کډوالان

چارواکي هغه افغان مهاجرینو ته نغدي پيسې ورکوي کوم چې د کورونا ويروس وبا له امله ځپل شوي دي

د جاويد خان لخوا

په پېښور کې یو افغان کډوال د می په ۱۰ مه روايتي خواږه جوړوي. [شهباز بټ]

په پېښور کې یو افغان کډوال د می په ۱۰ مه روايتي خواږه جوړوي. [شهباز بټ]

پېښور -- پاکستان د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشن (يو اېن اېچ سي آر) په مرسته په هیواد کې د میشتو هغه افغان مهاجرینو لپاره د بیړنۍ مرستې پيکچ پیل کړی چې د کورونا ويروس ناروغۍ او د لاک ډاون سره تړاو لرونکي اقتصادي زيان لخوا ځپل شوي دي.

د نغدي پيسو ملاتړ پروګرام به د کورنیو چارو وزارتونو او سرحدي سیمو (سېفرون) په همکارۍ کډوالو کورنیو ته برابر شي.

دا هڅه به د ۳۶،۰۰۰ کورنیو سره مرسته وکړي او نورو افغانانو ته به هم وغځول شي کله چې اضافي بودیجې ترلاسه شي.

د يو اېن اېچ سي آر ویاند قیصر خان افریدي وویل، "يو اېن اېچ سي آر به په پاکستان کې تر ټولو زيات ځپل شويو کورنیو ته ۱۲،۰۰۰ روپۍ (۷۴ آمريکايي ډالره) د بېړني نغدو پيسو په توګه ورکړي."

په پاکستان کې ضرورتمند افغان کډوال د می په ۲۱ مه د يو اېن اېچ سي آر نه د نغدو پیسو مرسته ترلاسه کوي. [د افغان مهاجرینو کميشنري، خېبر پښتونخواه]

په پاکستان کې ضرورتمند افغان کډوال د می په ۲۱ مه د يو اېن اېچ سي آر نه د نغدو پیسو مرسته ترلاسه کوي. [د افغان مهاجرینو کميشنري، خېبر پښتونخواه]

په مهمند ضلعه کې یو افغان کډوال د اپرېل په مياشت کې خپل ماشومان په خرګاډي کې وړي. [عالمګیر خان]

په مهمند ضلعه کې یو افغان کډوال د اپرېل په مياشت کې خپل ماشومان په خرګاډي کې وړي. [عالمګیر خان]

افریدي وویل، دا نوښت له مخکې نه د ډیرو افغان کډوالو کورنیو لپاره پیل شوی دی.

د افغان مهاجرو لپاره نوښت د بيړني نغدو پيسو احساس پروګرام په څير دی کوم چې د پاکستان حکومت لخوا پيل شوی دی او ځپل شويو کورنیو ته ۱۲،۰۰۰ روپۍ ورکوي.

د يو اېن اېچ سي آر له مخې، بیړنۍ مرسته به د مستحق کډوالو کورنیو سره مرسته وکړي چې د کورونا ويروس ناروغۍ په دوران کې خپل ضروريات پوره کړي.

په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي آر نايب استازی آیین هال او د پاکستان د پوسټ آفس ادارې ډايريکټر جنرل محمد اخلاق رانا د می په ۱۳ مه د پيسو چمتو کولو لپاره تړون لاسلیک کړو.

د يو اېن اېچ سي آر او د افغان مهاجرینو کمیسشنرۍ د همکارانو، رضاکارانو او د مهاجرینو ټولنې مشرانو په مرسته د ارزونې سروې ترسره کړه چې ضرروتمندې کورنۍ په ګوته کړي.

هغه کسان چې د بیړنۍ مرستې لپاره مستحق دي په هغوی کې هغه مهاجرین شامل دي چې معذوري یا جدي طبي حالات او همدا ډول يوازې مور يا پلار لري.

"يو اېن اېچ سي آر د کډوالو کورنيو د مخ په ډیریدونکي غربت په اړه اندیښنه لري چې یوازې د ورځني معاشونو پورې اړه لري. هال وویل، موږ هيله لرو چې دا بيړنۍ مرسته به تر ټولو زيات ځپل شويو کسانو سره مرسته وکړي چې دا روغتیایي وبا برادشت کړي."

هال وویل، يو اېن اېچ سي آر به په لومړي سر کې ۳۶،۰۰۰ کډوالې کورنۍ په نښه کړي. هغه يادونه وکړه که چیرې دا د نورو مرستندویانو مرستې ترلاسه کړي نو دا به ډیرو زیان منونکو کورنیو ته بشري مرستې چمتو کړي.

د سېفرون وزیر شهریار افریدي د می په ۹ مه په اسلام آباد کې وویل، يو اېن اېچ سي آر به د پروګرام په دوهم پړاو کې د ۱۰۰،۰۰۰ کډوالو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وکړي.

خورا غربت

ډیرې افغان کورنۍ په خورا بې وزلۍ کې ژوند کوي ځکه چې دوی اکثر مزدوران، پلورونکي، یا د کوچني سوداګرۍ چلوونکي دي او د لاک ډاون په دوران کې یې د عاید سرچینې له لاسه ورکړي دي.

پاکستان تقريباََ ۱.۵ ملیونه راجسټر شوي افغان کډوال لري، په داسې حال کې چې ویل کیږي چې شاوخوا یو ملیونه نور په پاکستان کې د مناسب اسنادو نه بغير ژوند کوي. کډوال په عمومي ډول په کېمپونو کې د اوسيدو پرځای په ښارونو، کلیو او ښارګوټو کې اوسيږي او په کوچني کاروبارونو کې کار کوي. په ایران کې افغان کډوال یوازې د کېمپونو پورې محدود دي.

دولت خان، چې یو افغان کډوال دی او تقریباً ۳۰ کاله عمر لري، وويل، "ما به رکشه چلوله، خو د لاک ډاون راهیسې زه خپله دنده نه شم ترسره کولی." هغه زیاته کړه چې هغه د خپلې کورنۍ لپاره یوازینی رزق ګټونکی دی چې په هغې کې د هغه میرمن، مور او دوه خویندې شامل دي.

خان وویل، "د لاک ډوان راهيسې، ځایي خلکو زموږ د کورنۍ او نورو مستحقو کورنیو لپاره خواړه چمتو کړي دي."

حنیف الله، چې يو افغان کډوال دی او په يو ريستوران کې د وېټر په توګه کار کوي، وویل، "سوداګري په تیرو دوه میاشتو کې ترټولو ټیټې مرحلې ته رسیدلې، او د نغدو پيسو مرسته به ډیرو مستحقو کورنیو ته ګټه ورسوي."

د نغدو پيسو د ملاتړ سربیره، يو اېن اېچ سي آر د کورونا ویروس په بحران کې افغان کډوالو ته نور ملاتړ وړاندې کړی دی.

د اپرېل په پیل کې، يو اېن اېچ سي آر او د افغان مهاجرینو کمیشنرۍ د کورونا ويروس ناروغۍ اړوند مسلو لپاره پنځه بشپړ سمبال شوي امبولانسونه د خېبر پښتونخواه حکومت ته وسپارل.

دا امبولانسونه په کوهاټ، پېښور، صوابۍ، هري پور او مردان کې ځای په ځای شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغان مهاجرین پاکستان ته ډیر نږدې دي. د دوی دوه نسلونه په پاکستان کې لوی شوي دي. د يو ايچ سي آر او د پاکستان حکومت نه علاه هيڅوک د دوی لپاره څه عملي ګام نه پورته کوي. خو د دوی حالت د بنګله دیش په کیمپونو کې د میشتو پاکستانیانو نه ډير ښه دی!!

ځواب