روغتیا

آی ايس آی د کورونا ويروس ناروغانو د موندلو لپاره د وسله والو د تعقیب ټیکنالوژي کاروي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د می په ۱۸مه په يو اخيستل شوي تصوير کې، پاکستانیان، چې ماسکونه يې اچولي دي، د اسلام آباد په سینټورس مال کې د تهرمل سکېنر نه تیریږي وروسته له دې چې حکومت د کورونا ويروس ناروغۍ پر وړاندې د مخنیوي اقدام په توګه په هیواد کې په پلي شوي لاک ډاون کې نرمي وکړه. [عامر قريشي/ای اېف پي]

د می په ۱۸مه په يو اخيستل شوي تصوير کې، پاکستانیان، چې ماسکونه يې اچولي دي، د اسلام آباد په سینټورس مال کې د تهرمل سکېنر نه تیریږي وروسته له دې چې حکومت د کورونا ويروس ناروغۍ پر وړاندې د مخنیوي اقدام په توګه په هیواد کې په پلي شوي لاک ډاون کې نرمي وکړه. [عامر قريشي/ای اېف پي]

اسلام آباد -- د پاکستان استخباراتي خدمتونه د څارنې خفيه ټیکنالوژي کاروي چې معمولاََ د وسله والو د موندلو لپاره کارول کیږي څو د کورونا ويروس ناروغان او هغه څوک په ګوته کړي چې دوی ورسره په تماس کې پاتې شوي وو.

په هغه يو پروګروم کې چې وزیر اعظم عمران خان يې په عامه توګه ستاينه کړې وه، حکومت د ويروس سره په مبارزه کې د مرستې لپاره د خپلمنځي خدماتو استخبارات (آی ايس آی) ته مخه کړې. دغه ويروس اوس هم په ټول پاکستان کې په چټکۍ سره خپریږي.

د وبا په وړاندې د ترهګرۍ ضد ټیکنالوژي کارول

د دې پروژې په اړه تفصيلات نه دي خپاره شوي، خو دوو چارواکو ای اېف پي ته وویل چې استخباراتي خدمات جیو فېنسنګ او د تلیفون څارنې سیسټم کاروي چې په عمومي توګه په هيواد کې او د بهرني وسله والو په ګډون د لوړ ارزښت اهداف په نښه کړي.

ګڼ شمیر پاکستانیان، چې د دې وبا نښې نښانې لري، د پوهاوي نشتوالی، بدنامۍ او ویرې له کبله علاج نه ترلاسه کوي او حتی د هسپتالونو نه تښتي، په داسې حال کې چې نورو هغه کسانو پخپله د ځان جلا کولو اصول تعقيب کړې کومو چې د ویروس لرونکي ناروغانو سره اړیکې لرلې.

د ډپټی کميشنر پېښور په دفتر کې په کنټرول روم کې کارکونکي د اپرېل په ۲۳مه د کورونا ويروس ناروغانو په اړه معلومات راټولوي. [شهباز بټ]

د ډپټی کميشنر پېښور په دفتر کې په کنټرول روم کې کارکونکي د اپرېل په ۲۳مه د کورونا ويروس ناروغانو په اړه معلومات راټولوي. [شهباز بټ]

یو لوړ پوړي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ای اېف پي ته وویل چې ادارې اوس "په اغيزمنه توګه" د ټيکنالوژۍ په کارولو سره د کورونا ویروس کېسونه په ګوته کوي.

دغه امنیتي چارواکي وویل، "حکومت حتی د هغو کسانو په تعقیب کې بریالی شوی چې ټسټونه يې مثبت راغلې ول خو پټ پاتې شول."

جیو فېنسنګ، چې د تعقیب يوه غوره سیسټم دی او چارواکو ته هغه وخت خبرداری ورکوي کله چې یو کس د یو ځانګړې جغرافیایي سيمې نه وځي، له چارواکو سره مرسته کړې چې د لاک ډاون په جريان کې د سيمو څارنه وکړي.

چارواکي د کورونا ويروس د ناروغانو کالونو ته غوږ دي څو دا وڅاري چې ایا د دوی د ناروغۍ د نښو نښانو په اړه خبرې کوي او که نه.

د استخباراتو یو چارواکي وویل، "د تعقيب او موندلو دا سیسټم په بنيادي توګه له موږ سره مرسته کوي چې د کورونا ناروغانو تلیفونونه تعقیب کړو او همدارنګه هر هغه کس په ګوته کړو کوم چې دوی ورسره له غايب کيدو نه مخکې یا وروسته ليدل کتل کړي وي."

خان په دې وروستیو کې د دې پروګرام ستاینه وکړه، کوم چې د ویروس په مبارزه کې د هغې د کارولو په اړه د خلکو د لږ بحث او څېړنې سره مخ شوی دی.

هغه وويل، "دا په لومړي ځل د ترهګرۍ پروړاندې کارول شوی و، خو اوس دا د کورونا ویروس پروړاندې ګټور ثابت شوی دی."

د رسمي غبرګون په اړه اندیښنې

له ۶۱،۰۰۰ څخه د زیاتو پاکستانیانو ټسټونه په دې ناروغۍ کې مثبت راغلي دي، او له ۱،۲۶۰ څخه ډیر ناروغان مړه شوي دي.

خو د محدود ټسټونو سره، چارواکي اندیښنه لري چې ریښتیني شمیره خورا زياته ده.

د حقونو ډلې اندیښنې لري چې چارواکي به د څارنې خپل پراخه ځواک په غلطه توګه استعمال کړي.

د حقونو فعال او پخوانی سنيټر افراسیاب خټک ای اېف پي ته وویل، "د ناروغانو او شکمنو کېسونو د تعقیب او موندلو دنده باید د صوبايي حکومتونو او ځایي ټولنو لخوا ترسره شي -- استخباراتي ادارې دې خپله رښتیني دنده ترسره کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

آی ایس آی پخپله د ترهګرو یو نیټورک دی چی رابرټ کاتهوم انګریز د مسلمانانو د وژلو او قتلولو لپاره جوړ کړی دی. دا د دروغو خبره نه ده په https://en.wikipedia.org/wiki/Inter-Services_Intelligence#History سایټ کی د هیسټرۍ سیکشن کی وګورئ د انګریز میجر جنرل روبرټ کاوتوم ذکر په کی براعلی راغلی دی. آی ایس آی له ۴۵ کالو راهسی په افغانستان کی ترهګرو له ټریننګ ورکوي او بی ګناه خلک پری وژني، آی ایس آی د پاکستان په نوم د بریټیش میشن له جوړیدلو کیدلو راهسی له کشمیر نه د کشمیریانو لپاره دوزخ جوړ کړی دی، آی ایس آی له تیرو شلو کالونو راهیسی د پختونخوا او قبایلو پختانه د دوزخ په اور کینولي، یو اړخ ته په کی ملیانو نه ډلی او ګروپونه جوړوي او پښتانه ورباندي قتلوي او بل اړخ ته بیا د قتل شویو پختنو په سر د دنیا نه پیسی اخلي. آی ایس آی او پاکستان آرمي اصلا د ترهګرو د ملاتیر دی.

ځواب

سلام. ما دا مقاله ستاسو په ویب پاڼه په انګلیسۍ، اردو او په پښتو ژبو کې ولیدله. زه پوه شوم چې په اردو کې نظر له پښتو او انګلیسي پرته بل څه وايي. په پښتو او انګلیسۍ کې دا وايي چې آی اېس آی - د پاکستان د استخباراتو اداره په دې سيمه کې په ټولو ظلمونو کې لاس لري که څه هم په اردو کې آی اېس آی داعش يا آی اېس آی اېس ته بدل شوی دی.

ځواب