځته کړي.»

هغه وویل، د طالبانو جوړښت -- چې یو مرکزي مشر، د مشرتابه شورا (د کوېټې شورا)، قضا او یو شمېر اجرائیوي کمېسیونونه او نور اداري اورګانونه لري -- ښیي چې اورپکی اراده لري چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتیو څخه وروسته، یاده ډله په پوره کچه تاوتریخوالی پیل کړي او منتخب افغان حکومت له واکه لیرې کړي.

شاه وویل، راپور په ګوته کوي چې د ۳۴ واړو ولایتونو لپاره د طالبانو تش په نامه والیان، د هغوی مرستیالان، تش په نامه ولسوالان، او په هره ولسوالۍ کې د یادې ډلې قومدانان او نظامي مشران ټول دې فرصت ته منتظر دی چې هغه واک چې هغوی په ۱۳۸۰ کال کې له لاسه ورکړی دی بېرته ترلاسه کړي.

په اسلام اباد کې د امنیتي چارو جیګپوړي شنونکي ډګر جنرال طلعت مسعود وویل، «حتی د طالبانو له خوا له واشنګټن سره د تړون له لاسلیکېدلو څخه وروسته،‌ موږ ولیدل چې په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شو.»

هغه وویل، «طالبانو د دغه ډولو سرغړونو له منلو څخه انکار کړی، خو له طالب اورپکو څخه پرته د ترهګرۍ دغه وړ کارونه ناشوني دي.‌ بله ډله داسې کار نشي کولی ځکه چې د هغوی د جنګیالیو شمېر کم دی.»

مسعود وویل، احتمال شته چې طالبان د تاوتریخوالي د درولو ژمنې ته د درناوي پرځای، له هوکړې څخه چې بندیان خوشې کوي ناوړه استفاده وکړي او په دې توګه خپل جنګي ځواک قوي کړي.

هغه وویل، طالبانو تر اوسه پورې د هغو ۱۰۰۰ افغان عسکرو له ډلې څخه چې له هغوی سره بندیان ول، د خپلې ستراتيژۍ د برخې په توګه ۳۰۰ تنه خوشې کړي دي.‌

هغه وویل، «طالب اورپکي د دوه لسیزو په ترڅ کې د ترهګرۍ او له حکومتونو سره د هوکړو په برخه کې د تجربو په ترلاسه کولو سره په یوه پاخه نهاد باندې بدل شوي او په دې باندې ډېر ښه پوهېږي چې له دغه ډول هوکړو څخه څنګه په خپله ګټه کار واخلي.»

په پېښور کې د امنیتي چارو شنونکی خادم حسین وویل، د ترهګرو ډلو تر منځ د درزونو په هکله راپور ورکړل شوي دي، خو دغه خصومتونه دومره نه دي چې افغان حکومت ته ګټه ورسوي.

هغه وویل، «په ځانګړیو سیمو کې، ترهګر د دې لپاره په جګړه کې دخیلېږي چې د بل لوري په مقابل کې برلاسي شي او ډېر قدرت او سیمه ترلاسه کړي.»

حسین وویل، «کله چې د یوه ځانګړي ګروپ سړي بل ګروپ ته ورځي، د هغه غړي له برلاسي ګروپ سره یوځای کیږي.»

هغه وویل، «دا وخت، د هغوی له ډلې څخه یو کمزوری کیږي، خو د دې معنی دا نه ده چې ترهګري پای ته رسیږي ځکه چې د ماتو شویو ګروپونو غړي بریالي ګروپ ته ور اوړي.»

هغه زیاته کړه، «کړنلاره بیا هم عین شی وي: ټول غواړي چې د تاوتریخوالی له لارې عام خلک مغلوب کړي.»

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 10

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ستاسو وروستی منزل به هم د امریکایانو سره وي، یعنی دوزخ، د خدای په رضا سره. اې د امریکې غلامانو، له الله څخه وویریږئ. په زرګونو ځله دې په تاسو لعنت وي.

ځواب

دا راپور د دروغو او فساد پراساس دی او دا د هغه سوله ایزو مجاهدینو پروړاندې يوه پراخه پروپيګنډه ده کوم چې د خپل هیواد ساتنه کوي.

ځواب

د یو عام وګړي په توګه، زه له مخکې نه ډاډه وم چې امریکا به هیڅکله هم له افغانستان څه ونه ځي. نه طالبان دومره قوي وو، او نه هم دوی دي. ځکه چې د امریکې ضد قدرتونه لکه پاکستان، ایران، روس، چین، او نور د طالبانو په کلکه ملاتړ کوي. نو، دوی دې مړه شي، که طبي مرګ وي یا د ترهګرۍ له لارې وي. زموږ دنده ښه تجزيه کول دي.

ځواب

زه فکر نه کوم چې امریکا به په هیڅ ډول له افغانستان څخه ووځي. امریکا غواړي چې د افغانستان له لارې پاکستان، چین او ټوله اسیا کنټرول کړي.

ځواب

دا راپور سم نه دی.

ځواب

دا راپور جعلي ښکاري، الله پوهيږي!

ځواب

افغان حکومت د امریکایي ځواکونو د وتلو په خاطر له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په حق کې نه دی، نو د امریکایانو دا ډول مقالې به اوس په انټرنیټ کې عام شي، خو په افغانستان کې د سولې د رامینځته کولو لپاره هیڅ یو کس ته پکار نه ده چې دې مقالو ته توجه ورکړي.

ځواب

امریکا د افغانستان پریښودو ته چمتو نه ده. داعش، آی اېس اېس او بلېک واټر له ۱۹۹۲ راهیسې په عراق، سوریه، لیبیا، یمن، سوریه، افغانستان او پاکستان او په دې ټولو اسلامي هیوادونو کې د امریکایي فارمولې لاندې په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس لري. امریکا په فلسطین کې د یهودیانو ملاتړ کوي، د سویلي سوډان سوچې ناګورنو کارابخ مسلمان هیوادونه وو خو د امریکې د ملاتړ له امله اوس دوی د عيسايانو د مذهب صوبې ګرځول شوي دي.

ځواب

دا بکواس بند کړئ.

ځواب

تاسو فضول خبرې کوئ، ښه چلند د انسانانو يوه قيمتي سرمايه ده.

ځواب