زده کړه

د قبایلي ضلعو اوسیدونکي د تعليمي مرکزونو د جوړولو ستاینه کوي

د حنيف الله لخوا

نالوستي قبایلې میرمنې په اپرېل کې په باجوړ کې په يو ټولګي کې د لوستلو او لیکلو زده کړه کوي. [حنیف الله]

نالوستي قبایلې میرمنې په اپرېل کې په باجوړ کې په يو ټولګي کې د لوستلو او لیکلو زده کړه کوي. [حنیف الله]

خار -- په قبایلي ضلعو کې پاکستانیان وايي چې د زده کړې نوي جوړ شوي مرکزونه له دوی سره مرسته کوي چې لوستل زده کړي او خپل ژوند ښه کړي.

د غربت او اورپکۍ د مخنیوي لپاره، د پاکستان د بشري پراختیا ملي کمیسیون (اين سي ايچ ډي) په تیر دسمبر کې په ټول هیواد کې د زده کړې ۲،۰۰۰ مرکزونه جوړ کړل، چې په دې کې قبایلي ضلعې شاملي دي.

تقريباََ ۶۰ ملیونه پاکستانیان چې عمر یې له لسو کالو پورته دی، نالوستي دي. په پاکستان کې تقريباََ ۷۲٪ نارینه او ۵۲٪ ښځینه سواد لري.

محمد ریاض، چې په باجوړ ضلعه کې د اين سي ايچ ډي فصل اسسټنټ ډايريکټر دی، وويل، "د دې پروژې اصلي هدف دا دی چې د دوامداره پراختیا د اهدافو مطابق د ۲۰۳۰ کال پورې د ۹۰٪ سواد کچه ترلاسه کړي، چې پاکستان يې په ملګرو ملتونو کې تایید کړی دی. دا پروژه د پاکستان د بشري پراختیا وجهي صندوق (پي ايچ ډي ايف) په ملاتړ پلي کیږي."

یوه ښځینه ښوونکي د مارچ په مياشت کې په باجوړ کې نالوستو قومي میرمنو ته د ریاضۍ او سواد درس ورکوي. [حنیف الله]

یوه ښځینه ښوونکي د مارچ په مياشت کې په باجوړ کې نالوستو قومي میرمنو ته د ریاضۍ او سواد درس ورکوي. [حنیف الله]

د این سي ایچ ډي باجوړ فصل اسسټنټ ډایریکټر محمد ریاض د اپرېل په مياشت کې په باجوړ کې د تعليمي مرکزونو د جوړولو په اړه خبرې کوي. [حنیف الله]

د این سي ایچ ډي باجوړ فصل اسسټنټ ډایریکټر محمد ریاض د اپرېل په مياشت کې په باجوړ کې د تعليمي مرکزونو د جوړولو په اړه خبرې کوي. [حنیف الله]

د ریاض په وینا، د زده کړې په ۲،۰۰۰ مرکزونو کې، ۵۴۰ په خېبر پښتونخواه کې دي، چې په دې کې قبايلي ضلعې شاملي دي.

هغه وويل، په دغه مرکزونو کې، په لکي مروت کې ۸۰، په بونیر کې ۸۰، په ډیره اسماعیل خان کې ۶۰، په ټانک کې ۶۰، په چارسده کې ۶۰، په مانسهره کې ۴۰، په بره دیر کې ۴۰، په کوز دیر کې ۲۰، په خېبر کې ۴۰، په مهمند کې ۴۰ او په باجوړ کې ۲۰ مرکزونه شامل دي.

هغه زیاته کړه، "د دې پروژې اصلي هدف د غربت مخه نیول دي."

امید ورکول

ریاض وویل، په هر مرکز کې ۲۵ زده کونکي ځای پر ځای کيدی شي، چې عمرونه يې د ۱۱ نه تر ۴۵ کلونو پورې وي. ښوونکي د پنځو میاشتو په جریان کې څلور کتابونه ښيي، او د حکومت لخوا په تصویب شويو کورسونو کې ریاضي او نفسيات شامل دي.

هغه وویل، د کورسونو په بشپړیدو سره به زده کونکي د پخلنځي، باغوانۍ او خیاطۍ په شان مهارتونه زده کړي، چې دوی کوچنۍ او متوسطه سوداګري وکړي.

هغه وويل، زياتره مرکزونه د میرمنو لپاره جوړ شول ځکه چې دوی د کور خرچه لګوي، په داسې حال کې چې دوی د ناریناو په پرتله د زده کړې ټيټه کچه لري. چارواکو د اقليت لپاره هم مرکزونه جوړ کړل.

جمیل بسمل، چې د باجوړ اقلیتي ټولنې سيکريټري جنرل دی، وويل، "په باجوړ کې د اقليتي میرمنو لپاره دوه مرکزونه جوړ شوي دي، او موږ د دې مرکزونو په جوړیدو سره خوشحاله يو."

هغه وويل، په هر مرکز کې ۲۵ ښځې داخل شوي دي.

بينش پرويز، چې په باجوړ کې د ۳۱ کالو يوه عیسايڼه میرمن ده، وویل، "زه د مرکز په جوړیدو خوشحاله يم ... په مرکز کې په ټولګیو کې د ګډون وروسته، زه اوس په اردو کې یو پاراګراف لوستلی شم او په دې پوهيږم."

هغې وویل، "کله چې زه خپل کورس بشپړ کړم، نو زه به ښه دنده ترلاسه کړم."

منیر خان، چې ۳۰ کلن سړی دی او په یو مرکز کې داخل شوی دی، وويل، "دا د اين سي ايچ ډي لخوا یو ښه ګام دی، او موږ خوشحاله یو چې زموږ لپاره دا ډول نوښت پیل شوی دی."

هغه وويل، "زه غواړم چې د ریاضي بنيادي زده کړه وکړم چې په اسانۍ سره د خپلې کورنۍ بجټ اداره کړم."

هغه زیاته کړه، "زه یو تجربه کار ډريور یم او ښه دنده ترلاسه کولی شم، خو بې سوادي اصلي خنډ دی."

د باجوړ لیویز يو ملازم شفیع خان وویل، "زه چمتو یم چې په يو داسې کورس کې ګډون وکړم ځکه چې دا د وخت اړتیا ده." "زه د بې سوادۍ له امله په ورځني ژوند کې له ستونزو سره مخ یم."

شفیع وویل، "زه د ای ټي ايم له لارې د بېنک نه د خپلې تنخوا په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ یم. "زه خواهش کوم چې تعليم يافته وی ... خو زه اوس د داسې کورسونو په پیل کیدو سره هيله مند يم."

د تعلیم اهمیت

په باجوړ ګورنمنټ کالج منيجمنټ ساينسز کې يو پروفیسر بخت منیر وویل، "تعلیم د يوې سوله ایزې ټولنې د رامینځته کولو لپاره یوازینۍ لار ده، او د خلکو په تعلیم سره موږ کولی شو چې په اسانۍ سره اورپکۍ له مینځه یوسو."

هغه وويل، په قبایلي ضلعو کې د اورپکۍ او بې ثباتۍ اصلي وجه دا ده چې زياتره اوسیدونکي نالوستي دي.

هغه وويل، "موږ یو سوله ایز نسل هله رامينځته کولی شو که چيرې موږ په تعلیم تمرکز وکړو."

په باجوړ ګورنمنټ کالج منيجمنټ ساينسز کې يو ښونکي خالد حبیب وویل، "په تیرو کې، وسله والو نالوستي ځوانان د خپلو فعالیتونو لپاره د یوې وسیلې په توګه استخدام کړل، او دا د اورپکۍ او افراطیت د خپریدو اصلي لامل و."

حبیب وویل، د اورپکۍ زیاتوالي بې وزلي هم رامينځته کړه، او وسله والو په تیرو وختونو کې بې روزګاره کسان د خپلو اهدافو لپاره استعمال کړل.

هغه وویل چې د اين سي ايچ ډي نوښت یو ښه ګام دی. هغه زیاته کړه چې دا به نه یوازې د سواد کچه لوړه کړي بلکې د غربت او افراطیت مخه به هم ونیسي..

په اسلام آباد کې د ماشومانو د حقونو شنونکي ارشاد محمود وویل، "د اصلي زده کړې ښوونه به نه یوازې په ماشوموالي کې د کار، د ماشومانو د ودولو او نورو اړوندو مسلو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي بلکې په پاکستان کې د اورپکۍ په ختمولو کې به هم مرسته وکړي."

هغه وويل، "که ماشومان له سکولونو نه وتلي وي، نو دوی به سړکونو ته راوځي، په ماشوموالي کې به په کار او جرم کې بوخت شي او د جرمي یا وسله والو ډلو سره به يو ځای شي." "تعلیم د پاکستان لپاره يوازينۍ لاره ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د اي ايس ای بيړنی وضعيت

ځواب

ما په دې وخت کې په ملاکنډ کې د خېبر پښتونخواه په سي ډي ايل ډي پروجيکټ کې کار کولو.

ځواب