جرم او انصاف

پاکستاني ځواکونه د وبا په جريان کې په وسله والو ډلو باندې محتاط نظر ساتي

د ضياء الرحمان لخوا

د کراچۍ د پولیسو یو افسر د اپرېل په ۲۲ مه د خپل همکار تبه د احتیاطي اقدام په توګه ګوري. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ د پولیسو یو افسر د اپرېل په ۲۲ مه د خپل همکار تبه د احتیاطي اقدام په توګه ګوري. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- قانون پلي کونکي ادارې د وسله والو او جرمي ډلو پروړاندې خپل کار ته دوام ورکوي، حتی امنیتي منسوبين د کورونا ویروس د خپریدو مخنیوي لپاره په هڅو کې برخه اخلي.

نیم پوځي رینجرو او د سیند پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د اپرېل په ۱۷ مه د کراچۍ په لویدیځ ضلعه کې په عملیاتو کې دوه مشکوک وسله واله ونيول، چې د لشکر جهنګوي سره يې تعلق لرلو.

دغه مشکوک کسان چې د سمیع الله (عرف ارشد) او محمد جعفر (عرف برکات او افتخار) په نوم پیژندل شوي دي، په سور کتاب کې، چې د زيات مطلوب وسله والو مشکوک کسانو لیسټ دی، شامل وو او د دوی د نيولو په هکله د معلوماتو ورکولو لپاره د هغوی په سر ۵ مليونه روپۍ (۳۱،۳۰۰ امريکايي ډالره) انعام مقرر شوی و.

دغه دواړه کسان په قانون پلي کونکو منسوبينو باندې د بريد کولو، د فرقه يي هدفي وژنو او د عوامي نيشنل پارټۍ او په کراچۍ کې د احمدي ټولنې د غړو د وژلو له کبله مطلوب ول.

د کراچۍ پولیس د مارچ په ۲۱ مه په یو نيوز کانفرنس کې د یوې منع شوې ډلې له غړو څخه ترلاسه شوې وسلې او مهمات ښيي. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ پولیس د مارچ په ۲۱ مه په یو نيوز کانفرنس کې د یوې منع شوې ډلې له غړو څخه ترلاسه شوې وسلې او مهمات ښيي. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ پولیس منسوبين د اپرېل په ۲۲ مه د لاک ډاون پرمهال د يوې هټۍ بهر ټولنیز واټن پلي کوي. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ پولیس منسوبين د اپرېل په ۲۲ مه د لاک ډاون پرمهال د يوې هټۍ بهر ټولنیز واټن پلي کوي. [ضیاء الرحمان]

په عين حال کې، د پولیسو د ځانګړيو تحقیقاتو يونټ (ايس آی يو) يو سينير سپرنټنډنټ عرفان بهادر وويل، د کراچۍ د پولیسو د ځانګړيو تحقیقاتو يونټ (ايس آی يو) او وفاقي استخباراتي ادارو د اپرېل په ۱۹ مه په ګلستان جوهر سيمه کې په ګډه يوه چهاپه ووهله، چې څلور وسله وال يې پکې ونيول چې د هند په برصغیر کې له القاعدې (اقس) سره يې تعلق لرلو.

هغه وویل، "نیول شوي وسله وال د محمد عمر، محمد بلال (عرف فدا)، محمد وسیم او محمد عامر په نامه پیژندل شوي دي." هغه زیاته کړه چې دغه ټولو څلورو واړو په افغانستان کې روزنه ترلاسه کړې وه.

هغه وویل، دغه مشکوک کسانو د راتلونکو بريدونو لپاره د ځینو حساسو ځايونو څارنه کړې وه، چې په دې کې د پاکستان سټاک ایکسچېنج، ښاري محکمې او د پولیسو روزنیز مرکز شامل وو.

ایس آی یو د اپرېل په ۲۱ مه د پاک کالونۍ په سيمه کې په یو بل برید کې څلور مشکوک کسان ونيول، چې د منع شوي جرمي ډلې، د خلکو د امن کمیټي، سره د همغږۍ په تور تورن وو.

بهادر وويل، نیول شوي کسان، چې د انور (عرف کوجګ)، ماجد (عرف کالو)، محمد سهیل او ریاض ګولیمار په نوم پيژندل شوي دي، په یو لړ ناوړه جرمونو کې مطلوب ول. هغه زياته کړه چې د دوی له قبضې څخه وسلې او مهمات ترلاسه شول.

وسله وال د کورونا ویروس څخه ګټه پورته کوي

د امنیتي چارو شنونکو او چارواکو وويل، وسله والې ډلې هڅه کوي چې د کورونا ویروس له بحران څخه ګټه پورته کړي، په دې ګومان چې د قانون پلي کونکي ادارې بې فکره دي.

د می په ۹ مه، د کورنیو چارو وزارت سیند صوبې ته لارښونې وکړې او خبرداری يې ورکړو چې تروريستي ډلې پلان لري چې په مهمو امنیتي تاسیساتو، ودانیو، عامه ځایونو او عامه غونډو باندې برید وکړي، چې په پايله کې به د خلکو ژوند او ملکيت ته زیات ورسوي.

دې له صوبايي چارواکو څخه وغوښتل چې خپل امنیتي انتظامات زیات کړي.

په دغه لارښونو کې راغلي، "دوی [تروریستي ډلي] د لاس جوړ شوي چاوديدونکي توکي (آی اي ډيز)، د موټر تعبيه شوي چاودیدونکي توکي (وي بي آی اي ډيز)، او نور د ترهګرۍ تخنیکونه کارولی شي."

ډان ورځپاڼې د اپرېل په ۲۱ مه د اقس مشکوک کسانو د نیولو په اړه راپور ورکړو، "حقیقت دا دی چې وسله وال او پرتشدده مجرمان دواړه د دې حقیقت څخه ښه خبر دي چې امنیتي منسوبين د لاک ډاون پورې اړوند دندو کې بوخت دي، له همدې امله امنیتي ادارې باید د ترهګرو او ډله ایزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره په داسې عناصرو په دوامداره توګه محتاط نظر وساتي."

داعش د مارچ په نیمایۍ کې د النبا په خپله خبر پاڼه کې له پلویانو څخه وغوښتل چې د کورونا ويروس په جريان کې هیڅ ډول رحم ونه کړي او بریدونه پیل کړي.

په ګاونډي افغانستان کې، افغان طالبانو بریدونه زيات کړل، په داسې حال کې چې چارواکي د کورونا ویروس د مخنيوي لپاره کار کوي، چې دا ښايي چې وسله والې ډلې د افغان وګړو ژوند خرابولو ته ژمن دي.

"په اسلام آباد کې دېره د استخباراتو یو سينير افسر د خپل نوم نه ښودلو په شرط وويل، "د وسله والو ډلو پرضد د مبارزې جاري ساتلو لپاره پاملرنه او توجه به د څه حده پوري کمه شي ځکه چې د قانون پلي کونکي ډیر کارکونکي د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره د حکومتي هڅو سره مرسته کوي."

هغه وويل، که څه هم، پاکستاني چارواکو دا معلومه کړې چې وسله ډلې په پاکستان کې د بحران څخه ګټه پورته کولی شي.

هغه په کراچۍ کې ګرفتارو ته په اشارې سره وویل، "همدا وجه ده چې د قانون پلي کونکي ادارې د خپلو استخباراتي شبکو په کارولو سره په فعاله توګه بریدونه کوي، او دوی په وروستیو ورځو کې بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلام ضیاء الرحمان، تاسو ولې د خپل نوم سره د یوسفزۍ لیکل بند کړل؟ دا د پنټاګون ویب پورټل د پټهان لیکوالو لپاره يو غوره ځای دی چې په چټکۍ سره ډالرې وګټي

ځواب

زموږ د قانون پلي کونکي ادارې ښه کار کوي، له همدې امله خلک په ښارونو کې په ارام سره ژوند کوي. زه ټولو ځواکونو او کارکوونکو ته سلام کوم.

ځواب

ټول دروغجن خپاره شوي پولیس غواړي چې حکومت ته نمبرې جوړې کړي.

ځواب