ساينس ـ ټکنالوژي

چینایي هیکران په داسې حال کې ونيول شول چې د کورونا ويروس واکسینو د تحقیق پټولو هڅه يې کوله

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

یو کارکونکی د می په ۱۴ مه د بیجنګ عملي بیولوژیکي ټیکنالوژیو (ايکس ای بي ټي) په نوم د څیړنې او پراختیا ليبارټرۍ کې لیدل کیږي. [نیکولاس اسفوري/ ای اېف پي]

یو کارکونکی د می په ۱۴ مه د بیجنګ عملي بیولوژیکي ټیکنالوژیو (ايکس ای بي ټي) په نوم د څیړنې او پراختیا ليبارټرۍ کې لیدل کیږي. [نیکولاس اسفوري/ ای اېف پي]

واشنګټن -- د متحده ایالاتو چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د می په ۱۳ مه) د روغتیا پاملرنې او ساینسي څیړونکو ته خبرداری ورکړو چې د چین ملاتړ لرونکي هیکران هڅه کوي چې د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د علاج او واکسینونو پورې اړوندې څیړنې او فکري ملکیت پټ کړي.

د متحده ایالاتو د تحقیقاتو اداره (اېف بي آی) او د سايبر امنيت او د زیربنا امنیتي ادارې (سي آی ايس سي ای) هغه سازمانونو ته خبرداری ورکړو چې د دې ناروغۍ په اړه تحقيق کوي چې دوی "د چین لخوا په احتمالي توګه په نښه کيدې شي او د دوی شبکه کنټرول کيدی شي."

په دغه بيان کې ویل شوي، "دغه فعالین ليدل شوي چې د واکسینو، علاج، او ټسټونو په اړه مهم فکري ملکيت او د عامو خلکو معلومات په ګوته کړي او د شبکې او هغه کارمندانو نه يې په غير قانوني توګه پټ کړي کوم چې د کورونا ويروس پورې اړوند څیړنې سره تړاو لري."

دغه بيان زیاته کړه، "د چين لخوا د دې سکتورونو په نښه کولو هڅې د کورونا ويروس په وړاندې زموږ د ملت غبرګون له پام وړ ګواښ سره مخ کوي."

FBI او CISA له "ټولو هغه موسسو، چې په دې برخه کې څيړنې ترسره کوي، څخه وغوښتل چې ځانګړی سایبري امنیت او د داخلي ګواښونو کړنو ته دوام ورکړي چې د کورونا ويروس سره د اړوندو موادو د خفيه بیاکتنې یا غلا کولو مخه ونيول شي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت وياند ژو لیجیان د پنجشنبې په ورځ (د می په ۱۴ مه) د دې تور په ځواب کې وویل، "چین د داسې بد چلند په اړه سخت خفګان او کلک مخالفت څرګندوي."

دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړل کيږي چې په ټوله نړۍ کې لسګونه شرکتونه، ادارې او هیوادونه د واکسینو د جوړولو لپاره هڅه کوي چې د کورونا ویروس د خپریدو مخه ونیسي، کومې چې په نړۍ کې لږ تر لږه ۲۹۲،۰۰۰ کسان وژلي دي چې دغه ناروغي په چین کې رامینځته شوې وه.

سایبر بریدونه، غلط معلومات

دا خبرداری په ګڼ شمیر خبرداريو او راپورونو کې اضافه کوي چې په ایران، شمالي کوریا، روس او چین کې د حکومت په ملاتړ هیکران يې په فعاليتونو، چې د کورونا ويروس وبا سره تعلق لري، د غلطو معلوماتو خپرولو، د کارکونکو او ساینس پوهانو په نښه کولو په تور تورن کړي دي.

تیره هفته، انګلستان او متحده ایالاتو د منظمو مجرمانو لخوا د روغتيا متخصصینو په وړاندې په سایبر بریدونو کې د زیاتوالي خبرداری ورکړو چې "اکثر د نورو دولتي فعالینو سره تړاو لري."

سي آی ايس ای او د انګلستان د ملي سایبر امنیت مرکز وویل چې دوی په لویه کچه د "پاسورډ بريدونو" تاکتیکونه -- چې هیکران هڅه کوي چې د عام استعمال شوي پاسورډونو له لارې اکاونټونو ته لاسرسی ومومي -- په ګوته کړي دي چې هدف یې د روغتیا پاملرنې ادارې او طبي څیړنیز سازمانونه دي.

په ورته وخت کې، چینایي او روسي رژیمونو د کورونا ویروس وبا په اړه د غلطو دريځونو د خپرولو لپاره همکاري زياته کړی ده.

لي ای ګابرېل، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د نړیوالې ښکيلتيا مرکز، چې د بهرني پروپيګنډو تعقيب کوي، کوارډينيټره ده، وويل، "حتی د کورونا ويروس وبا له کړکیچ نه مخکې، موږ د پروپيګنډې په برخه کې د روس او د چین تر منځ د همغږۍ یوه ټاکلې کچه وارزوله."

د ای اېف پي له مخې، هغې خبریالانو ته وویل، "د دې وبا سره همکاري هم په چټکۍ سره ګړندۍ شوې ده."

د دغه مرکز له مخې، چینایي رژیم بیا خپل آنلاین کمپاین ګړندی کړی چې د وبا د سمبالولو دفاع وکړي او په متحده ایالاتو تنقيد وکړي.

ګابرېل وویل، "بیجینګ په عین وخت کې توافق کوي او په پراخه کچه هغه تخنیکونه کاروي چې له مخکې نه د ماسکو لخوا کارول شوي وو."

د دې میاشتې په پیل کې، د مختلفو استخباراتي ادارو یو راپور وویل، چین تر دې حده پورې هڅه وکړه چې د ویروس خبرونه يې د ډاکټرانو، چې د دې په هکله يې خبرې کړې وې، د غلې کولو یا غايب کولو سره پټ وساتل، د کورونا ويروس شواهد يې په ليبارټرو کې تباه کړل او هغه سايسندانانو ته يې د نمونو ورکولو نه انکارو وکړو چې په واکسین يې کار کولو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د منلو وړ نه ده. يا خدایه

ځواب

اوه زما

ځواب