جرم او انصاف

چارواکي د کورونا ويروس ناروغۍ له چيلنج سربېره په جرم تمرکز کوي

د ضياء الرحمان لخوا

د کراچۍ پولیس د اپرېل په ۲۰ مه د يوې خیریه موسسې دفتر بهر امنیتې دندې ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ پولیس د اپرېل په ۲۰ مه د يوې خیریه موسسې دفتر بهر امنیتې دندې ترسره کوي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- پاکستاني چارواکي د منظم جرمونو او ترهګرۍ د تمویل پروړاندې کار ته دوام ورکوي حتی چې دوی د کورونا ویروس وبا سره مبارزه کوي.

د منظم جرمونو پر وړاندې ملي نوښت (اين آی او سي)، چې په اسلام آباد کې یو خپلواک پلیټ فارم دی او په پاکستان کې د منظم جرمونو سره د مبارزې لپاره د قانون پلي کونکو، تعليمي ادارو، مدني ټولنې او د رسنیو متخصصینو لخوا جوړ شوی دی، د وروستې راپورونو له مخې، د ویروس خپریدلو د پاکستان هغه چارواکي له ګڼ شمیر چيلنجونو سره مخ کړي چې د ترهګرۍ د تمویل، آنلاین جرمونو او د کوڅو د جرمونو سره مبارزه کوي.

دغه ادارې د اپرېل په ۱۰ مه او ۱۷ مه په راپورونو کې وکتل چې چارواکي د نويو چيلنجونو سره د مبارزې لپاره په وخت تدابیر نیولي او یو څه لاسته راوړنې یې ترلاسه کړي دي.

د اين آی او سي يو چارواکي محمد عامر رانا وویل، په داسې حال کې چې د کورونا ویروس وبا دا چيلنجونه پیچلې کړې دي، دا کولی شي چې نوي حللارې هم رامينځته کړي.

د اردو ژبې يو پوسټر د می په لومړۍ نيټه په کراچۍ کې د اسعارو د تبادلې دفتر بهر ښودل شوی چې خلکو ته د پیسو مینځلو، ترهګرۍ د تمویل او نورو غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي لپاره خبر ورکړي. [ضیاء الرحمان]

د اردو ژبې يو پوسټر د می په لومړۍ نيټه په کراچۍ کې د اسعارو د تبادلې دفتر بهر ښودل شوی چې خلکو ته د پیسو مینځلو، ترهګرۍ د تمویل او نورو غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي لپاره خبر ورکړي. [ضیاء الرحمان]

هغه وویل، پاکستان باید اداري پاملرنه وښيي چې د راتلونکو چيلنجونو لپاره د ښه پوهاوي او چمتووالي لپاره د رجحانونو د بدلون څارنه وکړي.

د اين آی او سي له مخې، د فدرالي تحقیقاتو ادارې او مالي ادارو، د بينکونو په ګډون، په ټولنیزو رسنیو باندې کمپاینونه پیل کړي او د فراډ په اړه خبرتیاوې لیږي، کوم چې د د وبا په جریان کې ډیریږي.

رانا وویل، "کورونا ويروس ناروغۍ په انټرنيټ باندې ټريفک څو چنده ډیر کړی دی. دې رجحان د انټرنيټ کمزورۍ هم ډیرې کړي دي، چیرې چې د سایبر مجرمان، د راپورونو سره سم، په جعلي کارونو کې د بوختيا لپاره نوي طريقې ایجادوي."

د پاکستان د مخابراتو ادارې (پي ټي ای)، چې یوه حکومتي اداره ده، هم د پیغامونو په شکل کې، چې د کورونا ويروس معلومات په کې شامل وي، د احتمالي سایبر بریدونو خبرداری ورکړی او پاکستاني خلکو ته یې مشوره ورکړې چې په عامه ځایونو کې وای فای استعمال نه کړي.

د ترهګرۍ تمویل

په عین حال کې، پاکستان په دوامداره توګه ګڼ شمير اقدامات کوي چې د مالي عمل کاري ځواک (اېف ای ټي اېف)، چې په پاریس کې د پیسو مینځلو ضد سازمان دی، غوښتنې پوره کړي او د پیسو مینځلو، ترهګرۍ د تمویل او نورو غیرقانوني فعالیتونو په اړه خلک پوهه کړي.

اېف ای ټي اېف، چې پاکستان یې په جون ۲۰۱۸ کال کې په خپل خړ لیست کې شامل کړی و، د اپرېل په مياشت کې د دې غوښتنو پوره کولو لپاره د پاکستان لپاره وروستنۍ نيټه د جون ۲۰۲۰ نه تر سپتمبر ۲۰۲۰ پورې وغځوله.

د اپرېل په لومړۍ نيټې د اېف ای ټي اېف اعلاميه د سایبر جرمونو د زیاتوالي خطر په اړه خبرداری ورکوي، چې په دې کې د جعلي خیریه موسسو لپاره پيسې راټولول او مختلف طبي فراډونه شامل دي چې بې ګناه قربانیان په نښه کوي.

په کراچۍ کې د قانون پلي کونکي ادارې یو سينير چارواکي وویل، منع شوې وسله والې ډلې به غالباََ د خیريه ادارو په شکل کې د کورونا ویروس بحران نه ګټه پورته کړي.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "خو اوس د منع شويو وسله والو ډلو او د هغوی سره تړاو لرونکو خیريه ډلو لپاره ګرانه شوېچې چندې راټولې کړي."

هغه وویل، "چارواکي کار کوي چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې د روژې په میاشت کې ورکړل شوې خيريه مرستې واقعي فلاحي موسسو ته ورسيږي او نه چې د وسله والو ډلو جیبونو ته ورسيږي."

د کوڅې جرمونه

د قانون پلي کونکي پرسونل کار کوي چې د کوڅو په جرمونو کې د زیاتوالي مخه ونیسي، په ځانګړي توګه په کراچۍ او اسلام آباد کې.

د اين آی او سي له مخې، په اسلام آباد کې د کوڅو د جرمونو په اړه د شکایتونو له زیاتوالي وروسته، پوليسو د ښار په ټولو برخو کې د شپې د ګشت پلان جوړ کړی دی.

د مرکزي ښار پولیسو د فالکن سکواډ، چې د کوڅو د جرمونو لپاره جوړ شوی يو ځانګړی ځواک دی، اضافي افسران او ګاډي ځای پر ځای کړي چې د پلان پلي کول يقيني کړي.

چارواکو تیره هفته په درجنونو کسان نیولي دي.

په ورته ډول په کراچۍ کې، د پولیسو چارواکي په هېلپ لاین ۱۵ باندې هغه ټولو خبرتیاوو او معلوماتو ته ګړندي ځواب ورکوي کوم چې د کوڅې د جرمونو سره تعلق لري.

د کراچۍ د پولیسو مشر غلام نبي میمن وویل، د پولیسو د ادارې مختلفې څانګې شپه او ورځ کار کوي.

هغه وویل، "اوسیدونکي باید د کوڅې د جرمونو د مخنیوي لپاره له پولیسو سره همکاري وکړي او چارواکو ته باید د ورته پیښو په اړه سمدستي خبرداری ورکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500