امنیت

چارواکي په شمالي وزیرستان کې په هدفي وژنو کې د شکمن کسانو په لټه کې دي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د شمالي وزیرستان د ځوانانو جرګې يو غړی د می په ۲۵ مه په میرانشاه کې یوې غونډې ته وینا کوي. [د اشفاق یوسفزۍ نه په مننه]

د شمالي وزیرستان د ځوانانو جرګې يو غړی د می په ۲۵ مه په میرانشاه کې یوې غونډې ته وینا کوي. [د اشفاق یوسفزۍ نه په مننه]

میرانشاه، شمالي وزیرستان -- په شمالي وزیرستان ضلعه کې چارواکو د هغه شکمن کسانو لپاره پراخه عمليات پیل کړي دي کوم چې د یو سينير حکومتي چارواکي په هدفي وژلو کې لاس لري.

دوو بريدګرو، چې ماسکونه يې اچولې ول او په موټر سايکل سپاره ول، د می په ۲۴ مه زبید الله خان، چې په اسلام آباد کې د پاکستان هاوسنګ اتهارټۍ ډايريکټر و، د خپل تره ملک فرمان الله او بل رشته دار نعمت الله سره په مير علي کې په ډزو وويشتلو.

په شمالي وزیرستان کې دېره مشر افسر نسيم خان د دوشنبې په ورځ (د جون په لومړۍ نيټه) وويل، "موږ د درې کسانو کېس د وژنې د کېس په سلسله کې ۱۲ کسان نیولي دي، او د نورو شکمنو کسانو د نیولو لپاره لټون روان دی. موږ د تروریستانو په مشکوکو پټنځایونو بریدونه کوو. ملکي وګړي د پولیسو سره همکاري کوي."

هغه وویل، د خېبرپښتونخواه د پولیسو د ترهګرۍ ضد اداره تحقیقات کوي.

یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د پاکستان پوځ په سیمه کې عملیات پیل کړي دي.

هغه زياته کړه، "د پاکستان پوځ له مخکې نه د ضرب عضب عملیاتو، چې په جون ۲۰۱۴ کال کې پيل شوي ول، په پایله کې له پخوانۍ قبایلي سیمو څخه طالب وسله وال ایستلي دي، خو اوس هم کوچني ځايونه شتون لري چې موږ به یې د خلکو په مرسته ډیر ژر پاک کړو."

هدفي وژنې

ډان ورځپاڼې د می په ۲۷ مه راپور ورکړو چې په تاوتریخوالي کې، په ځانګړي توګه د هدفي وژنو په پیښو کې، په شمالي وزیرستان کې په تیرو پنځو میاشتو کې چټکۍ وده راغلې ده.

چارواکو، چې ډان ورځپاڼې يې حواله ورکړه، وويل چې د جنورۍ راهیسې په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو، د ټوپک او بمي حملو يو ديرش پیښې ثبت شوي دي.

په ګاونډي جنوبي وزیرستان کې، د تحريک طالبان پاکستان پخوانى کمانډر تحصيل خان، چې اورپکي يۍ پريښودې وه، زخمي شو او د هغه ورور د مې په ۲۶ مه د وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.

د ډان ورځپاڼې له مخې، د ضلعې پولیسو افسر شوکت خان وویل، خان او د هغه ورور د اعظم ورسک نه وانا ته روان وو چې نامعلومو بریدګرو پرې ډزې وکړې.

خان یو وخت د مرحوم ملا نذیر په مشرۍ د یوې وسله والې ډلې سره تړاو لرلو او بیا وروسته د سولې د کمیټۍ (لشکر) فعال غړی جوړ شو چې په وانا او شاوخوا سیمو کې د نظم او قانون وضعيت په ساتلو کې يې مرسته وکړه.

د اورپکۍ له پرېښودو وروسته، خان لاهور ته لاړو او د میوې کاروبار یې پیل کړو. هغه خپل ښار ته روان و کله چې وسله والو د هغه د وژلو هڅه وکړه.

په پېښور کې میشت د امنیتي چارو شنونکي بریګيډير (ريټايرډ) محمود شاه وويل، پوځي عملیاتو د تحريک طالبان پاکستان زياتره مشران ووژل او يا يې له پخوانۍ قبایلي سیمو څخه وويستل.

هغه وویل، "اوس، دوی هدفي وژنو ته مخه کوي چې ملکي وګړو ته ووایي چې دوی اوس هم په سیمه کې شتون لري. که څه هم، په ۲۰۱۸ کال کې د خېبر پښتونخواه سره د قبایلي سیمو له یوځای کیدو وروسته، د حکومت اقدامات او یو لړ پرمختیایي فعالیتونه ... به د سوکالۍ دور رامينځته کړي."

هغه وويل، کله چې زیربنا په بشپړ ډول وده وکړي، نو اوسیدونکي به دندې ترلاسه کړي، سوداګري به وده وکړي او اورپکي به پای ته ورسیږي.

هغه وویل، "په عېن حال کې، د اوسیدونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ بشپړې همغږۍ ته اړتیا ده. خلک باید مجرمینو ته پټ ځای ورنه کړي او امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي."

د ترهګرۍ غندنه

په میرعلي کې د می په ۲۵ مه د ځوانانو جوړه شوي يوې جرګې د ترهګرۍ غندنه وکړه او پر پوځ یې غږ وکړو چې عملیات دې ګړندي کړي.

محمد شکيل، چې ۲۵ کاله عمر لري، غونډې ته وويل، "موږ هر ډول اورپکي غندو ... د څه دليل نه بغير وژل د ځمکې د قانون خلاف عمل دی."

هغه وویل، "خلک د تیرو دوو لسیزو راهیسې د وسله والو لخوا ډير زيات ځپل شوي او نور دوی نه شي زغملی."

هغه زیاته کړه چې د ترهګرو یوازینۍ موخه دا ده چې خلک د ترهګرۍ او وژنې له لارې ويروي او په شمالي وزیرستان کې د خپل پخواني کنټرول د بيا ترلاسه کولو هڅه وکړي.

شکیل وویل، "که څه هم، موږ امنیتي ځواکونو ته ډاډ ورکوو چې مونږ به له دوی سره په بشپړه توګه مرسته وکړو چې دوی [وسله وال] له سیمې څخه اوباسي ځکه چې خلک نه غواړي چې دوی بيرته سوله ګډوډه کړي."

یو بل ګډونوال احمد علي وویل، اوسیدونکي د ترهګرو نه نور نه ویریږي ځکه چې دوی خپله تخریب کاري په ښکاره ډول نه شي ترسره کولی.

هغه وویل، "د طالب وسله والو لخوا هدفي بریدونه د بزدلۍ عملونه دي ځکه چې دوی ماتې خوړلې او له امنیتي ځواکونو سره مخامخ مقابله نه شي کولی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500