دین

د ایران تر ملاتړ لاندې ملیشو لخوا د خلیفه د قبر سپکاوي په خلکو کې غوسه راپورته کړې ده

د ضياء الرحمان لخوا

د يوې مذهبي پارټۍ غړي په کراچۍ کې په دسمبر ۲۰۱۸ کال کې د سوریې د صدر بشارالاسد د رژیم لخوا د ترسره شويو وژنو په وړاندې احتجاج کوي. [ضیاء الرحمان]

د يوې مذهبي پارټۍ غړي په کراچۍ کې په دسمبر ۲۰۱۸ کال کې د سوریې د صدر بشارالاسد د رژیم لخوا د ترسره شويو وژنو په وړاندې احتجاج کوي. [ضیاء الرحمان]

اسلام آباد -- د ایران تر ملاتړ لاندې د ملیشو لخوا د سوریې په ادلیب صوبه کې د یو مسلمان زیارت سپکاوي په ټوله اسلامي نړۍ کې غوسه راپارولې ده.

ډيلي صبا راپور ورکړو، يوې ويډيو، چې د می په ۲۶ مه د رژیم پلوه ټولنیزو رسنیو لخوا خپره شوې ده، وسله وال وښودل چې وسله وال په هغه څه برید کوي او لاش بهر ته راوباسي چې باور کيږي چې د اموي خلیفه عمر بن عبد العزیز قبر دی، چې د عمر دوهم په نامه هم پیژندل کیږي.

عمر دوهم اتم اموي خلیفه و او له ۷۱۷ څخه تر۷۲۰ پورې یې حکومت کړی و. هغه د خپلې واکمنۍ په دوران کې د انصاف چمتو کولو له کبله د اسلام پنځم رښتینی خلیفه نومول شوی و.

د فبرورۍ په میاشت کې، د رژیم ځواکونو د زیارت شاوخوا سیمې ته اور ولګولو کله چې دوی د ښار کنټرول واخیستو، چې د راپورونو سره سم، د عزیز د میرمن او خادم قبرونو دواړو ته يې زيان ورسولو.

د ویډیو يو سکرين شاټ په سوریه کې د اموي خلیفه عمر بن عبد العزیز قبر ویجاړيدل ښیي. [فايل]

د ویډیو يو سکرين شاټ په سوریه کې د اموي خلیفه عمر بن عبد العزیز قبر ویجاړيدل ښیي. [فايل]

د ویډیوګانو په غبرګون کې، د پاکستان مذهبي ډلو د دوشنبې په ورځ (د جون په لومړۍ نيټه) د سوریې رژیم او د ایران په ملاتړ د ملیشو په وړاندې د جمعې په ورځ (د جون په ۵ مه) په ټول هیواد کې د احتجاج کولو اعلان وکړو.

د پاکستان د عالمانو شورا چيرمين حافظ محمد طاهر محمود اشرفي د می په ۳۱ مه وويل، "موږ د اسلامي همکارۍ سازمان (او آی سي)، چې یوه نړیواله اداره ده او ۵۷ مسلمان غړي هیوادونه پکې شامل دي، او د پاکستان حکومت څخه غوښتنه کوو چې د دې پیښې تپوس وکړي او د هغه عاملینو پر وړاندې اقدام وکړي کوم چې د دې مسؤلیت لري."

د پنجاب اسمبلۍ سپیکر چوهدري پرویز الهي هم دغه عمل وغندلو او غوښتنه یې وکړه چې فدرالي حکومت دې سمدلاسې د پاتې شونو د ترلاسه کولو لپاره د سوریې پر چارواکو فشار راوړي.

پرویز الهي وويل، "موږ د هغه کسانو لپاره د سختې سزا غوښتنه کوو کوم چې د دې سپکاوي لپاره مسؤل دي."

د سني اتحاد شورا (ايس آی سي)، چې د ۱۹ مذهبي ډلو يوه اتحاديه ده، وویل چې د سپيڅلي شخصیتونو د زیارتونو او قبرونو سپکاوی د غندلو او نه منلو وړ عمل دی.

په کراچۍ کې د ايس آی سي مشر علامه حسین قادري وویل، "تخریب کونکي اسلام بدناموي، او د داسې کړنو موخه په اسلامي نړۍ کې ګډوډي رامینځته کول دي."

هغه وویل، "موږ به د اسلامي شخصیتونو د قبرونو د راکنلو له کبله د سوریې رژیم پروړاندې په ټول هيواد کې احتجاجونه وکړو."

په تير وختونو کې، "د پاکستان مذهبي ګوندونو په سوریه کې د زرګونو مسلمانانو د وژلو له کبله د بشار الاسد د سوریې رژیم پروړاندې په پراخه کچه احتجاجونه کړي دي."

قادري وویل، "هرڅوک پوهیږي چې اسد د عامې وژنې لپاره د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) د قدس ځواک کمانډر ميجر جنرل قاسم سلیماني تر مشرۍ لاندې ایراني ملیشه کارولې وه."

سلیماني د جنورۍ په ۳ مه په بغداد کې د امریکې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و.

د بې احترامۍ تاریخ

د تهران په ملاتړ د اسد ځواکونه او متحدې ملیشې تاريخ لري چې دوی قبرونه راسپړي او د هغه ځاينو سکاوی کوي کوم چې نه يوازې د سوريې او د عرق د خلکو لپاره علامتي اهمیت لري بلکې د ټولو مسلمانانو لپاره هم اهميت لري.

ميډل ايسټ مانيټر د می ۳۰ مه راپور ورکړو چې د فبرورۍ په میاشت کې، داسې ویډیوګانې راپورته شوې چې د سوریې رژیم ځواکونه او د ایران ملاتړي ملیشې پکې د مخالفینو ډیرو جنګیالیو او کمانډرانو قبرونه راسپړي او سپکاوی يې کوي، کوم چې په سني سيمو کې ښخ شوي دي.

نورو ویډیوګانو وښودله چې د سوريې عسکر د راويستل شويو لاشونو د کوپړو سره لوبې کوي.

دغه تجزيې د تروريستي ډلې داعش لپاره بل نوم ته په اشاره سره وويل، "د تاریخي او مذهبي ځایونو په پراخه کچه ویجاړول د هغه ویجاړولو کمپاین سره ورته والی لري کوم چې په سیمه کې داعش او نورو افراطي ډلو ترسره کړي ول."

ورته ویډیوګانې په ۲۰۱۵ کال کې هغه وخت خپرې شوې کله چې د رژیم ځواکونو په حمص کې لسګونه قبرونه ويجاړ کړل.

قادري وویل، "په تیرو وختونو کې، د اسد په مشرۍ ځواکونو په حمص کې د اسلامي شخصیت خالد بن ولید د تاریخي زيارت سپکاوی کړی و."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500