کويټه -- چارواکي وايي چې د سه شنبې په ورځ (د می په ۱۹ مه) د نيم پوځي ځواکونو په وړاندې په يو وسله وال بريد کې لږ تر لږه اوه امنيتي منسوبين وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.
د پوځ د عامه اړيکو دفتر د يو بيان له مخې، وسله والو "د بولان په پیر غیب سیمه کې د نیم پوځي عسکرو پر موټر د لاس جوړ شويو چاوديدونکو توکو د چاودنې په ذریعه برید وکړو. د یو جونير کميشنډ افسر په ګډون شپږ تنه پکې ووژل شول او څلور نور سخت ژوبل شول."
آی ايس پي آر زیاته کړه، "د ریموټ کنټرول بم د مچ سړک په ګوټ کې ځای پر ځای شوی و او په نښه شوي پرسونل د معمول ګشت نه وروسته بېس کیمپ ته راستنیدل."
هغه زياته کړه، په جلاتوګه، وسله والو د تربت ضلعې په مند سيمه کې په امنيتي پرسونلو بريد وکړو، چې د تښتيدو نه مخکې یې يو امنیتي افسر ووژلو.
د بلوچستان وزیراعلی جام کمال د می په ۱۹ مه په یو بیان کې وویل، "په امنیتي ځواکونو د بریدونو زیاتوالي زموږ د بشپړتیا او ملي حاکمیت پروړاندې د ناوړه سازش یوه برخه ده."
هغه زياته کړه، "وسله وال زموږ د دښمنانو ملاتړ لري، چې د ګاونډیو هیوادونو په رسنیو او د دوی د پوځي افسرانو په بيانونو کې په پراخه کچه لیدل کیږي."
هغه وویل، "موږ به دې ته اجازه ورنه کړو چې بلوچستان د دښمن د سازشونو قرباني شي. د دښمن عناصرو او د هغوی د ملاتړ کوونکو پر وړاندې به جګړه جاري وي او د هېواد د دفاع او سولې لپاره د امنیتي ځواکونو قربانۍ به بې ګټې نه وي."
کمال د وژل شویو منسوبینو کورنیو سره خپله غمرازي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې "ټول قوم د سلګونو قربانیانو کورنیو سره په دې غم کې شريک دي."
بزدلانه بریدونه
د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت قانون پلي کونکو ادارو ته لارښوونه کړې چې د صوبې په ټولو ناکراره سیمو کې د ترهګرۍ پر ضد عملیات زیات کړي.
د کمال په بيان کې راغلي، د می په ۱۹ مه په کويټه کې د وزيراعلی کمال تر مشرۍ لاندې د وضعيت د يوې لوړې کچې په غونډه کې، "د تروریستي بریدونو د وروستي څپې وروسته، د عمومي امنيتي وضعیت بياکتنه وشوه."
دغه بيان زياتوي، چې امنیتي ځواکونه د صوبې په حساسو سیمو کې زيات محتاط دي او اضافي سرتیري په ملي لویو سړکونو ګشت کوي.
میر خدا بخش مری، چې د بیرون ملک پاکستاني بلوچيانو د اتحاد نايب چيرمين دی، وويل، "د دولت ضد عناصرو په بلوچستان کې د ترهګرۍ نوې څپې پیل کړې، او دا بریدونه په دې صوبه کې د ترهګرۍ پروړاندې د وروستیو عملیاتو عکس العمل کیدی شي، چې وسله والو ډلو ته یې لوی ګوزار ورکړو." دغه سازمان، چې په پاکستان او بهر کې څانګې لري، د بلوچ بېلتون غوښتونکو سره د مبارزې هڅه کوي.
هغه وویل، "زه فکر کوم چې دا ډول وحشیانه کړنې يوه هڅه ده چې په دې صوبه کې ټوله سوله ګډه وډه کړي. د دې بریدونو له لارې، د سولې مخالف عناصر غواړي چې پر دولت فشار راوړي." هغه زیاته کړه چې "په دې صوبه کې تش په نامه بیلتون غوښتونکي غورځنګ یوځل بیا زموږ د خلکو پروړاندې د نسل کشۍ په کمپاین کې بدل شوی دی."
هغه زياته کړه، "وسله والې ډلې د ځان منظم کولو لپاره هڅه کوي او په تیرو څو ورځو کې ډیر بریدونه د منع شوي د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بي ایل ای) لخوا تر سره شوي دي."
هغهد متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا په تير جولای کې د بي اېل ای د نړیوالې ترهګريزې ډلې په توګه ګرځولو ته اشاره وکړه او زیاته يې کړه، "د دې ډلې بریدونه هم ګړندي شوي ځکه چې د متحده ایالاتو حکومت دغه ډله د تروریستي سازمان په توګه په لیسټ کې شامل کړې ده."
دا د هندوستان له امله دی، خو اوس طالبانو هند ته ګواښ ورکړی دی چې موږ د وړوکې اختر نه وروسته درځو، نو د غزوا هند لپاره چمتو اوسئ. پاکستان زنده باد
ځوابتبصرې 1