چاپیریال

پلانټ فار پاکستان به د کورونا ویروس له کبله رامنځته کیدونکي بې کاري کمه کړي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

مزدوران د اپرېل په ۱۴ مه په مانسهره کې په یوې نرسرۍ کې کار کوي. [د خېبر پښتونخواه حکومت]

مزدوران د اپرېل په ۱۴ مه په مانسهره کې په یوې نرسرۍ کې کار کوي. [د خېبر پښتونخواه حکومت]

پېښور -- پاکستان خپله د ۱۰ ملیارده ونو سونامي پروژه، چې د پاکستان لپاره بوټې نال کړئ په نامه هم پیژندل کیږي، د هغه کسانو د ګمارلو د یوې وسیلې په توګه بيرته پيل کړی څو هغه کسان په کار وګماري چې د کورونا ویروس د وبا پر مهال يې خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د بوټو کرلو د پروژې، چې په سپتمبر ۲۰۱۸ کال کې پيل شوې وه، موخه په پنځو کلونو کې ۱۰ میلیارده ونې کرل دي.

په دې مياشت کې د بيرته پيل نه مخکې، دا هڅې په مارچ کې د کورونا ويروس د انديښنو له کبله په لنډه توګه ودرول شوې وې.

وزیراعظم عمران خان د اپرېل په ۱۱ مه په ټويټر باندې وويل، "پاکستان د کورونا ويروس ناروغۍ په وخت کې يو بدلون راولي. په داسې حال کې چې مزدوران خپلې دندې له لاسه ورکوي، حکومت د ۱۰ ملیارده ونو د يو لوی کمپاین د برخې په توګه ګڼ شمير کسان ګماري -- چې په ورته وخت کې به په ژوند او ځمکه باندې تاثیر کوي. هر نوښت اهميت لري."

مزدوران د اپرېل په ۱۴ مه په سوات کې د ونو په یوې نرسرۍ کې کار کوي. [د خېبر پښتونخواه حکومت]

مزدوران د اپرېل په ۱۴ مه په سوات کې د ونو په یوې نرسرۍ کې کار کوي. [د خېبر پښتونخواه حکومت]

د اقلیم د بدلون په اړه د وزيراعظم سلاکار ملک امین اسلم د اپرېل په ۲۰ مه وویل، مونږ د اپريل د دولسمې نيټې راهيسې کارکونکي په دندو ګماروو، او تر اوسه پورې د ۵۰۰،۰۰۰ نه زیات کسان په مختلفو ضلعو او سیمو کې ګمارل شوي او ځای پر ځای شوي دي."

هغه وويل، "د دې مرستې هدف دا دی چې سوداګرۍ ته دوام ورکړو او له دندې څخه لرې شويو مزدورانو سره مرسته وکړو."

اسلم وویل، "دا به د هغه ځوانانو په اقتصادي حالت ښه کولو کې مرسته وکړي، کوم چې په پاک او صفا چاپیریال کې کار کوي."

مشتاق خان، چې ۲۲ کال عمر لري او د باجوړ ضلعې اوسیدونکی دی، وويل، دې پروژې "مزدورانو ته د پیسو ګټلو توان ورکړی دی، په داسې وخت کې چې هیواد د کورونا ويروس ناروغۍ د مخنیوي لپاره په بشپړ توګه محدودیتونه پلي کړي دي، او دا ځوانان د وسله والو په لاس ورتلو نه هم لرې ساتي، کوم چې د ترهګرۍ لپاره د بې کاره کسانو د کارولو لپاره بدنام دي."

خان پخوا په یو ځايي هوټل کې کار کولو چې د وبا له امله له هغه وخت راهيسې بند دی.

هغه وويل، د ونو کرلو پروژه د هغه لپاره يو رحمت دی. "موږ په خپله سیمه کې د ونو کرلو له لارې هره ورځ ۱،۰۰۰ روپۍ (۷ امريکايي ډالره) یا ډیرې پيسې ترلاسه کوو."

خوندي، ګټور کار

د خېبر پښتونخواه (کی پي) د ځنګلاتو د ادارې افسر صدیق خان وویل، "د کورونا ويروس ناروغۍ له امله د محدودیتونو په سختو ورځو کې، موږ بې وزلي ورځني مزدوران د خوندیتوب له ټولو اقداماتو او اصولو پلي کولو نه ورسته بوخت کړي چې لرې کار وکړي."

هغه زیاته کړه، "په ورځني ډول، له ۲۰،۰۰۰ څخه ډیر مزدوران د ۱۰ مليارده ونو سونامي پروژې لاندې په مختلفو نرسريو کې کار کوي او ونې نالوي."

خان وویل چې دغه فعالیتونه په ټوله صوبه کې پیل شوي دي.

هغه وويل، ټولې ضلعې، د پخوانیو قبایلي سیمو په ګډون، د دې پروګرام یوه برخه ده، چې ګڼ شمير ځوانان راجلبوي او له حکومت سره د خپل شين پاکستان د پلان په عملي کولو کې مرسته کوي.

هغه وویل، "موږ ژمن یو چې دغه بدبختي په یو داسې فرصت کې بدله کړو چې بې روزګاره کارکوونکو ته د دوی په سيمو کې شنې دندې چمتو کړو، په داسې حال کې چې زمونږ اهداف ترلاسه کوي."

یاسمین بي بي، چې ۲۸ کاله عمر لري او د خېبر پښتونخواه د ځنګلاتو د ادارې لاندې په مانسهره کې په یوې ځايي نرسرۍ کې کار کوي، وايي هغه خوشحاله ده ځکه چې هغه له پروژې څخه ډيرې پیسې ګټي.

هغې وویل، "زه له تیرو څو ورځو راهیسې په يو تازه چاپیریال کې کار کوم. له سلو څخه ډیرې میرمنې په کار ګمارل شوي دي، او موږ غواړو چې دې کار ته دوام ورکړو حتی که د کورونا ويروس بحران پای ته ورسي."

مشتري بيګم، چې د سوات ضلعې په يوې ځايي نرسرۍ کې کار کوي، وويل چې هغه او نورې ميرمنې ونې کري او په سهار کې يې اوبه کوي.

هغې وویل، "له هغه وخت راهيسې کله چې ما په لومړي ځل په نرسرۍ کې کار پیل کړو، له لسګونو څخه زیاتو میرمنو [ګډون] کړی دی."

هغې وویل، "موږ په یاد لرو چې د ښځو لپاره دا سخته وه چې په عامه توګه بهر ته وځي کله چې وسله والو یوه عشره وړاندې په غیرقانوني ډول په سوات کې حکومت کولو."

د مردان یو بزګر طارق خان وویل، "دوی په ځنګلونو او نرسریو کې کار کوي، چیرې چې دوی د کورونا ويروس خپریدو د مخنیوي لپاره د ټولنیز واټن اصولونه تعقیبوي، او جرم ته د مخه کولو پرځای په ګټورو فعالیتونو کې بوخت پاتې کیږي."

د خان له مخې، دا د غربت او بیکارۍ له امله وه چې وسله وال طالبانو توان لرلو چې ملکي کسان وګماري او د دولت ضد او تروریستي فعالیتونو لپاره یې ځای په ځای کړي.

هغه وویل چې دغه بندیز پاکستانیان له دندو څخه محرومه کړي دي، په ځانګړي توګه ورځني مزدوران، چې وسله وال جوړيدی شي -- خو د حکومت دا هڅه د ستاينې وړ ده چې دوی په دندو کې بوخت کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500