امنیت

په کراچۍ کې د القاعدې د وسله والو نیول د ترهګرو د بیا يو ځای کيدو هڅې شنډوي

د ضياء الرحمان لخوا

د کراچۍ يو پولیس د اپرېل په ۲۲ مه امنیتې دندې ترسره کوي. د اپرېل په ۱۹ مه په ګلستان جوهر سیمه کې په يوې چهاپه کې، پولیسو د هند په برصغير کې د القاعدې څلور مشکوک وسله وال ونیول. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ يو پولیس د اپرېل په ۲۲ مه امنیتې دندې ترسره کوي. د اپرېل په ۱۹ مه په ګلستان جوهر سیمه کې په يوې چهاپه کې، پولیسو د هند په برصغير کې د القاعدې څلور مشکوک وسله وال ونیول. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- په کراچۍ کې د القاعدې د ځایي څانګې د څلورو مشکوکو غړو نیول یوه لویه بریا ګڼل کيږي ځکه چې پاکستانی چارواکي په دوامداره توګه عمليات ترسره کوي چې په هیواد کې د ترهګرو د يو ځای کيدو هڅې له مينځه يوسي.

د پولیسو د ځانګړيو تحقیقاتو يونټ سينير سپرنټنډنټ عرفان بهادر وويل، د کراچۍ د پولیسو د ځانګړيو تحقیقاتو يونټ (ايس آی يو) او وفاقي استخباراتي ادارو د اپرېل په ۱۹ مه په ګلستان جوهر سيمه کې په ګډه يوه چهاپه ووهله، چې څلور وسله وال يې ونيول چې د هند په برصغیر کې له القاعدې (اقس) سره يې تعلق لرلو.

هغه وویل، "نیول شوي وسله وال د محمد عمر، محمد بلال (عرف فدا)، محمد وسیم او محمد عامر په نامه پیژندل شوي دي." هغه زیاته کړه چې دغه څلورو واړو په افغانستان کې روزنه ترلاسه کړی وه.

هغه وویل، نیول شوي وسله والو د راتلونکو بريدونو لپاره د ځینو حساسو ځايونو څارنه کړې وه، چې په کې د پاکستان سټاک ایکسچینج، ښاري محکمې او د پولیسو روزنیز مرکز شامل وو.

پولیس د جنورۍ په ۲۲ مه د کراچۍ په يو روزنیز مرکز کې په روزنه کې برخه اخلي. د القاعده برصغير وسله وال شکمن کسان، چې پولیسو د اپرېل په ۱۹ مه په کراچۍ کې نیولي ول، د پولیسو په روزنيز مرکز او نورو دولتي ودانیو باندې د برید کولو لپاره د پلان جوړولو په تور تورن دي. [ضیاء الرحمان]

پولیس د جنورۍ په ۲۲ مه د کراچۍ په يو روزنیز مرکز کې په روزنه کې برخه اخلي. د القاعده برصغير وسله وال شکمن کسان، چې پولیسو د اپرېل په ۱۹ مه په کراچۍ کې نیولي ول، د پولیسو په روزنيز مرکز او نورو دولتي ودانیو باندې د برید کولو لپاره د پلان جوړولو په تور تورن دي. [ضیاء الرحمان]

هغه وويل، "پولیسو د وسلو هغه زیرمه ترلاسه کړه چې دوی په ښار کې د ترهګریزو بریدونو ترسره کولو لپاره زیرمه کړي وې."

اقس په دوامداره توګه د زوال په لور روان دی

د اورپکۍ او ترهګرۍ پروړاندې د پاکستان مبارزه په هیواد کې د اقس شتون خورا خراب کړی دی.

د تير سپتمبر په ۲۳ مه په افغانستان کې د اقس د مشر عاصم عمر وژل په سیمه کې د ترهګریزې ډلې لپاره یو لوی ګوزار ګڼل کيږي او د تروریستي ډلې د بیرته راستنیدو د مخنیوي لپاره د افغان، پاکستان او ایتلافي ځواکونو ګډې هڅې په ګوته کوي.

عمر په ۲۰۱۴ کال کې د هغې له پیل راهیسې د اقس مشري کړې وه.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست (اين ډي ايس) د تیر اکتوبر په ۸ مه په ټویټر باندې د عمر د مرګ تایید وکړو، او زیاته یې کړه چې په برید کې د اقس په وژل شويو نورو شپږو غړو کې یو داسې سړی هم و چې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري لپاره د يو قاصد په توګه پيژندل شوی دی.

بهادر وویل، "محمد حنیف عرف ضرار د عمر له وژلو وروسته د آقس نوی مشر و."

هغه وویل، حنیف چې اوس په افغانستان کې اوسیږي، په اصل کې د کراچۍ اوسیدونکی دی او د اقس شبکې له بنسټ ایښودونکو څخه و کله چې هغه په ښار کې و.

د دې ډلې له جوړیدو فوري وروسته، آقس په پاکستان کې فعاله شو او ګڼو سیمه ایزو وسله والو ډلو، چې له القاعدې سره يې نظریاتي اړیکې لرلې، هم د اقس سره د وفادارۍ ژمنه وکړه.

د دې د رامینځته کیدو څخه یوازې څو میاشتې وروسته، اقس د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر په مياشت کې په کراچۍ کې د پاکستان د سمندري ځواک د يوې الوتکې د تښتولو هڅه وکړه. په دغه برید کې د نیم پوځي ځواک ۱۰ کارکوونکي ووژل شول او ۱۵ نور ژوبل شول، په داسې حال کې چې دوه برید کونکي په روانه جګړه کې ووژل شول، او دریم يې ځان ته چاودنه ورکړه.

په تیرو دوو کلونو کې، د قانون پلي کونکو ادارو د اقس پروړاندې مبارزې ته دوام ورکړی دی، چې د دې شبکه يې ماته کړې ده.

په نومبر ۲۰۱۸ کال کې، د کراچۍ پولیسو د اقس مشر او د الظواهري نژدې همکار عمر جلال چانډیو عرف خاټيو په ګلشن اقبال سیمه کې ونیولو. هغه اوس هم په توقیف کې دی.

په ورته وخت کې، د تېر جون په میاشت کې د کراچۍ پولیسو په ډزو کې د سیند صوبې لپاره د آقس مشر طلعت محمود عرف یوسفد هغه د دریو نورو ملګرو سره ووژلو.

د پنجاب د پولیسو د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) په تیر دسمبر کې په ګوجرانواله کې د اقس په میډیا سیل باندې چهاپه ووهله او پنځه کسان یې ونيول، چې شک پرې کيدو چې د دغه تروریستي ډلې مهم غړي ول.

سي ټي ډي د ترهګرو له قبضې څخه د رسنيو ډير الات، فنډونه، ځان وژونکي جاکټونه، چاودیدونکي توکي او وسلې قبضه کړې.

افغانستان نور خوندي ځای نه دی

په ۲۰۱۴ کال کې په پاکستان کې د بغاوت پرضد د ضرب عضب عملیاتو له پیل وروسته، د اقس ډیر وسله وال افغانستان ته وتښتېدل، چیرې چې افغان طالبانو له اوږدې مودې راهیسې د القاعدې مشرانو ته پناه ورکړې ده.

خو د عمر او نورو لوړ پوړو مشرانو وژل، لکه په جنوري ۲۰۱۷ کال کې د حرکت الجهاد الاسلامي مشر قاري سیف الله اختر او په دسمبر ۲۰۱۷ کال کې د اقس دوهم کمانډر عمر خطاب وژل، ښیي چې افغانستان د القاعدې یا د دې جنوبي آسیا ډلې لپاره نور خوندي ځای نه دی.

په مارچ ۲۰۱۹ کال کې، د افغانستان د غزني صوبې په ګیرو ضلعه کې په يو پوځي برید کې د اقس ډیر وسله وال ووژل شول، چې په دوی کې ګڼ شمير ځانمرګي بریدکوونکي شامل ول.

شنونکي وايي چې اقس وروسته له هغې یو بل ګوزار ترلاسه کړو کله چې افغان طالبانو او متحده ایالاتو په فبرورۍ کې په قطر کې د سولې تړون لاسلیک کړو.

د دغه معاهدې له مخې، افغان طالبانو موافقه وکړه چې د القاعدې په ګډون هره ډله یا کس به د افغانستان د خاورې کارولو نه منع کوي چې د متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو امنیت ته ګواښ وکړي.

په کراچۍ کې میشت خبریال منیر احمد شاه، چې د وسله والو ډلو په اړه څیړنې کوي، وويل، "القاعده په سپتمبر ۲۰۱۴ کال کې په سيمه کې اقس پيل کړو چې په ځانګړې توګه د داعش مخه ونيسي. داعش دوه مياشتې مخکې خپله د خراسان څانګه پيل کړې وه."

هغه وویل، له جوړیدو شپږ کاله وروسته، اقس په پاکستان او افغانستان کې مات شوی دی. "د دې د مشرانو وژل او نیول ښیې چې سیمه نور د دې لپاره خوندي ځای نه برابروي."

په یوه بله نښه کې چې اقس له افغانستان او پاکستان څخه مخ اړوي، دې ډلې اعلان وکړو چې دا د خپلې اردو خپرونې نوم د "نوای افغان جهاد" نه "نوای غزوة الهند" ته بدلوي.

شاه وویل، "دا په واضح ډول د اقس جغرافیایي بدلون ښیي، چې اوس یې خپل تمرکز هند او د کشمیر ناکراره سیمې ته اړولی دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

شاباش. دا مقاله مې خوښه شوه

ځواب

ښه

ځواب