زده کړه

په پاکستان کې د آنلاین تعلیم ظرفیتونو لوړولو لپاره غوښتنه

د محمد شکيل لخوا

یو ځوان د کورونا ويروس ناروغۍ د خپريدو د مخنيوي لپاره په ملي کچه د لاک ډاون په جریان کې د اپرېل په میاشت کې په پېښور کې په کور کې په انټرنيټ بوخت دی. [محمد شکیل]

یو ځوان د کورونا ويروس ناروغۍ د خپريدو د مخنيوي لپاره په ملي کچه د لاک ډاون په جریان کې د اپرېل په میاشت کې په پېښور کې په کور کې په انټرنيټ بوخت دی. [محمد شکیل]

پېښور -- کتونکي وايي، د کورونا ویروس لاک ډاون په جریان کې د زده کونکو لپاره د آنلاین کلاسونو جوړول او پلي کول يو مهم کار دی چې نه يوازې ځوانان هيله مند او بوخت وساتي بلکې د هغوی نفسياتي روغتیا هم ښه وساتي.

انس تکريم کاکاخیل، چې د ښوونې او روزنې شنونکی او د خېبر پښتونخواه د پرايويټ تعلیم د شبکې جنرل سيکريټري دی، وويل، "د نړۍ پرمختللي هیوادونو د زده کړې په انتظام کې آنلاین زده کړې معرفي کړي دي چې زده کونکي د نوي پرمختګونو په اړه خبر کړي او د دوی قدرتي صلاحيتونو ته وده ورکړي چې په خپلو اړوندو برخو کې 'څيړنه او لټون' وکړي."

"د انګلستان، متحده ایالاتو، چین او آسټرالیا په څیر هیوادونو له مخکې نه په خپلو تعليمي نظام کې د زده کړې آنلاین تخنیکونه د دې د بې شميره ګټو له کبله شامل کړي دي."

هغه زياته کړه، "آنلاین زده کړې او لرې کلاسونه د بحران په څیر وضعیت کې، چې په هیواد کې د کورونا ویروس د خپریدو وروسته رامینځته شوی دی، یوازیني انتخابونه دي چې شتون لري."

ځوانان بوخت ساتل

کاکاخیل وویل، "ترټولو حساسه برخه زموږ ځوان نسل دی، چې د خپلو کورونو پورې محدود دی." "د دې تعلیمي پروسه قطع شوې ده. آنلاین تعلیم به ځوان نسل بوخت وساتي او له هغه څه د برخې جوړیدو نه به یې منع کړي کوم چې ناغوښتل شوی دی او ټولنې ته زیان رسوي."

هغه زياته کړه، "آنلاین کلاسونه د ټولګیو ځای نه شي اخيستې، خو نوی سیسټم د زده کونکو د راتلونکي خوندي کولو لپاره د ستاینې وړ ګام دی."

د کاکاخېل له مخې، حکومت باید په لرې پرتو سیمو کې د انټرنیټ شتون ته پام وکړي. هغه زیاته کړه چې په نويو ضم شويو قبایلي سیمو کې زده کونکو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

بصر علي، چې د کرک ضلعې په خوشحال خان خټک يونيورسټۍ کې د میډیا او مخابراتو مطالعاتو ليکچرار دی، وویل چې آنلاین زده کړې به زده کونکي د ټولنیز نښلونکي ټیکنالوژیو څخه خبر کړي چې د دوی سره به د تعليم په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

راتلونکی 'په خطر کې'

هغه وويل، "د ټولنیزو ټیکنالوژیو شهرت په ډیرو تعلیمي ادارو اثر کړې لکه علامه اقبال اوپن يونيورسټي او د [پاکستان] ورچول يونيورسټي."

علي وویل، "په دې يونيورسټو کې د زده کونکو دوامداره داخلې پخپله د آنلاین سیسټمونو د بریا ثبوت دی چې اوس زده کونکو ته په تعليمي بحران کې، چې د کورونا ویروس له کبله رامینځته شوی دی، معرفي شوی دی."

هغه وویل، "د لوړو زده کړو ادارې باید د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ په څیر آنلاین زده کړې او مدیریت سیسټمونه رامینځته کړي." "که نه نو، دا به خورا ګرانه وي چې د لرې فاصلې په تعليم کې د زده کونکو د شموليت هدفي موخې ترلاسه کړو."

هغه زياته کړه، "په زرګونو زده کونکي، چې راتلونکې يې د کورونا ويروس له امله په خطر کې دی، باید ژر تر ژره آنلاین کړی شي."

د خونديتوب ذريعه

هغه وويل، کم اميدونه او زياته بې باوري هغه يو څو لاملونه دي چې په ځوان نسل کې مايوسي، خفګان او نفسياتي کمزوري رامينځته کوي. هغه زیاته کړه چې دا ډول عوامل په پراخه کچه دا چانسونه زياتوي چې زده کونکي د تاوتریخوالي او افراطیت په څیر په نامناسبو فعالیتونو کې ښکيل شي.

علي وویل، "موږ د حکومت د هڅو مننه کوو چې له مخکې نه د تعليم دا کمزوری او خراب سیسټم ښه کوي، او همدارنګه د دې د پلانونو ستاينه کوو چې د زده کونکو راتلونکی خوندي کړي او د هغوی لپاره لاره هواره کړي چې د بنياد پرستۍ او ټولنیز ضد فعالیتونو نه ډډه وکړي."

احسان علي شاه، چې په پېښور کې په ګورنمنټ هايير سيکنډري سکول پهاړيپوره کې ښوونکی او د خېبر پښتونخواه د ابتدایی او ثانوي تعلیم د لوبو ادارې يو ځانګړی کس دی، وويل، "ډیر والدېن د خپلو هغه ماشومانو د راتلونکي امکاناتو په اړه اندیښمن وي، کوم چې د اوسني تګ راتګ محدودیتونو او د تعلیمي ادارو بندیدو له کبله خپلو کورونو ته محدود شوي دي." "دوی د خپلو ماشومانو په ذهنونو کې د زیان رسونکو رجحاناتو د ودې په اړه ویره لري."

هغه وويل، "ځوان نسل باید د مثبتو فعالیتونو برخه پاتې شي، که نه نو، په ناغوښتل شویو فعالیتونو لکه تاوتریخوالي، افراطیت او په ځینو حالاتو کې په اورپکۍ کې د دوی د ګډون احتمال به ډیر شي." "اصلي لاملونه ... خفګان، مايوسي، بې باوري او نفسياتي غم دی."

"آنلاین تعلیم به زده کونکي په خپلو ورځني فعالیتونو کې بوخت کړي او په دې بحران کې به د دوی په ذهنونو باندې د منفي اغیزو لپاره د خوندیتوب د يوې ذريعې په توګه کار وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

خان به د الله په فضل سره کارونه ښه سمبال کړي ..

ځواب