امنیت

وژونکي بحري حادثه د ایراني پوځ د مسلکیتوب نشتوالی په ګوته کوي

پاکستان فارورډ

د کنارک د پیښې د قربانیانو لاشونه د می په ۱۲ مه د پوځي الوتکې په وسیله د ایران هوايي ډګر ته راورسیدل. [د ایران د دفاع وزارت]

د کنارک د پیښې د قربانیانو لاشونه د می په ۱۲ مه د پوځي الوتکې په وسیله د ایران هوايي ډګر ته راورسیدل. [د ایران د دفاع وزارت]

تهران -- په دې هفته کې د "دوستانه ډزو" پیښه، چې د عمان په خلیج کې يې د ایران ۱۹ سمندري منسوبين ووژل، کلیدي کمزورۍ په ګوته کوي چې په دوامداره توګه يې د ایراني رژیم او د هغې امنیتي ځواکونو ته زيان رسولی: نامناسب لومړیتوبونه او د مسلکیتوب نشتوالی.

د ایران بحري ځواکونو د دوشنبې په ورځ (د می په ۱۱ مه) اعتراف وکړو، چې د ایران جنګي بيړۍ جمران د می په ۱۰ مه ماسپښین د ایران سویلي ساحل، بندر جسک، ته نژدې د سمندري مشقونو په دوران کې د کنارک ملاتړي کښتۍ په توغندي وویشتله، چې لږ تر لږه ۱۹ ماڼوګان په کې مړه شول او ۱۵ نور ژوبل شول.

د دولتي تلویزیون ویب پاڼې وویل، "دغه کښتۍ هغه وخت تر برید لاندې راغله کله چې دې د مشق هدف خپل ځای ته ورسولو او د ځان او هدف تر منځ يې کافي فاصله پرې نه ښوده."

پوځ په یو بیان کې وويل، دغه کښتۍ د "تخنیکي تحقیقاتو" لپاره په ساحل کې ودرول شوې ده. پوځ په خلکو غږ وکړ چې تر هغه وخت پورې "د ګمان کولو" نه ډډه وکړي تر څو چې نور معلومات نه وي خپاره شوي.

ایرانۍ ښځې د می په ۱۲ مه د ایران په پوځي هوایي ډګر کې د خپلو عزیزانو په مرګ ماتم کوي، چې د کنارک په پيښه کې مړه شوي وو. [د ایران د دفاع وزارت]

ایرانۍ ښځې د می په ۱۲ مه د ایران په پوځي هوایي ډګر کې د خپلو عزیزانو په مرګ ماتم کوي، چې د کنارک په پيښه کې مړه شوي وو. [د ایران د دفاع وزارت]

د ویډیو سکرین شاټ د ایراني بحري پیښې زيان ښیي چې د می په ۱۰ مه يې ۱۹ سمندري ماڼوګان ووژل او ۱۵ یې ژوبل کړل. [جامي جام ورځپاڼه]

د ویډیو سکرین شاټ د ایراني بحري پیښې زيان ښیي چې د می په ۱۰ مه يې ۱۹ سمندري ماڼوګان ووژل او ۱۵ یې ژوبل کړل. [جامي جام ورځپاڼه]

د جامي جام ورځپاڼې لخوا خپره شوې یوې ویډیو ښودلې او ویلې دي چې کنارک نيمه په اوبه کې ده او لوګې ترې پورته کيږي، په داسې حال کې چې د يوې کښتۍ له خوا کش کيږي.

وژونکې پایلې

د می د ۱۰ مې "حادثه" په دې کال کې دوهم ځل دی چې ایراني ځواکونو د مرګوني پایلو سره په غلط هدف باندې توغندی ویشتلی دی.

د ایران اسلامي انقلاب ساتونکو ځواک (آی آر جي سي) د جنورۍ په ۸ مه د اوکراین د نړیوال هوایي شرکت په مسافر وړونکي الوتکې توغندي وویشتل، چې سپاره ټول ۱۷۶ مسافر او عمله، د ۱۴۶ ايرانيانو په ګډون، پکې مړه شوه.

د دریو ورځو لپاره د ښکیلتیا څخه انکار وروسته، تهران ومنله چې دې دغه الوتکه ويشتلې وه، او په "انساني غلطۍ" یې پړه واچوله او دغه پیښه یې يوه "لویه غلطي" وبلله.

د سمندري حادثې راهیسې، تهران تر دې دمه په دې اړه څه وضاحت نه دی ورکړی، سوای له دې چې کنارک "له یوې پیښې سره مخ شوه او د سمندري ځواکونو ګڼ شمیر غړي شهیدان شوي دي."

د ایران سمندري ځواکونو وویل، "دا پیښه د ماهرینو لخوا تر څیړنې لاندې ده."

د پوځي چارو شنونکو نیو یارک ټایمز ورځپاڼې ته وویل، يا خو د توغندیو د پيل مسؤل افسر ډېر ژر توغندي ويشتل -- مخکې له دې چې کنارک په خوندي توګه د هدف څخه لرې تلې وې -- یا توغندي کنارک د يوې لویې بېړۍ او د فوري ګواښ په ګوته وپيژندلو.

د ایران يو ديني عالم او پخوانې نايب صدر محمد علي ابطاهي د می په ۱۱ مه په انسټاګرام وويل، "یو ځل بیا د عامو خلکو په خبرولو کې د شفافيت نشتوالی دی، چې د اوکراين د الوتکې د راغورځولو ترخه يادونه بېرته رايادوي."

نا مناسب لومړيتوبونه

شنونکي وايي چې یوازې په څو میاشتو کې دوه وژونکې خطاګانې د تهران د پوځي ستراتیژۍ اغیزمنتیا او د ایران د وسله والو ځواکونو چمتووالی تر پوښتنې لاندې راولي.

تیوډور کاراسیک، چې په واشنګټن ډي سي کې د ګلف سټيټ اناليټيکس سينير مشاور دی، عرب نیوز ته وویل، "په یو وړ پوځ باندې د تمرکز کولو پرځای چې د ایران د دولت حافظت کولی شي، دا رژیم د دې انتخاب کوي چې د ملیشو پر فعالیت، بې پیلوټه الوتکو، او د بالیسټیک او کروز توغندیو په پرمختیا باندې تمرکز وکړي."

د کالیفورنیا په مونټري کې په نیول پوسټ ګريجويټ سکول کې د ملي امنیت د چارو اسسټنټ پروفیسر افشون اوستوار وویل، دا وروستۍ غلطي "د بې پروايۍ نه زياته" ده او د ایراني ځواکونو ناپوهي او د مسلکیتوب نشتوالی په ډاګه کوي.

هغه نیویارک ټایمز ته وویل، "یا خو غلط فهمي موجود وه یا یو کس په بشپړ ډول د پروتوکولونو په تعقیب کې پاتې راغې. غالباََ دا د دواړو يوه مجموعه وه."

هغه وويل، "که څه هم [د ایران پوځ] ځان ځواکمن ګڼي، خو په دوامداره توګه ناوړه بنيادي غلطۍ کوي."

فرزين نديمي، چې په فارس خليج کې د ايراني پوځ او سمندري عملياتو لپاره د واشنګټن انسټيټوټ د نير ايسټ پالیسۍ شونکی دی، نیویارک ټایمز ته وویل، "د ایران وسله وال ځواکونه د همغږۍ، کمانډ او کنټرول سره په منظمه توګه ستونزه لري، که هغه د هوا دفاع یا سمندري جنګ وي، که دا انقلابي ګارډ وي یا پوځ وي."

په پراکسیانو تکیه کول

د ۵۲۳،۰۰۰ فعال ځواکونو او نورو ۳۵۰،۰۰۰ محافظينو سره، ایران په منځني ختیځ کې ترټولو لوی فعال پوځ او د فعالو پرسونلو په اساس په نړۍ کې اتم لوی ځواک لري.

شنونکي وايي، خو د زړو تجهیزاتو، نړیوالو بندیزونو، د وسلو په واردولو د محدودیتونو سره -- او اوس دا دوه لویې وژونکي پیښې -- دا روښانه ده چې ایراني پوځ د مستقیم جنګي وضعیت لپاره چمتو نه دی.

د تهران پوځي لګښت د خپلو اصلي دښمنانو په پرتله کم دی -- په ۲۰۱۸ کال کې د سعودي عرب د ۷۰ ملیارده ډالرو او د متحده ایالاتو پوځ ۷۰۰ ملیارد ډالرو په پرتله يوازې ۱۳ ميليارده ډالره دی -- او دا یو څو متحدين لري.

اټلانټيک د جنورۍ په ۴ مه راپور ورکړو،ایران د روس او چین سره ښې اړیکې لري خو هیڅ غښتلی، د لوی ځواک متحدين نه لري. "په نړۍ کې تر ټولو يوازې هیواد په توګه، دا بالکل زیات متحدین نه لري."

له همدې کبله، تهران په ټوله سیمه کې د پراکسیانو په کارولو سره د غیر منظمه جنګ تګلاره تعقیب کړې ده.

د مثال په توګه په سوریه کې، د آی آر جي سي په ملاتړ د فاطمیون ډويژن او د زینبیون بریګيډ ملیشې -- چې په افغانانو او پاکستانيانو باندې مشتمله ده -- د سوریې د صدر بشارالاسد د رژیم په خوندي ساتلو کې مرسته کوي.

په لبنان کې، حزب الله د ایراني رژیم د ګټو لپاره کار کوي، په داسې حال کې چې په یمن کې حوثیان د قانوني حکومت په وړاندې د تهران په استازیتوب جګړه کوي.

د ایران په ملاتړ ملیشې په عراق کې د دوامداره ناامنۍ ترشا دي، په ځانګړي توګه وروسته له هغې چې د آی آر جي سي د قدس ځواک کمانډر قاسم سلیماني او د خلکو د رابيدارولو مشهور ځواکونو (پي اېم اېف) ډپټي کمانډر ابو مهدي المهندېس د جنورۍ په ۳ مه د بغداد هوایي ډګر ته نږدې د امریکې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

جعلي چلند

د سلیماني تر وژلو وروسته، آی آر جي سي او د ایران سیاسي مشرانو ګواښ وکړ چې دوی به "ناوړه انتقام" او "سخت انتقام واخلي او له سیمې به د متحده ایالاتو ځواکونه وباسي.

په کابل کې دېره پوځي کارپوه عزیز احمد وردک وویل، "خو تر نن ورځې پورې، ايران نه سخت انتقام اخیستی او نه یې امریکایان له سیمې څخه ويستلې دي." "دا ډول بيانونه یوازې د سیمې د هیوادونو ويرول دي."

هغه وویل، "د ایران پوځ په ځانګړي توګه آی آر جي سي دروغ وايي او د خپل ځان په اړه په هرڅه کې مبالغه کوي." "حقیقت دادی چې ایران هغه پوځي او جنګي وړتیا نه لري چې ادعا يې کوي."

د فبرورۍ په مياشت کې، د ايران رژيم د توغندیو په خپلې ټیکنالوژۍ کې د پرمختګ په اړه یو شمیر ناتاييد شوي ادعاګانې وکړې -- خو یوازې لږ وروسته د سيټلايټ ليږدول په ډراماتیکې توګه ناکامه شول.

د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواک (آی آر جي سي) د فبرورۍ په ۹ مه د لنډې فاصلې د بالیستیک توغندي هم څرګندونه وکړه او ويې ويل چې دا د انجنونو د "نوي نسل" لخوا توغول کيدی شي چې په مدار کې د سپوږمکیو د ځای پر ځای کيدو لپاره جوړ شوي دي.

یوازې يو څو ګهنټې وروسته په دولتي تلویزیون باندې، د دفاع وزارت ویاند اعلان وکړو چې ظفر سپوږمکۍ په اړين رفتا ترلاسه کولو کې پاتې راغله چې دا په مدار کې ځای پر ځای کړي.

بله سپوږمکۍ په جنوري ۲۰۱۹ کال کې مدار ته په رسیدو کې پاتې راغله.

شکمني ادعاګاني

د دومره ناوړه غلطیو سره، تهران د خپل خلايي پروګرام په پرمختيا باندې تمرکز کړی دی، چې د دې په هکله د نړیوالې ټولنې غړي وايي چې دا د توغندیو د پراختیا لپاره يوه بهانه ده.

د اپرېل په ۲۲ مه په مدار کې ځای پر ځای کولو لپاره د ایران د لومړۍ پوځي سپوږمکۍ توغول د رژیم ناسم لومړیتوبونه په ګوته کوي ځکه چې دا هیواد د خراب اقتصادي حالت او د کورونا ويروس وبا له ناوړه اثراتو سره مخ دی.

د قيمتي پيل وروسته، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د ویروس سره د مبارزې لپاره د نړیوال وجهي صندوق څخه د ۵ ملیارده ډالرو د بيړني قرضې غوښتلو کې د دغه رژیم منافقت په ګوته کړو.

هغه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، "زه هيله لرم چې د ایران رژیم به د ایران د خلکو غوښتنو ته ځواب ورکړي چې د ایراني خلکو د روغتیا او امنیت او خوندیتوب لپاره سرچینو، هغه سرچينې د ایران رژیم يې په روښانه ډول لري، ته لومړیتوب ورکړي، پر ځای د دې چې نړیوال تروریستي کمپاین ته دوام ورکړي."

دا سپوږمکۍ یوه هفته وروسته له هغې وتوغول شوه کله چې آی آر جي سي د بلې مشکوک ټیکنالوژیکي "بریا" اعلان وکړ، او د اپرېل په ۱۵ مه يې د کورونا ويروس ناروغۍ د معلومولو آله ښکاره کړه.

د آی آر جي سي کمانډر ميجر جنرل حسیني سلامي په ټلویزیون باندې د دې آلې د پرانستې په موقعه وویل، "دا یو حیرانونکي ساینسي تخنیک دی چې په مختلفو هسپتالونو کې ټسټ شوی دی."

هغه ادعا وکړه چې د متاثره شويو سطحو د معلومولو او د هغو کسانو د تشخیص توان په پنځو سيکنډونو کې دننه ورکوي کوم چې د ۱۰۰ مترو په قطر کې وي او دغه ويروس لري.

راډيو فردا راپور ورکړو، خو په ټویټر کې يوه خپره شوې ویډیو ښیي چې دا آله په روغتیایي مرکز کې ټسټ کيږي او هر يو کس حیران ښکاري ځکه چې دا د یو ميټر نه په کمه فاصله کې د ویروس په معلومولو کې پاتې راغله.

"آی آر جي سي د مسافر وړونکې الوتکې او په توغندي کې فرق ونه کړو، نو موږ څنګه باور کولی شو چې دا له پنځو سيکنډونو څخه په لږ وخت کې د نینومیتره جسامت ویروس معلوموي." د ټویټر یو کاروونکي د دې آلې په اړه وویل او د دې پورې يې ټوکه وکړه چې "په ترماميټر يې انټینا ایښودې ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تر ټولو غوره وېب پاڼه

ځواب

زه فکر کوم د ایران د بحري 'دوستانه ډزو' پیښې د عمان په خلیج کې ۱۹ ماڼوګان ووژل. بیان زیاته کړه چې کنارک د "تخنیکي معاینې" لپاره بندر ته وړل شوی و، خو دې د پیښې وضعیت ته اشاره ونه کړه. د ایران وسله وال ځواکونه د غلطۍ کولو نه نااشنا نه دي.

ځواب