دین

دارالافتا د وبا په جريان کې مجازي ملاتړ او ځوابونه وړاندې کوي

د محمد شکيل لخوا

عبادت کونکي د کورونا ویروس خپریدو وروسته د اپرېل په میاشت کې د پېښور په حاجي کيمپ سیمه کې په یو جومات کې خپل واټن ساتي. [محمد شکیل]

عبادت کونکي د کورونا ویروس خپریدو وروسته د اپرېل په میاشت کې د پېښور په حاجي کيمپ سیمه کې په یو جومات کې خپل واټن ساتي. [محمد شکیل]

پېښور -- د مرکزي عالمانو شورا یو مجازي پلیټ فارم پيل کړی دی چیرې چې عام خلک کولی شي چې د دیني عالمانو نه د واټس اېپ او د پیغام استولو په کارولو سره لارښونې ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې دوی د کورونا ویروس د وبا له امله خپلو کورونو ته محدود دي.

مجازي دارالافتا د اپرېل په ۲۰ مه دا خدمات وړاندې کول پيل کړل څو د هغو کسانو ضرورتونه پوره کړي چې د ورځني موضوعاتو په اړه پوښتنو ته ځوابونه غواړي خو په جوماتونو کې دیني عالمانو ته مراجعه نه شي کولی.

په ګوجرانواله کې د شورا صدر مولانا عبیدالله حیدري وویل، "د دارالافتا د پیل له لومړۍ ورځې راهیسې، دغه شورا د خلکو څخه د مختلفو موضوعاتو په اړه پوښتنې ترلاسه کول پیل کړل، چې په اطمينان سره حل کیږي."

هغه وویل، "د تلیفون زنګونه ورځ په ورځ زیاتیږي، او زموږ عالمان هڅه کوي چې د شریعت او قرآن کریم په رڼا کې په بې طرفه ډول د دوی له فرقې پرته زنګ وهونکي مطمئن کړي." هغه زیاته کړه چې عالمان "د خلکو سره په معامله کولو کې محتاط دي"، کوم چې د بین المذاهب نفرت او دښمنۍ رامینځته کولو چانس کموي.

د مرکزي عالمانو شورا يو عالم د اپرېل په ۲۲ مه په پیښور کې په خپل دفتر کې په کار کې بوخت دی. [د مرکزي عالمانو شورا]

د مرکزي عالمانو شورا يو عالم د اپرېل په ۲۲ مه په پیښور کې په خپل دفتر کې په کار کې بوخت دی. [د مرکزي عالمانو شورا]

هغه وويل، د شورا درې مفتيان شپه او ورځ موجود وي چې د اسلامي قانون او اصولو پراساس لارښوونې چمتو کړي.

حیدري زیاته کړه، "هر څوک چې له مفتیانو سره مخامخ مشوره کول غواړي کولی شي چې په ګوجرانواله او سرګوده کې زموږ د دفترونو او په جامعه قاسمیه فیصل آباد کې زموږ د مرکزي دفتر څخه لیدنه وکړي."

هغه وویل، د مرکزي عالمانو شورا د دوه اړخیزې مشورې سیسټم جوړ کړو چې د هغه پیچيده پوښتنو ځواب ورکړي کوم چې پراخه بحث او غور ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې دا ساده پوښتنې سمدلاسې حل کوي.

حيدري وويل، "دغه شورا په تیرو وختونو کې ډېر کار کړی چې د ترهګرۍ، افراطیت او تاوتریخوالي د له مینځه وړلو لپاره د هڅو ملاتړ وکړي، او دا به کار ته دوام ورکړي چې خلک په دې بې لګامه خطرونو کې د بوخت کيدو نه وژغوري، کوم چې زموږ د ټولنې بنسټونه بې ثباته کولی شي."

هغه وویل، "موږ غواړو چې په پاکستان کې داسې ټولنه جوړه کړو چې د زغم، درناوي او متقابل ژوند پراساس وي."

د یو دیني عالم سره د خبرو کولو لپاره د وټس اېپ اصلي شمیره ۳۰۶۸۰۹۹-۰۳۰۰ ده. د مفتي شاه نواز فاروقي شمیره ۶۴۳۵۰۴۳-۰۳۰۰ ده، د مفتي حفظ الرحمان بنور شمیره ۹۹۲۴۰۲۹-۰۳۳۳ ده او د مفتي زاهد محمود قاسمي سره اړيکه په ۲۶۹۴۱۴۱-۰۳۲۱ نیول کيدې شی.

د افراطیت سره مبارزه، د پوهاوي لوړول

د مرکزي علمانو شورا د تاوتریخوالي، نفرت او افراطیت ایډیالوژۍ پروړاندې د حکومت د مبارزې ملاتړ کولو تاریخ لري او د پیغام پاکستان نوښت د يوې برخې په توګه يې د ګڼ شمیر سیمینارونو انتظام کړی دی.

د پیغام پاکستان پروګرام لاندې د تنظیم شويو غونډو موخه په دیني عالمانو، د مدرسو په زده کونکو او مدني ټولنه کې د هغه خطرونو په اړه شعور رامينځته کول و کوم چې د ترهګرۍ او افراطيت سره تړاو لري.

د پېښور یو دیني عالم مولانا محمد حسن وویل، "اسلام موږ ته لارښوونه کوي چې د ضرورت په وخت کې له يو بل سره مرسته وکړو."

هغه وويل، هغه وضعیت چې د کورونا ويروس له خپریدو وروسته رامینځته شوی د ټولنې له هر غړي څخه د يو مختلف لید غوښتنه کوي." هغه زیاته کړه چې هر فرد باید د خپل حده پورې هڅه وکړي چې په دې بې ساري حالاتو کې له یو بل سره مرسته وکړي."

هغه وويل، "د مرکزي عالمانو شورا نوی رول -- د افراطیت او ترهګرۍ د خطراتو په اړه خلکو ته د تعلیم ورکولو وروسته -- د ستاینې وړ دی، ځکه چې دا موخه لري چې د هغه خلکو خدمت وکړي کوم چې د پوهې د نشتوالي له امله لارښوونې ته اړتیا لري او د کورونا ويروس وبا له کبله د خپلو کورنيو د امنیت لپاره خپل کور نه شي پريښودی."

د پاکستان تلویزیون کارپوریشن پخواني ډايريکټر شکور طاهر وویل، مجازي دارالافتا عامو خلکو ته یوه اسانه او مستنده لاره چمتو کړې چې د خپلو پوښتنو ځواب د قرآن کریم او سنتو تعلیماتو سره سم ترلاسه کړي.

طاهر، چې د دارالافتا د تلیفون خدمت له لارې يې سلا مشوره ترلاسه کړه، وویل چې هغه د شورا د عالمانو له لارښود څخه مطمئن دی.

هغه وويل، "دا د هغو کسانو لپاره يو لوی رحمت دی کوم چې د اسلام له اصولو سره سم ځوابونه غواړي خو د کورونا ويروس ناروغۍ له امله منع شوي دي."

رانا شکیل احمد، چې د ګوجرانوالا اوسیدونکی دی، د مجازي دارالافتا سره د اړیکو نيولو وروسته د اطمينان څرګندونه وکړه.

هغه وويل، "د مرکزي عالمانو شورا په دوامداره توګه هڅه کوي چې د خلکو او هیواد خدمت وکړي، که دا د هغې د هڅو له لارې وي چې د افراطیت په اړه د عامه پوهاوي رامینځته کولو له لارې سولې ته وده ورکړي او یا د آنلاین مواصلاتو له لارې د خدماتو وړاندې کولو سره دا په کور کې خوندي وساتي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500